د افغانستان د میناتوری او ښکلی خط سبک

د افغانستان د میناتوری او ښکلی خط سبک

دودیال

دوهمه برخه

تیره برخه کې یو څه عمومی معلومات وړاندې شول، له دې امله چې یوه ضمنی اوږده خاطره هم ورسره مل وه، هیله ده دلوستونکو د ستومانی لامل نه وی شوی. له هغی مقدمی څخه  موخه دا  وه چې افغانستان کې دغې ښکارندې له پخوا ډیر تحول کړی،  اوس د یوه ځانګړی افغانی سبک په توګه نړۍ کې پیژندل شوی، که چیری دا سبک او دغه آثار دبل چا په نوم پیژندل او ثبت کیږی،

نه هغوی ته  مناسبه ده او نه زموږ لپاره. دې برخه کې پټه خوله کیناستل په کارندی، بلکې دا باید دهغی دواقعی جوهر او طبیعت سره معرفی کړو. په دې برخه کې جناب حامد نوید صاحب یو بیساری فرهنګی خدمت ته ملا تړلې ده، زموږ معنوی شتمنی یې نه یواځې ښه را وپیژنده، بلکې د خوندی کولو تلاش یې هم د قدر او ستاینې وړ دی.

   

میناتوری، په تیره بیا د افغانستان د هرات د سبک میناتوری؛ هغه ښکلی انځورونه دی چې په کوچنیو ابعادو کې د ښاخونو، ګلانو، غوټیو، پاڼو، موازی کرښو، خیالی هندسی شکلونو سره رسامی کیږی. زیاتره دغه پاڼې، نقشونه او کرښې یو بل سره په مهارت سره نښلول کیږي.  نن ورځ افغانانو دهنری آثارو ته نه یواځې پر کاغذ، لرګې، لوښو او کلالی کې، بلکې په ښیښه، سمنټو او چونه یی جوړښتونو کې هم انکشاف ورکړی دی. افغان میناتوری یو پیژندل شوی سبک دی.

د میناتور کلمه فرانسوی لغت دی چی د کوچنی ښودنی یا وړوکی کولو په معنا ده او په اصطلاح کی ډیرو ظریفو او ښکلو انځورونو ته ویل کیږی. د میناتور د کلمی استعمالول د ختیځ پيژندونکو، هنر خوښوونکو او هنر پيژندونکو لخوا دود شوی دی. دغه هنر په افغانستان کې له عرفان سره نږدې اړیکی پیدا کړی او زیاتره سپیڅلی ځایونه، کتابونه او زیارتونه ورباندی ښکلی کړل شوی دی.

( mini=miniature) په ټولو اروپایی ژبو کی کوچنۍ رنګه انځورګری، دکتابونو کوچنی خطاطی او په ټوله کې کوچنی یا ظریف او حساس شی ته اشاره لری. لکه چی دغه هنر هم ډیر باریک اوظریف هنر دی، نوکوچنیو ښکلو تذهیبکاریو ته همدغه نومونه استعمالیږی. په اوولسمه او اتلسمه پيړۍ کی د میناتوری انځور ګری د میناکاری په بڼه دود شول. په میناتور بڼه د انځور کښل له منځنیو پیړیو راپدیخوا له تذهیب کاری سره ګډ شول او د شپاړسمی پیړی له پیل څخه د نولسمی پیړۍ ترپای پوری رواج وه. انځور توږل او نقاشی کول یو ډیر باریک او ښکلی کار دی چی یواځی یوه څیره په اوبلن رنګ په ډیره کوچنی بڼه رسمیږی.  یو وخت دغه اصطلاح فرانسوی ډیرو کوچنیو او ظریفو ټوټو ته هم استعمالیده، دغه ټوټی به له وریښمو څخه اوبدل کیدی چی د بوټو او ګلانو انځورونه به یی لرل. له همدې امله فرنسویان تر اوسه له افغانی میناتور، خط، تذهیبکاری او منبتکاری سره آشنایی لری اوڅو ځله یی د نندراتونو د جوړلو اقدام کړی. فرانسویان تر ټولو زیات د هرات د میناتوری سبک سره آشنا دی.

لکه چې مخکنی برخه کی وویل شول، دغه ډول د پاڼو، ګلانو، کرښو او غوټیو انځورول د خطی آثارو، قرآن شریف، شعری دیوان او نوروکتابونو لپاره د تذهیب اصلی ماخذ و. په اوولسمه پيړۍ کی د میناتوری په واسطه د څیرو انځورول د اوسنی وخت په روغنی رنګ په واسطه رواج شو. په افغانستان کی وروسته تر بهزاد څخه دهغه د سبک پیروانو ته دنقاش اصطلاح کارول کیده. دغه هنر له عرفان سره د نږدې اړیکو له امله د دی لامل شوه چی ګوهرشاد بیګم په هرات کی د دې لپاره ځانګړی مدرسه جوړه کړی. د دغی مدرسی یو شمیر آثار اوس هم هرات کئ شته. د دغی مدرسی د کار طرز دافغانستان نورو برخو او آن ترمزار شریف او پیښور پورې خپور شو. وروسته بیا دغې مدرسی د غلام محمد میمنګی په نوم نور هم انکشاف وکړ. له نن څخه دري دیرش کاله مخکې ما د ننګرهار دسره رود په ولسوالۍ کې، په یوه کور کې( د مرحوم سید طیب آغا کور کې) یو په لاس لیکل شوی قران شریف ولید چې د هرات دسبک میناتوری یې لرله چې د طلا په اوبو او د نورو رنګونو په ترکیب لیکل شوی و، دغه قران شریف ما په پېښور کې د هغه وخت دمحاذ نشریه کې د یوه تاریخی میراث په توګه معرفی کړ چې د ډیرو لوستونکو د تعجب وړ وګرځید. دغه اثر دغې کورنۍ ته د دوی له غور نیکه څخه پاتی دی، اوس هم ممکن ددوی په کلا کې وي. درې کاله مخکې جناب استاد بختیاری د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په مالی مرسته یو قران عظیم الشان د میناتوری په هغه سبک بشپړ کړ چې دهرات سبک یی بولو. ددغو آثارو څو بیلګی او نندارتونونه د فرانسی د هیواد په توجه په هرات کی د اختیارالدین کلا کې ننداری ته وړاندی شول چی ډیرو بهرنیانو یی انځورونه واخیستل.

افغانستان د نړۍ په ټولو اسلامی هیوادو کې هغه هیواد دی چې خپلو دینی شعایرو ته کلک وفادار او په ټول قاطعیت سره ورڅخه دفاع کوی، نو ځکه اسلامی ارزښتونه پکې وپالل شول. په دې کې یو هم اسلامی هنر په خپلواک ډول پکې د یوه ځانګړی مفهوم په توګه له پيړیوراهیسې د پام وړ وګرځید. اسلامی هنر د انځوریزو رمزونو او شعرونو یو حیرانوونکی جوړښت دی چی په نه فنا کیدونکی بڼه رامنځته شوی او پرمختګ یی کړی. په دغه هنر کی د انځورونو په جوړولو او بیا دهغو په ساتنه باندی پيښو او ناوړه حالاتو کومه اغیزه نه ده کړی، بلکی دغه هنری رمزونه دومره راڼه او خالص شوی دی چی زیاتره وخت کوم بهرنی شکل ذهن ته نه راولی.

دغه هنر د یوه عرفانی انځور په یوه رمز او اسلامی عقیده بدل شو چی د وخت په تیریدو سره دغه بدلون له دینی باورونو سره یو ځای پاتی شوی دی. اسلامی هنر یو ډول تشه فضا جوړوی چی دنیوی تمامیت او هوسونه له منځه وړی او د هغو پرځای یو داسی نظام رامنځته کوی چی د سولی او روحی تعادل لپاره لاره هواروی. د دغه هنر ریښه په ژور تفکر او تخیل کی ده، نو ځکه د اسلامی هنر په بشپړتیا کی عرفانی تفکراتو ژوره اغیز لرلی ده او دغه اغیزه د رمز او اشاری په ژبه بیان شوی ده. دا حقیقت موږ عرفانی ادبیاتو(دمولانا مثنوی، د پیرورښان آثار، د مولانا جامی، رحمن بابا، بسطامی،...) او مناقبواو مناجاتو کی  هم لیدلای شو. د میناتور ترڅنګ هغه نامتوخطاطان چې باید نومونه یی هیر نشی د تیموریانو له وخته تر اوسه دا دي:میرعلی هروی، میرعبدالرحمن هروی، رفیقی هروی، سیدتاج محمد، فیض محمد خان، عزيز الدين وکيلی پوپلزائی، حسـينی، خرمی، تميم رها، سـيد محبوب الله هاشـمی، عبدالکريم حليمی، عمر صديقی او ډیرنور.

په اسلامی هنر کی له اشیاوو او انځورونو څخه د لمس کیدونکی، ناتورالستی او ریالستی عینی تجربی او واقعیت لری کولو او د رمزی زمینی ایجادولو متعالی حقایقو سره وصل کیدل ممکن کړل چی پایله یی حضور او وصل دی. دا ځکه چی نور نو پرته له انسان او خدای څخه کوم بل عنصر نه پاتی کیږی او ته به وایی چی په دی اړه ټول مخلوقات او عناصر په دغه وصل کی حاضر او شریک شوی دی. په دی بهیر کی په همدی سبک او سیاق سره شکلونه او انځورونه خپل تجربی خاطرات له لاسه ورکوی او په خیالی بڼو سره په یو ځانګړی جوړښت باندی بدلیږی. دغه ځانګړی جوړښت په تصویری عرفان کی د ټولی هستی ډوبیدل دی. دلته بصری عناصر لکه نقطه، خط، سطح، رنګ او د انځورونو کرښی چی تجسمی مادی بڼی دی، د یوه خاص بیان له امله او د غیر مادی لوری موندنی له امله، رمزی کیږی، چی دغه ځانګړی ترکیب بندی او خاص جوړښت د توحید یو نمایش دی، د دغو ټولو مستنداتو په کتنې سره نشی کیدای چې افغانستان کی  د دغو آثارو په لرغونتوب شک وکړو، دا ناممکنه ده چې څوک ورباندی د مالکیت ادعا وکړی او د دغو ټولو شواهدو په شتون کې نړیوالو هغه معرفی کړی هم دی.

دوام لري...

لوستل شوی 98 ځله Last modified on دوشنبه, 08 جدی 1399 17:11