Print this page
دالتکویر دسورې ژباړه اولنډ تفسیر د« احمد» له تفسیر څخه :

دالتکویر دسورې ژباړه اولنډ تفسیر د« احمد» له تفسیر څخه :


دجاهلیت ددورې اصطلاح د اسلامي قاموس او فرهنګ له هغو مصطلحو مفاهیمو څخه ده چې د اسلام له ظهوره مخکې د اعرابو او غیر اسلامي ټولنو فکري حالت، بعضې عقاید، رسم او رواج، بیانوي او په یوه کلیمه کې راولي. 
دغه اصطلاح او مفهوم په قرآن عظیم الشان کې موجود ، او ددغې اصطلاح په هکله مفسرینو مختلف او متفاوت تفاسیر وړاندې کړي دي


دغه اصطلاح په مختلفو تفاسیر سره په تواریخو کې ذکر شوې ده. دټولو څېړنو او تحقیقاتو څخه ددې اصطلاح په هکله دغه مطلب او پایله لاس ته راځي چې دغه اصطلاح د هغو عربانو او غیر اسلامي ټولنو پر بعضې اقوالو، اعتقاداتو، کړو، اقوالو او اعمالو، رسومو او عاداتو باندی اطلاق کیږي کوم چې مخکې له اسلام نه یې د هغو تر سیوري لاندې ژوند کاوه. 
پدې کې شک نشته چې دغه ټولنې چې په سعودي عربستان کې ژوند کاوه، بت پرسته وه، او ګڼ شمېر بتانو ته یې سجدې کولې او حتی هغوی ته یې قرباني هم کولې. اما داسلام دمقدس دین په راتګ سره دغه دبت پرستۍ رسم او نورو مزخرفاتو او غلطو اعتقاداتو ته خاتمه ورکړل شوه. 
داچې دجاهلیت دوره کله پېل شوې او کله خاتمه پیدا کړې،
مؤرخین مختلفو ادوارو ته اشارې لري. یو شمېر تاریخ پوهان پدې باور، عقیده او هانددي چې دغه دجاهلیت دوره دنوح علیه السلام اوادریس علیه السلام په دور کې پېل اما یو شمېر نور بیا پدی باور او عقیده دي چې دغه دوره په فاصله دنبوت دحضرت موسی او حضرت عیسی علیه السلام په دوران کې تیره شوې ده.
یو شمېر نور تاریخ پوهان بیا دغه دجاهلیت دوره دحضرت عیسی علیه السلا م نه تر حضرت محمد صلی الله علیه والسلام تر عصر پورې منحصره بولي. په هر حال د جاهلیت د دورې ختم د اسلام د ظهور یعنې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یعنې د اسلام د مقدس دین تر ظهور پورې او بعضې بیا دغه دوره دمکې دفتحې پورې بولي. 
درنو لوستونکو!
تاسې کولای شئ دا او داسې نورې اسلامي، علمي، څېړنې دالتکویر دسورې په دغه لند تفسیر کې، چې د«احمد » له تفسیر شریف څخه اقتباس او اخیستل شوي مطالعه او ولولۍ. دلا زیاتو معلوماتو لپاره لطفاً دلته کلیک وکړئ.  

 

پاتې يې په ضمیمه یا اتچمنت کې ولولۍ

لوستل شوی 651 ځله Last modified on جمعه, 22 سرطان 1397 18:16