ختيځپوهنه-خاورشناسی[Orientalistics]

ختيځپوهنه-خاورشناسی[Orientalistics]

 

پوهاند دوکتور م؟ا. زيار

يو ژبتوکميزه څېړنه:

 زاړه ښکېلاک راوزېږوله  

او نوي يې زنې وروتړلې! 

ځکه نوره  پر يوه رښتينې  پوهنيزه ټولگه اوښتې وه او هغه ناروا سياسي گټې يې ترې نورې ترلاسه کولای نه شوې.  گران لوستونکي به يې تر هرڅه وړاندې د  زباد يو څرک هومره د لندن پوهنتون له يوه آريانپوهاند سره زما د ليدنې کتنې له لنډ گوزارشه ولگولای شي: 

 

ما د ۱۹۶۶ کال د نهمې مياشتې  پر ۲۶مه د اکسفورډ په موخه د پېښور پوهنتون ارام هاسټل پرېښوه؛   د سبا ورځې پر سهار ورسېدم، خو پر ماسخوتن يې دهېواد د يوازني ژغوراند دوکتور نجب الله د شهادت بوږنوړي خبر مې د ځان لپاره يو بد نگړ (فال) وانگېره!  

له  سپينږيري انگرېز پښتو پوهاند استاد مېکنزي سره په اړيکه کې شوم  چې که د اکسفورډ يا لندن پوهنتون په ختيځپوهنه او بيا آريانپوهنه کې راسره د يوه ښونيز يا څېړنيز کارموندنې مرسته وکړای شي. هغه هم، د لندن پوهنتون د ختيځپوهنې (سو اس) د آريانپوهنې مشر (نېکولاس سيمسس ويليمز) ته ورولېږلم. 

هسې يې  خو موږ دواړو شاگردانو سره د همپېرو(همدوره) او همڅانگو په توگه ناسوبانه پوره پېژندل،راته يې وويل: 

ولې ۲۵  کاله وړاندې، ټيک پر ۱۹۷۲ کال چې مادلته او تا له برن پوهنتونه د آريا نېست په توگه  لوړترين څانگپوهيز لاسوند ترلاسه کړ او له ماسره همدلته دکار لپاره دې داستاد مېکنزي او نورو استادانو وړا نديز ونه مانه، هېواد ته ستون شوې او کابل پوهنتون دې غوره وباله؟  

ماچې وپوښت، ولې اوس؟ 

 -موږ پښتو او پارسي په اونۍ کې يو يو سات ته را کمې کړې چې هغه هم د بي بي سي وياندان پرمخ وړي او ستا پر درد لگېدای نه شي. يوازې اوسيتي چې ۶ ساته ده، زه پرې خپل مکلفيت پوره کوم!  

-ايا زموږ ژبې درته نورې بې ارزښته شوې؟ 

راته يې کړل، دولت راته نور فنډ نه راکوي! 

ماورته دا پښتو متل وروژباړه: غوامړه شوه، شيروار وشلېد، يانې شوروي زبرځواک له پرځېداسره، دشاوخوا ژبې او په دغه لړ کې مو آرياني دا  نورې په کار نه دي! 

هغه خبره په يو ترخه موسکا راغبرگه کړه او ځنې راستون شوم. د اکسفورډ ځانگړي (سانت جان) پوهنځي آريانپوهنه نوره پر اسلامپوهنه او عربپوهنه  او کېمبرېج هغه هم  پرجاپانپوهنه او اسلام پوهنه راړولې وه. د پښتو او وڼيڅۍ څانگپوه اېلفنباين، هغه هم د استاد مېکنزي تر لارښوونې لاندې د لوی استاد د ۱۹۲۷ کال پښتوآرپوهې د بيا کتنې په تېزس تر ډاکتري لاسوند سره سم کورناستی شوی وو، او چې تر ښاره  خورا لرې کو رته ورغلم، هم پيدا نه شو، اوپردروازه يې داپښتو څيرله نښلولې وه: (ښاغلی پوهاند زيار، مابه وبښې چې ناڅاپه مې خواښې روغتون ته ولېږدول شوه او له تاسره کړې ژمنه مې پوره نه شوه کړای- دبيا ليدو په هيله، اېلفنباين)  

څه ناڅه- ورته کانه په فرانسه او المان کې هم رامنځته شوې چې له دغه پلوه، په ځا نگړې توگه د آريانپوهنې  په تړاو يوه ځلانده درې سوه کلنه مخينه درلودلې ده، سر له يويشتمې پېړۍ يې ورسره نوره مخه ښه وکړه: استاد منلي د فرانسي د ختيزو څېړنو په ټولنه کې پښتو ښونې  له يوساته کېدو سره هېواد ته ستون شو او دالمان آريانپوه او بيا پښتو زمری خان (سبستيان هاينې) چې په کوېلن کې له پښتنو سره په ناسته پاسته کې او بيا زما له يوورځني لکچرسره د دې جوگه شوی وو چې په تنکۍ ځوانۍ کې په پښتو پښوييز ارکايېزم  سره له بون پوهنتونه ډاکتري ترلاسه کاندې او هملته دپښتو او نورو گڼو آرياني فېلولوژۍ لکچرر شي، نو ده هم راته د کابل د درېيم يا څلورم علمي  سفر په ترڅ کې دامنښته وکړه چې اوس څو ساته پارسې ښونې ته اړېستل شوی دی. په بر لين او کابل پوهنتون کې مو روزلی پروفېسر  لوتس ژهاک بيا د پښتو ترڅنگ دو يمه څېړلې او زدکړې بلوڅي ژبه هم پرمخ وړي. 

 د ټولمنلي استاد مورگنستيرن خو لږترلږه موږ دوه شاگردانو، پرو فېسر سکېرو په امر يکا او مايې په (دويم) هېواد افغا نستان، او بيا انگليستان کې اوياکلنه څا نگپوهيزه بلينډه  څه ناڅه بلانده او ځلانده ساتلې ده!  

# # # 

پښتوختيځپوهنه او پارسي خاورپوهنه تر انگرېزي (Orientalism)   کره ارزول کېد ای شي چې سټه يې منځنۍ انگرېزۍ له فرانسي-لاتينې(Qrient-) را پورکړې او مو خه او مانا يې  (ختيځ-) ، هغه هم ( اسيا )او بيا (ختيزه  اسيا) ده، الما ني يې د لاتين آري (-mus) روستاړي  پرځای ورسره (-istik) روستاړی نښلوي کره تخنيکي انگرېزي انډول يې هم(-istics) راځي، عربي يې هم (-يات) روستاړی د (علم-) مختاړي ترڅنگ د دويم ځېل په توگه کاروي ، لکه (اجتما عيات) د (علم الا جتماع) تر څنگه، اردو په همدې پېښو، هغه هم په ناسمه پرتله ژبپوهنه (linguistics) پر (لسانيات) راژباړلې ، اکر دا چې عربي يې (علم اللغه) بولي، ځکه عربو له هماغه ړومبي مهاله چې يوناني علوم وفنون يې راژباړل، د ويي-لغت په مانا(لوگوس) يې د (ژبې) په ماناراخپل کړی، هسې خو مغولو په خپللاسي ( مصنوعي) ډول له آرې هندۍ دغه را منځته  کړې گډوله ژبه(Hybrid language) اردو نژدې ۹٪ پارسي- عربي وييپا نگه  په  مسخ کړې بڼه راخپله کړې او لاکوي يې، پاتې يې څه ناڅه له آر هندي گرامرسره ساتلې ده- د پا کستان په ملي سرودکې يې له يواکرښود(هئ) پرته ټول پارسي دی! 

ما دختيځپوهنې لپاره تر انگرېزي انډول Orientalism څخه ختيځپوهنه- [Orien talistics] ځکه غوره گڼلی چې داکوم سياسي (اېزم) نه، بلکې پوهنه او لا يو پوهنغو نډ (دايرته المعارف) دی. داچې د انگرېزانو يا ځينو نورو له خوا يې پيلامې ښکېلاگرانه انگېزه (موتيف)درلودلی، خو بيايې هم دادرې سوه کاله زموږ د پښتني-افغاني ټولنې په گډون د ډېرو روسته پاتې ختيزو ولسونو تېر ژوند وژواک، ژبې، ادب، تاريخ او فر هنگ يې له تورتمونو رايستلي دي.  

 د دغې خبرې د زباد لپاره بياهم د(افغانستان دژبو پلار) اوبيا پښتو پوهاند ترريکارډ کچې د ټولمنلی استاد گيورگ مورگنستيرن پنډ وپېړ ژبپوهنيز نښيرونه او ډېر ناچاپ پاتې ليکنې څېړنې او يادښتونه يوه کمسارې بېلگه کېدای شي په - ختيځ او لوېديځ کې لکچرونه او کنفرانسونه يې لا پرځای پرېږده_، د استاد کونو او شاگرد سکېرو هغه يې لا څه کړې-څه کړې! 

# # # 

منځني ختيز لرغوني توکمونه(فنيقيانو، آسوريانو...) او بيا .يونانيانو په پېنځمه مز، کې د هخامنشيانو سره په جنگ جگړو د تاريخ پلار هېرودت ليکنې د لوېديزې نړۍ د ختيځپوهنې يوه پيلامه وگرځېده چې دوې پېړۍ راروسته يې د مقدوني سکندر د نړيواکۍ د سوبو (فتوحاتو) په ترڅ کې ښايسته ډېره وده ومونده.هسې خو له منځني ختيځه تر باختر او هندوچينه پورې تر زړو اسيايي ورک راورکو فرهنگونو روسته، يونان پر نړيوال کچ د پوهې او فرهنگ سرلاری گڼل شوی او د ژغورنې، خونديينې او خپرو نې لمړی وياړ يې هم د اموي او عباسي خلافت روښاندو، يا په وسمهالې نومَونه ازاد دينو(سېکولرو) مسلمانانو گټلی دی. زما پر اند،  عربو له هغو ژباړنو سره د اروا ښاد استاد مجروح وړانديزکړې نومونې ( لوېديځپوهنې)ته ديارلس پېړۍ پخوا  رښتياينه بښلې وه!  

يونانيان، په تېره مقدوني سکندر د ارستو شاگرد په مشرۍ تر لښکريانو پورې دوديال (مهذب)  خلک ول، او زموږ د (اسيايي استبداد ) لمړنيو استازو او پر نړيوال کچ د بشري جنايت د سېمبول په توگه وحشي (هونانو او چنگېزيانو)  پرخلاف يې تر وسې وسې له مرگ ژوبلې ډډه کوله، چورچپاول او ورانکاري، يا  له لويه سره هېڅ کوم راز (بشري جنايت) يې خو په خټه کې نه وو. همدا چې داريوش ترې  په جنگ کې ماته وخوړه، ، سکندر ته يې د خېښۍ وړانديز وکړ، چې که د خپلې لور په ولور کې ورته لږ ترلږه عراق ايالت  بيرته ورکړي،خو هغه ورته په يوه ترخه موسکا ورغبرگه کړه. زموږ ساکي واکمنان له سکندر سره ۶مياشتې وجنگېدل او له ماتې سره يې د اړوندې ساکي اېمپراتورۍ (سوغديانا) د والي لور رو ښانه (رخشانه) ځنې وغوښته او تر خپلمنځي سلا مشورو روسته يې ورواده کړه. هغه هم دومره  روزلې او پوهه پتيره وه چې دساکي جنگيالانو ترڅنگ يې د هند نيواک لپاره د سلاکارې په توگه هم له ځان سره ملگرې کړه. که څه هم  يوناني سو بمن د پو هې او فرهنگ لا لر غونې زانگو (هند)  ته ورسېد، خو د ورپېښې ناروغۍ له لامله بيرته راپرشا شو، سره له دې يې د  اسوېلاندو (حريصو)، اروپايانو  په مغزو کې هغه هېواد د يوه افسا نيي (زرين مرغه) په توگه و انځورلای شو او نيواک و ښکېلاک ته يې راوهڅول! 

 ان د(هند-) آره او ريښه چې په ټولو هندو اروپايي ژبو کې (هايد-ر) (اوبه) مانا هندې او په آريايي اسيايي ښاخ کې پر سېند هم راوښتی، لکه سېند (اباسين)، او  هممهاله سېند ځا ينوم او ټبر نوم  په توگه) ، ان تردې چې(هندوسېند) جوړه تړنگ يې هم راد ود شوی، لمړی ځل د مقدوني سکندر له خولې د (هندوکوه)  په تړنگ (ترکيب) کې اورېدل شوی، ځکه د بخديانا (باکتريا) تر سوبې روسته موخه يې هند وو او گومان يې کاوه، تر دغه غره رادېخوا ترې ټيکاو لري،  نو هممهاله يې پاروپاميزاد (د گوربټ تر الوته پورته) ستاينوم (لقب) هم ورکړ او له دې لامَله يې د ساکانو په مرسته د باجوړ و سوات له لاری تر ابا سينه پورېوت او تر جمنا يې سوبې پرمخ يوړې.  

د تورک-مغولي ټولواکمنۍ بنسټگر بابر هم هماغه لار پسې واخېسته او د سکندر په ورته پېښو يې د بي بي مبارکې له واده سره يوسفزي پښتانه د هند په سوبه کې له ځان سره ملگري کړل. 

د دوولسمې زېږدي  پېړۍ  شاوخوا چې نوي مسلمان شوي تورک توکمي سبکتگين په بخا را او سمرکند کې دعربي- تورکي- پارسي گډوله (ساماني امارت) پياړمه په غزني کې را ټينگه کړه، هم زابلۍ پښتنه وکړه او په دې پلمه يې ځايناستي زوی ځان د محمود زا بلي) په نامه ونوماوه او د (خالو خان) په سرغندويۍ يې  د پښتنو لښکرو په زور  د سو منات سوبه شونې کړه.که څه هم د بغداد اسلامي خلافت له خوا يو امير بلل کېده، خو تر ټولو له مخه ترې پښتنو (سلطان محمود) جوړکړ چې د خيبر پښتونخوا پوخمنگي او ان ليکوال يې تر اوسه د بلخ  مزار تر څنگ  د زيارت دوره کوي! 
بيرته راځو، د سکندر (هندوکو)  نومونې ته چې نوې ادبي  پارسۍ همداسې رادود کړی او له دې سره هممهال يې د غره لپاره د منځنۍ (ساساني) پارسي(گر) پرځای  د زړې (هخامنشي) پارسۍ هماغه يوناني پورويی (کوه)  بيرته را دود کړی دی! 

لنډه داچې. (هېند) له لاتين هايدرو(اوبه، اوبه اړوند) مانا ښندي چې اوېستايي انډ ول يې (هېت) دی، لکه په(هېتمند= هېلمند) کې چې منده- مانده روستاړی د (خوړ)، په  مانا را ځي په دې ډول (هېلمند) هغه خوړ يا مانده چې تلبهانده ده، هېندواڼه، هېنداره هم ورته ريښه لري- دتنگي غارو ()ماهيپر اونغلو ترمنځ په وچ خوړ (گوگامنډه) کې د (ډ)غبرگژبيزوالی  يوه روستنۍ پېښه برېښي-. 

 دغه څرگنداوی دا ېايله اوليدتوگه راشونې کوي چې (هند) نوم له لرغونو زمانو څخه د نورو له خوا پر هند نيمه وچه  اېښول شوی، کټ مټ لکه هندوستان يا هندستان چې له اسلامي پېرراهيسې را دود شوی دی. اکر داچې د هند خپل کورنی نوم بودا يي (بها رت) دی چې د(بوت) يا د بوت اړونده مانا ښندي.  

 ورسره د نيمې وچې د  نورو هېوادو نومونه هم  په بېلابېلو وييونو يادېږي، لکه نيپال، يا سرېلانکا چې وار له مخه (سيلون) نومېده  او۵۰-۶۰ کاله پخوا يې دغه نوم له (ښا يسته ټاپو)  مانا سره  راخپل کړی دی. 

هرگوره، په ځينو ځاينومونو او وگړنومونو کې (دېو)د خدايگوټې (آلهه) مانا ښندي، بېلگې يې،لکه، دېوبند، سرې دېوي(ښکلې آلهه)يا بل  نوموتي فيلمي ستوري نوم (دېوانند) زموږ له (شکراله) سره اړخ لگوي، همداسې د اوسني رسمي هندي ليکنوم (دېواناگري) لمړی رغنده ټوک (خدايگوټې-) او دويم هغه(ناگري)  يې (ښاري) مانا ښندي او مخينی ډول يې(ناگري) او لا پخوانی يې(براهميي) بلل کېده؛ ننگرهار هم د يو هندي-بودايي تړښتي نوم (ناگر ويهارا= د بوتانو ښار) ساده شوې بڼه ده ا 

# # # 

 اروپايانو ان له پېنځلسمې پېړۍ، ټيک له هغه را هيسې  چې اسپانيي پلټونکي ماڼو کولمبوس  د هغه افسانيي (زرين مرغه په لټون کې د  شمالي نيمغونډاري(نيمې کُرې) پرځای سوېلي  هغې ته سمندري يون پيل کړ او د لمړي اروپايي په توگه امر يکاته ورسېد، هغه هم د هند په گومان. 

ځکه د نو لسمې پېړۍ تر نيمايې لا دسوېز کانال نه وو کنل شوی چې  مديترانه له سره سمندرگي سره ونښلوي او بيا په عربي ټاپووزمه (جزيره نما) کې له  پارس خليج  سره و نښلي او هله هند سمندر ته د اوبو لار رامنځته شي.  

کولمبوس او نورو پليونو يې د عيسايي نومونو يا روستاړو(سېنت-سانت) سره(سانتياگو، سان فرانسسکو...) رغول؛ ترڅنک بيا ډېر توکمنومونه او ځاينومونه له هند(ind-) ريښې سره ، رغولي، لکه دبرازيل تورپوستي  افريکايان يې  انديگنز(Indi ge - nous) ټبر وباله او هر يوگړی (فرد) يې انديگن(Indigen)او د لاتين امريکا نورو سيمو کې د هماغو تورپوستو خېلونه او ټبرونه هم له ورته ريښې سره ورغېدل، لکه: اند يوز (Indios)، انديز (indies) ، انديک....او نيمغونډاري(نيمې کُرې) راروسته نورو اروپايي ښکېلاکگرو او په سر سرکې برتانيانو د شمالي او سوېلي امر يکا او دارام او ناارام سمندر يو لړ نورې رابرسېره کړې ټاپووزمې او ټاپوگان او استوگن  هم  لږوډېر همداسې ونومول. 

 د شما لي امريکا انديانيان (Amrican  Indian people)، انديانا ايالت، انديانا پوهنتون او داسې نور نړۍ سراسر تړښتي او بېلښتي ا ړيکنومونه (نسبتي نومونه)، ځا ينومونه، ستاينومونه   هم درواخله، لکه هندوچين چې له برما او تايلنده نيولې تر کمبوديا، مليزيا ويتنام، او اندو نيزياپورې رانغاړي،هندپاسيفيک سيمه (Indo-Pa- cific Rigion، يايې ټاپوگان، وگړي، ژبې... ان زموږ تر ژبنيو نومَونو (هندوارو پايي ژبنۍ کورنۍ) او بيا يې اسيايي ښاخ (هندوآرياني) پورې- د نورولسگونو بېلگو لپاره:  [Oxford Dic.p. 880-82] 

ژيړپوستي سايبريايي بوميان هم له برازيله تر کاناډا پورې په ناسمه توگه (سورپوستي) ونومول شول، هغه هم په دې چې  د نورو کولتوري نازو نخرو په لړ کې يې پر مخونو سره رنگونه وهي، ځوان پښت يې دوه درې سرې او شنې ليکي پر اننگيو ياتنديو را کاږي. اکر دا چې  نوې وگړپوهنه او توکمپوهنه (انتراپولوژي او اتنو لوژي) ټول ځمکزي (آدم زاد) پر درو سترو توکمونو (تورو- ژيړو- سپينو) ويشي، چې هرگوره، دغه هريو يې بېلا بېل خېلونه او ټبرونه رانغاړي: (۱) تورتوکم يا د تورې لووچې (افريکا)آر استوگن، او امريکايي بوميان او روستي وروستي مرييان...  

هرگوره، دهندوچين ولسونه، له برما تر اندونيزا يا زياتره ژيړ توکمي دي او آر هندي او دغه راز بومي هنديان (درا ويديان) هم په تورتوکموکې را ځي چې براهوي  لږکي يې په هېلمند او نيمروز او سوېلي پښتونخوا کې، زياتره له بلوڅو او پښتنو سره خوا پرخوا اوسېږي 

پخواني مرييان په (مرييوالۍ) پېرکې سوداگرو زياتره له حبشې(ايتوپيا)  څخه تر عربو او بيا تر موږعجمو راوستلي (۲) ژيړ، جينيان، جاپانيان، تورک ومغول، سکيمويان، سا ببريان...؛ او (۳)سپين توکم دی چې تر موږ آريايانوپورې ټول هندواروپايان، او سا ميان (عرب- يهود) راخلي، داچې اروپايان سپين پاتې شوي او موږ او عرب غنمرنگ شوي يو، لامل يې چاپېريالي تودوخه ده، زموږ آريايان چې هند  نيمې وچې ته لېږدېدلي،تور ارغوش اوښتي او عربان چې  شمالي  افريکا يا لويې سارا خواته تللي، په تېره يوه زرۍ کې، هم څه ناڅه تور اوښتي دي- همداراز هغه يهود چې د(اسرائيلو) تش په نامه هېواد ته له تورې قارې، بلو سلې فلسطيني خاورې ته را لېږدېدلي. هما غسي توراو ښتي او له اروپا يا امريکا را غلي، سپين شوي يا سپين پاتې دي.  

# # # 

انگرېزان مټې هغه مهال له  پورتگاليانو، فراسيانو سره په سمندري يونونو کې ورگډ شول او افسا نيي )زر ين مرغه( په نامه رښتينې  هند نيمې وچې ته ورسېدل. بيايې هم هلته  د ناپيليون په خبره له خپلې دوکانداري  لوښې سره سم په کلکته کې سوداگري منځۍ(   CompanyIndia East )رامنځته کړه په هماغه لمړيو کې يې فرانسه د هندوچين او بيا ويتنام خواته و هڅوله او پورتگاليان يې د شلمې پېړۍ تر شپېتمو کلونوپورې پر(گوا او دمن) )بسيا پا تې کړل!  

د اولسمې پېړی له بړاس يابخار (صنعتي انقلاب) سره دوی تر ټولو وړاندې  بادباني بېړۍ پر (بړاس بېړيو) بدلې کړې وې او تر ۱۹ مې پېړۍ  پورې د هند نيمې وچې د بشپړ نيواک او ښکېلاک جوگه شول. د روميانو ښکېلاکگرانه فارمول(بېل يې کړه-اېل يې کړه) د  ښه ترا پرکاراچونې لپاره  يې دهغې گڼتوکمې نيمې وچې،د بېخرته ژبنيو، اد بي، فرهنگي او  په تېره ديني او گروهيزو رنگارنگيو څېړنو ته  وپتېيله. او په دې تو گه يې د وسمهالې ختيځپوهنې  پيلامه راونښلوله.  

نورو اروپايي  ليکوالو او پوهانو، له  گاونډو فرانسيانو، بيا ترجرمنانو، روسانو او نارويژ 

يانو هغو پورې  د خپلو دولتونو  په هڅونو او رسمي سپارښتونو دغې مانيزې سيالۍ ته ورودانگل.هر ليکوال او څېړنوال هڅه کوله، اوږده سمندري يونونه او سختې او ستو نزمنې پردېسۍ وگالي. داسې چې په کال دوه کې دومره څېړنې پلټنې تر سره کړای شي چې د خپلې ټو لنې وگړو ته د هغه افسانيي نيمې وچې د ځانگړتياوو او د استوگنو په اړه خپل  سترگو ليدلي او ليکلي انځورونه وړاندې کړي؛ د تروپيکال پيداوارونو، له چاي او لاچي نيو لې تر راز راز تازه او وچو  میوو. سڼو سپېرکيو او نورو مرچومسالو  پورې خو لا وار له مخه  انگرېزي کمپنۍ بلد کړي ول! 

انکېتل د يوفرانسي په توگه لومړی څېړنوال وو چې ان په اولسمه پېړې کې يې تر بنا رسه ځان ورسا وه او له اتمې پېړۍ راهيسې  يې له اسلامي لښکرو له ډاره، له پارسه ور تښتېدلوکډوالو پارسيانو (زرتشتيانو) څخه يې اوېستاژبه وليکله، نه يوازې خپل فرا نسيان بلکې د گردې اروپا ليکوال وڅېړنوال، يې هم ختيځپوهنې او بيا آريانپوهنې ته وروڅکول.  په دغه  تړاو له څومرييز او څرنگيز پلوه تر  انگرېزا نو هم پر مخ ولاړل. د ۱۹ مې پېړۍ په اتيايمو کې د نومهالې ژبپوهنې د ستر ژبپوهاند جېمز دارمېستېتر هم  د خپل فرا نسي هېوادوال اوېستا بشپړه، کره او تفسير کړه او هم له اړوند استوگنځي (اېبټ اباد چوڼۍ) شاوخوا  بيا تر پېښوره پښتوژبه  او (و)گړنی ادب  په يو پنډوپېړ (هاروبهار) نومي نښير (اثر) کې چاپ ته وسپاره او بل چاپ ته يې د ژبپو هنې برخې (غږپوهنه او آرپوهنه) ځنې جلا کړې او په جوته توگه يې د نوې آريانپوهنې او بيا نوې پښتو ژبپوهنې بنسټ کېښوه.[د اوېستا پارسي ژباړه  

(ايراني ژبپوه موسی جوان) او د پښتودواړو برخو هغه دکتور فرهادي زما په لږو ډېره مرسته ترسره کړې ده.  

 دا نو يوازې جرمنيان اوبيا نارويژيان ول چې فرانسيانو زموږ تر مهاله ونه شو را ننگو لای؛ الماني ويلهم گايگر د فرانسي دارمستېتر پليونی شو او بيا د ناروې درې پښتو (نسلونو) پکې تر ټولو زياته برخه واخېسته: د سانسکرېټ او خوتني ساکي، په نورو ټکو، د پښتو مور ( خوتنو) بشپړ څېړنيز نښير ليکوال ستن کونو، دهغه شاگرد استاد گيو رگ مورگنستيرن (ستر آريانپوهاند او پښتوپوهاند )هم په برلين پوهنتون کې د نوميالي آريا پوهاند (لويدرز) په لارښونه  د سانسکرېټ ادب دوکتورا ترلاسه کړه او په گو تينگن پوهنتون کې يې د گايگر تر لارښوونې لاندې د  پښتو آرپوهيزې وييپانگې (EVP) له تېزس سره پښتو دوکتورا ترلاسه کړه. او ده بيا پر خپل وار چې دغه مهال د( افغا نستان دژبو پلار) او بيا پښتو پوهاند په توگه  پر نړيوال کچ منلی او نومول شوی وو،د خپل هېواد نو ميالی افغانپوه (بارتر) او بيا ستر آريانپوه او د پښتو، پاميري  او نورو ساکي ژبو نوموتی ( پرو فېسورسکېرو). غوندې شاگردان يې وروزل چې دواړه په امر يکايي پو هنتونو کې پر کار وگومارل شول؛ له ناروې رابهر يې د فرانسې سوربون پو هنتون د آريانپوهنې د سترې سټې بېنوېنيست د آر استاد تر څنگ د ده دڅېرمې پښتو برخې شاگرد روان فرهادي او ۱۷ کاله را روسته يې ماته د اطلس پروژې د ډېرکاري غړي په توگه د سويس په برن پو هنتون کې د ټوليزې ژبپوهنې او آريانپوهنې شپږکلن  بورس وړانديز وکړ او د اړوندو ۲۸ افغاني ژبو او گړدودو د څانگپوهيز او تخنيکي بهير يا پرا سېس د ټيم مشر، سترسويسي  آرينپوهاند استاد (ژ. ردار) تر څنگ يې د دويم (مېلمه) استاد  په توگه  او راروسته بيا د ژوند تر پايه زما په څانگپوهيزه (تخصصي) پرمختيا او پياوړتيا  کې يو بېساری ښاڅ او وياړ را په برخه کړ  

امريکا  او ختيځپوهنه 

انگرېزانو چې د نورو اروپايانو او بيا دخپلو ناگڼلو کېلتي (سېلتي) اېرلنډيانو پر پليونۍ يې تر هند نيمې وچې راروسته د امريکا نوې لووچې ته هم ځانونه ورسول، د رومي ښکېلاکگرو (بېل يې کړه. ښکېل يې کړه) يا (divide & rule) فارمول ته يې نوره اړ تيا پيدا نه کړه، نو يې ختيځپوهنې يا ((لوېديځپوهنې)) ته هم کومه اړتيا و نه نگېرله  او دهغه پرځای يی د خپل مهالپېر د يوازني زبرځواک په توگه له لوړترين پوځي زورو ځواک سره. د نوې لووچې لويه ترينه برخه د خپلې سترې ټولواکمنۍ (اېمپراتورۍ) يو رغنده ټوک (جزء)وگرځاوه. توراو سره بوميان يې بې سرخوږه لا سکتوي کړل اولا  له مخکې راغلو سپينو اروپايانو(اسپانيانو، فراسييانو...) څخه يې هم ډېرې ځمکې و بلو سلې،که اپريکايي توکمه توران يې هندي توکمي انگېرل او نومول، د هندوچيني يا سايبريايي  (ژيړپوستو) گډوله بومي وگړي يې بيا هم په ناسم نامه (سورپوستي) ونو مول، يو داسې نوم چې د هغو له کلچره  يې آره اخېستې وه، هغه دا چې دنورو نازو نخرو تر څنگه پر  مخونو سره رنگونه وهي او هغه هم  په دې پلمه چې راروسته يې له تورې لويې وچې څخه  د مرييانو په توگه له راوستو تورپوستو سره توپير کړای شي!  

هسې خو شمالي امرېکا تر دويم  جهاني جنگه  د بهرنيو سياسي  اړيکو له پلوه ان له ار وپا څخه گوښه پاتې وه، نو ختيځپوهنه يې هډو په ارواکې هم نه گرځېده. ځکه، لکه وارله مخه چې ورته نغوته وشوه، د هند نيمې وچې برخلاف يې ورته د شلمې پېړۍ تر نيمايې څه اړتيا او لېوالتيا پيدا نه شوه. 

بلخوا  څنگه چې ډېری امريکاييان ايرلېنډيان ول، نو ځکه امريکايي انگرېزي ويرژن له آرلنډي انگرېزۍ سره اړخ لگوي، که نه لږوډېر  د هندي ختيځپوهنې تر اغېز لاندې راتلل!.   

زما دپلټنې پر بنسټ امريکا تر دويم جهاني جنگه هم ډېر راروسته هماغه الماني او نارويژي پوهان  تر پرونه پورې د مېلمه استادانو په توگه په خپلو پوهنتونو کې پرکار گومارل.په دغه لړکې استاد هربرت پنزل په مشيگن پوهنتون کې الماني ژبي (هربرت پنزل) د يوازني آريانپوه او پښتو ژبپوه په توگه د همدې پېړۍ تر لمړيو، يانې د ژوند تر روستيو شپو ورځو (۲۰۰۳) پو رې پښتو ليکنې څېړنې پرمخ يوړې، په تېره پښتو غږ پوهنه او آرتوگرافۍ (ليکدود) په تړاو يې تر ديجيتالې بڼې سره را تلپاتې کړې. ور له مخه يې د کندهاۍ پښتو پښويې(گرا مر) اړوندې څېړنې يې زموږ د کابل دارا لمعلمين پښتو استادانو  په مرسته  هغه مهال ترسره کړې وې چې کابل پو هنتون او بيا د ژبو او ادبياتو پوهنځی لا رغېدلی نه وو؛ مانا داچې هغه لومړنی پښتو نښير يې، دچا خبره، په کلاسيکو پښتو څېړنو کې راځي، خو د ايازي، رښتين يالره خوا د قاضي رحيم اله يا رضواني هغو پر خلاف يې دوديزه نه، بلکې بياهم د نوې ژبپوهنې يوه پيلامه ارزول کېدای شي! 

 

# # # 

هرگوره، د(افغانستان د ژبو پلار او ټولمنلی پښتو استاد مورگنستيرن هم په زيات باور د هماغه الماني توکمي (پروفېسورپنزل) په بلنه او کله هم د سويسي استاد ردار په هڅونه او لاکله هم سره يوځای پر مشيگن او شيکاگو سربېره په نورو پو هنتونو کې د پښتو، پار سي او نورو افغاني ژبو د لکچرونو او کنفرانسونو لپاره په هرکال دوه کې امريکاته سفر کاوه؛ هسې خو يې له شاگردانو  څخه افغان پېژاند شاگرد په بوستن پوهنتون کې تر کورناستۍ پورې استادي پرمخ يوړه، او پښتو او نورو شمال ختيزو آرياني ژبو ځوان شا گرد (سکېرو) لا تراوسه د نيويارک په يو پوهنتون کې خپلې استادۍ ته پاينه بښلې ده  

ناويلې دې پاتې نه شي، (J.M.Pence) يوازنی او لمړنۍ امريکنی وو چې پر ۱۹۷۰ کال يې د پښتوغونډلې پښوييز رغښت (A Tagmemic  Grammar of Pashto Clause Structure) تېزس په دفاع يې له مشيگن پوهنتونه دوکتورا ترلاسه کړه.  

هرگوره،، له دې څه باگه وه چې د يويشتمې پېړۍ له رابرېدا او دستېبمبر نهمې پېښې په پلمه  به هغه يوازنی راپاتې زبرځواک زموږ دهېواد د شلکلن نيواک په اوږدو کې، هغه هم يوازې دفاع وزارت په چوکاټ کې  د پښتوزدکړې لپاره ميليونونه ډالره پانگونې ته اړووځي،امريکاغږ او د پراگ (ازادۍ رادېويي) خپرونې يې خو لا څه کړې-څه کړې!  

داهم دومره هېښنده نه وه چې، د نورو اروپايي ختيځپوهانو په توپير د دوی ليکنې څېړنې، له سياسي  مخو او موخو پاکې وې: 

راورټي  پر ۱۸۶۵کال د پښتوپښويې او وييپانگې په سريزه کې دا منښته کړې چې دغه گردې هاندوهڅې د برتانيي ټولوا کمنۍ  (اېمپرا تورۍ) د  غځونې او پايونې لپاره کوي.  

پښتوپوهاند او زما انگرېز استاد (دېويد مېکنزي) چې د ستر استاد مورگنستيرن له لومړ يو شاگردانو څخه گڼل کېده، پر ۱۹۹۷ کال راته په خپل کور کې د روستي  دويم(لار يمر)په اړه وويل چې له يوڅه پښتو خبرو پرته، نور، نه په آريانپوهانو کې راته او نه په ختيځپو هانو کې،بلکې سوچ پوچ يو جاسوس وو او د لندن پوهنتون پر اړونده څا نگه (سواس) باندې تر کورناستۍ (شپېتمو کلو) پورې راتپل شوی وو! 

(پای) 

لوستل شوی 99 ځله