وروستي مطالب
فېسبوک هغه سلګونه حسابونه تړلي چې د پاکستاني پوځ 'ستاینې' یې کولې
پنجشنبه, 13 سنبله 1399 19:59فېسبوک وايي، د پاکستان اړوند داسې ۱۰۳ وېبپاڼو، ۷۸ ګروپونو، ۴۵۳ شخصي حسابونو او ۱۰۷ انسټاګرام حسابونو 'شبکه ' یې تړلې چې د فېسبوک له لارې په 'مشکوکو ' فعالیتونو کې ښکېل وو.
فېسبوک وايي، له څېړنې وروسته ورته معلومه شوه چې دې حسابونو 'منظمه او نایید شوې رویه ' درلوده. فېسبوک په دې اړه یوه رپوټ هم خپور کړی چې د 'کوارډینیټیډ ان اتهینټک بیهویر ' نوم
تورخم ته نږدې پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښته شوې
پنجشنبه, 13 سنبله 1399 19:47پر ډېورند کرښه د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته نژدې نن (پنجشنبه) ماښام د افغان ځواکونو او پاکستانيو ملېشو ترمنځ نښته شوې.
د ننګرهار والي ویاند بي بي سره خبرو کې تایید کړه چې په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
کابل کې د افغان او پاکستاني چارواکو لیدنه
دوشنبه, 10 سنبله 1399 18:36د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د دې وزارت مرستیال میرویس ناب دوشنبه کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود او ورسره مل ۴۰ کسیز پلاوي سره جلا جلا ناستې وکړې. د د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وایي، په دې ناستو کې پر ګڼو مسلو خبرې اترې شوې دي.
محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز سره له لیدو 'ډډه کړې'
جمعه, 31 اسد 1399 16:06جنرال جاوید قمر باجوه د سعودي عرب له مرستیال دفاع وزیر او د محمد بن سلمان له کشر ورور خالد بن سلمان ال سعود سره لیدلي.
رپوټونه وايي، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له لیدو ډډه کړې ده.
مشورتي لویې جرګې ته د غني سپارښتنه
جمعه, 17 اسد 1399 20:31کابل کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه پیل شوه. ګډونوال به یې د دې بندیانو د خوشي کولو یا بند کې ساتلو په اړه سلا مشوره او پرېکړه کوي. د دې جرګې غړي پر ۵۰ کمېټو وېشل شوي چې د طالبانو د پاتې غړو د خلاصون په اړه به پر بېلابېلو مسلو بحث کوي.
"مشورتي لویه جرګه راتلونکې جمعه کابل کې ترسره کېږي"
یکشنبه, 12 اسد 1399 19:55په افغان حکومت کې دننه یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته تائید کړې ده چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک ټاکلو لپاره به مشورتي لویه جرګه د روانې اګست میاشتې پر اوومه (د زمري یا اسد پر ۱۷مه نېټه)، یعنی د راتلونکې جمعې پر ورځ په کابل کې ترسره کېږي.
افغان حکومت او طالبانو د اختر دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ
سهشنبه, 07 اسد 1399 20:52طالبانو ویلي، که د اختر ورځو کې د حکومتي ځواکونو لخوا پر دوی برید وشو نو دوی به کلک ځواب ورکوي
طالبانو پر خپلو وسلوالو غږ کړی چې د لوی اختر په دریو ورځو کې پر مقابل لوري هېڅ برید ونکړي، خو که پر دوی برید وشو نو بیا دې کلک ځواب ورکړي. د طالبانو له دې اعلان لږ ساعت وروسته افغان حکومت هم له خپل لوري د اختر دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
محب: پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه بې ځوابه نه پاتې کیږي
سهشنبه, 31 سرطان 1399 15:23د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي.
ښاغلي محب نن سې شنبه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۱) کونړ ولایت ته د سفر پرمهال په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کور څخه د لیدنې پر مهال چې د پاکستاني پوځیانو په وروستیو راکټي بریدونو کې د