وروستي مطالب
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:51له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
۳۷مه برخه
«هرسړی خپله يې ارزو»،کليوال وويل او ويې څښل کله چي باداريې نڅاکوله.
داکتر
داکتر،به خپله دځان درملنه وکړه.(بيبل)
يوازې داکتردی چې له ښې روغتيانه رنځېږي.
دداکټرزياته حق الزحمه ده چې،ياناروغتياوژني يا ناروغ .(پوليند)
خدای مورغوي،داکتريې پېسې اخلي.(دامريکا متحدايالتونه)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:48له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
۳۶مه برخه
هيڅ ګدۍ دومره بده نه ده چې دځان له پاره پاک لمنې لورونه غواړي.(المان)
کله چې ګدۍ توبه کوي،نوپاک کاري کوي.(عراق-نوې اراميسي ژبه)
کله چې ګدۍ دنده پرېږدي پاک کاري کوي،کله چې ړنده شي ،کونې ته ګوته ننه باسي.(عربي)
ځوانې ګدۍ زړې راهبې.(سوېډن)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:47له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
۳۳مه برخه
عشق اوټوخی نه شي پټېدی.(لاتين)
مينه پټې لارې پېژني.
دعشق راز ډېرې تودې لمبې کوي.(ايسليند)
عشق ،اميدواري (بلاربتوب) اوپراوښ سپرلي نه شي پټېدلی.(عربي)
رښتينې مينه نه شي پټېدلی.(اسپانيا)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:43له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه۳۲مه برخه
دښځې له ساتلو نه ديوې ګونۍ( بوجۍ) ملخانو ساتل اسان دي.
دوحشی مېښو/سنډه ګانو پاده دننه تړلی شئ ،خوديوې ښځې اداره ترهغې سخته ده .(مالېزيا)
لوګی،پيازاوبده ښځه سړی ژړوي.(دنمارک-لوليندفالستر
که په لار ژوندغواړئ ښځې ته واک مه ورکوئ.
ښځې په اوونۍ کې يوورځ سلاورکوي خونه په پوهېږي چې په ورځ يې ورکوي.
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۳۱مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:41له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
سوله خواړه ورکوي،جګړه يې له منځه وړي.
سوله ښارونه جوړوي،جګړه يې سوزوي.(روسيه)
په جګړه کې قوانين هم چوپ وي.(لاتين)
په جګړه اومينه کې هرڅه روا دي.
جګړه داسې غواده چې سړې يې په اغزيوکې لوشي.(افريقا-سيسوتو )
هغوۍ چې جګړي ته بلل کوي،دشېطان محتسبان[دقاضي عسکر] دي .(المان)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:39له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه۳۰مه برخه
غوا خپل پاده وان پېژني،خوخپل خاوندنه پېژني.(ايتوپيا-امهري(دايتوپيادفدرالي ديموکراتيک جمهوريت رسمي ژبه ده[ژ.])
څوک چې دغواخاونددی،بايددلکۍ خواته يې ودرېږي.
هغه چې يوه غوا لري هيڅ ارامي نه لري.
هغه چې نه غوالري نه خسی،ارام خوب کوي.(هند-هندي)
دايوشی دی چې غوايې،اوکه زه شيدې واخلم.
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:37له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۹۰۰۰متلونه او مقولې
۲۹مه برخه
بده ده چې په ښاغلوباندې ګيلاس راټول کړ ې.(سوېډن)
صندوق
پرانيستی صندوق غل زړورکوي.(پيدرلول)
چې شېطان کيلي ولري،،ډک صندوق لرل څه ګټه لري.(اووم پيدر)
اړپېچ اوستړيا
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې
سهشنبه, 03 اسد 1396 12:35له دنمارکي نه دمحمد صفر خواريکښ ژباړه
۲۸مه برخه
اوښ
اوښ بوره(شکره)لېږدوي،خواغزي/زوزان خوري.(عربي)
اوښ لاړچې ځانته ښکر راوړي خوغوږونه يې غوڅ شول.(تلمود:ديهودوپخوانی شفاهی قانون[ژ.])
اوښ خپل ګوپ نه ويني،خودخپل ورورهغه ته يې ښه پام وي.(عربي)