از تاريخ کتاب اتنو- لنگوېستيک تباری ـ زبانی

از تاريخ کتاب اتنو- لنگوېستيک تباری ـ زبانی

 نویستده : پوهاند مجاور احمد زيار

برگردان از پشتو به پارسی دری: س . سيلنی

پاره – ۱۷

بحيرۀ سیاه

انگلیسی: Blaack Sea,Euxinus sea (يونانی (باستان): Euxinus potus

این بحیره محاط به خشکه بوده که در بین جنوب شرق اروپا و اسیا قرار دارد. از طريق بحيرۀ باسفورس ، بحيرۀ مرمر و بحيرۀ داردانیل Dardanelles با بحيرۀ ایجین ) اژه) )، همچنان با بحیره کسپین (خزر) و دیگران ارتباط دارد که مجموع مساحت اش به ٤١٥٠٠٠ کيلومترمربع می رسد (دېکشنري کولينز ص١٦٠). براندشتاين و مايرهوفر ساکان پارا دريا يعنی( آن سوی دریای آمو) را باشنده گان روسیه جنوبی، به بيان ديگر، سرزمينی آنسوی بحيرۀ سياه شناسايی نموده اند که دامنه اش از شرق میانه تا جنوب شرق آسیا و از کوکاس ( قفقاز)، کسپين، اسيایی میانه و بحیرۀ سیاه و اورال تا کرانه های دانيوب گسترش یافته است، ساحۀ پهناوری که بالاخر همين سلالۀ باستانی آرياني بزرگترین فرمانروایی را درآن تشکيل داد اند.

-*-*-

۱۷- پړوکی

تور سمندرگى(توره بحيره)

انگرېزي Black Sea او Euxinus sea زوړ (يوناني) نوم Euxinus potus

دايو چاپېروچى ( محاط به خشکه) سمندرگى دى چې د سوېل ختيزې اروپا او اسيا ترمنځ غځېدلى دى. د با سفورس، مرمر سمندرگي او درداينيل له لارې له اېجېن سمندرگي، دغه راز کاسپين او نورو سره اړيکي لري. ټوله کچه يې ٤١٥٠٠٠ کيلومتر مربع ته رسېږي. (کولينز ډېکشنري ١٦٠). براندشتاين او هوفر (٥) د پارا دريا (تر آمو آغاړه) ساکان د سويلي روسيې استوگن ښوولي چې د تور سمندرگي آغاړه سيمه گڼل کېږي. هسې خو په ټوليز ډول له منځني ختيځه تر سوېل ختيزې اسيااو بيا له کو کاس ( قفقاز)، کسپين، منځنۍ اسيا او تور سمندرگي، او رال او دانيوب تر کڅونو خپاره شوي او سترې وا کمنۍ يې را منځته کړې دي.

-*-*-

 

از تاريخ کتاب اتنو- لنگوېستيک تباری ـ زبانی

نویستده : پوهاند مجاور احمد زيار

برگردان از پشتو به پارسی دری: س . سيلنی

پاره-۱۸

ترکستان چينی، سينکيانگ يا شينژيانگ

Chinese Turkestan, Sinkiang or Xinjiang

یکی از بخش های ترکستان شرقی آسیای مرکزی می باشد که شرق دور (شرق اقصا) هم یاد شده است ، امروزه به نام (مناطق خود مختار سينکيانگ – اويغور) هم يادمی گردد و یکی از ایالات شمال غرب چين به شمار می آید .

در سدۀ هشت ترسایی مردم ويغور يکی از اقوام (ترک-مغولی) از آسیای میانه به این جا آمده اند و از پس مانده های اقلیت فرمانروایان آریانی نژاد ساکی و پسانتر بخشی اقلیتی از بقایای فرمانروایان کوچی اروپایی الاصل "تخاريان" هم در آنجا به سر می بردند. پس از فرمانروایی کوشانيان ساکي الاصل اين سرزمين را در تصرف خود آورده، به کشور شان ملحق نمودند. ترکستان چيني به نام های ختن و ختا هم ياد شده است ، اما اکنون ختن از جمله شهر های مرکزی این ايالت به شمار می آید .

کاملاٌ روشن است که مناطق سينکيانگ ، کشمير و کاشغر... با "کاس" يا به بیان دیگر با نام ساک پیوند دارد، برای این که سده های زیاد زیر نفوذ وحاکمیت ساکتبارها (ختنيان،کوشانيان، یفتلیان ...) بودند. (دېکشنري کولينز ص ٢٧٧ ).

به نظر می آید که هنديان این سرزمین را به نام چين بزرگ (ماچين، مهاچين) می گفتند که کاشغر و ختن، تورفان و دیگر ساحه ها را در بر می گرفت . به همین سبب در ادبیات فولکلویک ما "چين ماچين" به حیث یک کشور نامیده شده است ، یا در این شعر پارسی :

خوشاشهر ايران و ايران زمين- که يک شهر آن به زماچين و چين(دکتور جاوېد، آريانا "برون مرزي، شماره اول، ص ١٣)

بر اساس پژوهش دکتور معين (ج٥ ص ٤٧٥) ترکستان چيني به ترکستان خاوری يا ختا و ترکستان شمالي يا ختن تقسیم می شود و زمانی هردو بخش به نام ختن یاد ميشده که در زبان روسی تمام کشور چين با تلفظ (کتای) متداول گرديده است.ولی در دورۀ اسلامی همه ترکستان چینی به نام ترکیبی "ختا و ختن" هم نامیده شده اند. بر این بنیاد چين و ماچين يا چين ماچين نام های همسانند.

///

درپاسخ نکته های رهپو صاحب

توجه توجه! به باورم در این راستا دانشنامه بریتانیکا و ایرانیکا دقیق تر هست زیرا واژه نامه ـ شما دکشنری نوشته اید ـ با پرتله(مقايسۀ) دانشنامه از اعتبار لازم بر خوردار نیست. طرزی... .

تمام کتاب اتنولنگوستيک اينجانب (زيار) به استناد آواشناسی تاريخی و اتمولوجی. همه زبانهای نوين و ميانگين از جمله باختری و همدورۀ آن کاشغری يا ختنی که استاد مورگنستيرن مادر زبان های پشتو و يدغو(يدغه) و آلانی(مادر زبان اوسيتی) در قفقاز... بر بنيان سرآواها(غ-ل-و)در برابر (گ-د-ب) زبان های جنوب-غرب ، به گونۀ مثال سرآواهای پارسی در واژه های (گوش- دختر- برادر)... .

به هر رو منتظر باشيد تا آقای سیلنی همه کتاب را برگردان نموده ، و پاسخ های تان را روشتر بيابيد. اين پاره ها صرف فشردۀ کتاب را تشکيل مي دهند!

باعرض حرمت و سپاس فراوان- ارادتمند تان زيار

-*-*-*

۱۸-پړوکی

چيني يا ختيز تورکستان Chinese Turkestan، سينکيانگ Sinkiang، شينژيانگ Xinjiang

دا د منځنۍ اسيا د تورکستان ختيزه برخه ده چې ختيز تورکستان او لرې ختيځ (شرق اقصٰى) هم بلل شوى، نن سبا ورته د سينکيانگ – اويغور کورواکې سيمه وايي، او د چين يو شمال لوېديز ايالت گڼل کېږي.

تورک مغولي اويغور ټبر په اتمه زېږدي پېړۍ کې له منځنۍ اسيا دغلته رالېږدېدلى او د پخوانيو آرياني توکمو واکمنو سا کو او راوروسته اروپايي آرو کوچي واکمنو "تخاريانو" ځينې لږه کي پاتې شوني پکې هم ژوند کوي. چينيان پرې د ساکي آرو کوشانيانو تر واکمنۍ روسته لاسبري شوي دي. چيني تورکستان د خوتن او ختا په نومو هم ياد شوي دي خو اوس خوتن د دغه ايالت له مرکزي ښارونو څخه گڼل کېږي. زما په اټکل سينکيانگ کېداى شي، د کاشمير او کاشغر... غوندې له "کاس" يا په بله وينا ساک سره اړوندي ولري، ځکه چې پېړۍ پېړۍ د ساکو او ساکي ټبرونو (خوتنيانو،کوشانيانو، يپتليانو...) تر واک لاندې وو. (کولينز ډېکشنري ٢٧٧ مخ). داسې برېښي چې هنديانو دغې سيمې ته لوى چين (ماچين، مهاچين) وايه او کاشغر و خوتن، تورفان او نورې برخې پکې راتلې. له همدې کبله زموږ په فو لکلور کې "چين ماچين" د يوه هېواد په نامه ياد شوى دى، يا په دې پارسي شعر کې:

خوشاشهر ايران و ايرانزمين

که يک شهر آن به ز ماچين و چين

(دکتور جاوېد، آريانا "برون مرزي، شماره اول، ص ١٣)

د دکتور معين (ج٥ ص ٤٧٥) د شننې له مخې چيني تورکستان پر ختيز تورکستان يا ختا او شمالي تورکستان يا خوتن وېشل کېږي او کله هم دواړې برخې د خوتن په نامه يادي شوې، خو په اسلامي پېر کې ټول چيني تور کستان په تړښتي (ترکيبي) نامه "ختا و ختن" هم نومول شوى دى. په دې توگه يې چين و ماچين يا چين ماچين هم ورته نو مونه دي.

 

-*-*-*-

 

 

 

لوستل شوی 76 ځله Last modified on یکشنبه, 02 جوزا 1400 21:32