د زړه سوی نمجنو سترګو ، سوز او ګداز په هکله

د زړه سوی نمجنو سترګو ، سوز او ګداز په هکله

سیدعبیدالله نادر 

د زړه سوی او سوز او ګداز په هکله ډیرو شا عرانو د معنی نه ډکی رنګیني مصری او شعرونه وئیلي ، او په ادبی نثرونوکې هم،د اوښکو ډکو سترګو ستاینه ډیره شوي ،د اوښکو ډکو سترګو درلودل ، یعني خپل عا جزۍ درک کول ، دا هغه کار دی ، چې دا لوی نعمت دیرو لږو او د ګوتو په شمیر انسانانو ته خدای تعالی ورپه برخه کړی ،د دغو رنګینو ځینو بیتونو یادونه په فارسی او پښتو ادب کې دلته کوو ، 

د دي بیت شاعر اګر که راته معلوم نه دی خو په واقعیت سره یو ډیرښه د معنی نه ډک او رنګین بیت دی ، : 

اګر این است مژګانی ترِ من 

نخواهد آفتابِ محشرم سوخت 

که زما سره دا د اوښکو ډکی سترګي  وي ،نو خدای خبر که د محشر لمر هم ما وسوځوی ،د دي معنی دا چې په دنیا کې داسي سوز او ګدازکې یې ژوند تیر کړی وي ، یعنی د خپلي عاجزۍ درک یې کړي وي چې تل ژړه غونۍ وي، اوبیا یې خپل انجام ته په پام کې نیولو سره یې په دنیا کې ښه ښه کارونه تر سره کړي وي ، او په ځان باوری وي ، یو ایرانی شاعر په نامه د عاقل هنر ور خان په خپل یو بیت کې ډیره ښه دي موضوع ته اشاره کړي ده ،  

فیض آب دیده ، نتوان یافت در آب ِ وضو 

کاش زاهد را به جای ریش مژګان تر شود 

عاقل هنرور خان 

یعنی د نمجنو سترګو یا اوښکو فیض او برکت د او داسه په اوبو کې نشته ، وایي کاشکی د زاهد د ږیري پر ځای باڼه لمده شي ،یعنی منظور د سوز او ګداز درلودل دي ،او دي معنی دا چې لمدی سترګي او یا چشمِ تر ولري ،د دي مراد زړه سوی او د اوښکو ډکي سترګي ولري ،او د عاجزۍ لمن نیول دي ،  

په یو بل بیت کې حضرت بيدل رحمت الله علیه وايي : 

از محیط رحمتم ، اشکِ ندامت مژده ایست 

یارب این نومید را ،محروم چشمی تر مکن 

بیدل 

بیدل وايي چې د رحمت د دنیا یا محیط څخه زما د پشیمانۍ یوه اوښکه ده چې تا راکړی ،او دا ما ته یو زیری دی، نو وایي یاربه ! ما د لمدو سترګود فیض نه، مه محروم کوه ،ما په خپل دوه بیتونو کې ،چې د سوز او ګداز په هکله او د عاجزۍ په هکله دی ، داسي وئیلي : 

د محشر د لمر به تاو هم ، ماته نه وي 

که زما سره وي دا ، نمجنې سترګي 

نادر 

او بیا په دا بل بیت کې د سوز او ګداز په هکله : 

په یوه نفس به سوړ د محشر لمر شي  

که دا خپل سوز او ګداز راسره مل وي 

کله کله چې د عاجزۍ د درک مرحلی ته نژدی شوی یم ، او کراتو می د عاجزی نه عبرت اخیستی نو بیا دا بیت می وېیلی دی: 

ټول کتاب می د ګناهونو شو کنګال 

هغه دَم چې په خپل اوښکو لمبیدلم 

نادر 

بل ځای بیا حضرت بیدل وايي ، چې زمونږ بیدردی هم ، د دي فلک یا آسمان لاندی عجیبه ده ، چې د لوګي په کور کې یو خو زمونږ باڼه لامده نه دي ، یعني مطلب دا چې په دنیا کې ډیر داسی ، صحني وینو او زمونږ تر مخي تیریږي ،چې د ژړیدو وړ دي ، خو زمونږ سره دومره سوز او درد نشته چې زمونږ سوز او ګداز راوپاروی ، او یا زمونږ په باړخوګانو د عاجزۍ اوښکي جاري شي ،او هغه شعر دا دی ، 

:بيدردۍ ما زیر فلک سخت غریب است 

در خانهّ دودیم ، کسی را مژه تر نیست  

بل ځای حضرت بیدل : 

و هغه زاهدانو ته چې خپله تقوی او زاهدی د نورو پر مخ راوباسي ، نو زاهد ته وايي ، چې ته و هماغه سل دانی تسبیح ،یانی وايي چې هر څوک یو مقصد لری په دې دنیا کې ، چې د زاهدانو مطلب ډیری اړخ ریا او فریب دی ،نو وایي چې :  زما یوه قطره اوښکه توئیدل ،او ستا د ټول عمر زحمت ،یعنی زما یو سوز او ګداز او ستا ټول عبادت ، یعنی چې لانده بانه او سوز د زړه لرم  

برو زاهد ، که هر کس مقصدی دارد درین وادی 

تو و صد سبحه جولانی ، من و یک اشک غلطیدن 

بيدل،  

بیا وایي ، د خود بینه او مغروره زاهد په سترګو کې ، څه رانجه او څه خاوري ،هیڅ فرق نه لري ،ځکه د ژور لید د کیفیت څخه لکه د رانجو کڅوړه خالی دی ، یعني هغه لید چې زړه او ظمیر یې روښانه کړي ورسره نشته ، 

به چشمِ زاهد خود بین ، چه توتیا و چه خاک 

که از حقیقت بینش ، چو سرمه دان خالیست 

پایله دا چې یو درد من او د خدای تعالی په مینه او محبت کې غرق انسان ته دا ښایي ، چې تل سوز او ګداز ولری ،او نمجنې سترګي ولري ، او هره شیبه او هره لمحه په خپل حال متفکر وي ، هغوي چې په دي لاره تللي دي ، ډیر حقایق د ژوندون ورته ښکاره شوي ،  ،یعنی هغوی چې لمدې سترګي لري دا واضحه ده چې غرور نه لري ، او د فاني دنیا بی وفا یي ویني .او تل زړه سوی او ترحم لري . 

 

لوستل شوی 115 ځله