وروستي مطالب
متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک،ویاړلې ادبي او فرهنګي میراث
سهشنبه, 03 اسد 1396 14:08انجنیر عبدالقادر مسعود
متلونه او نقلونه د پښتو ژبې په شفاهي ولسي ادب یا فولکلور کې یوه غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندوروجملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږو
الفاظواو حکمتونو کې د پښتني او انساني ژوند مختلفو اړخونو ته په ډیر عالي او جامعی ډول دعوامو خلکو په ژبه یومطلب او موضوع په ډیر بلاغت اوفصاحت تشریح
او توضیح شوی دی ، تر څو اوریدونکي اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي .
متلونه دهرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده . متلونه د ولسي ادب په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ دی ، چې په ولسي خبرو
اترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې پیغام لري، او ستونزمنواو کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي،
چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ وي او څوک د شک او تردیدپه ګمان ورته و نه
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې وروستۍ برخه (۶۹مه)
سهشنبه, 03 اسد 1396 14:05ه دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
ونې سترګې لري،ديوالونه غوږونه.(اسپانيا)
کچالوهم سترګې لري.(ناروې)
بدې سترګې له رڼاډډه کوي.(اسپانيا)
سړی دهغوسترګوپه وړاندې مقاومت وکړي، چې سړی يې نه ويني.(دنمارک-لوېديزيوليند)
ښې سترګې پټې نه شي پاتې کېدې.(دنمارک-يوليند)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۸ مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 14:02له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
که کاڼی نه وي سولول شوی،له هغه غمی نه شي جوړېدی.(لرغونی چين)
ابي اوسره ياقوت دمعشوقواوشهزادګيوله پاره دي.(سوېډن)
له يوټکي سره غمی له يوبې داغه سيندني کاڼي ښه دی.(چين)
په هره ډبره کې غمی نه شته.(پيدرلول)
هګۍ
دسباله چرګوړي نه نن يوه هګۍ ښه ده.(عراق-عربي)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې :۶۷ مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 14:00له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
څوک چې ډېرپوهېږي،هغه کم ګړېږي.(ايسليند)
هغه چې ترټولوډېرپوهېږي،ترټولوکم ګړېږي.(ايټاليا)
څه چې سړی نه پوهېږي،ډېره ښه ده چې غلی اوسي.(فريزي)
ټول غواړي پوه شي،خوهيڅوک نه غواړي بيه يې ورکړي.(لاتين)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې ۶۶: مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 13:57له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
سړی دهرسړي دوست کېدی نه شي.
دهرسړي دوست دهرسړي احمق دی.(سوېډن)
دهرسړي ياردهيچايار.(سوېلي افريقا- افريقايي)
ترټولوخوږدوست دډېروښوشرابوغوندې دی،کم وخت ساتل کېږي.(المان)
هغه دوست چې دشراب خوړلوميله کې پېداکړې،هغه يوورځ بېرته ورکېږي.(ايټاليا)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې - ۶۵ مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 13:55له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
اوبه تل غواړي ساحل ته راشي.(پيدرلول)
ټولې اوبه دساحل اوټولې اوبه دشتمن سړي.
ټولې اوبه دسمندرپه لور.
اوبه خپله لارپېداکوي.
اوبه هيڅکله نه ورکېږي.(افريقا-کوېلي)
ټولې وړې اوبه دغټوپه لورروانې وي.(روسيه)
دچت په سراوبه په ناوه راوځي.(مالېزيا)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې : ۶۴ مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 13:52له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
فکرکول،سوچ کول
فکرکول له ځان سره مشغولتيا کول دي.(اسپانيا)
دوه ځله فکروکړه اوبياغلی شه.
هغه ښه فکرنه کوي،چې يوځل بيافکرونه کړي.(انګلستان)
څه چې دې په فکرکې ګرځي هغه ويلی شې،خوڅه چې دې ويلي دي هغه بېرته پټولی نه شې.(دنمارک-فيون)
دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې + ۶۳ مه برخه
سهشنبه, 03 اسد 1396 13:50له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
په ګډه سختي تسلي ده.
خرابه هوساينه هغه ده چې نورځوروي.(سوېډن)
هوساکونه له هوساينې اسانه ده.
تار،سپڼسی