دافغانستان ښکلی خط او میناتوری

دافغانستان ښکلی خط او میناتوری

 

 

دودیال

 

 (دريیمه برخه) 

په افغانستان کې هنر پالنه اود هنرونو درناوی 

ستر خوشحال بابا فرمایلی دي:

“ که هنر او طالع دواړه راته کیږدی، زه خوشحال به پکې خوښ کړم هنر.  “

***

افغانستان د راز راز هنرونو کور دی. یواځې لنډۍ، متلونه، سندرې، ملی ترانې، معماري او اوبدل نه، بلکې تر دې هم زیات، تجسمی ښکلاییز آثار، خط او میناتوري هم همدومره د ستاینې وړ وه او ده. په وړوکوالی کې مې یادیږی چې انا مې د اوړو دخټو په کندو څومره ښکلی انځورونه جوړ کړي وو، ټول په نرۍ خټه جوړ شوی وو. زموږ د کلی په کور کې چې زه به د اوړِي رخصتیو کی ورتلم، د تناره پر غاړه انځورونه، په برغولی یې ګلان، او پاس په سراچه کی پردیوال کښل شوی میناتور اوس را ته یوه خیالی نړۍ ښکاري چې ساری یې هیڅ ځای نشم موندلای.

(زما پلرنۍ کلا چې له دریو برخو یې یوه پاتې ده، کیڼ لاسته نړیدلی دیوال باندی دچجې پرسر دمیناتور لږ نښې ښکاري،مخه کې د باغ دیوال. هغه سراچه چې دماني دهنر په کچه، هنرمندانه کټاره یې لرله له خاورو سره خاورې شوې، دغسی یې درواخله ټول وطن )

 

 همدا اوس هم زموږ د ستالف کاشیکاران د خپل هنری  جوهر له مخې داوسنۍ ماشینی تولیداتو په مقایسه بیساری دي، آیا د آقچی د پیغلو د هنرمندو ګوتو انځورونه به دنړۍ تر ټولو دقیق کمپیوتر او ماشین جوړ کړای شي ؟ نه او بیا هم نه!  زموږ د کندهاري غاړو ظرافت چې زموږ د خویندو دزړه په وینو د ستنوپه نریو څوکو اوبدل کیږي، کوم کمپیوټر یی ډیزاین جوړ کړی؟ د مبارکې روضې انځورونه په دقت وګورئ. د حسینی درنه کورنۍ د خطاطی د یو مکتب بنسټ ایښودونکی وو، دخطاط هفت قلمی افغانستان د لاس کار ته به ګوته په غاښ شئ، دبهزاد بیساری میناتوری، دزربفتو رجلومې، دخوست اوبدل شوی ټوکرۍ او شکرونه، ... ټول هغه هنری اثار او بیلکې دي، چې د دغه رنځیدلي ولس د پیاوړی ذکاوت، هنرخوښونې، مینې، په ویرجن ماحول کې دنشاط بڅرکي اود دوی د روحی تجلی انعکاس یې بللای شو.

 

               

زموږ شاعرانو خپلو اشعارو کې خط او خال ستایلی، یو تجسمی هنر په کلامی هنر کې مزج شوی(دخط او خال شاعری). د هر هیواد هنر او تمدن په بیلابیلو دورانونو کی د هغه هیواد د تاریخی شالید څرګندونه کوي، موږ د هنری ایجادیاتو ځلیدونکی تاریخ لرو چې په واقعیت کې زموږ د ملی آرشیف یوه برخه جوړوی. زموږ د تاریخ د بیلابیلو وختونو بیلابیل هنرونه د اړونده دورې ټولنیز او فرهنګی حالت راښيي چی له راز راز لوړو- ژورو  سره مخامخ او ډیره لږ برخه یې موږ ته راپاتې(لکه پورتنۍ کلا). د هری دوری د هنرونو کتنه او څیړنه خپلی خپلی ښیګڼی لری، په دې کې یو یې د هرات دمیناتوری سبک دی چې د دغې مقالې لومړی برخه کی مو ولوست. 

د ښکلي خط او انځورګری هنر له ډیر پخوا څخه زمونږ د هیواد د هنرمندانو د پاملرنی وړ و چی ګڼ شمیر انځورګرانو د ځانګړی ذوق او سلیقی په لرلو سره د دغه هنر په پرمخ بیولو کی ونډه اخیستی ده. دغه هنر د ډیر کره ظرافت او ښکلا لرونکی دی چی د هر چا د پاملرنی وړ ګرځي. زموږ ملی میناتوری د خپلو ټولو هغو رموزونو او رازونو سره چی لری یی لکه د یوه خواږه نکل په شان یی د څیړونکو فکر بوخت ساتلی دی، دغه نکل له اوږدې زمانې راروان دی. په افغانستان کی انځورګری د یو پرتمین فرهنګی او هنری میراث په توګه ډیره د درناوی وړ ده چی د دغه هنر د خواریکښو هنرمندانو د فکر او خواریو حاصل دی چی اوس یې لږ برخه مونږ ته راپاتی ده. هنر زموږ په اسلامی هیواد کی، د اسلام د مبارک دین له احکامو څخه اغیزمن دی. کله چی د اسلام سپيڅلی دین دلته خپور شو نو زموږ بومي هنر سره ګډ شو او یوه ځانګړی بڼه یی غوره کړه او د دغه ګډ هنر او فرهنګ په پرمختګ سره اوس ورته د اسلامی تمدن نوم ورکړل شو چې د نړۍ ټولو اسلامی هیوادو د دغه تمدن زانګو دغزنی ښار غوره کړ.

په لرغونی افغانستان کې د انځورګرۍ اوبیا دښکلی خط تحول او ځلا ، په تیره بیا په هرات کی د تیموریانو په دوره کی ترسترګو کیږی چی د نهمی هجری پيړۍ د هنرونو له پلوه د تصویری هنر یوه طلایی دوره بلل کیدای شی.

د تیموریانو له پرځیدو وروسته یو ځل بیاافغانستان د بیلابیلو عواملو تر اغیزی لاندی راغی او هنر د اوږدو جګړو د اور خوراک شو. د هرات د میناتوری مکتب له سیمه ییز او شاوخوا ګاونډیو مدنیتونو او فرهنګونو سره د ټکر له امله یو شمیر اغیزی ومنلې، د بیلګی په توګه: قلم، مرکب چینی، رنګ کول، د یو شمیر افسانوی نورو ژویو په انځورولو کی د کرښو ایستل او ترکیب کول.(د هنرونو پوهنځی کې درنګ مضمون اوسنی درسی مواد فقط ترجمه شوی درسی مواد دی، که چیری د هنرونو پوهنځی د اوبلن رنګ هغه ترکیبونه، جوړښت، اغیز اوکیفیت چی لرغونی هرات کی د دغو هنرمندانو په لاس جوړیدل، وڅیړنی دا به یی یوه علمی ملی لاسته راوړنه وي – د درنو استادانو د بري په هیله).

د هرات د مکتب په انځورونو کی بادامی سترګی او سره نښتی وروځی او اوچت غومبوری هغه نښی وی چی د هرات د تیموریانو د دوری په هنر کی له ورایه څرګندې وی، خو هغه څه چې اوس لازیات زموږ پام را اړوی، هغه د وګړو د څیرو تر منځ  ډیر توپیر او لریوالی دی چې یوبل سره توپیر لري.

د هرات د تیموریانو د مهال انځورګرانو لکه د اروپاییانو په شان شاوخوا منظری په پام کی نه نیولی، بلکی دوی منظری د خپل تخیل او د شاخوا نړۍ او موجودوشیانو په هکله د خپلی پوهی له مخی یې انځورولې(سوریالییزم). د هجری نهمی پیړۍ په دوهمه نیمایی کی د انځور ګری هنر خپل لوړ برید پوری اوچت شو، آن دا چی د هرات مکتب چی په انځورګری کی کوم نوی نوښت کړی و، د هغه له امله د خپل مهال له نورو مکتبونو څخه په جلا ډول وپيژندل شو. په دغه ډول انځورګریو کی طبیعی منظری تل پسرلنی منظرې دي او انځور شوې څیرې، دنړۍ له نور تجسمی آثارو سره ځانګړی توپیر لري. یو خصوصیت یې دا دی چې د ښځو او نارینه وو تر منځ هم توپیرونه نه تر سترګو کیږی، یواځی یو شمیر آثارو کی د بهزاد او شیخ زاده او ځوانانو او بوډا ګانو ترمنځ توپیر ترسترګو کیږی. د ښځو او نارینه و ترمنځ توپیر یواځی د دوی په جامو او خولیو کې دی. د طبیعی منظرو انځورول، نه یواځی دا چی حقایق روښانه کړل، بلکی د فطری استعداد له امله د رنګ کولو په وسیله د اشیاوو حالت د پوهیدو وړ ګرځیدلی دی. آن دا چی د بیلابیلو اشیاوو پيژندنه چی په یوه اصل کی سره راټول دی، مجسم کیدای شی. د بهزاد هنر د شاعرانه او عارفانه رمز او رازونو یو عجیب ترکیب دی چی د هغه مهال د لویو شاعرانو له ویناوو سره سم او برابر دی. د دغی سیمی د انځورونو پاڼی له غوټیو څخه ډک ښاخونه لری چی له لری څخه د سپینو سپینو ټاپیو په شان ښکاری او د ګلانو د لاښکلی کولو لپاره صافه ځمکه او شین آسمان او د سبریو ونی غوره شوی دی چی عجیبه ښکلی منظره جوړوی په پسرلی کی د کلاګانو، ماڼیو او بڼونو منظری او هغو سره د مرجان په بڼه د شکلونو رسمول چی د تیږو په بڼه څرګند شوی او راز راز رنګونه لری او د دښتو شګی هم طلایی رنګونه لری او ونی د کوچنیو ویالو تر غاړی انځور شوی دی، ښایسته شینلی او په دغو انځورونو کی ښکلی ګلان له ورایه ښکاری چی یو رومانتیک شاعرانه حالت تمثیل او په پای کی یوه زړه وړونکی ښکلا جوړوی. د دغه سبک یو بل خصوصیت دادی چې سیندونه د شنه رنګ پر ځای  په ځینو بیلګو کی په نقره یی رنګ انځور شوی، له بهزاد ورسته بیا، په تور رنګ انځور شوی دی. غرونه په سفنجی رنګ انځور شوی دی چی په پری پری شوی مقوایی بڼه لیدل کیږی. همدا  د بهزاد د مکتب ځانګړي اسلوب دي.

کله چی پر هرات باندی صفویانو یرغل وکړ، هنرمندان هر یو یوی یوی خواته ولاړل. کمال الدین بهزاد تبریز ته ولاړ او هلته یی د بهزاد د مکتب بنسټ کیښود چی ډیر تکړه شاګردان یی وروزل. استاد محمدی بخارا ته وتښتید او هلته یی د انځورګری مکتب رامنځته کړ او نور هنرمندان او انځورګران ډیر نورو سیمو ته ولاړل او آن تر هندوستان پوری ورسیدل. په دې مقایسه کې صفوی تاړاک او د چنګیز تاړاک یو برابردي. د هرات د انځورګری اغیزی په ماورالنهر او بغداد کی هم تر سترګو کیږی، په دې توګه دغه ټول اسناد او شواهد څرګندوی چی دغه مکتب له ترکیې، تر ماورالنهر(پاردریا) او بیا تر هند پورې غځونې کړي، چې کیدای شی لری او نږدی- ګاونډی او نور هیوادونه یی ښکلا وستایی، خو د مالکیت ادعا یې نشي کولای.  د د ې امکان شته چې د ګاونډیو هیوادو نقاشانو له دغه سبک په الهام او تقلید ځینی اثار رامنځته کړی وی. هغه څه چې مهم دی هغه د یوه هنر سبک او ځانګړی مکتب او د هغه د پالنی هنرمند لاسونه دي.

دوام لري

 

لوستل شوی 76 ځله Last modified on سه‌شنبه, 09 جدی 1399 22:46