تصوف، د دین د حقیقت او کلامي فلسفې ترمنځ

تصوف، د دین د حقیقت او کلامي فلسفې ترمنځ

 

(ژباړه او څیړنه)

ادریس ماموندزی / نیویارک

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات نه وروسته مسلمانانو ته دوه لوې ګواښونه پراته وو‌. لمړی دا چې د الله تعالی دغه دین چې تازه د حضرت پیغمبر په لاس راوړل شوی څرنګه وساتل شي او په څه ډول یې د خپریدو لړۍ جاري او لا پراخه شي؟

دویم دا رسول کریم (ص) چې پخپل ژوند د اسلامي ریاست کوم تاداو کیښود هغه څنګه قایم وساتل شي؟ ځکه د دین د بشپړیدو ایله ۲۳ کلونه شوي وو. د رسول الله (ص) په دور کې داسې کوم دیوان یا دارالانشاء نه وه چې د ریاست (اسلامي دولت) مسولیتونه یې جلا او د مختلفو مسولیتونو لپاره یې بیلې بیلې څانګې جوړې کړې وای. په لمړني پړاو کې د اسلامی ریاست ځمکنۍ ساحه ډیره کمه وه نو د ستونزو شتون هم په نسبي توګه لږ وو. مسلمانانو په اسانه سره وکولای شول چې دیني او دنیوي مسولیتونه په اسانې سره سر ته ورسوي.‌وروسته چې اسلام په خپریدو شو نو نوي مسایل لکه مالي معاملات، د جایداد او ملکیت معاملات، ریاست ته د راتلونکو عوايدو معاملات او داسې نورې.

ددې معاملاتو د ښه تنظیم او سمون لپاره، په جدي توګه د یو قانون د جوړیدو ضرورت احساس شو. همدا راز د نوو مسلمان شوو خلکو لپاره ددین زده کړه هم یوه مهمه خبره وه ترڅو وپوهیږي چې کوم شي فرض، کوم واجب او سنت څه شی دی؟ د دغه راز مسایلو د حل لپاره په فقهې باندې هم کار شروع شو چې قرآن او سنت یې اساسي ماخذونه دي. خو دین د کوم جدول په شکل کې نه وو نازل شوی چې د ټولو مسایلو استنباط ترې شوی وای. نو ددې لپاره د تفسیر او حدیثو علومو ته اړتیا پیدا شوه چې هر قرآني آیت باید جلا جلا تشریح او شان نزول او مخاطب یې مشخص کړي. همدا راز له یو حدیث څخه د یو حکم د راویستلو شرایط څه دي او په څه ډول؟ نو کله چې په مسلمانانو کې د‌دغه راز مسایلو پیدا کیدل ډیر شول، نو په اسلامي ټولنه کې د مختلفو علومو په برخه کۍ اړونده مسلکي علماء را پیدا شول. د مفسرينو یوه ډله وه چې د آیت شان نزول او د هغه مخاطبین تعین کړي او د مانا تشریح او مفهوم یې په ګوته کړي. همدا رنګه وښایي چې آیا ددغه آیت مفهوم او مخاطب د مخکې نه ټاکل شوی او په کوم اساس؟ پدې ډول د تفسیر یو بشپړ علم هم را منځ ته شو.

د حدیثو علوم هم پدغه پړاو کې را منځ ته او ډیر پراخه شول، ترڅو حدیث تعریف او پس منظر یې روښانه کړي، د راویانو کړۍ وڅیړي، او معلومه کړي چې څومره خلکو ددې حدیث روایت کړیدی؟ دا هم په ډاګه کړي چې پدغه حدیث کې د امر صیغه، حکم دی،‌ مشوره ده او که قانون؟ سند یې څه دی او ددغه حدیث نه دین څنګه اخذ کیدی شي؟ هغه وو چې د حدیث او رجال حدیث په نوم یو بشپړ علم رامنځ ته شو. د امام مالک له مؤطا نه واخله د امام بخاري پورې ټول پر همدې اساس تدوین شول.

دريمه ډله د متکلمینو په عنوان راپیدا شوه، د الله پاک ذات څنګه دی، صفات یې څنګه دي، آیا هغه په عرش مستوی/ د پاسه دی، ایمان مرکب دی که بسیط، آیا په ایمان کې کمی یا زیاتیدی شي او داسی نورې پوښتنې؟ الله پاک دا دنیا ولې او څنګه تخلیق کړه، آیا کائنات حادث دي که قدیم؟ کله چې داسې پوښتنې رامنځ ته شوې نو ددې د جواب لپاره د مسلمانانو علم کلام یا فلسفه راوزېږېده. د اشعري، ماتوریدي او معتزله را څرګندیدل، د همدې کلامي فلسفې نیغ په نیغه اغیز وو.

کله چې په فقه، تفسیر، حدیث او علم کلام باندې کار شورو شو، په ځانګړې توګه په فقه باندې ځکه چې دا د ریاست لپاره اړینه وه، نو یوه پوښتنه دا راولاړه شوه چې دا خو سمه ده چې په تفسیر، حدیث او علم کلام دې کار او څیړنې وشي تر څو خلکو ته دین روښانه شي کوم چې د دین ظاهري بنه او احکام دي. د دین مقصد څه دی او حقیقت یې څه دی؟ دین په باطن کې د خپل منونکي نه څه غوښتنه لري؟ ددې پوښتنو د ځواب لپاره یوه بله طبقه راپیدا شوه ترڅو د دین باطني غوښتنې په ګوته کړي.

لکه چې مو وویل د تصوف پیل د دین د حقیقت د را برسیره کولو لپاره رامنځ ته شو. دین په باطن کې څه غوښتنه لري ددې پوښتنې د ځواب لپاره یو بیلګه را اخلو. د تصوف حاملینو د فقهاوو نه پوښتنه وکړه چې آیا ایمان کم یا زیاتیدلای شي؟ د فقهاوو ځواب منفي وو چې په ایمان کې کمی زیاتی ممکن ندی. یعنی په قانوني توګه دا خبره سمه ده چې مسلمان، مسلمان دی، یو څوک اتیا سلنه یا شل سلنه مسلمان کیدلای نشي کیدی چې په قانوني ډول بلکل سمه ده،‌مګر په حقیقي ډول دا خبره غلطه ده. ایمان د الله پاک سره د اړیکو یو مظهر دی چې کمی او زیاتی پکې ممکن او دغه حالت لا نور مزبوت کیدلای او ټیټیدلای هم شي.
په لمړني وخت کې د تصوف همدغه مقصد وو چې د ایمان حقایق وڅیړل شي او د الله پاک سره د اړیکو په بڼه بحثونه وشي. په ابتدا ء کې صوفیانو یوازې د فقهاوو په طریقه احتجاج وکړ اما کومه نوې جلا نظریه یې وړاندې نکړه. د تصوف په دویم پړاو کې د دین د حقیقت پیژندلو، د الله پاک سره د خپلو اړیکو د غښتلي کولو او د خپل نفس د پاکۍ لپاره هڅه وه. پدی کې د زهد، فقر، او توکل د مفاهیمو د پیاوړي کولو او د انساني رذایلو لکه بخل، تکبر، د دنیا مینه، کرکې او کینې نه د ځان خلاصولو په هلکه بحثونه وو، خو خبره ترک دنیا او رهبانيت ته ورننوتله. دا د جنید بغدادي او بایزید بسطامي پړاو وو، ولې تصوف خپل جلا کلام او ځانګړې فلسفه نه درلوده.
د تصوف دریم پړاو د شاه ولی الله دهلوي هغه دور دی چې صوفیانو د‌ کلامي بحثونو یپل وکړ. ددغه وخت په هکله شاه صاحب لیکي چې پدې وخت کې یو نوی بدلون رامنځ ته شو هغه دا چې درسیدلو صوفیانو نه یوه ډله په شرعي احکامو عمل کونکي پاتې شول اما خواصو بیا باطني احوال او کیفیات خپل مقصد وګرځولو. خواص الخواص د اعمالو او د احوال نه هم هاخوا لاړل او د جذب لاس ته راوړنه یې خپل هدف وټاکه. د جذب له برکته ورته د توجه دروازې خلاصې شوې او ډیر نالیدلي محسوسات یې پخپلو سترګو ولیدل. ددغه وخت وروسته کلامي بحثونه شروع شول او د تصوف څلورم پړاو پیل شو چې لا تر اوسه موجود دی.

څلورم پړاو ته فلفسه وجود ویل کیږي. پدې پړاو کې خبره د ‌زهد، فقر، تجرد، توکل او د انساني رذایلو نه د خلاصي څخه ووتله او په مشاهده حقب باندې ودرېده او دغه راز د یوې بشپړې کلامي فلسفې بنسټ کیښودل شو. پدې وخت کې داسې پوښتنې لکه د واجب الوجود ذات سره د کائناتو څه اړیکه ده؟ د ذات فیاض نه د کائناتو صدور څنګه وشو؟ جذب او سکر، د کائناتو ظهور، د ‌کایناتو مدارج، د کائناتو تنزلات، د قدیم او حادث تر منځ اړیکه او داسې نورې پوښتنې وڅیړل شوې. په بله مانا، دا هغه وخت وو چې د وحدت الوجود د عقیدې اساس کیښودل شو. دا پړاو د ‌حلاج څخه پیل او تر ابوالقاسم قشیري، امام غزالي، علي هجویري، عبدالقادر جیلاني، معین الدین چشتي، فریدالدین عطار، ابن عربي، بهاوالدین نقشبندي، شهاب الدین سهروردي، مجددالف ثاني، شاه ولی الله او شاه عبدالقادر ته رسي.

د تصوف په دنیا کې، په کلامي فلسفې باندې د بحث کولو نه مخکې دا خبره په ذهن کې ساتل پکار ده چې په فلسفې باندې پخپله صوفیانو بحثونه ندي کړي بلکې متصوفینو علماوو دغه بحثونه کړيدی. د صوفیانو ترمنځ فلسفه هیڅکله هم د بحث لاندې نه وه بلکه مشاهده، مراقبه، اشتغال، او حقیقت الحقایق ته د رسیدو اعمال د بحث لاندې وو. پدغه صوفیانو کې د علی هجویري، عبد القادر جیلاني، معین الدین چشتي، فریدالدین عطار، ابن عربی، بهاء الدین نقشبندي او شهاب الدین سهروردي شامل دي. د تصوف د څلورو مشهورو سلسلو څخه (چشتیه، قادریه، نقشبنديه او سهروردېه) په کلام باندې بحثونه یوازې د شهاب الدین سهروردي سره موندل کیږي. همدا شان کلامي بحثونه د متصوفینو علماوو لکه ابوالقاسم قشیري، امام غزالي ، شهاب الدین سهروردي، مجدد الف ثاني، شاه ولی الله، او شاه عبدالقادر کړیدي.

په څلورم دور کې چې کله د تصوف د کلام فلسفه په پوره جوش او ولولې سره منځ ته راغله نو نژدی ټول متصوفین علما د وحدة الوجود نه اغیزمن لیدل کیږي. د وحدة الوجود د شپږو تنزلاتو د څیړنې یو ځغلنده انځور پدی ډول دی:
ذات یوازې او یوازې د الله پاک ذات دی (دلته هغه مشهور حدیث قدسي چې هیڅ سند نه لري چې کنت کنزا مخفیا - زه یوه پټه خزانه ووم نو ومې غوښتل چې وپیژندل شم نو خلق مې پیدا کړو) یادول کیږي. اوس چې کله الله پاک وغوښتل چې وپیژندل شي نو ځینې تنزلات یې قبول کړل او کائنات یې پیدا کړل. یعنې حقیقي وجود یوازې د الله تعالی دی او دا باقي موجودات هیڅ حقیقت نه لري، بلکې ټول مجازي موجودات دي. د وجود حقیقت د وجود واحد نه پرته وجود نه لري. د مثال په توګه: که یوه خونه بې شمیره هندارې ولري او په هغې کې یوه شمعه روښانه وي نو دغه شمعه به په هره هنداره کې لیدل کیږي. نو دا هر یو عکس ‌هماغې يوې شمعې اړ دی. که دغه یوه شمعه نه وی نو هر طرف به تورتم او ترږمۍ وی. بناء دا کائنات هم شتون لري او هم عدم وجود، ځکه اصل وجود د یو ذات دی چې هغه الله جل جلاله دی او نور هر څه مجازي دي.
پر دې کلام لمړی اعتراض دا وو چې په هر شي کې د خداې وجود منل شرک دی نو متصوفینو په جواب کې وویل چې دا یوه مغالطه ده، شرک خو به هله وو چې مونږ د الله پاک نه پرته د بل ذات وجود تسلیم کړو او بیا هغه شی د الله پاک سره په صفاتو کې شامل وګڼو. مونږ خو دا د سره نه منو چې ګواکې د الله نه پرته بل شی هم وجود لري. مونږ خو وایو چې د کائناتو هره پرزه چې مونږ ته په نظر راځې یوازې یو مجاز او د نظر تیروتنه ده. دا کائنات ټول فرضي دي ، حقیقت یوازې د الله ذات دی او مونږ د الله پاک د ذات نه پرته بل هیڅ شی نه منو. دا هغه پړاو وو چې د تصوف د لمړي بحث، د ایمان د کموالې او زیاتوالې نه شروع او د کلامي فلسفې بڼه یې غوره کړه وه.

د تصوف کلامي فلسفه:

پدې لړۍ کې به د متصوفینو علماوو لخوا د تصوف د فلسفې څخه ځینې اقتباسات رانقل کړو چې دوئ پخپله پدی هلکه څه وایي. د اسلام لمړنی درس توحید دی او دغه سبق د آدم علیه السلام نه پیل او په سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم باندې ختم شو. ددې توحید د ټولو نه لوړه درجه چې په قرآن کې راغلې هغه د سورت اخلاص آیتونه دي. " قل هو الله أحد الله الصمد لم يلد ولم يولد ولم يكن له كفوا أحد " ورته ووایه چې الله یواځی دی، الله بې نیازه دی، نه یې څوک زیږولي، نه هم له ‌چا زیږیدلی او نه د‌ هغه څوک سیال شته دی.
صوفیان دې توحید ‌ته په تصوف کې د توحید لمړنۍ درجه وایي او پدی آند دي چې دا د عامو خلکو توحید دی. د صوفیانو په وړاندی د توحید د ټولو نه لوړه درجه دا ده چې موجود یوازې الله ومنل شي او د هغه نه پرته بل ذات وجود نلري. ټول کائنات هغه که محسوس وي او یا معقول (یعنې یا خو یې محسوسوي او یا یې هم د عقل په زور منې) هغه ټول یوازې د‌ وجود حق څخه دي او بس اعتبارات دی. ددغو ټولو محسوسو او معقولو شیانو لپاره د حق د وجود نه بهر بل هیڅ وجود نشته. د الله پاک د ذات د مظاهرو دویم نوم عالم (د لام توری په زور سره) دی خو دغه عالم ته د اعتبار او تنزلاتو له وجې خداې نشو ویلای، یوازینی حقیقت د الله ذات دی چې د‌ هغه نه پرته د بل وجود منل امکان نه لري.

د تصوف نومیالی عالم شیخ الاسلام ابو اسمعیل عبدالله بن علی الانصاری الهروی (۱۰۰۶- ۱۰۸۸) پخپل کتاب منازل السایرین کې لیکي (التوحید علی ثلاثة اوجه)د توحید ‌درې درجې ‌دي، لمړۍ یې د عوامو توحید دی او دا هغه توحید ‌دی چې په دلایلو مبني دی. دویمه درجه توحید ‌د‌ خواصو توحید دی چې په حقایقو ثابتیږي او دریمه درجه توحید د اخص الخواصو توحید دی چې د ذات قدیم سره قایم دی. د عوامو توحید دادی چې د الله نه پرته بل إله نشته، بس یوازې هغه إله دی. د هغه کوم شریک نشته، هغه واحد دی د هر چا متکا دی نه د چا پلار دی او نه د چا زوي او نه یې هم څوک سیال، جوړه او شریک شته‌.

امام غزالي پدې باره کې پخپل کتاب احیاء العلوم کې لیکي (والرابعة ان لا يری فی الوجود الا واحد)
د توحید اخیرنۍ مرتبه داده چې بنده یوازې د باري تعالی ذات موجود وویني، کومه چې د صدیقینو لیدنه ده او صوفیا دې ته فنا فی التوحید وایي. ځکه چې پدې مرتبه کې بنده د الله نه پرته بل هیڅ نه ویني حتی خپل ځان هم نه ویني. څرنګه چې په توحید کې دومره ډوب وي چې له لامله یې خپل ځان هم نه ویني او په توحید کې فنا شي، پدې مرتبه کې ددغه بنده نفس او نور مخلوق دده د سترګو معدوم (ورک) شي. همدا خبره په اصول الحکم کې ابن عربي په لاندې ټکو کې لیکلې ده ( فالامر الخالق المخلوق، والامر المخلوق الخالق، کل ذلک من عین واحدۃ، لا بل ھو العین الواحدۃ، وھو العیون الکثیرۃ) که څه هم مخلوق په ظاهري بڼه د خالق نه جلا دی لیکن د حقیقت په اعتبار د خالق حقیقت مخلوق دی او مخلوق په اصل کې خالق دی، دا ټول د یو حقیقت څخه دي، نه، بلکه هماغه یواځینی حقیقت دی او هم هغه په دې ټولو حقايقو کې څرګند دي .

شاه اسمعیل پخپل کتاب عبقات کی لیکي (التفطن بالوحدۃ القیومیۃ للکثرۃ الکونیۃ واستقلالھا بالتحقیق والمبدئیۃ للاٰثار واضمحلال الکثرۃ تحتھا وتبعیتھا فی الوجود یقیناً واطمئنا ناًعلماً او عیناً او حقاً یسمی بتوحید ظاھر الوجود) که دا خبره په رښتیا په عقل کې راشي بې له دې چې دغه تعقل د علم الیقین، عین الیقین او یا هم د حق الیقین په درجه کې وي، چې د ټولو مخلوقاتو لپاره هغه څه چې پرې تعین کیدای شي او استقلال په اصل کې د ‌هغه څخه حاصلیږي. د اثارو مبدا یا پیل هم هغه دی او کثرت د هغه د وجود مخ ته هيڅ دی او (دغه کثرت) د وجود په اعتبار د ‌هغه تابع دی، نو دې ته توحید ته ظاهر الوجود ویل کیږي.

د دین طریقه خو داده چې کله هم کومه خبره بیان شي نو پوښتنه راپیدا کیږي چې ددې خبرې ماخذونه څه دی؟ د دغه توحید ‌بیان په قرآن کې چیرته ذکر شویدې؟ که د توحید درې یا څلور درجې وي او د‌ عام سړي توحید په قرآن کې ښودل شوی وي نو بیا د خواصو او بیا ورپسې اخص الخواصو توحید له کومه راغی؟ اهل تصوف ددې خبرې جواب دا وایي لکه چې په منازل السائرین کې اسمعیل الهروي لیکي: (فان ذٰلک التوحید تزیدہ العبارۃ خفاء والصفۃ نفوراً والبسط صعوبۃ) نو کله چې دغه توحید راښکاره کوې نو هغه نور پټیږي او که یې راسپړې نو نور هم پېچلی کیږي (و الاح منہ لائحاً الی اسرار طائفۃ من صفوتہ واخرسھم عن نعتہ واعجزھم عن بثہ) د الله تعالی د طرفه دغه توحید د الله د خاصو بندګانو د یوې ډلې په اسرارو کې راڅرګند شویدی . خو الله دوئ ددغه توحید د بیان نه عاجزه او ددې توحید د خپراوي نه یې عاجزه کړیدي.

امام غزالي لیکي چې (فاعلم ان ھذہ غایۃ علوم المکاشفات واسرار ھذا العلم لا یجوز ان تسطر فی کتاب، فقد قال العارفون: افشاء سر الربوبیۃ، کفر) نو پوه شه چې د ‌مکاشفاتو د‌ علومو اصلي هدف همدا توحید دی او ددې علم رازونه په کوم کتاب کې نشي لیکل کیدی. عارفان وایي چې د ربوبيت د رازونو افشا کول، کفر دی. مانا دا چې دا کومې خبرې حې مونږ کوو دا روغې خبرې دي اما مونږ چا ته دا نشو ویلای چې دا خبرې مو د کوم ځایه راخستې دي.
اوس مخکې ځو. د توحید نه وروسته دویمه درجه د نبوت ده. نبوت په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې ختم شویدی. مطلب دا چې اوس نه د چا پاره د وحی او الهام دروازه خلاصه ده او نه د غیوبو د مشاهدې کوم امکان شته، او نه اوس چاته د ‌عصمت او حفاظت مقام حاصل دی. راځۍ چې وګورو چې پدې هکله اهل تصوف څه نظر لري.


نور بیا....

 

لوستل شوی 245 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي