دافغانستان د خطاطی او میناتوری هنر

دافغانستان د خطاطی او میناتوری هنر

پوهاند محمد بشیر دودیال

لومړۍ برخه

(یوه خاطره او دموضوع سریزه)

پلارته می دې خدای(ج) فردوس جنت نصیب کړي، وروسته تردې چې شروط صلوة یی راباندې ولوست، پنج کتاب، خواجه حافظ او دهغه وخت نور کتابونه یی را وښودل، په دې لړ کې یې حسن خط ته کینولم. په اول کې به یی سپینه خاوره خپله راته جوړوله، د لرګي په تخته یې راته لیک کاو، ملافه به یې راته لیکله، وروسته یې سیاهی جوړول را زده کړل او نیی قلم  به یې راته په تیره چاقو( سر) کاو.

په سیاهی باندې پرکاغذ مشق تر سپینی خاورې ډیر په زړه پورې و. د خط ډولونه یې را وپیژندل: نستعلیق، کوفی، ثلث، شکست،...خو زما ډیره علاقه نستعلیق او ثلث سره وه. په همدې خاطر آن لا درېیم ټولګی کې وم، چې زموږد ټولګی نګرانې، معلم صاحب مکی جان راته وویل چې د ترقی تعلیم او حاضری پر پوښ باندې ولیکم:

ترقی تعلیم صنف سوم الف

حاضری صنف سوم الف

نګران : ګل مکی.

دواړه می ولیکل. دغه خبره دسردارجانخان د ښوونځی ټولو صنفونو ته ورسیده. مکی جانې معلم صاحب کوچنی دسمال پر سر تاړه چې نیم ویښتان به یی د اوږو خواته ورڅخه وتلی ښکاریدل، شتری رنګه جرابی یی وې لوړ(کوری بلند) بوټان یې په پښو کول، جاکت اولمن به یې اغوسته. ښوونځی ته به د باغ قاضی له لوري راتله، نه پوهیږم چی کور یې چیرې و؟ دستکول کې به یې تل هون وو. ډیره مهربانه او لایقه ښوونکی وه، موږ ټولو سره یې د مور په شان مینه کوله. نیم ټولګی مو هلکان او نیم نجونې وې. قدیر د صنف  کفتان و، هغه د یوه ښوونکی وراره و، ټولګی کې مو دوه عایشې وې: یوه پکی ډیره غښتلی وه آن په هلکانو زروروه وه، خو لایقه نه وه، زموږ نګرانی به د میاشتی په اخر کې د پنج شنبې په ورځ سرمیزی همدې عایشی ته ورکوله چی ویې مینځې او د شنبې په ورځ یی راوړی(دټولګی هغه مخامخ میز باندی به تل سرمیزی هواره وه چی هلته معلم صاحب کیناسته). دمکی جانې معلم صاحب په هدایت مې د ښوونځی د دیوالي جریدې عنوان هم ولیک او په یوه بل شین بخن کاغذ مې (سوم الف) ولیکل چې د ټولګی پر سره یې لګولی و. ما به هره ورځ هغو ته په کتلو فخر کاو.

دوه –درې کاله وروسته، داستقلال د جشن په یوه شپه ، د جشن په نندراتونو له پلار سره ګرځیدم، دا وخت به شاید څلورم یا پنځم ټولګی ګې وم، یوه نندارتون ته ننوتو، مخامخ د اعلیحضرت او ملکه حمیرا عکسونه وو، یوه برخه کې د افغانستان د خطاطی او میناتوری بیللګې وی، په دې کی مې پام شو چې پلار می پرچوکی ناست یو چاته ورتاو شو؛ ورسره ستړی مه شی یې وکړه: ډیره لنډه او داسې ښکاریدل چی هغه دخبرو وخت نه درلود، فقط لکه د شاوخوا خطاطی لیکنو په شان بی حرکته ناست و، ترڅو موږ د نندارتون ټوله دوره وکړه هغه ته به می ورکتل همداسی غلی ناست و، لکه سا چې پکې نه وي. کله چی راووتو لا هم د اتشبازی وخت ته څو شیبې پاتې وې. پلار څخه مې وپوښتل : هغه قروقلی یې چې پر سر وه هغه څوک و او ولی هلته ناست و؟

پلار راته وویل دا د افغانستان خطاط هفت قلمی وکیلی پوپلزی و. ودې لیدل چی د خط هر ډول یې په نندارتون کې د پاچا عکس سره ایښی و، دا خو د خط کمال دی که نه! هغه نري تور بریت او ببرې وروځې لرلې. شاید آتشبازی ته به هم نه وی راوتلی او تر نیمی شې به همالته ناست و؟!

دوه درې ورځې ورسته مې پلار کلیزه کتله، کله یې چې وکتله مخکی تر دې چې جیب ته یې کړی ماته یی وویل: دا د عزیزالدین وکیلی په قلم لیکل شوی. هک ورته حیران شوم، کله یې چې زما حیرانتیا وکتله، له جیب څخه یې دوه ګون را وکیښ، په هغه باندی لیکل شوی کرښې (۲افغنۍ) یې راته وښودې: دا هم د عزیزالدین وکیلی خط دی. نور هم حیران شوم. دا وخت می دافغانیو په لوټونو هم خط او هم میناتوری انځورنو ته پام شو.

زما شوق هم لیک او میناتوری سره زیات شو. کله کله به مې بسم الله الرحمن الرحیم   او مبارکه  طیبه کلمه لیکله شاخوا به می (میناتوری !) کوله، پلار به ټولی راڅخه اخیستی د خپلو کتابو پر سر به یې ایښودې. بله ورځ یی راته وویل چی کلمه او بسم الله مه لیکه چې کوم ځای ونه لویږی. اوبال لری. زه یې منع کړم، خو د حافظ له دیوان څخه یی د شعرونو په لیکلو کې وهڅولم. دغه دیوان ټول په نستعلیق و.

ما به هرکال د نوي کال دجنترۍ خط ته کتل، خو بی له خودستایی وایم چې زما خط هم د پوهنتون تر دورې ډیر ښکلی و، د پوهنتون دوره کې ډیرو چټکو نوټ لیکلو خط را خراب کړ. هغه میرزایی شکست می هم خراب شو، اوس مې خط بیخی د لوستو ندی. دمحصلی پر مهال مې د سیدجمال الدین پرزیارت یوه لیکنه ولوسته ورلاندې لیکل شوی وو:

خطاط: پیرزاده

دا هغه څوک و چې ډیر پخوا کلونه(غالباً له نن څخه شپیته کاله مخکی) یې ده بوری چوک کې د مرمروپه تیږو خطاطی کوله. ورور دغو مسایلو د خط او خطاطی تاریخ ته ځیر کړم. یو وخت مې په دې برخه کی ډیرڅه ولوستل او یوڅه مې ولیکل چی ډیره برخه یی د هرات میناتوری، او څه ناڅه په افغانستان کی خط او د خط هنر و. دا وخت را ته ثابته شوه چی دهرات دمیناتوری مکتب یو ځانګړی سبک او مکتب دی چی ټولی نړی، او له هغی جملی زموږ خپلولیکوالو،د پخوانی شوروی لیکوالو، فرانسویانو، انګریزانو او نورو غربی څیړونکو پوره معرفی کړی و. ټولو د افغانستان دهرات مکتب بللی و. یو څو اخځونه می په یاد دي:

  • راولند، بنجامین. هنر قدیم افغانستان. ترجمه­ی احمدعلی‌کهزاد، وزارت اطلاعات و کلتور، با همکاری مؤسسه انتشارات  فرانکلن کابل-نیویورک.
  • توینی ، انګریزی مورخ- افغانستان .
  • رفیع، حبیب الله. دهیواد دغه نامتو څیړونکی په افغانستان کی د خط په هکله څیړنه کړی او له دې پرته  په خپله یې څو کاله مخکې د خط یو لارښود پېښور کی لیکلی او خپور کړی یی و.
  • رحیمی، عبدالکریم. مکتب هنری بهزاد. انتشارات اتحادیه انجمن‌های هنرمندان افغانستان، چاپ اول، کابل.
  • سرمحقق محمد آصف ګلزاد. دافغانستان د علومو داکاډمی دغه نامتو څیړونکی دافغانستان د خط او میناتوری په هکله یو مستقل اثر کښلی چې څو کاله مخکی په کابل کی چاپ شوی و.
  • گودرزی، مرتضی. در راه تکامل برخی ویژگی‌های مکتب هرات. مجموعه مقالات همایش بین‎المللی کمال­الدین بهزاد، چاپ اول

عثمانوف، عارف. استاد کمال‌الدین بهزاد وهنر خطاطی و نقاشی افغانستان

  • مهرگان، مجید. هنر کتاب­آرایی دوره تیموری- نقش اسطوره­ی کهن و نقاشی اقوام بومی در زیرساخت نقوش تزئینی و تذهیب( هنر کتاب­آرایی) و ذکر حکمت معنوی

له دغو ټولو اثارو څخه ښکاری چی د افغانستان د میناتوری هنر یو ځانګړی سبک و چې په همدې نوم یی نړیوال شهرت موندلی و. اوس هم د دغه سبک شاګردان په افغانستان کی شته او په همدې شیوه کار کوی.

 

 

د افغانستان تاریخی تیر مهال ته په کتنی سره په دی باندی پوهیدلای شو چی دغه هیواد په بیلابیلو دورو کی د هنر په پرمختګ کی مهمه برخه درلودله؛ افغانستان په اسلامی دوره کې د بیلابیلو هنرونو رامځته کوونکی او د هنری بیلابیلو سبکونو او ډولونو سرچینه وه. په تیموری دوره کی د میناتوری هنر خپل لوړ پړاو ته رسیدلی و. له ډیرو لرغونو وختونو څخه تر نن ورځی پوری له ختیځ څخه لویدیځ ته د رسیدلو او د آسیا د بیلابیلو سیمو د سره یو ځای کولو ټکی (نقطه وصل)و.

اوسنی انګریز تاریخ لیکوال توینی دغه مفکوره داسی راسپړلی ده: دغه سیمه د راخپلولو او بیرته خپرولو یوه دایره ده او په دغه خاوره کی مدنیتونه د بهرنیو افاقو (لاملونو) له اغیزی څخه رامنځته شوی دی. د افغانستان جغرافیاوی کیفیت، د هوا او تودوخی اغیزی د مدنیت بڼه جوړه کړی ده. له لویدیځ لوری څخه هریرود او د سیستان دښتو افغانستان له ایران څخه راجلا کړی دی. شمال لوری ته د آمو سیند (اکسوس)[1]افغانستان د مرکزی آسیا له هیوادو راجلا کړی دی چی هلته سیتی قومونه (تورانی) خلک اوسیدل. لږ شمیرترکان هم د میلادی لومړنیو پیړیو په ترڅ کی دغو سیمو ته راغلی دی او بومی خلکو سره یوځای شوي. افغانستان د لوړو غرونو په واسطه ایسار شوی. په افغانستان کی هنر لکه د نورو ښکارندو په شان، د تاریخی ناوړه پيښو له امله له ډیرو بدلونو سره مخامخ شو او ډیر ځله تیری او تاړاک لاندی راغلی دی. تر کلتوری یرغل لاندی راغلی چی د نورو ټولنیزو او کلتوری پيښو سره یو ځای پکی نوی مدنیتونه جوړ شوی دی او ځینی وخت بیلابیلو تعصباتو سره مخامخ شوی دی. تاریخ ته په کتلو سره د چنګیز له یرغل سره سم؛ زمونږ د هیواد ډیر زیات هنری آثار او لاسته راوړنی له منځه ولاړی، همداسی هم د سلطان علاوالدین جهانسوز د لتاړ پرمهال د غزنی بشپړ ښار ویجاړ شو. وروسته بیا د شپاړسمی پیړۍ له پیل څخه د اتلسمی پیړۍ تر لومړنی نیمایی پوری یو ځل بیا افغانستان د پردیو تر یرغل لاندی راغی او جګړی او تالان ډیر څه له خاورو سره خاوری کړل. په دغو کلونو کی ملی خپلواکی ډیره محدوده شوه، د بیلګی په توګه د هرات هنری او ادبی مکتب هیر شو او یو شمیر نورې کلتوری سرچینی او مرکزونه هم ړنګ شوی وو او ښارونه مخ په نړیدو وو، مدرسی تړل شوی وی او له دی امله چی کومه هڅونه نه وه، نو ډیر لږ هنرمندان مو هم نه درلودل او زیات شمیر یی نورو ګاونډیو هیوادونو ته ولاړل. په دغه ډول اکر کی بیا یو شمیر فرهنګی څیرې لکه کاشفی، علی شیر نوایی، بهزاد، کاظم خان شیدا، دولت لواڼی یا میرزا خان انصاری او داسی نور راڅرګند شول.

د هرات مکتب په دوو پړاونو کی پرمختګ وکړ او د دواړو پړاوونو مخکښان یی د تیموری کورنۍ هنر پالونکی و چی هنرمندان به یی په ډیر شوق او په پوره مینه پالل او د هغو ملاتړ به یی کاو. هغوی د میناتوری له قواعدو او معیارونو سره سم، د وخت د شرایطو مطابق یو همغږی پرمختګ رامنځته کړی و. دا قواعد له پلرونو او دچنګیز له دوری مخکې دوی ته په میراث پاتې و. د هرات هنری کارګاه د باینقر د زوی شاهرخ پرمهال ډیره اوچته توانایی او ښه پیاوړتیا ترلاسه کړی وه او د هنری هستولو او سنجیدګی په ترکیب کی یی ډیر رغنده رول ترسره کړ او په دغه سیمه کی یی یو بیساری غوړیدلی هنر وزیږاو. په دغه کارګاه کی د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره یو شمیر طرحی او نقشی چمتو شوی. د تیموری هنر پالونکو هڅی چی دوی خپله هم په ښکلی خط او انځورګری پوهیدل، په دغو نوښتونو کی ډیری اغیزمنې وې.

د هرات د مکتب په پیل کی په میناتور کی چینی تو مینی د پام وړ عنصر و، خو ورو ورو دغه عناصر مهار شول او نورو تکړه هراتی انځورګرانو په یو شمیر ذهنی تجسماتو او د خپلو بصری لیدنو – کتنو پربنسټ نوی بدلونونه راوستل او د دغی سیمی د میناتور یو واحد طرز یی جوړ کړ.

انځورونه: په افغانستان کی په ډیرو اثارو لکه لرګی، لوښي،چینی، کولالی او نورو کی میناتور هنرښکاری

د هرات په بل دوهم پړاو کی یو د پام وړ غوره نظم ترلاسه شو او د هرات میناتوری خپل ځانګړی هویت او شخصیت ترلاسه کړ. دا هم باید وویل شی چی په دغه دوره کی د چینی انځورونو په دود کیدو کی د چینی اجناسو (چینی لوښی، رختونه، اوبدل شوی ټوکرونو او نورو) واردیدلو او تجارت ډیر رول درلود. د لومړی پړاو په کتاب لیکلو او د کتابونو په سینګارولو کی په تاریخی مضامینو (جامع التواریخ، مجمع التواریخ او د طبری تاریخ) حماسی آثارو (د فردوسی شهنامه)، غنایی آثارو (شعرونه او د نظامی خمسه) باندی ډیر تاکید وشو چی د هغه مهال د شرایطو یوه غوښتنه وه. داسې ښکاری چې د تیموری شهزادګانو سیالی د میناتوری په پرمختګ کی ډیر خدمت وکړ. د کتاب په سینګارولو له هنر څخه ګټی اخیستلو، د فکر د بیانولو او د سیاسی مفکورو د خپرولو د چارو اغیزی له تیموریانو څخه وروسته دوره کی هم ښکاري. دغه دود تر نولسمی پیړۍ؛ د سراج الاخبار، امان افغان، شمس النهار په ورځپاڼو، لومړنی افغانی بانکنوټ؛ په تیره بیا دهغو په عنوان کی هم ولیدل شواو آن د شلمې پیړۍ د کتابونو په حاشیو کې هم ښکاري.

د هرات د مکتب په خپل وروستی پړاو کی، چی یو مترقی مرحله یی بللای شو د ډیرو بدیع، نویو او پرتمینو لاسته راوړنو لرونکی ده. په دغه پړاو کی ډیر تکړه انځورګرانو د پخوانیو ظوابطو او مضامینو په بدلون کی لاس درلود. په دغه دوره کی د میناتوری موضوعات عرفانی او اخلاقی و. له دی پرته غنایی موضوعات او مضامین هم لیدل کیدل، خو دغو موضوعاتو له عرفانی اړخ سره یې تړاو درلود. تاریخی موضوعات لږ و (لکه ظفرنامه، نما وقدرت، سلسله تیموری) چی په نویو انځورونو سره وړاندی شول چی په هغو کی د تیموریانو لخوا د بالاحصارونو د نیولو، د دوی د واکمنی، د سمر قند د جومات جوړولو او نورو چارو ته پاملرنه شوی وه. په دغه پړاو کی د ژوند ورځنی موضوعات هم د انځورګرانو د پام وړ وګرځیدل او د دربار د ژوند ځینی اړخونه په بی واسطه ډول انځور شول (د کار او کار کولو انځورونه، حمامونه، غیږی نیول د ټولنی معمول کسبونه) د میناتوری موضوع وګرځیده او د کوڅی او بازار خلکو هم د دغی دوری په هنری سلیقه کی ځان راڅرګند کړ. په عمومی توګه د دغی دوری د میناتوری په نوښتونو کی دری ټکی: طبیعت پالنه، واقعیت پالنه او سمبول پالنه او په تیره بیا د عرفان موضوع اوچته ښکاری. دهیواد په ډیرو ولایتونو لکه کندهار، مزار شریف، کابل، مشرقی او نورو کې په جوماتونو کې دا ډول انخورونه اوس هم شته.

د هرات په مکتب کی د میناتوری د هنر یو بل اړخ سره هم مخامخ کیږو چی د لومړی ځل لپاره په دغه دوره کی رامنځته شو. هغه د ښکلی خط او مرقعاتو یو ځای کیدل او په ښکلی خط د شعرونو لیکل و. په دی کار سره به د هنر د مینه والو هنری تنده ماته او د دوی د هنر خوښولو ذوق به وده وموندله او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه الګو رامنځته شوه تر څو بل نسل د خپلو پخوانیو نسلونو د لاسته راوړنو پربنسټ خپل کار ته دوام ورکړی او د عنعنی په اډانه کی خپل نوښتونه پلی کړی. دغه بهیر د هنر پالو او هنر خوښونکو د ښکلا خوښونی او ښکلا پيژندنی انګیزه پیاوړی کوله او د نورو نویو آثار د ودی لاره یی هواره کړه او د دود – دستور د ټینګښت او دوام لپاره یی لوی خدمت ترسره کړ .

د دغی دوری د انځورګری یوه ځانګړتیا د بشپړو رنګونو د فضا د یوه نوی مفهوم په علمی او عملی بڼه بیانول دی. همدارنګه د سره رنګ له کورنۍ څخه کار اخیستل کم شول، خو د شنه، ارغوانی، ګلابی رنګونو دود زیات شو او د تور و سپین په پرتله یی استعمال زیات شو، دډیرو اوسنیو جوماتو انځورنو لکه دپل خشتی جومات اومبارکه روضه موږ ته دا ثابتوی.

په هنری تابلوګانو کې د پژنو په توږلو کی د خوځنده حالاتو په ښودلو کی زیات نوښت ولیدل شو، خو لاسونه او پښی چندان سمی نه دی طراحی شوی، خو هغه واقعیت پالنه چی د ژویو، ونو او ګلانو په ډیزاین کی لیدل کیږی. دغه حالت ځینی وخت د انسانانو د څیرو په ډیزاین کی هم لیدل کیږی، خو دغه ډول چلند د ثابت او وچ چلند او بی نوښته قواعدو د رامنځته کیدو لامل نه کیږی. د متن او انځور تر منځ د تعادل رعایت کول، د بدلون موندونکو سطوحو په کار وړل او د فطری وحدت ورکوونکو کرښو په کار وړل، د عناصرو ډیر ښه تناسب او انسجام، د طلایی رنګ زیات کارول، د انځور په تشه ځمکه باندی د ګلانو او بوټو انځورول او د سپین رنګ کارول د دی دوری یو څو نوری ځانګړتیاوی دی .

دلته موږ د بهزاد له کمال څخه سترګی نشو پټولای.کمال الدین بهزاد یو بیساری هنرمند دی چی د خپل ژوند پرمهال د ډیر زیات درناوی وړ څیره وه. دغه حقیقت د تیموریانو په دوران کې د ده د هنری فعالیت او بوختیا له دوام موندلو څخه څرګندیږی او د ده د کار دوام په دغو دوو بیلابیلو دورو کی د ده نوم نور هم اوچت کړ. زیات شمیر د هنر تاریخ لیکوالو چی زیاتره یی د کمال الدین بهزاد همزولی وو، د ده په هکله په ډیرو درنو کلماتو سره د ده یادونه کړی ده او غوره صفتونه لکه (ثانی مانی)، نادر العصر، (قدوه (سرمشق) المصورین) او (افضل المتاخرین فی التصویر) یی ورکړی دی. شواهد دا هم څرګندوی چی نوموړی په ۸۷۰ هجری قمری کال کی په هرات کی نړۍ ته سترګی پرانیستی. په ماشومتوب کی یتیم شوی او له میرک انځورګر سره وروزل شو. دغه انځورګر د ده د مور او پلار نژدی خپلوان و. بهزاد د دغه انځورګر تر روزنی لاندی یې کار وکړ او ډیره موده یی له هغه څخه زده کړه وکړه. ډیر کلونه وروسته په هرات کې د ده خورییان حیدر علی نقاش، مظفر علی نقاش او رستم علی خطاط یادولای شو چی هر یو یی د هنر خاوندان و . په دې ترتیب دهرات مکتب یو میراثی او محلی جوت اړخ لري.

بهزاد د سلطان حسین له کتابتون څخه چی مدیر یی میرک و ډیره ګټه اوچته کړی ده او له هغو هنرمندانو سره یی اړیکی درلودی چی دغه کتابتون ته تلل راتلل. په هغه مهال کی بهزاد یو څه موده د استاد پير سید احمد تر نظر لاندی زده کړی وکړی. څومره چی معلومه ده، هغه لومړنی استاد چی بهزاد له هغه څخه د انځور لومړنی مشق او تمرین ترلاسه کړی (آقا میر کهروی) و چی د بهزاد له خپلوانو څخه پيژندل شوی دی.

دوست محمد هروی لیکی امیر روح الله چی په میرک باندی مشهور و په اصل کی د هرات او د کمان ګیر ساداتو له کورنی څخه و، چی په لومړیو کی یی د قرآن شریف په تلاوت او حفظ بوخت و او وروسته یی بیا ښکلی لیک لیکلو باندی ژوند پرمخ بیوه ، خو کله یی چی پلار وفات شو د کتابونو په کتابت بوخت شو وروسته بیا له استاد ولی الله سره شاګرد شو او له هغه څخه یی تذهیب او کتاب لیکل زده کړل او ورپسی د انځورګری د زده کولو لیوالتیا ورته پیدا شوه.

کمال الدین بهزاد له آقا میرک نقاش څخه پرته له یو شمیر نورو استادانو څخه هم زده کړه کړی ده. بهزاد له نوموړو استادانو څخه په زده کړی سره وتوانید چی خپله هنری طبع او بډایه استعداد او قریحه په کار واچوی.  بهزاد د میناتوری د هنر باریکی او رموز او د انځورګری بیلابیل طرزونه په ډیره مینه او شوق له خپلو استادانو څخه زده کړل او هنری کمال ته د رسیدو لامل شوی دی او هغه یی د یوه نامتو انځور ګر په توګه مشهور کړ. پرته له شک څخه چی د امیر شیرعلی نوایی هر اړخیزه روزنه، ملاتړ او هڅونه هم ورسره وه. برسیره په دغو ټولو د بهزاد ځلانده استعداد، کوښښونه، هنر سره زیاته مینه او د میناتوری د باریک او ظریف هنر په زده کولو کی د ده خپله وړتیا هم ډیره د یادونی وړ ده چی د ده پر مهارت یی اغیزه لرله. بهزاد د هغی لیوالتیا له مخی چی هنر سره یی لرله، د هغه مهال په فرهنګی ټولنه کی د نورو هنرمندانو له منځه راوځلید او د نوم خاوند شو او د میناتوری یوه لایق استاد په توګه وپيژندل شو، آن دا چی د امیر شیر علی نوایی نژدی ملګری او د زده کړی ملګری سلطان حسین بایقرا له بهزاد څخه هیله وکړه چی د ده په دربار کی په فرهنګی چارو بوخت شی. بهزاد به په هغو غونډو او مجلسونو کی چی د سلطان حسین بایقرا په دربار کی جوړیدل او هلته به ډیر پوه او لایق شاعران، عالمان، وزیران، خطاطان او سندر غاړی راتلل، ګډون کاو او ځینی وخت به یی له دغو غونډو او مجلسونو انځورونه کښل، نو د ده دغه کار به د سلطان د ډیری خوښۍ لامل کید.

هغه مهال چی بهزاد بوډا شو، نو خپل هنر یی ورو ورو خپلو هغو شاګردانو ته چی د ده شاوخوا راټول وو وسپار، ده به یواځی د هغوی کارونه ورسمول او اصلاح به یی ورته کوله. د افغانستان دغه نامتو هنرمند په ۹۴۲ هـ ق کال په هرات کی وفات او د  مختار د غره په لمن کی خاورو ته وسپارل شو.

دوام لري

 

 

 

 

 

[1]Ecsos د هغه سیند نوم دی چی د افغانستان شمال ته بهیږی او افغانستان یی له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او تاجیکستان څخه جلا کړی.

لوستل شوی 104 ځله Last modified on یکشنبه, 07 جدی 1399 15:28