وروستي مطالب

د ارګ یوې کوټې کې قیمتي ډبرې موندل شوي

دوشنبه, 23 اسد 1396 15:13

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د ارګ په یوې خونې کې قیمتي ډبرې له پېژندلو وروسته خوندي شوې.

دغه ډبرې د ارګ روازې ته څیرمه په یوې خونې کې موندل شوې او د ارګ د یوې خبرپاڼۍ له مخې د " یادو ډبرو اندازه او کیفیت په دقیقه توګه معلوم نه دی، خو بېلابېل ډولونه لکه لاجورد، ګرانیت، عقیق، امتیست، بریل، میکرولیت، تخنیکي تورمالین او میده دانې بیروج او نور ډولونه لري".

د اعلامیې له مخې دغه قېمتي ډبرې د "تېرو حکومتونو پرمهال له هېواده بهر د قاچاقو پرمهال ضبط شوي دي چې د ضبط کولو جریان اسناد یې" هم شته

واشنګټن پوسټ: غني محاصره دی د تاوتریخوالي په څېر بې کاري دوام لري

دوشنبه, 23 اسد 1396 15:08

سټارس اېنډ سټرایپس خپرونه په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش د جګ پوړو قوماندانانو د وژل کېدو په اړه لیکي:

د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې تائید کړه چې په کونړ کې د تېرې پنجشنبې د ورځې په برید کې د وژل شوېو په ډله کې یو هم عبدالرحمن دی چې په وینا یې په دې ولایت کې د دې سخت دریځې ډلې امیر و.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې د عبدالرحمن وژل د داعش پر خراسان څانګې یو بل ګذار دی او زیاته کړې یې ده چې هغه لکه د مخکینیو نورو په څېر وموندل شو او دا ښیي چې افغانستان د دوی لپاره امن ځای نه دی

"له شمالي کوریا سره اتومي جګړه ژر پېښېدونکې نه ده"

دوشنبه, 23 اسد 1396 15:04

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره سره د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتومي جګړې ژر پېښېدل ناشوني دي.

مایک پمپیو وویل، د پیونګ یانګ د وسلو پروګرام په ډېره "اندېښمنوونکې چټکتیا" پرمخ ځي او د دغه هېواد یوه نوې توغندیزه ازموینه به حیرانوونکې نه وي.

هغه دا خبرداری هم ور کړ چې "د امریکا ستراتیژیک" صبر کاسه په څڅېدو ده.

دواړه هېوادونه په دې وروستیو کې د یو بل پرضد له دوښمنۍ ډکې څرګندونې کوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ شمالي کوریا "په اور اوغوسه" وګواښله

د باميانو دوه چارواکي الوتکي ته د ناستي اجازي نه ورکولو په تور په "بند محکوم" شوي

دوشنبه, 23 اسد 1396 15:02

د افغانستان لویه څارنوالۍ کې یوه سر چینه وایي، د بامیانو د لومړۍ حوزې امر شریف شیداني، چې د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمن شیداني زوی هم دی، په "درې کاله بند محکوم او اته زره ډالره" نقدی جریمه شو.

ښاغلی شیداني تورن و چې دوه میاشتې وړاندې یې په بامیانو کې د کام ایر شرکت الوتکې ته د ناستې اجازه نه وه ورکړې.

د راپورونو له مخې، دوه میاشتې وړاندې چې د نوموړي پلار د الوتکې له پروازه پاتې شو، نو ده یې په غبرګون کې د یو شمېر پلویانو په ملتیا، په بامیانو کې الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه.

سرچینې له نوم اخیستلو ډډه کړې، خو زیاته کړې یې ده، د بامیانو د هوایي دګر قومندان هم د دې پیښی په تړاو په یو کال بند محکوم شوی دی

گفتوگوی اتمر و مک مستر روی اصلاحات نظامی در افغانستان

یکشنبه, 22 اسد 1396 12:46

حنیف اتمر و مک مسترمشاوران امنیت ملی افغانستان و آمریکا در جریان ویدئو کنفرانس درباره ایجاد اصلاحات در بخش‌های نظامی و غیرنظامی افغانستان در آستانه اعلام استراتژی ترامپ تاکید کردند
به گزارش اسپوتنیک به نفل از تسنیم، جنرال مک مستر مشاور امنیت ملی آمریکا با همتای افغان خودحنیف اتمر از طریق ویدئو کنفرانس گفت‌وگو کرد.
براساس بیانیه رسمی حکومت افغانستان، دو طرف در این تماس ویدئویی بطور مفصل درباره وضعیت امنیتی افغانستان و رفع نیازهای این کشور در این زمینه به نتایجی دست یافتند

افغان ولسمشر په نېږدې راتلونکې کې ازبکستان ته ځي

یکشنبه, 22 اسد 1396 12:37

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په سوداګریزه راکړه ورکړه او ټرانزیټ کې زیاتوالی راغلی او تمه ده چې د لا پراختیا په هدف یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په نېږدې راتلونکي کې ازبکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېع وزارت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به ازبکستان سره د سوداګریزو او ټرازیټي اړیکو د پراخولو په هدف په نېږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې ښاغلی غني ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا، رېل پټلۍ او په یو شمېر نورو بېلابېلو برخو کې سوداګریز تفاهم لیکونه لاسلیک کړي

امريکا: چارلټسويل ښار کې نښتو مرګژوبله اړولې

یکشنبه, 22 اسد 1396 12:29

د امريکا په متحده آيالاتو کې د تندلارو ښي اړخو او مخالفينو تر منځ تاوتريخوالی اوج ته رسېدلی. يو موټر پر مظاهرچيانو ورغلی او يوه چورلکه هم لوېدلې ده. په دغو پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

د امريکا په ويرجينيا آيالت کې د کو کلوکس کلېن او نورو ښي اړخو ډلو په لاريون کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل دي. له دغې جملې څخه ځينې بيا سخت ټپيان دي. دغه خبره د چارلټسويل ښارګوټي چارواکو کړې ده.

د دغه ځای د پوليسو مشر، التوماس ويلي دي چې يوه ۳۲ کلنه ښځه يوه موټر لاندې کړې او وژلې يې ده. چلونکي ښايي موټر په هدفمن او قصدي ډول د ښي اړخو د مخالفانو پر لاريون ور وستی او په دې ترتيب ډېر شمېر انسانان ژوبل کړي هم وي.

ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو

یکشنبه, 22 اسد 1396 12:26

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي برمک د ټاکل کېدو فرمان نن یکشنبه د اګسټ ۱۳مه رسنیو ته لېږل شوی دی.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ په استول شوي حکم راغلي، تر هغه چې ویس احمد برمک د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه به دنده پر مخ یوسي.

ولسمشر غني په یوه بېل فرمان کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر تاج محمد جاهد د ولسمشر د امنیتي مشاور په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی برمک د کورنیو چارو وزارت لپاره د ملي وحدت حکومت درېیم وزیر دی