Print this page
دسهوې سجده

دسهوې سجده

دسهوي معنی هيريدل دي ، کله چه دنيک کار په کول مصروفیږی نو شيطان راځی او هغه  په هيره اوغفلت کې اچوي  ، شيطان ترټولو ډير دبنده په سجده کولوسره ذليل کيږی اوسخت خفګان ښکاره کوي .

هغه حالاتونو کی  چه سجده سهوه لازميږي .

۱- دلمانځه له واجباتو څخه په هيره سره کوم واجب پاتي شي لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه ۲- دکوم واجب په اداکولوکې تاخيرياځنډ راشي .

۳- دکوم فرض په اداکولو کې تاخير راشي .
۴- کوم فرض دوه ځلي ادا شي مثلاً په يوه ځل دوې رکوع وکړي .

۵- دڅه واجبو کيفيت بدل شي :

دسجده سهوي کولو طريقه :

په آخري ناسته کې د تشهد نه ورسته به يواځي ښی طرف ته سلام ګرځول او ورسته

 دوي سجدي کول او بيا تشهد،درد او دُعا ويل او دسلام ګرځول .

گرانو لوستونکو !
دسجدی سهوی په هکله تاسو کولی پدغه مبحث کی  تفصیلی او مستدل مطالب تر لاسه کری .

 

لوستل شوی 675 ځله