راشد خان د تېرې لسیزې شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو

راشد خان د تېرې لسیزې شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان سپېن توپ اچوونکی راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ. له دې ویاړ یوه ورځ وړاندې (ای سي سي) راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو په غوره لوبډله کې هم شامل کړی و.

د کرېکټ نړيوالې شورا په وينا د تېرو پنځو کلونو په موده کې راشد خان په شل اوريزه نړيوالو لوبو کې د ۶.۱۴ منډو په اوسط سره ۸۹ لوبغاړي سوځولي چې دا په دې لسيزه کې تر ټولو ډېرې وېکټې بلل کېږي.

راشد خان په شل اوريزو لوبو کې لومړی توپ اچوونکی دی چې په څلورو پرلپسې ټوپونو يې څلور وېکټې اخيستې دي. دغه لوبه يې په ۲۰۱۹ کال کې د ايرلنډ پر وړاندې وه.

همدا ډول په شل اوريزه لوبو کې راشد خان لومړی توپ اچوونکی دی چې په چټکۍ سره يې د دوو کلونو او شل ورځو په موده کې ۵۰ وېکټې اخيستې دي.

د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزې ته پر راشد خان سربېره له هند وېرات کوهلي او روهېت شرما، له اسټرالیا ارون فېنچ، له ویسټ اینډیز کرېس ګېل، له سریلانکا لاسیت ملېنګا او له سویلې افریقا عمران طاهر نوماند وو.

د کرېکټ نړیوالې شورا له دې اعلان وروسته راشد خان ویلي: "زه هېڅ الفاظ نه لرم او د خپلو مینه والو لپاره خوشحاله یم. د داسې یو کس لپاره چې د افغانستان وي او دا جایزه ترلاسه کړي، دا زما لپاره یوه خاصه شېبه ده ".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني راشد خان ته په دې لاسته راوړنه مبارکي ویلې او هغه یې د نوي افغانستان د ځوان نسل استازی بللی.

په نورو جایزو کې د هند ویرات کوهلي په پنځوس اوریزو لوبو کې د تېرې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شوی.

همدا راز د اسټرالیا توپوهونکی سټیو سمېت په ټسټ لوبو کې د تېرې یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.

د تېرې لسیزې شل اوریزو لوبو غوره لوبډله

راشد خان تېره څو کلونو کېد شل اوریزو لوبو یو تر ټولو پیاوړی لوبغاړی پاتې شوی

د یکشنبې پر ورځ د کرېکټ نړيوالې شورا د تېرې لسیزې ټسټ، یو ورځنیو اوشل اوریزه سیالیو غوره نړیوالې لوبډلې هم اعلان کړې وې، چې پکې له افغانستانه د راشد خان نوم د تېرې لسیزې د شل اوریزو سیالیو غوره لوبډله کې اخیستل شوی و.

د هند پخوانی وېکټ کیپر اېم اېس دهوني د دې لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی، او ورسره د هند روهېت شرما، ویرات کوهلي او جسپریت بهومرا هم د تېرې لسیزې غوره لوبډله کې اخیستل شوي دي.

راشد خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "ستاسو د دعاو او تشویق له برکته زه د افغانستان په استازیتوب د کرېکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه ویاړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې راتونکې کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دعاو او ملاتړ څخه مننه.

د افغانستان کرېکټ بورډ ډایرکټر رئیس احمدزی وايي، راشد خان په تېره لسیزه کې د شل اوریزو لوبو په بېلابېلو برخو لکه توپ اچونې، فیلډنګ او توپوهنې کې په نړیواله کچه خپله وړتیا ښوولې او دا یې حق دی چې د نړۍ په غوره لوبډله کې ځای ولري.

د ښاغلي احمدزي په وینا په افغانستان کې ګڼ نور ځوانان هم داسې وړتیاوې لري، چې نومونه یې په نړیوالو دریځونو کې یاد شي او د راشد خان وروستۍ لاس ته راوړنه د نورو ځوانانو د هڅولو لپاره مهمه ګڼي.

د هند پخواني وېکټ کیپر اېم اېس دهوني د دې لوبډلې کپتان نومول شوی

راشد خان د افغانستان لپاره څلور ټسټ یا پنځه ورځنۍ، ۷۱ یو ورځنۍ او ۴۸ شل اوریزې سیالۍ کړې دي، او د بېلابېلو هېوادونو په لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

نوموړي تر دې دمه د افغانستان لپاره په ټسټ لوبو کې ۲۳ وېکټې، په پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۳۳ او همدا راز په شل اوریزېو لوبو کې ۸۹ وېکټې اخیستې دي.

راشد خان په ۲۰۱۵ کې شل اوریزې لوبې پيل کړې. چې لوبډلې ته په راتګ سره یې د افغانستان د بریاوې هم ډېرې شوې.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د تېرې لسیزې د شل اوریزه سیالیو غوره لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي.‌

اېم اېس دهوني (هند / کپتان)

روهېت شرما (هند)

کرېس ګېل (وېسټ انډیز)

ارون فېنچ (اسټرالیا)

ویرات کوهلي (هند)

اې بي‌ ډېویلئرز (سویلي افریقا)

ګلېن مکسوېل (اسټرالیا)

کېرن پولارډ (وېسټ انډیز)

راشد خان (افغانستان)

جسپریت بهومرا (هند)

لسېت ملېنګا (شري لنکا)

 

لوستل شوی 61 ځله