وصيت نامه !

وصيت نامه !

عاشق الله اخلاص يار 

د ناوړه رواجونو د مخنيوي ، خپلې کورنۍ سره د مرستې ،  خپل دين ته په کامل درناوي او اوسنيو حساسو شرايطو ته په پوره پاملرنې سره ، که د کومې ناروغۍ او يا کومې بلې طبيعي او يا

دستوري پيښې له امله مې ژوند له لاسه ووځي نو زما قدرمنې کورنۍ زما خوږو دوستانو او خوږو ملګرو : 

په ما (( عاشق الله اخلاص يار )) پسې اسقاط مه راکوئ . 

په ماپسې د اسقاط راکٶنې له غيرت زه تير يم ، تاسو هم له دې کاره تيرشئ ، هغه د اسقاط پيسې چې تاسو يې په ما پسې د تربرونو د شرم له امله راکوئ ، زه ډاډه يم چې ددغه اسقاط پيسو لپاره به تاسو ځمکه خرڅوئ او يا به کور خرڅوئ . 

که چيرې يواځې زه مړکيدم تاسو او يا نور خلک ژوندي پاتې کيدئ که بيا مو هره قرباني ورکړې واى کومه خبره نه وه . ددې پر ځاى چې اسقاط راپسې راکړئ ، زما روح د ارامښت لپاره صدقه راپسې وکړئ ، يا له جماعتونو ، مدرسو ، ښوونځيو ، روغتونو او يا له هغه بنسټونو سره مرسته وکړئ چې خلکو او هرچاته يې ګټه رسيږي . 

زه غواړم چې ، له ځانه يې پېل کړم او هغه واقيعيونو ته هم لږ اشاره وکړم چې له مخې يې زه مجبور شوى يم .

کيداى شي دا خبرې د نورو ځوانانو سره هم وي خو بد کلتور او کليوالي تربورګريت اجازه نه ورکوي چې اظهار يې کړي . کيداى شي زما دا کوچنۍ هڅه د يو ستر تغير سبب شي ، زه په دغه ليکل شوي وصيت کې نورو ملګرو ته هم بلنه ورکوم چې ددا ډول کړنو مخه ونيسي او هر يو يې د وصيت په شکل وليکي . 

دا هم منو چې په ژوند پسې مرګ شته ، دا هم منو چې د خداى له لورې په ټاکل شوي وخت مړه کيږو ، نو د ډار خبره هم بايد څوک ونکړي ، ځکه په خداى غقيده لرو د پيدا کيدو څخه تر مرګ چې په مينځ کې يې ژوند دى هغه تقدير ګڼو . 

ډېر ځله داسې پېښېږي چې د مړي د فقر او مسكينۍ له امله په كور كې سپېره دوړه نه وي ، بچيان يې په شپو شپو وږي نهر ګرځي ، خو ورثه يې د خپل نامه او سرلوړۍ په خاطر په لوړه پېمانه لګښتونه كوي .

ځمكه ، پوله او پټى يې ګرو وي او يايې په سود او قرضه پيدا كوي ، خو خيرات او سقات نه پرېږدي چې پدې سره د بېوزله كورنۍ ، كونډې او يتيمانو يو غم دوه بلكې ډېر شي . د مړي غم او وير يوه خوا او د مله ماتوونكو قرضونو دروند پېټى بله خوا ، دا درانه پورونه او قرضونه بېوزله كورنۍ د بې شمېره غمونو ، كړاوونو او ستونزو ژورې كندې ته ور ټېل وهي .

نن زموږ په ټولنه کې خورا زیات خلک فقير او غريب دي ، اما بل لور ته هره ورځ شتمن په یو نه یو ډول خیراتونه کوي ، یا خیرات ته ورته د نوم لپاره مصارف دي ، دا د ټولنې لپاره سرخوږی دی چې مصرف دې کېږه خو د مړه اروا دې مه پرې مړېږه دا متل دلته ډير ښه صدق کوي .

(( زموږ ملت همدا اوس له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دى ، ددې لپاره د حللارې اړتیا ده ، دلته د فقر ، بې ځایه مصارفو ، غلطو رواجونو او نورو ټولنیزو بدیو نتیجه ده )) .

زما په نظر دا يوازې سيالې او شريکي ده ، که يو خان دا کار وکړي ، نو سبا يو غريب هم راپورته کيږي ، که خيرات ونه کړي ، بيا کليوال پيغور ورکوي چې ده بې غيرته خپل مړی ونه پاله .

د ولس له شرمه په پور پيسې اخلي او په خپل مړي پسې خيرات کوي ، نو له دې امله ځيني خلک اړ دي چې دمړي په لومړۍ ورځ په سلګونو خلکو ته ډوډۍ ورکړي .

ډير خلک دسيالې له مخې دمړي په لومړېو ورځوکې زيات لګښتونه کوي ، خو همدغو لګښتونو ځينې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي .

(( د اسلام له نظره په لمړيو ورځو کې په مړي پسې ډير لګښت او خيراتونه اصراف دی ، تر دريو ورځو پورې بايد د مړي په کور کې اور بل نه شي اوکه څوک د نوم ايستلو لپاره خيرات کوي او يا د خيرات لپاره په پور پيسې اخلې نو دا کار مردود دی )) .

په ودونو او مړو کې دځان ښودنې او له نورو څخه دځان لوړ ګڼلو په خاطر بېځايه مصارف کول چې دا چاره بیا دټولنې دبېوزلۍ او فقر سبب ګرځي او داسلام له نظره هم اصراف کول حرام بلل شوي او دانسانانو لپاره یې لوی زیانونه ښودلي دي .

الله ج فرمایي :

 ژباړه : وخورئ ، وڅښئ آما اصراف مه کوئ، بېشکه الله ج اصراف کوونکي نه خوښوي . 

همدارنګه زیاتره هيوادوالو مو له اسلام څخه مخ اړولی او خپلو نفسي خواهشاتو ته تسلیم شوي دي .

زموږ د ژوند ډېرې برخې داسې دي چې رواجونه راباندې حاکم دي او زياتره د رواجونو په خاطر له اسلامه هم تېرېږو، اسلام به راته وايي د مړي سقاط کومه فريضه نه ده ، پيسې ورته مه راقرض کوه ، زه به وايم ، نه پلانکي د تره زوى مې سل ، سل ورکړي دي ، زه خو بايد له دې زياتې ورکړم .

اسلام به راته وايي د درېيمې ، جمعو او څلوېښتيو خيراتونه په مړيو پسې لازمي او فرضي نه دي ، زه به وايم نه ، خو پلانکي دوکاندار نه ورېژې راوړم ، قصاب غوښه راکوي او لرګي مې کور کې شته ، بيا به پيسې ورکړم کنه !

د خپلې کورنۍ د يو کال خرچه په يوه ورځ باد، باد شي . يوازې په غمونو کې داسې نه يوو ، په ښاديو کې هم دغسې يو ، لنډه دا چې د ژوند په ټولو چارو کې همدغسې يو .

زمونږ دين ، زمونږ اقتصادي واقعيتونه ، زموږ ټولنيزه وضعه يو څه وايي ، خو موږ له خلکو سره د سيالۍ په پار له خپلې بړستنې پښې وباسو او ځان په لوى لاس د کلونو کلونو لپاره ناروغوو . 

 

د اسقاط او فديې په اړه غواړم هم ستاسو د پوهاوي لپاره لږ معلومات وړاندې کړم . 

د مړي څخه چې کوم مال پاتې شي اسلامي شريعت په هغه کې څلور حقوق وضع کړي دي :

اول : د مړي تکفين او تجهيز

دوهم : د مړي د قرضونو ادا کول 

دريم : د مړي د وصيت پر ځای کول 

څلورم : پاتې مال د واريثانو تر مينځ تقسيمول 

که د مړي څخه څه مونځونه ، روژې فوت شوي وي او هغه وصيت کړی وي نو د مړي د ميراث د ثلث څخه د هغه د فديې ادا کول واجب دي .

جواهر الفقه ليکي : د اسقاط په اړه ځينې خلک داسې فکر کوي چې دا به د مونځ ، روژی ، زکات او نورو کفاره وي او په دې سره به خلاصی ومومو خو دا يو جاهلانه فکر اوخيال دی .

 په دې کې شک نشته چې فقهاوؤ د اسقاط او دور صورتونه ذکر کړي دي ، خو د هغو شرطونو هيڅ رعايت نشته ، بلکې يوعام رواج ګرځيدلی دی . 

بل دا چې صدقه بايد د صدقاتو مستحقو خلکو ته ور کړل شي ، داسې نه چې څوک په جنازه کې شامل وي له يو سره هغوی ته ور وويشل شي .

که فديه وي نو فديه به يوه خاصه اندازه لري چې د قضا شويو مونځو ، روژی او زکات له رویه د مړي د وصيت له مخې ټاکل کيږي او بيا د مړي د ترکې له دريمې برخې څخه ادا کيږي .

د دور چې کوم مروج صورت دی يو بېهوده عمل دی چې نه يې مړي ته ثواب رسيږي او نه يې کفاره او فديه ادا کيږي او ددې کار انجامونکی ګناهګار ګرځي .

علامه ابن عابدین الشامي رحمه الله په دې باره کې يوه  رساله په دغه لاندې نوم ليکلې : 

(( منحة الـجلیل فی اسقا‌ط ما فی الذ‌مة من‌ قلیل و کثیر )) په دې کې يې داسې ليکلي دي : 

(( و یجب الاحترا‌ز من‌ ان یدیرها اجنبی‌ الا بوکا‌له ‌کما ذکرنا أو ان یکون الـوصی‌ أو الوارث‌ کما عــلمت‌.و یـجب الاء‌حـتراز مـن أن یلاحظ الوصی عند دفع الصرة للفقير الهزل أو الحيلة‌، بل یجب أ‌ن یدفعها عازما علی ‌تملیکها منه حقیقة لا تحيلا ملاحظا أن الفقیر اذا أبی عن هبتها الی‌ الوصی‌ كا‌ن لـه ذلك و لا یجبر علی‌ الهبة‌ )) .

( منحة الجليل ، مجموعه رسايل ابن عابدين)

( جواهرالفقه ج ۱ ص ۲۸۸ ) .

 

کفايت المفتي ليکي :

مروج حليه اسقاط او دايره لکه څنګه چې اوس په خلکو کې رواج لري واجب الترک ده او له يوه سره د خرافاتو مجموعه ده . (کفايت امفتي ج ۴ ص ۱۶۷ )

حيله اسقاط اصلاً د نبوت دور ، د صحابه او خير القرون په دورو کې نه وه ، دا وروسته د فقهاوؤ لخوا د يوې اجتهادي مسئلې په توګه مينځته راغلی دی .

د دغه حيلې د پاره فقهاوؤ لاندې شرطونه ذکر کړي دي :

۱- دغه حيله به لازمي يعنې : فرض ، واجب او سنت نه ګنل کيږي .

۲- که څوک دغه حيله و نه کړي په هغه باندې به ملامتيا نه ويل کيږي .

۳- په عمومي محضر کې به نه تر سره کيږي .

۴- د اسقاط مال به فقط پر مسکينانو يا د صدقاتو پر مستحقينو باندې تقسيميږي . 

۵- مړي به وصيت کړی وي ، مګر د هغه د ميراث له دريمې حصې څخه به پوره نشي .

۶- چا چې وصيت نه وي کړي او واريثان يې سرمايدار وي د هغه د پاره د اسقاط حيله جايزه نه ده .

۷- اسقاط بايد د قومي رواج په شکل ادا نشي تر څو د خلکو له عار او پيغور څخه خلاص شي .

۸- يوې ځانګړې ډلې ، لکه ملايان او طالبانو ته بايد خاص نشي .

۹- د هر مړي د پاره بايد لازم و نه بلل شي .

۱۰- د اسقاط د پيسو سره بايد قرآن و نه ګرځول شي .

فتاواي حقانيه 2/ 61 الي67 ـ جواهرالفقه ـ احسن الفتاوى ـ امدادالاحكام ـ محمودالفتاوي ، والله اعلم باالصّواب .

 

نو اوس تاسې وواياست چې دا شرايط دلته شته ، يا چا تطبيق کړي !  نه ، يو هم نه !

نو ځکه د خرافاتو ، بدعاتو او منکراتو مجموعه ده . 

دلته اسقاط رواجي ، ضدي د تربګنۍ او سيالۍ بڼه غوره کړې ده ، که زه ددې زمانې باسواده يم ، نو زه رواجي او ضدي کارونه نه کووم ، زه داسې تربګني او سيالي نه کووم چې سبا يې له امله زما ټوله کورنۍ زيان ويني . 

زه نن ددې چارې د ترسراوي لپاره پور اخلم ، سيالي کووم ، خو سبا هغه شخص راځي په رشخندونو قرض پيسې راڅخه اخلي ، کله چې پيسې راڅخه اخلي بيا هم ټول کلى راباندې خبر شو .

اسقاط چې نه فرض دى ، نه واجب او نه سنت دى ، پيسې هم نشته ، نو ضرور څه دى چې بايد په دين کې افراط وکړو . 

(( داچې ورځ تربلې ناروغۍ زياتيږي د مړو شمير هم ورځ تر بلې په ډيريدو دى ، داسې کورنۍ پيژنم چې په همدې نږدې ورځو کې يې )) :

(( د انسانانو په لاس جوړ شوي ، انسان وژونکي کرونا ويروس )) له امله د ډيرو کورنيو درې ، څلور او پنځه غړي مړه شوي دي ، پداسې يو حالت کې په هر مړه پسې اسقاط ورکول ، خيراتونه کول ، سترې ، سترې فاتخې اخيستل ضروري ندي .

ضرور داده چې د مړو يا وژل شويو د اولادونو او د کورنۍ د پاتې اشخاصو ژوند وژغورئ ، حد اقل ډوډۍ ، دوا ، اوبه او د ژوند نور هغه ضرورتونه ورته برابر کړئ چې څو هغوى ژوندي پاتې شي . 

 

دا به هم ياده کړم چې : 

زه يو شخصي کمپيوټر لرم ، هغه دې زمونږ کورني کتابتون کې کيښودل شي چې هرڅوک ګټه ترې واخلي . 

زما له کتابخانې زما د کور هر غړى ګټه اخيستلى شي ، که کوم کتابونه د چا ډير خوښ وو د کورنۍ غړي يې دې خپلو کې د ذوق سره سم وويشي . 

زما اولادونه د معمول او زمونږ د کورني نظام سره سم و روزئ . 

تل د غريبو ، معيوبينو ، معلولينو ، کونډو او يتيمانو لاسنيوى کوئ . 

مونځونه دايم ، قايم او لا منظم کړئ . 

د ديني ، ښوونيزو او نورو هغه ادارو سره مرسته کوئ چې د الله د رضا سبب ګرځي .

 

يادونه :

که تاسو د پورته ليکل شويو تورو سره موافق ياست ، کولى شئ موضوع شير او يا پوسټ کړئ . په درنښت

(( عاشق الله اخلاص يار ))

(( 1399 / جوزا / 22 ))

 

لوستل شوی 76 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « تصوف او نبوت - 2