خوتنود پښتو سکه مور

خوتنود پښتو سکه مور


ليکوال: ستن کونو [Sten Kono]
ژباړه او لنډيز: پوهاند م.ا. زيار
اکسفورډ-۲۷ اگست۲۱
دا څه نه وه چې ما د پښتوژبپوهن هېښده ې همuاغه ستر ژبتوکميز نښير (پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼاکې له ساکي مخينې سره )خپل نوميالي ناروېژي استاد مورگنستيرن، دهغه الماني استاد (گا يگر) او داستاد استاد فرانسي (دارمستېتر) ته ډالۍ کړی دی.

له دې ناخبره چې په سانسکر ېټ کې لومړی استاد او هممهاله خسر يې خپل ناروېژی ستن کونو وو ،خو راروسته يې په اد بي برخه کې پر ۱۹۱۸ د هندوارياني ژبو ستر استاد (لوېدرز) په لارښوونه له برلين پوهنتونه دو کتورا واخېسته.او له گو تينگنه پر ۱۹۲۶ د پښتو دا د استاد گايگر په لارښوونه په پښتوآرپوهه يا اېتېمو لوژۍ (EVP)کې. خود د لمړي استاد د يوه اخځ (باشگلي) سيندگي پرته د نورواثارو او بيا د خو تنو تاريخي دېته يې يوه نغوته هومره ځکه نه ده کړې چې له دغه پلوه يې د چا خبره د دوکتورا پلار (لوېدرز) ترستن کونو ۶-۷ کاله وړاندې دغه ژبه څېړلې وه او (کونو)يې هم له وږيڅاڼو څخه گڼل کېده، په همدومره توپير چې ده ورته هر اړخيزه کتابي بڼه ورکړه او ما (۱۹۶۴- ۱۹۶۷) دبرلين پوهنتون د آريانپوهنې په څانگه کې د افغاني برخې د مېلمه استاد په توگه هغه کاپي کړی وو او مټې سږکال يې ژباړنې او شننې ته وزگارشوم.
هرگوره،پوره ژباړه او شننه مې د (افغانستان علومو اکادمۍ) پښتو مهالنۍ(کابل مجلې) ته ځانگړې کړه او دغلته يې يو لنډيز مينوالوته وړاندې کوم.

د ژباړن پيليزه:

[hvata nau; hvtanaa] خوتنو
د پښتو سکه مور په توگه!


ليک (براهمي)

له سکه مور څخه موخه ← منځنۍ پښتو (Middle Pashto) ده، په نورو ټکو، د منځني آرياني پېر (٢مز-٧ ز) پښتو ده، چې د زړې پښتو (←ساکي) لور او د اوسنۍ پښتو مور وه او هممهاله د منځنيو آرياني ژبو، هغه هم د نورو شمال ختيزو [ سوغدۍ، خوارزمۍ،او يپتل-کوشانۍ يا (← باخترۍ] او بيا د سوېل لوېديزو او شمال لوېديزو هغو [پهلوۍ، منځنۍ پارسۍ، پارتۍ يا اشکاني پهلوۍ]، خور بلل کېده.
د ستن کونو له خپلو خبرو داسې راجوتېږي چې تر ډېره يې د(خوتني ساکي) يا (خو تنو) د لمړۍ او دويمې زېږدي پېړۍ گړدودونه ترلاسه کړي دي. او له دې لامله يې زما (زيار) د شننې ارزونې له مخې يو لړ زاړه ترين خوتني انډولونه لرغوني آرياني (ساکي) لاڅه، چې ان گډې مورينې(آريک) ژبې ته ورستنېږي، په دې ډول:
نه پر(غ-ل-و) باندې د لرغوني او لوېديز (گ-د-ب ) پرمختيايي پېر را ډاگيزوي، لکه: د (گاو- لس-واوره) پر وړاندې پښتو (غوا-لس-واوره)؛ او نه پر/ ز-/ باندې د لوېديز /د-/هغه، لکه د زاړه پارسي (دېرد) پر وړاندې د اوېستا (زېرد) يا د اوسني پښتو (زړه)؛ د پارسي درنگيا (درياچه) پروړا ندې، د اوېستا زرنگيا(سيندگی) چې موخه يې اوسنی زر نج او بيا دهېلمند سيند اړوند ډنډ (ها مون سيستان) ده؛ همدا اوسنی سيندگی (در يا چه) چې پارچاوه يې د دوبي ترپايه دايراني سيستان خوا ته وربهېږي-[او سږکال يې پر هغه د ايران سپرا ماته نه شوه او په خپلو طالبانو يې کال وړاندې پرانستی (کمال خان بند) هم د تاريخي افغاني سيستان له تندغرو دښتو.و بلوسه!]..
همداسې پخواني >-شت(št) - او لا پخواني > رس (rs (غږغونډ پرمختيايي پړاو نه راښيي؛ داسې چې د منځنۍ بڼې(پرسوا) استازي يې کړی وای!
[ اکر داچې د بلې منځنۍ ساکی خور(باختري)د سره کوتل په ډبرليک کې "شاد" "شال" کښل شوى او بگ، بغ (خداى) لکه په بغلاونگ (بغلان)، بغپور (فغفور) او دا سې نورو کې ، اکر داچې خوتني (گاره) د اوېستا او سانسکرېټ (گېري) هومره لرغونی برېښي، دغه راز يې پر /ل/ د/د/ د نه ونجېدا بېلگه ، لکه د (لور) پر وړاندې لرغونی هندواروپايي ورته (dutaryau) درواخله!]
خو موږ زازو د استاد مورگنستيرن ليدتوگه باوري بولوچې پښتو په دغه منځني پېر کې له آر و پخواني مېشتځای (پاميره) له← خوتني ژبې سره سيده اونژدې اړيکي درلودلي. او هغه يې د (پښتو او يدغو) مورانگېرلې ده. دغه راز (خوتنو) د ژبني نوم په توگه،لکه پښتو، ترینو، تيرو، يد غو، گوجرو...له ورته و-پايلې (-o)- سره يو بل لاسوند دی چې خوتنيانو پخپله۰خوتنو) بلله او درې پښته نارويژي استادانو، ستن کونو، مور گنستيرن او سکېرو همدغه نوم بيا بيا راغبرگ کړی دی!
زما پر اند کاشغر ته څېرمه مرالباشي گړدود چې ستن کونو يې د دويم گړدود په توگه يادونه کړې، ښايي، د بودايي دينپو هانو تر هغه داسې ډېر نوي توکي ولري. لکه څنگه چې ما يو وخت زموږ د خپل پو هنځي استاد شهرستاني له خولې اورېدلې او هغه هم، ښايي، پر خپل وار د فرانسي استادانو پراخځ، د کاشغر نومور پښتونتوکمي او يا خو تورکتومي (اويغوري) اسلامي دينپوه او ستانه (روحاني) د خپلې مورنۍ ژبې په توگه څېړلی، او لږ ترلږه يې د يو سيند (قاموس) بڼه ورکړې وي او هغو اريانپوهانو به يې له ارا مځای (آرامگاه) څخه ترلاسه کړی اوسي!
کومه منځنۍيا منځنپېرې پښتو چې استاد مورگنستيرن يې له سيستانه ترغوره له سا کي نياڅخه را زېږېدلې انگېري او هممهاله ځنې د ترينو (وڼيڅي) دوزرکلن زوړ گړ دود را بېل شوی، ښايي د خوتنو تر مرالباشي او د هند مېشتو ساکانو تر گړدودو، زيات نويوالی، او له او سنۍ پښتو سره لاښه ترا نژدېوالی ولرلای شي!

نژدېوالي يوه تيپيکه بېلگه -د خوتنو- پښتو
وار له مخه د وييپانگې په ترڅ کې راغلی خوتني ويی((Kuta$)) له آره يو ټبرنوم دی چې په خوتنو ويو نکو اړه در لودلې، نو له اوسني پښتو (څکېدل- سکېدل-ول) يا ننگرهاری (کښېدل) سره په دې انډول کړی چې د الماني آريا نپوه (Baily۱۳۲ ) د انگېرنې له مخې، د(ساک او سکه) نوم له خپل نومولي سره مانيز تړاو لري، په نورو ټکو، ژوند توگه يا (کوچاني) ژوندوژواک يې (وجه تسميه) هم بلل کېد ای شي؛او بيا يې انگېرلې ريښه (sac-) زما پر اند له پښتو (سک- څک-)ريښو سره پوره اړخ لگوي،او پښتو (څکېدل ل-سکېد ل) د (والتربېلي) له (خوځېدل، ښورېدل) انگېرلي جاج وما ناسره پوره سمون خوړلای شي. په ترڅ کې هم دا دليل لکه پاس چې وويل شو، د کره پښتو په گډ ون د ځينو نورو خپلوانو ژبو په څېرخوتنو هم(س) تر ډېره پر(ش) راړولی، نو ((Kuta$)) يې هم (skuta) کړی دی.په دې توگه يې له غږپوهيز پلوه لرغوني شما لختيز ساکي او اوېستايي غبرگژبيز ($) پر ش (š) راړونه هم له نومهالې پښتو سره د خوتنو يوه بله همغږي راښيي، که هغه کرلاڼي (ش) دی، که منځنی- غلجا يي نرمتا لوييزه ښ(x̌)ده[زيار: د پښتو او پښتنوتاريخ د ژبپو هنې په رڼاکې له ساکي مخينې سره ۶۱۱ - ۶۱۳] .
بلخوا(سکه) له دويمې (مجازي) (اعياني!) مانا سره گردو افغاني ژبو له پښتو پورکړی، پښتو لکه: سکه ورور،سکه خور، سکه پلار،سکه مور...، پارسي، لکه: برادر سکه، خوا هر سکه، پدر سکه، مادر سکه...)؛ او داچې ما خو تني ساکي يا خوتنو د (پښتو سکه مور) بللې، دغه دواړې ماناوې رانغاړي، يانې، خوتنو يوه (ساکي)ژبه ده او په ساکي توکم اړه لري، او هممهاله، د پښتو (سکه) مور ده، نه ناسکه!]]

 

 

لوستل شوی 93 ځله Last modified on جمعه, 05 سنبله 1400 20:15