زبان ساکی خُتنی به منزلۀ  مادر  سکۀ پشتو

زبان ساکی خُتنی به منزلۀ مادر سکۀ پشتو

 

نویسنده: ستن کونو[Sten Kono]

برگردان و تلخیص پشتو: پوهاند م.ا . زيار

 برگردان پارسی دری: س. سېلنی

بيجا نبود که من اثر بس مهمی (زبان- تبارشناختی) ام را به استاد نامور نارويژی ام مورگنستیرن، استاد آلمانی اش (گایگر) و استاد استادش (Darmesteter)  ) فرا نسوی اهدا کرده ام ، غافل از این که ستن کونوی  نروژی نخستین آموزگار استاد مورگنسترن در زبان سانسکریت بوده است.

موضوعی که وی آن را در پوهنتون برلين به پايۀ اکمال رسانده  و در سال ۱۹۱۸ در بخشی ادبیات آن زبان دوکتورای خود را زیر  رهنمايی لویدرز  استادی شهير زبان های هندوآریانی به دست آورد. و در سال ۱۹۲۶از پوهنتون گوتینگن ، زیر نظر  استاد گایگر در زمینه ریشه شناسی یا اتیمولوژی پشتو (EVP) ) دکتورای دومی اش را از آن خود ساخت اما به جز یک ماخذ قاموس کوچک زبان (باشگالی) به دیگر اثار استاد ستن کونو اش  به ویژه اثر تاريخی  مورد بحث( ساکی-خُتنی) به خاطری اشاره یی ندا شته است که این زبان  ۶- ۷ سال پیش از ستن کونو ، توسط پدردوکتورای اش (لویدرز) مورد پژو هش و کنکاش قرار گرفته بود  در حالی که(کونو)  از جملۀ خوشه چينانش به شمار می آمد ، با این  تفاوت که او آن را  گسترش داده، شکل تمام عياری کتابی بخشيد .

 و من در مدت زمان  (۱۹۶۴- ۱۹۶۷) به عنوان استاد مهمان بخش افغانشناسی در بخش آریان شناسی پوهنتون برلین، نسخۀ منحصر بفرد آن در کتابخانۀ دانشگاه را کپی و تا حدی از الما نی به پشتو برگردان نموده بودم، که سر انجام امسال فرصتی دست  داد تا  آن رابه پايان رسانم .

البته ، من برگردان و تحلیل کامل را به نشریه پشتوی (مجله کابل)  ارگان نشراتی( آکادمی علوم افغانستان ) اختصاص داده ام و در اینجا گزیده ی اجمالی آن را به علاقمندان پیشکش می نمايم..

نمونه يی ازخط (براهمی هندی) که مبلغان  بودایي برای ترانسلتريشن(نگارش حرف به حرف) زبان ختنی به کار گرفته اند:

مراد از مادر ( سکه ی)"پشتو میانگین" (Middle Pashto) است ، به عبارت دیگر پشتوی دورۀ آریانی میانه (۲ ق م تا ۷م) می باشد ، که بازمانده يی ازپشتوی با ستان (ساکی ) و مادر پشتوی کنونی بوده و هم زمان از  زبان های شمال شرقی آریانی میانگين، از قبيل  [سغدی، خوارزمی و یپتل کوشانی ( باختری) و  همچنين همد ورۀ زبان های جنوب غربی و شمال غربی [ پارسی میانه ، پارتی یا پهلوی اشکانی ] می باشد.

از گفته های ستن کونو چنین برمی آید که  اکثر لهجه های سده اول و دوم پیش از میلاد (ختنی ساکی) یا ( خُتنو) را به دست آورده اند.و بنابراین برخی  کهن ترین مواد آن با نيا زبان(ساکی) و حتا نيا زبان مشترک( آریک ) باز می گردد.به بيان ديگر، نما يانگرواپسين بُرهه يی از روند ديگرگونی تاريخی- جغرافيايی آواشناختی نبوده است از جمله ديگرگوني  آواهای باستانی (گ-د-ب) که زبان پارسی و ديگر زبان های آر ياني جنوب غربي نگهداري نموده و زبان های شمالشرقی آن ها را به(غ ل - و) انکشاف داده اند.  به گونۀ مثال(غوا-لس- واوره) پشتو، و با تفاوت کمی مثال های معا دل آن در زبان های ميانگين از باختری تا سوغدی، خوارزمی... و نيزدر زبان های نوين اين  بخش جغرافيا از شغنی، روشانی ييدغا و ديگر زبان های نوين پا ميری سراغ  گرديده است...

نمونۀديگری ازين گونه ديگرگونی تقابل (د-ز) بوده که از دورۀ باستان تا نوين ادامه داشته است، به گونۀ مثال  آوای (ز-) در زرنگيای اوستادر برابر  (د-) دردرنگيای پارسي باستان که معنای هردو واژه (درياچه) بوده و مراد ازآن( هامون سيستان) می باشد؛ دومين مثال عبارت است از(زيرد) اوستا  و(ديرد) پارسي باستان که واژۀ نخست در پشتو (زړه) و دومی آن در پارسی نوين (دل) شده است.

سکوته((Kuta$)) یکی از نمونه های نمايانگر بارزی نزدیکی پشتو باختنی

در همآهنگی با  ديدگاهی از آریانشناس نامور و پرکار آلمانی  بيلی (Baily۱۳۲)،  مبنی بر اين که گويا وجۀ تسميۀ نامواژۀ  ( ساک) بايست در طرز زندگي (کوچيگری) اين تبار شمال شرق آريانی جست و بنابرآن ريشۀ آن را(سک sak-) با معنای(پويش وحرکت) حدس زده است. ولی من (زيار)  معادلی زندۀ لفظی و معنايی اش (څکېدل-سکېدل-) و حتا (کښېدل) پشتوی کنونی را در زمينه هرچی بيشتر باوری تر می دانم؛

البته، معنای وجه متعدی آن (څکول) با معادل (کشيدن) پارسي با معنای نخست ، به ويژه (کښېدل-ول)بازهم مترادف می نمايد!

بايد افزود، همانگونه که، در برخی از زبان های نوين آرياني به شمول پشتوی نوشتا ری معياری، ختنو ( س ) را بیشترينه به (ش ) برگردانده است ، بنابراین شکوته  (Kuta$) را هم به شکل (skuta) درآورده .  و همچنان، تحول(ش)برگشتی ښ($) به ش عادی در هردو زبان باستان شمالشرق آريانی يعنی  ساکی و اوستا  نشان دهنده هماهنگی دیگری ختنو با پشتوی معاصر معياری می باشد، خواه (ش) کرلاڼي باشد ، یا (ښ) (x̌) نرمکامی پشتوۍ ميانه يا غلجا یی [ زیار:  تاریخ پشتو و پشتون ها در پرتو زبان شناسی با پیشینه ساکی ۶۱۱ – ۶۱۳ ].

از  سوی دیگر (سکه) به معنای دوم (اعيانی) به شمول پارسی دری در ساير زبان های افغاني به حيث وامواژۀ پشتو، به عنوان معادل (اعيانی) عربی معمول گرديده است، مانند: برادر سکه ، خواهر سکه ، پدر سکه ، مادر سکه...) و من (زيار)  با درنظرداشت هردو معنا ، زبان خُتَنی ساکی یا خوتنو را ( مادر سکۀ پشتو) نامیده ام، یعنی اين زبان از یک سو  از زبان های سکهکايی)  و در عین حال ، مادر سکه يا(اعيانی) پشتو نيز است ، نه ناسکه (اخيافی)!

به هر روی ما دیدگاه مورگنستیرن را نيز در زمينه نيز درخور اهميت می دانیم که پشتو در دوره های میانگین د ر اصل و ریشه از زادگاه پیشین آن (پامیر) پیوند مستقیم و نزد یکی با زبان خُتنی داشته  و او را به عنوان مادر ( پشتو و یدغو)  شناسايی نموده است.

همچنین ، (خُتنو) به عنوان نامواژه يی  زبانی، هممانند پشتو، ترینو ، تیرو ، یدغو ، گوجرو و غیره ، با واو-  پایانی o) -) سند دیگری است  که خُتنیان زبان شان را  خٔتنو می نامیدند و سه نسل از استادان  نارويژی  ستن کونو ، مورگنستیرن و سکیرو همین نام را مورد تاييد قرار داده اند.

به پندار من(زيار) لهجهٔ مرالباشی در نزدیکی کاشغر ، که ستن کونو آن را به عنوان گویش دوم ذکر کرده اند ، احتمالاً مواد بسیار  نوتری نسبت به نسخۀ بودایی ها داشته باشد. همان گونه که من یکبار از زبان پوهاند ، شهرستانی  شنیده ام  و او نیز ، به نوبۀ خويش،  شايد بر بنیاد و ماخذ اساتیذ  فرانسوی، داير به اين که لهجۀ مرالباشی به مثا بۀ دومين  گويش خوتنی و نيز گويش های احتمالی ديگری از ساکان هند  نسبتا   معا صر تر بوده و با پشتوی کنونی نزدیکی هرچه  بیشتری داشته باشد!

اين گويش را  عالمی  اسلامی و روحانی پشتون تبار و يا هم  ترکتبار (او یغوری) به عنو ان زبان مادری  اش با عين خط براهمي هندی مورد پژوهش قرار داده  و حداقل  به سطح فرهنگی به يادگار گذاشته، و شايد آریان شناسان نامبرده ، آن از آرا مگاهش به دست آورده باشند!

 در مورد پشتوی دورۀ  میانگينی که استاد مورگنستیرن از سیستان تا غور،  زادهٔ نیایی ساکی  شناسايی کرده  و لهجه يی دوهزار سالۀ ترينو (وڼيڅي)  در درۀ (هرنايی و...) در حدود صد کيلومتری کويته از آن  ريشه گرفته است،  ممکن در مقايسه با گويش مرالباشی و ديگر گويش های ساکان هند نشين با پشتو نزديکي بيشتر داشته باشد!

 

 

 

ليکوال: ستن کونو [Sten Kono]

                                                                                                                  ژباړه او لنډيز: پوهاند م.ا. زيار         

               اکسفورډ- ۲سېتمبر۲۱           

               


دا څه هېښده نه وه چې ما د پښتوژبپوهنې هماغه ستر ژبتوکميز نښير[پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼاکې له ساکي مخينې سره ]خپل نوميالي  ناروېژي استاد مورگنستيرن،  دهغه الماني استاد (گا يگر) او بیا یې د استاد استاد فرانسي (جېمز دارمستېتر) ته ډالۍ کړی دی. له دې ناخبره چې  په سانسکرېټ کې لومړی استاد او هممهاله خسر يې خپل ناروېژی ستن کونو وو ،خو رارو سته يې په اد بي برخه کې پر ۱۹۱۸ د  هندوارياني ژبو ستر استاد (لوېدرز) په لارښوونه له برلين پوهنتونه دو کتورا واخېسته.او له گو تينگنه يې پر ۱۹۲۶ کال د پښتو دا د استاد گايگر په لارښونه په پښتوآرپوهه يا اېتېمو لوژۍ (EVP)کې. خو د لمړي استاد د يوه اخځ (باشگلي) سيندگي پرته د نورواثارو او بيا د خو تنو تاريخي دېته  يې يوه نغوته هومره ځکه  نه ده کړې چې له دغه پلوه يې د چا خبره د دوکتورا پلار (لوېدرز) ترستن کونو ۶-۷ کاله وړاندې دغه ژبه څېړلې وه او (کونو) يې هم له وږيڅاڼو څخه گڼل کېده، په همدومره توپير چې ده ورته هر اړ خيزه کتابي بڼه ورکړه او ما (۱۹۶۴- ۱۹۶۷) دبرلين پوهنتون د آريانپوهنې په څانگه کې د افغاني برخې د مېلمه استاد په توگه هغه کاپي کړی وو او مټې سږکال يې ژباړنې او شننې ته وزگارشوم. 

هرگوره،پوره ژباړه او شننه مې د (افغانستان علومو اکادمۍ)  پښتو مهالنۍ(کابل مجلې) ته ځانگړې کړه او دغلته يې يو لنډيز مينوالوته وړاندې کوم.

                                                         

د ژباړن پيليزه:

 

[hvata nau]= hvtanaa]]

                                  د پښتو سکه مور په توگه!                                                 

 داهم د بودايي دينپوهانو له خوا په براهمي هندي ليک کښل شوې خوتني بېلگه:

له سکه مور څخه موخه منځنۍ پښتو (Middle Pashto) ده، په نورو ټکو، د منځني آرياني پېر (٢مز-٧ ز) پښتو ده، چې د زړې پښتو (ساکي) لور او د اوسنۍ پښتو مور وه او هممهاله د منځنيو آرياني ژبو، هغه هم  د نورو شمال ختيزو [ سوغدۍ، خوارزمۍ،او يپتل-کوشانۍ يا ( باخترۍ] او بيا د سوېل لوېديزو او شمال لوېديزو هغو [پهلوۍ، منځنۍ پارسۍ، پارتۍ يا اشکاني پهلوۍ]، خور بلل کېده.

د ستن کونو له خپلو  خبرو  داسې راجوتېږي چې تر ډېره يې د(خوتني ساکي) يا (خو تنو)  د لمړۍ او دويمې زېږدي پېړۍ گړدودونه  ترلاسه کړي دي. او له دې لامله يې زما (زيار) د شننې ارزونې له مخې يو لړ زاړه ترين خوتني انډولونه لرغوني آرياني (ساکي)  لاڅه، چې ان گډې مورينې(آريک) ژبې ته ورستنېږي، په دې ډول:

نه پر(غ-ل-و) باندې د لرغوني او  لوېديز (گ-د-ب )  پرمختيايي پېر را ډاگيزوي، لکه: د (گاو- لس-واوره) پر وړاندې پښتو (غوا-لس-واوره)؛ او نه پر/ ز-/ باندې د لوېديز /د-/هغه، لکه د زاړه پارسي (دېرد) پر وړاندې د اوېستا (زېرد) يا د اوسني پښتو (زړه)؛ د پارسي درنگيا (درياچه) پروړا ندې، د اوېستا زرنگيا(سيندگی) چې موخه يې اوسنی زرنج او بيا دهېلمند سيند اړوند ډنډ (ها مون سيستان) ده؛ همدا اوسنی سيندگی (در يا چه) چې پارچاوه يې د دوبي ترپايه دايراني سيستان خوا ته وربهېږي-[او سږکال يې پر هغه د ايران سپرا ماته نه شوه او په خپلو ايراني طالبانو يې کال وړاندې پرانېستی (کمال خان بند) هم د تاريخي افغاني سيستان له تندغرو دښتو.و بلوسه!]..

همداسې پخواني >-شت(št) - او لا پخواني > رس (rs (غږغونډ   پرمختيايي پړاو نه راښيي؛ داسې چې د منځنۍ بڼې(پرسوا)  استازي يې کړی وای!

 [  اکر داچې د بلې منځنۍ  ساکی خور(باختري)د سره کوتل په ډبرليک کې "شاد" "شال" کښل شوى او بگ، بغ (خداى) لکه په  بغلاونگ (بغلان)، بغپور (فغفور) او دا سې نورو کې ليدل کېږي ، خو داچې خوتني (گاره) د اوېستا او سانسکرېټ (گېري) هومره لرغونی برېښي، دغه راز يې پر /ل/ د/د/ د نه ونجېدا بېلگه ، لکه د (لور) پر وړاندې لرغونی هندواروپايي ورته (dutaryau) درواخله!]

بياهم موږ زازو د استاد مورگنستيرن ليدتوگه  باوري بولوچې  پښتو په دغه منځني پېر کې له آر و پخواني ټاټوبي(پاميره) له خوتني ژبې سره سيده اونژدې اړيکي درلود لي. او هغه يې د (پښتو او يدغو) مورانگېرلې ده. دغه راز (خوتنو) د ژبنوم په توگه، لکه پښتو، (پاړسو!)، ترینو، تيرو، يدغو، گوجرو...له ورته و-پايلې (-o)-  سره يو بل لاسوند دی چې خوتنيانو پخپله۰خوتنو) بلله او درې پښته  نارويژي استادانو، ستن کونو، مورگنستيرن او سکېرو همدغه نوم بيا بيا راغبرگ کړی دی!

زما  پر اند کاشغر ته څېرمه مرالباشي گړدود چې ستن کونو  يې د دويم گړدود په توگه يادونه کړې، ښايي، د بودايي دينپو هانو تر هغه داسې ډېر نوي توکي ولري. لکه څنگه چې ما يو وخت زموږ د خپل پو هنځي استاد شهرستاني له خولې اورېدلې او هغه هم، ښايي، پر خپل وار به  د فرانسي استادانو پراخځ ، د کاشغر نومور پښتونتوکمي، او يا خو تورکتومي (اويغوري) اسلامي دينپوه او ستانه (روحاني) د خپلې مورنۍ ژبې په توگه څېړلی، او لږ ترلږه يې د يو سيند (قاموس)  بڼه ورکړې وي او هغو آريانپوهانو به يې له ارا مځای (آرامگاه) څخه ترلاسه کړی اوسي!

کومه  منځنۍيا منځنپېرې پښتو چې استاد مورگنستيرن يې له سيستانه ترغوره له سا کي نياڅخه را زېږېدلې  انگېري او هممهاله ځنې د ترينو (وڼيڅي) دوزرکلن زوړ گړ دود را بېل شوی، کېدای شي،  د خوتنو تر مرالباشي او د هند مېشتو ساکانو تر گړدو دونو، زيات نويوالی، او له او سنۍ پښتو سره  لاښه ترا نژدېوالی ولرلای شي!

ژباړه او شننې: پوهاند م.ا. زيار]د ستن کونو خپل متن

 

۱غږپوهه پښويه او وييپانگه

له اخځونو لوست ټوټو او وييلړ سره

۱) موږ خوتنو ژبه مټې په شلمه پېړۍ کې د ختيز تورکستان له برسېرونو سره وپېژندله. لايمن(Leumann (لمړی سړی وو چې دغه ژبه يې علمي وپلټله. ده دآرياني ژبې په توگه، تر هندي څخه، له آرياني څانگې سره نژدې خپلوانه راوښوله او بيا شمالي آريا ني ژبه.

که څه هم آرياني ځانگړتيا يې وارله مخه جوته شوې وه اوفرانسي څېړونکو،لکه ميلي (Meillet) او پيليو (Pelliot) چې ختيزه آرياني نومولې وه، خو داسې يو نوم چې د ساري په ډول يې سوغدي(يا خوارزمي-باختري الاني...:ز) هم رانغښتې. خو داچې لا سليکنې يې زياتره په پخواني خوتن کې موندل شوې وې، نو کيرستي  يې  د بې پلوه (خوتني) نامه وړا نديز وکړ، خو را روسته روښانه شوه چې دا نوم يې له کورني نا مه خوتنا (hvtanaa) يا خوتني سره  سمون خوري .بلخوا څنگه چې دغه ژبه په خوتن او بيا را رو سته په تورکي (اويغوري) ژبې سيمه کې را  ښکېله شوې ده؛ نو غوره وگڼل شوه چې زړه يا(منځنۍ خو تني) وبلل شي.

تر هغه راروسته چې لويدرز  راوښوله، په ځينو ځانگړو نومونو او هندي لاسوندونو کې د ز(z ) پرځای (ys) ليکل داراجوتوي چې  ښايي، په هند کې دساکي واکمنانو د همد غې او يا همدې ته د بلې نژدې ژبې(يا گړدود-ز) په ځينو  وييونو کې وموندل شي خو موږ  پو هېږو چې هغه يوه يوازنۍ ساکي ژبه نه وه، بلکې د برلين د لاسوندو له مخې يې د کاشغر ختيځ مرالباشي(بارچوق) خواته د يو بل گړدود څرک هم  راډاگيز شوی دی چې نور توکي يې په پاريس کې ترلاسه کېدای شي، دغه کړدود موږ په خپل کار کې د(م M)  په نامه يادوو. نورو سکه ټبرونو، لکه هندي ساکان، ښايي په نورو گړ دودونو غږېدل. نو په دې توگه داپايله لاسته راځي چې دغه(ترکارلاندې) ژبه په يو ځا نگړي نامه ونوموو. بلخوا هم، څنگه چې ساکي نوم دغلته رالېږدېدلی دی، نو زه ورته زا زو((خوتني ساکي)) نوم کاروم-

[او زه(زيار) يې لږوډېر دود ((خوتنو)) نوم کاروم، لکه څنگه چې (کونو) يې پخپله کور نی نوم (hvtanaa) راښولی،  او تر څنگ يې د سکېرو (hvatanau)  بيا د پښتو او يدغو غوندی ورته (اوږد-و) پايلې سره ښه ترا اړخ لگوي!

د همهېوادي کونو د شاگرد استاد مورگنستيرن.( ۱۹۷۵)د انگېرنې (فر ضيې) له مخې د (پښتو) تر څنگ د ساکي (يدغو) لورهم  له (-و)پايلې سره دود درلودلی دی؛ د پښتو، پاميري او نورو شمالختيزو نويو او زړو آریانی ژبو شاگردانو په لړ کې د استاد د خپل ناروېژی نوموتی شاگرد (سکېرو) پر ۱۹۳۴ کال د ( لايمن(Leumann ( د اړوند اثر د کره کتنې په ترڅ کې دخوتنو لا کره  نوم  (hvata nau)  کښلی دی

[ داچې ستن کونو خوتنو د ختيز تورکستان له  برسېرونو څخه بللې،موخه یې هغه بر سېرونې دي چې د ((تورفان خزانې))په نامه د شلمې پېړۍ په سر کې رابرسېره شوه، هغه هم  د کونو په خبره د بودايي تبليغيانو له خوا يې په هندي آري  براهمي ليک سره چې په منځني هندي او بيا منځني شمالي آرياني پېر يې اړه درلودلې، نو په دغه ترڅ کې يې خوتنو لږ تر لږه له دوو ځېلونو يا گړدودو سره راخوندي کړې ده. زما نوميا لي سويسي آريانپوهاند استاد ژارژ ردار د خپلو لکجرو په ترڅ کې دغه کتاب هم يوازنی ژبپوهنيز او بيا آريا نپوهيز اثر  باله چې پر ۱۹۴ کال يې د هېتلري غرغتو په  بوږ نوړو شپو ورځو کې له چاپه را يستلی وو، زما پر اند، ښايي، د غلته بياهم ((آريايي))  تړاو بې اغېزه نه وو!]

۲)  زموږ د دغې ژبې زړې ترينې نښې نښانې د لمړۍ او دويمې زېږدي پېړۍ هندي ډبرليکونو په ځينو وييونو کې ليدل کېږي چې له کوشانيانو سره اړيکي راښيي او هغه هم په هغو پوروييونو کې چې د ختيز تورکسستان په ډبرليکونو کې د درېيمې زېږدي پېړۍ تر پايه رسي. له دغو ليکونو څخه په يوه کې د خوتن د پاچا نوم اخېستل کېږي چې هينی ها hinajha-))، په خوتنو وينگ هينايسا (hināysā) يانې (سرلښکر)  يې ستاينوم وو[لکه نن سبا چې دولتي مشرته  سراعلی قوماندان  وايي-زيار]. خو زموږ غو ره توکي له هغو لاسليکنو څخه سرچينه اخلي چې يا په پخواني خوتن کې کښل شوي او يا له هغو سره يوراز نه، يو رازتړاو لري. په دې لړ کې  راز راز، او په نومېرلې توگه د يو لرغوني ادب غوره پاتشوني، لکه بودايي او طبي اثار، د هندي گړني ادب ژباړنې او داسې نور رانغاړي ؛ زياتره برخه يې هم له سانسکرېټ او يوڅه يې  هم له تبتي څخه راژباړل شوي، او همداراز  يې ځينې بيا په بېلابېلو يوگړو (منفردو)ليکوالو اړه پيدا کوي،خو بياهم له مخنيو بېلگو سره ټينگه اړوندي راڅرگندوي.

۳)  زړې ترينې لاسليکنې څه ناڅه تر اومې زېږدي پېړۍ پرشاځي؛ او نوې ترينې يې د لسمې له دويمې نيمايې سره اړاو تړاو لري. په زړو کې يې ژبه په هراړخيز ډول دود يزه برېښي او د يوه داسې  پړاو څرگندويي کوي چې گړنۍ ژبه نوره يومخيزه نه را انگا زه کوي. د گړدود لمړی کارونگ به يې بويه  نور هم پر شا ولاړشي؛ داچې څومره، لا ويلای نه شو!

۴)  داچې ليکټوټې د بودايي اثارو ژباړې دي، نو دې پايلې ته مو ورنژدې کوي:. بودايي کشيشانو چې خپلې سپېڅلې ليکنې يې  د هر ولس په هېوادنۍ ژبه دودول غوښتل، ليکنۍ ژبه رامنځته کړې ده، که څه هم په بشپړ باور يې ويلای نه شو. يوه غوره زړه لاسليکنه چې تر ډېره نوې ځانگړتياوې راښيي، ښايي،د اړوندو متنونو د ژبا ړې لمړنۍ ازمايښتي هڅه اوسي. ددغو لاسکښنو په لړ کې بيا د  داسې سپېڅلو متنونو د کورنيو ژباړو ښکارندويي کوي چې په پراخه توگه په سانسکرېټ کې خوندي پاتې شوې دي او ددغه ټکي نه منل هم گران برېښي چې گوندې دغه ژبه به د درېيمې او اتمې پېړۍ ترمنځ ښايسته ډېر مهال د دوتر دېوان، رښتو (حقوقو)  او چال چلن ژبې په توگه نه کارول کېده؛ په دې مانا چې تر درېيمې پېړۍ پورې دخوتنو اړوند ژباړلي هندي لاسوند ته  اړتيا لري او په اتمه پېړۍ کې پخپله آرو خوتنو متنونو ته.

په دې توگه موږ ويلای شو چې د ژبې دغه راز ليکنی کارونگ هماغه مهال کېدونی شو چې د هېوا دنۍ ژبې په توگه يې تر دغو ښکلو لاسيليکنو  لا په ورمخکې  زړه بڼه اړه درلودلې ده.

سکوته((Kuta$))  ويی له خوتنو سره د پښتولوروالې يوه جوته بېلگه

د ډېرکاري نوموتي الماني  آريانپوهاند والتر بېلي (Baily۱۳۲) له ليدتوگې سره سم چې وايي، د (ساک) نومتړاو (وجهۀ تسميه)  بايد د دغه ټبر له (کوچياني)ژوند توگې سره اړاوتړاو ولري، او په دې ډول يې (سک-) ريښه د (خوځښت) له مانا سره انگېرلې ده

 خو له دې ناخبره چې (sac-) زما د  آرپوهيزې(اتېمولوژيکي)  او گړدوړدپوهيزې څېړنې له مخې دغه ريښه له پښتو (سک- څک-)ريښو سره پوره جوليز او مانيز اړخ لگوي، ځکه (څکېد-سکېدل) او ان (کښېدل) په ډېری  پښتو گړدودو کې په ورته مانا او جاج  له ټولو اوړوني(گرداني) بڼو سره ژوندی دود او  کارونگ لري. لېږند يا متعدي څکول يې له چلم، سگرت... سره گردانېږي چې پارسي (کشيده انډول)  يې بياهم له لمړنۍ مانا، په تېره (کښېدل-ول) سره  نژدې برېښي او د (والتربېلي) له (خوځېدل، ښورېدل)  انگېرلي جاج وما ناسره پوره سمون خوړلای شي. په ترڅ کې هم دا دليل لکه پاس چې وويل شو، د کره پښتو  په گډ ون د ځينو نورو خپلوانو ژبو په څېرخوتنو هم(س) تر ډېره پر(ش) راړولی، نو ((Kuta$)) يې هم (skuta) کړی دی.په دې توگه يې له غږپوهيز پلوه لرغوني شما لختيز ساکي او اوېستا يي  غبرگژبيز ($) پر ش (š)  راړونه هم له نومهالې پښتو سره د خوتنو يوه بله همغږي راښيي، که هغه کرلاڼي (ش) دی، که منځنی- غلجا يي نرمتا لوييزه ښ(x̌)ده[زيار: د پښتو او پښتنوتاريخ د ژبپو هنې په رڼاکې له ساکي مخينې سره ۶۱۱ - ۶۱۳] .

 بلخوا(سکه) له دويمې (مجازي) (اعياني!) مانا سره گردو افغاني ژبو له پښتو پورکړی، پښتو لکه: سکه ورور،سکه خور،  سکه پلار،سکه مور...، پارسي، لکه: برادر سکه، خوا هر سکه، پدر سکه، مادر سکه...)؛ او داچې ما خو تني ساکي يا خوتنو د (پښتو سکه مور) بللې، دغه دواړې ماناوې رانغاړي، يانې،  خوتنو يوه (ساکي)ژبه ده او په ساکي توکم اړه لري، او هممهاله، د پښتو (سکه) مور ده، نه ناسکه!

لوستل شوی 63 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « خوتنود پښتو سکه مور