دفاع وزارت، لوی درستیزۍ او شاهین قول اردو ته نوي کسان وټاکل شول

دفاع وزارت، لوی درستیزۍ او شاهین قول اردو ته نوي کسان وټاکل شول

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم‌شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوی استعفاوې منلې دي.

خو په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې بیا د نوم نه‌ښودلو په شرط نن ازادي راډيو ته وویل چې د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز او د ۲۰۹ شاهین قول اردو درې قوماندانان پر یادې قول اردو د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو له دندو لیرې شوې دي.

سرچینې دا هم ویلي چې طارق بهرامي د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

دغه‌راز له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امان‌الله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځينو سرچینو په وینا په دې حملې کې ۱۴۰ سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

لوستل شوی 984 ځله Last modified on شنبه, 16 ثور 1396 22:09