دقدر  د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه

دقدر د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه


« قدر » « The Majesty »( اندازه، کچه، سنجش)
ګرانو لوستونکو!
شاعر وایی:
اى خـــواجه چه جـوى از شب  قدر  نشانى 
    
هر شب، شـب قدر است  اگر  قدر  بدانى     
   «سعدى شیرازى»
«لیله » په معنی د شپې او «قدر»  په معنې د اندازې لګولو او مقررولو ، عزت او قدر ، د قدر او اندازې شپه ځکه ورته وایی چې په ټول کال کې چې څه کیدونکی وی دهغه ټولو پلان په همدې شپه کې تیاریږی ، د بندګانو روزې مقرریږی ،د ژوند او

مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فیصله کیږی او کوم څوک چې په دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشغول وی د الله تعالی په دربار کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځی او فرښتې دده د پاره دعا کوی 
د ليلة القدر دشبی دځنې علائمو 

مفسرین او محدثین د ليلة القدر دشبی دځنې علائمو په باره کی په تفصیل سره لیکلی دی چی دهغه جملی څخه دحضرت  جابر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه  
،په هغه حدیث کی چی روايت شوی دی دقدر دقدر دشبی ځنې نښاني داسی بيان کړی  دي.

« د قدر شپه معتدله وي نه به يخه وي او نه به ګرمه ، دغه شپه به رڼا او سپينه وي داسې چې ته وايي د پنځلسم سپوږمۍ ځليږي ، په دغه شپه به شيطان د باندې نشي وتلای نو په اسمان کې به د ستورو رڼاوې کوم چې شيطان ورباندې ويشتل کيږي نه معلومږي او بله نښه يې داده چې کله د قدر د شپې په سبا لمر وخيږي له ځانه سره به وړانګی نه لري » .

دقدردشپي شپږ فضيلتونه

 - لمړی فضیلت یې داده چي لوی خدای جل جلاله قرآن کریم په همدغه شپه کي نازل کړی دی .لکه لوی خدای جل جلاله چي فرمایې : « إنا أنزلناه فی لیلة القدر»

2دوهم فضیلت یې داده چې لوی خدای جل جلاله دقدر شان اوعظمت ته په دي آیة کي اشاره کوي :«وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِ»امام رازي رحمه الله ددي اية په تفسیرکي وایې : یعنی ولم تبلغ درایتك غایة فضلها، ومنتهى علو قدرها . یعني ای محمد ه دقدر دشپي ټول فضیلة ، اوسترشان باندي ستاعلم احاطه نه ده کړي ،

3 – دریم فضیلت : یي الله تعالی داسي بیانوي : « لیلة القدر خیر من ألف شهر»

یعنی دقدردشپي عبادت دزرومیاشتوترعبادة غوره ده . داچی دقدرشپه له څه امله دزرومیاشتو نه غوره ده نوپه دی اړه بیلابیل روایتونه راغلي امام مجاهد رح دغه غوره والی ددغه شپی چی ورځ یې په روژه اوشپه یې په قیام (یعنی تراویحو ، تهجدو،یاپه نورذکر اوتلاوت ) تیره کړی نودی تن ته لوی خدای دومره ثواب ورکوي لکه یوتن چی زرمیاشتی روژه نیولي وي او زرشپی یې ویښي په عبادت کښی تیري کړي وی .

اوپه بل روایت کښي داسي راځي : چی ددي شپی هر نیک عمل دزرو میاشتو تر نیکو اعمالو غوره ده ، په هرصورت لوی خدا ی ددي شپي قدر اوشان په خپل کتاب کښي راته ښايې اومؤمنان دهغی شپی لوری ته متوجه کوی چې دي امت ته دیوه ستراحسان اوانعام په ډول ورکړي ده . تفسیرابن کثیر ۴\۵۳۱ – ۵۳۲ له لنډیزسره .

5-4-  دځلورم اوپنځم فضیلت په اړه الله تعالی فرمایې : «تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِیهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ »

امام ابن كثیر رحمه الله : وایې چي په دغه شپه کي به زمکي ته دملائکه ؤ راکښته کیدل زیات وي ،داټول ددغي شپي دډیربرکت له امله ځکه له ملائکه وسره رحمة اوبرکة ملګری وي … اوله روح څخه مراد جبریئل علیه السلام ده ( اوجبرئیل علیه السلام دټولوملائکه وافضل ملک دی ،یقول الامام ابن كثیر رحمه الله : ” أی یكثر تنزل الملائكة فی هذه اللیلة لكثرة بركتها ، والملائكة یتنزلون مع تنزل البركة والرحمة ، كما یتنزلون عند تلاوة القرآن ، ویحیطون بحلق الذكر ، ویضعون أجنحتهم لطالب العلم بصدق؛ تعظیما له ، وأما الروح فقیل المراد به ها هنا جبریل علیه السلام ، فیكون من باب عطف الخاص على العام   (تفسیر ابن كثیر (4/532 )

6-شپږم فضیلت یې : په دي آیة کې دی : «سلام هی حتى مطلع الفجر »یعني دغه شپه به له شرنو اوآفتونوڅخه سالمه وي .نوپه دغه شپه کي به هیڅ ډول عذاب افتونه اوبلاوي نه وي ،یاداچي ملائکي په مومنانوباندي سلامونه اچوي ،ای سالمة من الشرور ، فلا یكون فیها شیء من ذلك كما قال قتادة وغیره من السلف .

ګرانو لوستونکو ! 
تاسې کولای شئ د« 
قدر » په دغه مبارکه سوره کې چې د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوې دغه موضوعات په تفصیل او دقیق توگه ولولئ دلا زیاتو معلوماتو لپاره  
لطفاً لاندې لینک باندې کلیک وکړئ!

ادامه په ضمیمه کې

لوستل شوی 628 ځله Last modified on شنبه, 10 سنبله 1397 12:41

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي