د هیواد نوموتی کیسه لیکونکی او ژورنالیست ډاکټر ببرک ارغند

د هیواد نوموتی کیسه لیکونکی او ژورنالیست ډاکټر ببرک ارغند

 

هر کله چې موږ د خپل هیواد د ادب تاریخ لولو نو موږ ته دا روښانه کېږي، چې په هیواد کې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د فرهنګي، سیاسي حالاتو، د ټولنیز او انساني ژوند بېلابېلو پېښو او حوادثو زموږ لیکوال او ادیبان د ادب او هنر له رنګینې نړۍ څخه لرې ساتلې وو، او د بېلابېلو کړاوونو سره يې مخامخ کړیدي.

خو بیا هم زموږ لیکوالو او ادیبانو د خپل استعداد او ریاضت له لارې خپلو هاندو هڅو ته دوام ورکړی او له خپلې ژبې او ادب سره د مینې په خاطر هر ډول ستونزې او ستومانۍ زغملي او ورته یې د حل لاره موندلی ده. دوی د خپلې ژبې د پراختیا او پرمختګ په لاره کې ټینګه مبارزه کړې ده، او د خپل قلم، علم او لوړو خیالونو او فکرونو له لارې یې د علم، ادب او هنر ډېوه توده، روښانه او ځلانده ساتلې ده. که چیرې زموږ د هیواد د ادبیاتو غوړېدلي او رنګین تاریخ ته په ځیر سره وکتل شي زموږ د لیکوالو، ادیبانو او د لوړ او ځواکمن قلم خاوندانو فعاله ونډه په کې ډیره ځلنده نه هیریدونکې، نه ورکیدونکې او تل پاتې ښکاري. دغو با درکه او با احساسه، غښتلیو، نومیالیو او نوښتګرو سټو د خپلو نه ستړي کیدونکو او نه ورکیدونکو هلوځلو په پایله کې ارزښتمن، ګټور، علمي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي آثار زموږ د جګړه ځپلي هیواد معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې علمي، ملي، ادبي او فرهنګي پانګې او شتمنۍ په توګه په میراث پریښې دي.همدا وجه ده چې د دوی په هلوځلو او  کارنامو زموږ معاصر او د هیواد راتلونکي نسلونه به د تل لپاره پرې وویاړي.

له دغو ډلو د لیکوالو څخه د ګران او منلي ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند نوم هم د پام وړ دی. نوموړی نوښتګر، مخکښ، پیاوړی پوهیال، فرهنګپال، د ادب او فرهنګ غوره ویناوال، د دري-فارسي ژبې پیژندل شوی لیکوال، پر هیواد او هیواد والو مئين او با احساسه ادیب او غښتلی انځورګر دی. دی هغه نامتو او هڅاند لیکوال، د ملي او سیاسي فکر او شعورخاوند شخصیت، تکړه ژورنالیست، پیاوړی داستان لیکونکی دی، چې په خپلو آثارو یې زموږ ادبي او فرهنګي ګلبڼ غوړیدلی، رنګین او سمسور ساتلی دی.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه نومیالی لیکوال او پیژندل شوې سټه ده چې په  پوره  ریښتینولۍ سره یې د افغان اولس بریاوو، ویاړونو، ستونزو، کړاوونو او دردونو ته خپلې ادبي پنځونې ځانګړې کړې دي.

ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند پر ۱۳۲۵ لمریز کال کې د کابل په ښار کې په یوه روڼ انده او منوره کورنۍ کې زیږیدلی دی.

دغه پیاوړی لیکوال په پر له پسې  توګه د بلخ، کابل او کندهار ولایتونو کې د باختر، حبیبې او میرویس هوتکي په لیسو کې زده کړې کړې دي، او خپلې لوړې زده کړې یې د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې پای ته رسولي دي. د هغه د ځواکمن استعداد له مخې چې  ورڅخه برخمن وو د بلغارستان د صوفیې پوهنتون له خوا د ژورنالیزم په څانګه کې د دوکتورا دیپلوم ورکړ شوی دی.

ډاکټرصاحب ببرک ارغند د ارواښاد غلام محی الدین زوی دی چې د  ویښ ځلمیانو فعال غړۍ وو. د دوی  اصلي ټاټوبی د کابل  ولایت د پغمان  ولسوالۍ د  ارغندی کلی دی، او پلرنۍ ریشه یې سلیمان خیل او د تترخیلو د ستانکزای شاخ پورې تړلی دی.

ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند د رسمي  او  نارسمي  دندو  سربیره د (درفش جوانان) د اونیزې بنسټ  ایښودونکی او لومړنی مسوول مدیر دی. او همدا راز د (دهقان) مجلې او د (وطن) میاشتنی خپرونې مسوول مدیر پاتی شوی دی.

د ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند له پردېسۍ او مهاجرت څخه مخکې آثار دا دي:

دشت الوان، د لنډو داستانونو ټولګه

  دفترچۀ سرخ، د لنډو داستانونو ټولګه

مرجان، د لنډو داستانونو ټولګه

شوراب، اوږد داستان

حق خدا حق همسایه، اوږد داستان

اندوه، دا اوږد داستان د یو کتاب په توګه چاپ شوی نه دی خو د انیس په ورځپاڼه کې چاپ شوی دی.

راه سرخ، اوږد داستان  په درې کتابونو کې

مردان مسلح، نمایشنامه

آدمها، نمایشنامه

د ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند صاحب آثار  له پردېسۍ او جلا وطنۍ څخه وروسته دا دي:

داستانهای کوتاه، شهر شکسته، و سوم این که،  سایه، آیینه و خنجر، کلید هفتم، یلدا، شراره، مرغ آمین، ساز ها و آوازها.

یو شمېر دا پورتني داستانونه د جادویي ریالیزم په بڼه لیکل شوې دي.

پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود، دا رومان په څلور سوه اوه ویشت پاڼو کې پر ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې تازه او له سره چاپ شوی دی.

کفتربازان، دا رومان په څلورسوه پنځوس پاڼوکې

سفر پرنده گان بی بال، دا رومان په څلور سوه پنځه شپېتو پاڼو کې

لبخندِ شیطان، دا رومان په دوو ټولګو کې په ۱۱۴۹پاڼو کې

خانواده ما،‌ دا رومان هم چاپ شوی دی.

 د یادونې وړ ګڼم هنری فلم د (لحظه ها) په نوم د ارغند صاحب د داستان پر بنسټ جوړ شوی دی.

 او همداسې یو شمېر نور لنډ داستانونه یې لکه مردی که حامله بود، صبحگاه در خانۀ قنات، کوچه های آتش گرفته، او  یو شمېر لیکنې یې لکه: حافظ، زمزمه و من، خواستم پشک داشته باشم، فیروزه بانو، جذامی و  حمزه و دوستش میرزا په بېلابېلو مطبوعاتو کې چاپ شوي دي.

د ارغند صاحب یو شمېر ناچاپې لیکنې او آثار د جهادي ډلو ټپلو په خپل منځي جګړو کې له منځه تللي دي.

 ارواښاد ډاکټر صاحب ببرک ارغند زموږ د هیواد په ادبي، فرهنګي او ټولنیز ډګر کې یو پیاوړی، وتلی او پیژندل شوی داستان، کیسه لیکونکی، ادبي، فرهنګي او ملي شخصیت دی. دی د دري  ژبې د هغو نوښتګرو، مخکښو او نامتو لیکوالو څخه دی، چې د ده  په غوره  لیکنو او ارزښتناکو داستاني آثارو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني، ټولنیز، ملي، ادبي تصورات او افکار په  ډیره خوږه، سلیسه، ساده  او روانه ژبه بیان شوې دي. د ده په لیکنو او داستانونو او کیسو کې  هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه،  تصویرونه، زموږ د اولسونو په ژوند باندې د واکمنو دودونو، عنعنوي ارزښتونو،  پاک او سپیڅلي انساني احساسات، جذبات  او عواطف ادبي او اخلاقي پیغامونه په ډیر رنګین او ظریفانه بڼه انځور شوي دي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب ټولې لیکنې او آثار خو په تیره بیا د هغه غوره رومانونه لکه: (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (کفتربازان)، (سفر پرندګان بی بال)، او تاریخي رومان ( لبخند شیطان) زموږ د هیواد د داستاني ادبیاتو یوه مهمه، په زړه پورې، اغېزمنه او ارښتناکه برخه جوړوي او د ادبیاتو په آسمان کې ځلیدونکي ستوري دي.

دا رومانونه هغه بېساري ادبي، آثار او روښانه هیندارې دي چی نوښتګرانه اړخونه هم لري او د افغاني ټولنې او ټولنیز ژوند کړاونه، ناخوالی، نیمګړتیاوې، ستونزې، دردونه، ټولنیز عدالت، غمونه او خوشالۍ، د زړه بوږنوونکو او تراژیکو پېښو انځورونه، د رنځیدلو، کړېدلو او ځوریدلو هیوادوالو روحي رنځونه، اتلولي او میړانه، ماتې او بریالیتوبونه، ویاړونه او ننګونه پکې له ورایه ځلیږی.

 ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند په خپلو ادبي پنځونو کې د هیواد د بېلابېلو سیمو د خلکو دودو دستور، کیسو او نکلونو، فرهنګونو او فولکلوریکو لوبو ته او همداسې د خپلو داستانونو د پېښو، څېرو او دیالوګونو تخنیکي اړتیاوو ته ډېره مهمه، اغېزمنه او با ارزښته پاملرنه کړیده او د خپلو داستانونو پېښې او پدیدې یې په حقیقي، واقعي او ریښتیني ډول تمثیل او انځور کړیدي. ده د دغو داستانونو پېښی د خپلو اتلانو او قهرمانانو په ژبه او کړو وړو بیانوي او د خپلې ټولنې او ټولنیز ژوند ریښتینې پېښې د حقیقتونو په رڼا کې څېړي او په واقعي او عیني ډول یې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. ده د خپلو داستانونو، کیسو او رومانونو لیکنې او کلامي ښکلاییز ته ژوره او  پراخه ادبي پاملرنه هم کړیده او له بلې خوا د الفاظو د حرکاتو قالبونه یې دومره ساده او وګړني دي چی د هری کیسې او داستان واقعي او ریښتینی انځور په کې له ورایه ښکاري. همدا وجه ده چې د ده د داستانونو او کیسو لوستونکي د لیکوال هنري استعداد او د حقیقت بیان په ډېره چټکی سره احساسوي چې باید داستان او رومان تر پایه ولولي او ترینه کټه پورته کړي.

د نوموړي نوښتګر او ریالیست لیکوال د ګټورو لیکنو او داستانونو یوه بله ښېګڼه او ژور اغیز دا دی چې راتلونکو نسلونو ته د داستان لیکنې غوره او دقیق تخنیک او فن زموږ د ولسونو د ملي او انساني ارزښتونو، فرهنګي میراث، عقاید، فولکلور او دودونه لېږدوي او زموږ د ټولنې د ملي وحدت او پیوستون، ملي هویت او ملي خواخوږي د ټینګښت ښکارندوی او ساتونکی دی.

لنډه دا چې د ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند صاحب ویاړلی نوم او ګټور، اغېزمن او غوره آثار زموږ د ادب او فرهنګ په تاریخ کې نه ورکیدونکي، نه هیریدونکي او تل پاتې دي. د ده هاندو هڅې او کارنامې د خورا درنښت او ستاینې وړ دي.

ډاکټر صاحب ببرک ارغند دروند، زړه سواندی، متواضع، خواخوږی، مینه ناک، رښتینی او با وقاره انسان، پر هیواد او هیوادوالو مئين او ملي شخصیت وو. ده د خپلو یارانو، دوستانو او مینه والو سره ډېرې ښې اړیکې درلودې او پر خپلو دوستانو هم ډېر ګران وو. دی د هغو سپیڅلو او با احساسه لیکوالو له ډلې څخه وو چې خپله پوهه، افکار او تجربه یې تل د خپلو هیوادوالو په چوپړ کې ایښې وه.

ډاکټر صاحب ببرک ارغند زموږ د هیواد هغه وتلی او پیژندل شوی داستان، کیسه لیکونکی، منلی او ملي شخصیت وو، چې پر ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د اګست میاشتې په ۲۲ د هالند په هیواد کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

اروا یې ښاده او ویاړلی یاد یې تلپاتی.

په ډېر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

لوستل شوی 111 ځله Last modified on شنبه, 13 حمل 1401 22:29