وروستي مطالب

طالبان: د خپلو بندیانو خوشي کېدل ښه ګام بولو

سه‌شنبه, 21 جوزا 1398 19:33

 

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو د خپلو یو شمېر زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی. دغې ډلې په یوه علامیه کې ویلي چې طالبانو تل د حکومت له نیول شویو کسانو سره د بند پر مهال ښه چلند کړی او د حکومت لخوا د طالب بندیانو د ازدیدو هرکلی کوي، او د دې لړۍ د دوام غوښتنه یې کړې

د افغان سولې بهیر کې د جرمني منځګړتوب

سه‌شنبه, 21 جوزا 1398 19:26

 

 د افغانستان سولې عالي شورا وايي، جرمني د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چې تمه ده راتلونکو لسو ورځو کې پیل شي، د اسانتیا برابرولو لپاره چمتوالی ښودلی دی. دا شورا هیله منه ده چې روانې هڅې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته لار برابره کړي

افغانستان کې د داعش د فعالیت زیاتېدل لویدیځه نړۍ گواښي – امریکایي مقام

دوشنبه, 20 جوزا 1398 21:33

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د 'خلافت' له ماتې وروسته د یو شمېر چارواکو په وینا ددې ډلې جنگیالي هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې خپل فعالیت پراخ کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو یو استخباراتي مقام چې په افغانستان کې دنده تر سره کوي اسوشیتیدپرس اژانس ته ددغه مطلب په بیان سره ویلي چې داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې په جلب او جذب بوخت دی.

جمهور رئیس غني د رای ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې هرکلی وکړ

دوشنبه, 20 جوزا 1398 21:25

د افغانستان جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د رای ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې بهیر د پیل هرکلی کړی او د رای ورکولو پر شرایطو برابرو ټولوکسانو څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټي کېدو په خاطر دې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي

سیګار: افغان- امریکا پوهنتون کې لسګونه میلیون ډالر ورک شوي

شنبه, 11 جوزا 1398 16:55

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی خپل تازه رپوټ کې وايي له ۲۰۱۲ کال راهیسې تراوسه له افغان- امریکا پوهنتون سره د امریکا د مرسته شوو پیسو ۶۳ میلیون ډالر "ورک شوي" دي، خو دغه پوهنتون یوه بیان کې د سیګار دا ادعا بې بنسټه بولي

د افغان طالبانو نایب مشر ملا غني برادر مسکو ته تللی ـ طالبان

دوشنبه, 06 جوزا 1398 16:19

 

افغان طالبانو نن د گل/دوشنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې د هغوی نایب مشر ملا برادر آخند د یو ١۴ کسیز پلاوي په مشرۍ د روس سرښار مسکو ته تللی دی.

مسکو ته د ملا برادر د تگ هدف، په هغې غونډې کې گډون بلل شوی چې ویل کیږي سبا د نهې/سې شنبې په ورځ د افغانستان او روس ترمنځ د سفارتي تعلقاتو د سلو کلونو د پوره کېدو په ویاړ جوړه شي.

جواد ظریف: زموږ سیمه کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیاتوالی 'خطر' دی

شنبه, 04 جوزا 1398 19:57

 

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو شمېر ډېرېدل د سولې او امنیت لپاره 'ډېر خطرناک 'بولي او وايي، 'باید مخنیوی یې وشي. '

ښاغلي ظریف له ارنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د هېواد په اړه یې د امریکا ادعاوې 'په فارس خلیج کې د امریکا د ښمنانه سیاست او تاو تریخوالي ته د لمن وهلو لپاره د توجیهې لټولو ' په معانا دي

هند ټاکنې؛ د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند بریا تر لاسه کړې

پنجشنبه, 02 جوزا 1398 21:55

د هند ټولټاکنو کې له پراخ بري وروسته به د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د پنځو نورو کلونو لپاره واک کې پاتې شي. د پارلماني ټاکنو تر اوسه اعلان شوې پایلې ښيي چې د ښاغلي مودي بي جې پي ګوند د هندي پارلمان له ۵۴۳ څوکیو ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي