متلونه

متلونه

راټولونه

عبدالملک پرهېز

اوسپنه چه څومره ټکيږی هومره پخيږې

اوبه په ډانګ نه بيليږی

لمر په دوو ګوتو نه پټږی

امانت مځکه هم نه خيانت کوی

اختر پټ ميړه ندی


هغه ځاي سوځۍ چۍ اور پري بليږي

انا مړه شوه تبه يی وشکيده

اوړه چه خشته شی هر سړی په کې ګوتۍ وهۍ

اوبو اخستی ځګ ته هم لاس وراچوی

ا وښ په غلبيل نه درنګی

اوګره په تلوار نه سړيږي

اوښ چه شل منه څټه وړی، خوارک يې د اغزو دي

غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته صبر دی

قانع د خدای دوست دی

قصابان ډېرېږي غوا مردارېږي

لمر په دو ګوتو نه پټېږي .

لمړۍ ځان پسې جهان

له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم

له باران نه پاڅيد ناوې ته کيناست

له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه

له خپل ټغر سره پښې وغزوه

له لوږي مړ شه د منت خواړه مخوره

مينه سترګۍ نه لري

مار پر پردي لاس مه وژنه

مينه دژوند ښکلا ده

مين يم مګر ځان اوبو ته نه اچوم

ما په اسمان غوښتی خداي په ځمکه راکړي

لاس چه مات شی غاړي ته لويږي

د مرګ نه مخکي کفن مه څيري کوه

مفت شراب قاضي هم څښلي دي

مور د زوی په هيله له ميړه ووته

غر په غره نه ورځۍ خو سړي په سړۍ ورځۍ

له يوه لاسه ټک نه خيژي

ميږي ته شبنم هم سيلاب دي

لمر په دوه ګوتو نه پټيږي

اول نوک ځاي کړه او بيا څوک

مينه له مينې پيداکيږي

چۍ اختر تير شو نو نکريزي په ديوال وله

ميړونه يو ځل مرۍ، خو نامردان هره ورځ مري

تير ساعت په شان د مړي د لحټ دي مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا

تشه لاسه ته مې دښمن يې

تللی وخت بيا نه راګرځي

ته له ما جار زه له تا جار

جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې

چرګه چې غټېږي، کونه يې تنګېږي

چرګه معلومه نه، چورګوړي اسمان ته وختل

چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي

چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي

غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته

غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي

له خوږو نه خواږه له ترخو نه ترخه د تا يې پرې څه

له شوروا نه مرور له غوښې سره پخلا

ا وښ په بډه نه وهل کيږی

ا و به چۍ وی تيمم ته څه حاجت دی

مال چه څښتن ته نه وی ورته حرام دی

اوبه چه له ورخه تيری شی بيرته نه راځۍ

ورستی عقل نه وړمبی کيږی

کارغه د زرکی پيښی کړی خپل تګ يې هير شو

ترکاڼی دبيزو کار ندی

په يوه څپيړه سل مخه خوږ شی

سړې غرونه او ښځې يې اړ مونه دی

مرګ داوبو وار دی، نن په ما، سبا په تا دی

ميړونه مري نومونه يې پاتې کيږي

له مياشې نه فيل جوړول

له ناکلالې ښځې جره بې کوره ښه دی

له وخت نه ګټه واخله

له ږيرې يې اخلي پر بريتو يې ږدي

له ښو نه ښه ځېږي له بدو نه واښه

لورې تاته وايم نږورې ته يې واوره

خپل عمل د لارې مل دی

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

خپله لاسه ګله لاسه

خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې

خر د ګل په بوې نه پوهېږي

خط له ټکي شروع کېږي

خوله يې د سوي شخوند وهي د اوښ .

د خدای قانون نه بدلېږي

د خره مينه لغته ده

د خلکو زور د خدای زور دی

اول زده کړه بيا کوزده کړه

دکلې ووځه له نرخه مه وځه

مار خوړلی له پړی هم ډاريږی

پردی زوی نه، خپله لور ښه ده

مه که وه په چاه چه وبه شی په تا

پوره ورک دي کړه دوه کوره

دسپی په خوله درياب نه مرداريږی

خپل کور ساته ګاونډي غل مه نيسه

چه څه کری هغه به ريبی

انسان داحسان تابع دی

اوسپنه په اسپنه ماتيږی

خپله لاسه ګله لاسه

خپل وطنه ګل وطنه

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

دوست به دي وژړوي وايی دښمن به دي وخندوي

په ښو تلوار په بدو تحمل

مار ته په لستوڼی کی ځای مه ورکوه

دمړ زمري لکۍ کيدړ هم کشوي

پړ می کړه مړ می کړه

پور دپور محنت دنور

پور چه ځندنی شی خوړينی شی

سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه

سل د ومره دسلو سردار د مه مره


اول زده کړه بيا کوزده کړه

دکلې ووځه له نرخه مه وځه

مار خوړلی له پړی هم ډاريږی

پردی زوی نه، خپله لور ښه ده

مه که وه په چاه چه وبه شی په تا

پوره ورک دي کړه دوه کوره

دسپی په خوله درياب نه مرداريږی

خپل کور ساته ګاونډي غل مه نيسه

چه څه کری هغه به ريبی

انسان داحسان تابع دی

اوسپنه په اسپنه ماتيږی

خپله لاسه ګله لاسه

خپل وطنه ګل وطنه

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

دوست به دي وژړوي وايی دښمن به دي وخندوي

په ښو تلوار په بدو تحمل

مار ته په لستوڼی کی ځای مه ورکوه

دمړ زمري لکۍ کيدړ هم کشوي

پړ می کړه مړ می کړه

پور دپور محنت دنور

پور چه ځندنی شی خوړينی شی

سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه

سل د ومره دسلو سردار د مه مره

 

 

 

 

 

 

 

لوستل شوی 1549 ځله Last modified on سه‌شنبه, 03 اسد 1396 00:15