وروستي مطالب

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

چهارشنبه, 29 قوس 1396 19:22

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي.

ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډېری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.

نوموړی زیاتوي، تیر کال چې کله د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ولسمشرمحمداشرف غني ترمنځ خبرې پيل شوې، دی د عطا محمد نور له خوا د بلخ ولایت کاندید و

روسیه: د امریکا د معلوماتو له کبله د داعش د حملو پلان ناکامه شو

دوشنبه, 27 قوس 1396 20:40

د کریملن چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې د معلوماتو په اساس یې په پیټرزبرگ د اسلامي دولت د ډلې د حملو پلان ناکامه کړ.

مسکو وایي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ډونالډ ټرمپ ته ټیلفون وکړ او د هغه نه یې مننه وکړه چې سي آی ای ورسره دغه معلومات شریک کړي دي. سپینې ماڼۍ دغه خبر تائید کړیدی.

د روسیې چارواکي وایي چې سي آی اې چې ورسره کوم معلومات شریک کړي و، دهغې په اساس د هغوي استخباراتي ادارو داسې کسان ونیول چې د شنبې په ورځ یې د ځانمرگې بریدونو پلان تیار کړی و. د روسیې پولیسو په دغه لړ کې د یکشنبې په ورځ هم ځینې کسان نیولي دي.

عطا: والي یم، نړیواله ټولنه او افغان ځواکونه دې مداخله نکوي

دوشنبه, 27 قوس 1396 20:23

د جمعیت اسلامي د ګوند اجرايي مشر عطا محمد نور وايي د بلخ له ولایت نه د هغه لېرې کول غیر قانوني کار دی.

ارګ د دوشنبې په ورځ( ډسمبر۱۸) وویل چې ولسمشر غني د ښاغلي عطا استعغا منلې او پر ځای یې انجینر داود د بلخ والي ټاکلی دی. خو ښاغلی عطا وايي چې هغه اوس هم والي دی او لېرې کول یې کومه "قانوني او حقوقي" توجیه نلري.

هغه د بلخ ولایت د ملي راډیو تلویزون له لارې افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا پیغام ورکړ

په پېژندپاڼو کې د افغان، ملیت او دین کلمو راوړل تایید شول

دوشنبه, 27 قوس 1396 20:21

د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسون د برېښنايي پېژندپاڼې د وېش په تړاو د افغان ولسمشر وروستی تقنیني فرمان تایید کړ.

په برېښنایي تذکرو کې د افغان، اسلام او ملیت کلمو لیکلو/ نه لیکلو پر سر جنجالونو ظاهرا د تذکرو د وېش بهیر مخه ډب کړې وه چې بیا یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اړه تقنیني فرمان صادر کړ.

په فرمان کې راغلي وو چې په پېژندپاڼو کې دې پر افغان او اسلام کلمو سربېره د ملیت یا قومیت کلمه هم ور ځای شي

عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده

دوشنبه, 27 قوس 1396 20:14

عطا محمد نور وايي د ارگ دا پرېکړه چې گواکې د ده استعفا يې منلې ردوي او خپله دنده نه پرېږدي.

ښاغلي نور چې له خپلو يو شمېر پلويانو سره له ليده کاته وروسته هغوى ته وينا کوله وويل ولسمشر غني ته وړاندې شوې استعفا پاڼه زړه ده چې ورسره مله شرايط پوره نشول، نو له دې امله يې نه مني.

خو د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي د ښاغلي نور وروستۍ وينا ته په غبرگون کې بي بي سي ته وويل "استعفا يوځل کېږي، چې وشوه او ولسمشر هم ومنله. د ارگ دريځ هماغه دى چې اعلان شوى

نا تایید شوي راپورونه وايي چې انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکل شوی او عطا محمد نور برطرفه شوی دی.

یکشنبه, 26 قوس 1396 20:06

دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې عطا محمد نور د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له پلاوي سره په خبرو کې د بلخ له ولایته استعفا رد کړه، ورپسې د جمعیت ګوند ځینو مشرانو اعلان وکړ چې د ولسمشر او اجرايي رييس په شمول هیڅ قدرت عطا محمد نور د بلخ له ولایته لېري کولی نه شي.

دیپلومات پیشین پاکستانی: ختم جنگ در افغانستان به نفع پاکستان نیست

یکشنبه, 26 قوس 1396 18:40

حسین حقانی، دیپلومات پیشین پاکستانی در امریکا گفته است که پایان جنگ در افغانستان به نفع کشورش نیست و پاکستان خواهان گسترش دامنه جنگ در افغانستان می‌باشد.

به گزارش اسپوتنیک به نقل از خبرگزاری جمهور، حسین حقانی، دیپلومات پیشین پاکستانی گفته است که پاکستان خواهان ایجاد یک حکومت قوی در افغانستان نیست و از این رو به جنگ در افغانستان دامن می‌زند.

وی بیان داشته که پاکستان خواهان گسترش دامنه جنگ در افغانستان است تا از این طریق به اهداف خود در افغانستان برسد

ناټو افغانستان ته د ځانګړو ځواکونو ډله لیږي

یکشنبه, 26 قوس 1396 18:34

د ناټو د ځانګړو ځواکونو یوه ډله افغانستان ته ځي چې افغان ځانګړو ځواکونو ته روزنه او د جګړې او اغیزمنو پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې،‌ سلامشورې ورکړي.

ناټو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د دغې ډلې غړو د بلجیم په مونس ښار کې خپلې روزنې بشپړې کړي او ډیر ژر به افغانستان ته واستول شي. د دغې ډلې د غړو د شمیر په اړه او دا چې له کومو هیوادونو دي، څه ندي ویل شوي