دالشرح د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه

دالشرح د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه

دالشرح د مبارکې سورې ژباړه اولنډ‌تفسیر د« احمد» له تفسیرڅخه
«انشراح  »«
The Expansion »( وسیع، پراخه)

ګرانو لوستونکو!

شق صدر :

په دغه سورې کې په دې باندې بحث شوای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه سینه ولې شقه او وڅيرل شوه او ددغه کار هدف، موخه او مقصد څه وه؟ 
محدثین اوسیرت لیکونکي لیکي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صدر ( سینه ) په خپل ژوند کې یوځل نه بلکه، درې ځلي شق الصدر شوې ده .
اول ځل: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وړکی وه، کله چې ملائکه راځی او یو ټوته دوینو دهغه دقلب څخه جدا کوي


دوهم :مخکی دبعثت نه او دهغه حکمت دا وچی رسول الله صلی الله علیه وسلم وکولای شي په کامل او قویترین قلب د وحې نه استقبال وکړي. 
حافظ ابن حجر په خپل کتاب کې «الفتح» داسراء او معراج په داستان کې لیکي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم سینه دبعثت نه مخکې شق الصدر شوای، لکه چې دغه روایت ابو نعیم هم په کتاب « الدلائل » کې بیان کړای دی. 
دریم : ځل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شق الصدر شوای هغه دمعراج له سفر نه مخکې دغه حادثه شوې، ترڅو رسول الله صلی الله علیه وسلم په پاک او قوی زړه دپاک الله مستقیم مناجات ته آماده شي.

درنو لوستونکو! 
همدغسی په دغه سوره کی دصبر موضوع او بخصوص دغه موضوع چی پس له هر سختی نه اسانی شته
«ان مع العسر یسرا»په تفصیل بیانه شوی . تاسی کولی شئ په دغه مبارکه سوره الشرح چی د« احمد » له تفسیر شریف نه اقتباس او اخیستل شوی دغه موضوګانی  ولو لئ او مطالعه کړي . دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً دلته کلیک وکړئ

ادامه در ضمیمه

 

 

لوستل شوی 549 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي