وروستي مطالب

د "هاګ" محکمې له‌خوا په افغانستان کې د جنايي جرمونو له ثبتولو د سپېدار هرکلی

پنجشنبه, 07 جدی 1396 16:42

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د عدالت د ټینګښت لامل ګرځي.

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې تر اعلان وروسته چې له افغانانو یې د بشري حقونو او جنګي جرمونو اړوند شکایتونو د ثبت غوښتنه کړې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې د قانون د حاکمیت او د عدالت د ټینګېدو لامل ګرځي

د کابل برید کې "۴۱ کسان وژلي‌ او ۸۴ ټپیان دي"

پنجشنبه, 07 جدی 1396 16:30

کابل کې پر یوه رسنیز دفتر برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، دغه برید د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال پل سوخته سیمه کې پر یوه کولتوري او رسنیز مرکز شوی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مجروح وايي، برید کې ۴ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۸ ښځې ټپیانې شوې دي.

اسلامي دولت نومې ډلې(داعش) ویلي برید دوی کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خبره، د پېښې په ځای کې تر ځانمرګي برید وروسته دوې پرلپسې چاودنې هم شوي، چې تلفات یې نه لرل

د افغانستان او امریکا د همکارۍ تړون نږدې سل په سلو کې پلی شوی – ارگ

سه‌شنبه, 05 جدی 1396 23:21

ارگ وايي د فساد په ضد، ښې حکومتدارۍ او د امنیتي بنسټونو په پیاوړتیا کې یې ستر پرمختګونه کړي دي.

ارگ وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون نږدې سل په سلو کې پلی شوی او په بیلابیلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کې ډیر پرمختګونه ترلاسه شوي.

د ارگ د یوې خبرپاڼې په بنسټ "د امنیتي پلان تدوین، د ملي پولیسو او ملي اردو د منسوبینو بایومتریک، کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوړل، په قراردادونو کې د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی، ملي دفاع وزارت کې د سرحدي پولیسو او عامه نظم ادغام، د هوایي ځواکونو او د کمانډو

عبدالله: جمعیت د عطامحمد نور له لرې کولو سره همغږی و

دوشنبه, 04 جدی 1396 14:50

د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله من دی له بلخ ولایت څخه د عطامحمد نور د ګوښه کېدو لانجه له سوله ییزې لارې حل شي.

نوموړي نن دوشنبه د ډيسمبر ۲۵مه د عطامحمد نور تر استعفا وروسته پخپل لومړي غبرګون کې وویل:

" ۱۵

پاکستان په منطقوي کنفرانس کې پر امریکا سختې نیوکې وکړې

یکشنبه, 03 جدی 1396 21:09

د چین، روسیې، ترکیې، افغانستان، پاکستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن په اسلام اباد کې پیل شوه.

په سیمه کې د ترهگرۍ سره د مبارزې او منطقوي همکاریو پر موضوع د شپږو هیوادونو د پارلماني هیئتونو غونډه د پاکستان په نوښت جوړه شوې ده. د پاکستان، چین، روسیې، ترکیې، افغانستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن د سختو امنیتي ترتیباتو تر سیوري لاندې په پلازمینې اسلام اباد کې پیل شوه

د مچلغو بند د جوړولو د تړون لاسلیک او د امنیت په اړه‌یې د افغان حکومت ژمنه!

یکشنبه, 03 جدی 1396 21:03

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د مچلغو بند د پروژې په بشپړېدو سره به د پکتیا د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول د حکومت له ژمنو دي او دغه ژمنې د عملي کېدو په حال کې دي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومي ۰۳» په اجرائیه ریاست کې د مچلغو بند د جوړولو د تړون د لاسلیک پر مهال خبرې کولې، وویل چې د دغه بند جوړول د پکتیا د خلکو اساسي غوښتنه وه او دا د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند مثبت اغېز درلودلای شي

د کورنیو چارو وزیر: پر ډیورند کرښه د پاکستان د سرغړونو شکایت مو "م. م" ته سپارلی

یکشنبه, 03 جدی 1396 20:58

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان حکومت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په اړه خپل شکایت له هغه هېواد او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره شریک کړی دی.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له‌خوا د اغزن سیم د غځولو موضوع مشرانو جرګه اړ کړه چې د هېواد د امنیتي ځواکونو مسؤلین استجواب کړي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۳» په دغې استجوابیه غونډه کې وویل، افغان حکومت د یادې ستونزې د هواري په هدف خپل رسمي اعتراض د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا سره شریک کړی دی

تنش بلخ و کابل؛ حمایت اسماعیل خان از نور و صالح از عبدالله

یکشنبه, 03 جدی 1396 20:47

در ادامه کشمش‌های سیاسی میان عطامحمد نور، رئیس اجرایی حزب جمعیت اسلامی و حکومت وحدت ملی افغانستان بعد از "برکناری" او از سمتش به عنوان والی بلخ، محمد اسماعیل خان، از رهبران حزب جمعیت و امرالله صالح، رئیس پیشین امنیت ملی واکنش نشان دادند.

امرالله صالح، در برابر سخنان آقای نور که دیروز با لحن شدید از عبدالله عبدالله، رئیس اجرایی افغانستان انتقاد کرد، از مواضع آقای عبدالله اعلام حمایت کرد