ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو

ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر شو

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي برمک د ټاکل کېدو فرمان نن یکشنبه د اګسټ ۱۳مه رسنیو ته لېږل شوی دی.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ په استول شوي حکم راغلي، تر هغه چې ویس احمد برمک د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه به دنده پر مخ یوسي.

ولسمشر غني په یوه بېل فرمان کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر تاج محمد جاهد د ولسمشر د امنیتي مشاور په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی برمک د کورنیو چارو وزارت لپاره د ملي وحدت حکومت درېیم وزیر دی

.

تر ښاغلي جاهد وړاندې نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر و، چې بیا یې له دندې استعفا وکړه.

۴۴ کلن ویس احمد برمک تر دې وړاندې د کلیو پراختیا د وزیر او همدارنګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت د وزیر په توګه کار کړی دی.

ښاغلی برمک له جګړې وروسته د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د لندن له ( SOAS) پوهنتونه د ختیځو او افریقايي څېړنو په پوهنځي کې زدکړې کړې دي.

نوموړي د یوې مودې لپاره په کابل پوهنتون کې هم تدریس کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ هم درې وزارتونو ته نوماند وزیران ور پېژندلي و.

 

لوستل شوی 584 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي