ضمیر کابلوف: په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره داعشیان فعالیت کوي

ضمیر کابلوف: په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره داعشیان فعالیت کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی وایي په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لس زره کسان شته او شمیر یې په ډیریدو دی.
روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، له خولې لیکلي چې په عراق او سوریه کې د داعش ماتې ددې سبب شوې چې ددې ډلې وسله وال افغانستان ته مخه کړي.
کابلوف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې مسکو په افغانستان کې د داعش د جنگیالیو د شتون په وجه اندیښنه لري، په ځانگړې توگه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د هغوی شتون چې د تاجکستان سره گډه پوله لري

.
ښاغلي کابلوف همداشان ادعا کړې ده چې گویا "بې نښانه او بې نښې" هلیکوپترې د داعش جنگیالي چې په غربي پوځي تجهیزاتو سمبال دي، په افغانستان کې ددغې ډلې څانگې ته لیږدوي.
ښاغلی کابلوف وایي چې مسکو په وار وار دغه موضوع د ملگرو ملتونو د سازمان او ناټو سره مطرح کړې، خو تر اوسه یې "څرگند ځواب" ندی ترلاسه کړی.
ښاغلي کابلوف وویل "په معمول ډول د خپلو ناټو شریکانو نه چې د افغانستان فضایي کنترول یې په لاس کې دی په دې اړه پوښتلي، خو تر اوسه مو کوم معقول ځواب نه دی ترلاسه کړی".
د افغانستان لپاره د دروسیې ځانگړی استازی همداشان ادعا کوي چې په جوزجان او سرپل ولایتونو کې وضعیت د اندیښنې وړ دی، ځکه محلي خلکو د داعشیانو په منځ کې الجزایري او فرانسوي جنگیالي لیدلي دي.
کابلوف همداشان وویل چې د داعش په څیر ترهگرې ډلې هڅه کوي چې د روسیې جنوبي سیمې او په منځنۍ اسیا کې د مسکو شریکان تر تاثیر لاندې راوړي.
خو په عین وخت کې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت چې زیات شمیر یې امریکایي ځواکونه دي مسکو د طالبانو په ملاتړ ملامتوي.
په دې ترڅ کې افغان مقاماتو په هغه هیواد کې د داعش د پراخ شتون په وجه اندیښنې تر یوه حده ردوي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چې د امریکا د هوایي قواوو ملاتړ ورسره دی، په تیرو نهو میاشتو کې ١٦٠٠ داعشیان وژل شوي چې ددې ډلې لوړپوړي قوماندانان هم په کې شامل وو.
د داعش سخت دریځو لومړی ځل په ٢٠١٥ کې د افغانستان په ختیځ کې خپل عملیات پیل کړل او د امریکایي پوځیانو په وینا یو وخت په افغانستان کې د داعش جنگیالیو شمیر ٣٠٠٠ تنه اټکل شوی و.
د افغانستان د حکومت مقاماتو تر اوسیه د روسیې د ادعا په هکله چې وایي "بې نښانه او بې نښې" هلیکوپترې د داعش جنگیالي چې په غربي پوځي تجهیزاتو وسله وال دي، په افغانستان کې ددغې ډلې څانگې ته لیږدوي" څه ندي ویلي.

لوستل شوی 502 ځله Last modified on شنبه, 02 جدی 1396 23:08

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي