ايټاليا د اروپا فوټبال اتلولۍ پايلوبه وګټله

ايټاليا د اروپا فوټبال اتلولۍ پايلوبه وګټله

د ۲۰۲۰ فوټبال اروپايي اتلوليو پايلوبه کې ايټاليا د انګلنډ لوبډلې ته په پېنلټيو پړاو کې ماته ورکړه. دغه سيالۍ چې د اروپايي هېوادونو تر منځ ترسره کېږی پايلوبه يې د انګلنډ په تاريخي لوبغالي وېمبلي کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې په دويمه دقيقه کې د انګلنډ لوک شا لومړی ګول وکړ، ورپسې د ايټاليا ليونارډو بنوچي په ۶۷ دقيقه کې په ګول کولو سره لوبه مساوي کړه.

په اضافي وخت کې هم کومې لوبډلې ګول ونکړ او لوبه پېنلټيو ته ووته چې ايټالپا ۲-۳ وګټله. د انګلنډ مارکس رشفرډ، جېډن سنچو او او بوکايو سک ونشوی کړی پېنلټ ګول وکړي.

ايټاليا د اروپا اتلوليو کې کومه لوبه نه وه بايللې. په نيمه پايلوبه کې يې اسپانيا او په منځلوبه کې يې بېلجم ته ماته ورکړې وه.

ايټاليا تر نورو هېوادونو ډېره د نړيوالو سياليو پايلوبې ته وتلې، څلور نړيوال جامونه او دوه ځله يې د اروپا اتلولۍ ګټلې دي، چې تېر ځل يې په ۲۰۰۶ کال کې د فوټبال نړيوال جام هم خپل کړی و خو د ۲۰۱۸ کال د نړيوال جام سياليو ته په لار موندنه کې پاتې راغلې وه.

 

بل پلو دا لومړی ځل و چې انګلنډ د اروپا اتلوليو پايلوبه کې لوبېده او تر دې وړاندې يې په ۱۹۶۶ کال کې د فوټبال نړيوال جام خپل کړی و.

پايلوبې ته درسېدو په لړ کې انګلنډ د ګروپ لوبو کې کروويشيا او چک جهوريت ته ماته ورکړې وه خو له سکاټلنډ سره يې لوبه مساوې پای ته رسولې وه. په منځلوبو کې يې بيا له جرمني ۰-۲ ګټلې وه او په نيمه پايلوبه کې يې اوکرايين ۰-۴ مات کړی و.

په بريتانيا کې د کورونا د تازه مثبتو پېښو د زياتېدو سربېره د انګلنډ او ايټاليا تر منځ د دغه سيالۍ ليدو ته له ۶۰ زرو ډېر کسان ورغلي وو.

 

لوستل شوی 58 ځله