نخستين سالگرد درگذشت دکتور ببرک ارغند

نخستين سالگرد درگذشت دکتور ببرک ارغند

 

پیام گرامی داشت پوهاند دوکتور زیار  به مناسبت

نخستين سالگرد درگذشت دکتور ببرک ارغند :  درگذشت دکتور ببرک ارغند داستان نويس بلند آوازۀ کشور را گرامی داريم !

يک سال پيش، درست به همين تاريخ  ۲٢اگست يکی از نخبگان و فرهېخته گان دانش و فرهنگ، خامه پرداز بی بديلی که در همين ديار غربت به جاودانگان تاريخ و فرهنگ کهن سال سرزمين ما

پيوست ؛ دکتور ببرک ارغند را به یاد می آوريم که در داستان های نقادانه و واقعگرانه هايش سرنوشت هم ميهنان ستمديده  و زجرکشيده خود را به تصوير کشيده است. او ضمن رعايت تلفيق آرمان زيبايی شناختی و آرمان انسانگرانه و در همآهنگی تصوير و تمثيل دلکش و دلپذير دراين ژانر بس مهمی ادبی در پرورش و پالايش ذوق زيبايی- هنري هموطنان، به گونۀ خاص نسل جوان افغان سهم به سزايی را ايفأ نموده و  در کليت ژرفنگري های بايسته ای را  در راستای سير انديشه و خيال  به سامان رسانيده است. قلمپرداز متعهد و سخت کوشی که صحت و سلامت و حتا  روزگار خوش

جوانی را يکسره فدای آفرينش های ارزشمندش ساخته است.

 بلی، نبايد اين نکته را فراموش کرد که ببرک ارغند بی شبهه و شايبه در در داستان هاي انسانگرانه اش زنده جاويد است!

 جاودان باد خاطرۀ   تابناک زنده ياد دکتور ببرک ارغند!

٢٢–اگست–٢٠

( انځورونه د استاد زیار او ارغند)

 

-*-*-*-

د۲۰۲۰ م کال دجولاي ۹ مه

سويډن  -  دمالمو ښار

په سويډن کي د دوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه پيغام !

د مغز او قلم د لوي څښتن  په نامه   !

خبر مي ترلاسه کړ چې د کرونا ويروس دوباره  د پراختيا د مخنيوی په خاطر چي  د خلکو پر ژوند اغېز کوي ،  زموږ د هیواد پیژندل شوی لیکوال، ملي او سیاسي شخصیت، تکړه ادیب اوپیاوړی  ژورنالیست، نامتو او وتلی کیسه لیکونکی ډاکټر ببرک ارغند تلين ،  د ویبپاڼو او ځانگړې فیسبوک پاڼې له لاري لمانځل کيږي .

ترهرڅه وړاندي د دې ابتکار مبتکر ښاغلی  سېلنی صاحب  نه مننه کوم چې د خپل هيواد دا وتلی شخصيت  مرحوم ډاکټر ببرک ارغند چې ځاي به  یې زموږ سره تر ډېره خالی وي خپلو هيوادوالوته دهغه د تلين په پلمه ورپيادوي .

فرهنگيانواوفرهنگپالو!

په سويډن کې د دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب تر هر څه وړاندي  له تاسودرنو، پوهانو، فرهنگيانو په اروپا کښي د فرهنگی ټولنواستازو، شاعرانو نه مننه کوم  چې پدې تلين پاڼه کي مو فعال گډون کړي او د خپل هيواد د غښتلی قلموال اومشهور داستان ليکونکی ، ژورناليست ، دسياست مينه وال  او ملت ته ژمن ليکوال مرحوم  ډاکتر ببرک ارغند صاحب  ياد ژوندی ساتی .

درنودوستانو! ما ډير غوښتل چې ستاسو درنو دوستانو دعلم او دب مينه والو سره په هغه درنه غونډه کي يوځاي گډون وکړم کوم  چې درې کاله پخوا مو د دې علمی شخصيت  دعلمی او ادبي هڅو اوستاينې په ويا ړ چې هغه  ژوندی و  جوړه کړې وه ، خو متاسفانه د ځينو کاري ستونزو له امله مي ونسوه کولاي برخه واخلم اودا دي دا ارمان چې د دې درانه شخصيت د علمی او ادبی هڅو په ستاين غونډه کي مي ونسوه کولاي   له ځان سره د ابد لپاره گورته وړم   .

د مرحوم ډاکټر ببرک ارغند ياد دې ژوندی اوروح دې ښاد وي .

زموږ له نظره  دمعيني نړيوالی ستونځي (کرونا ويروس افت ) له امله پدا ډول  فرهنگی ، علمی  تلين کي  به  ستاسوافغانانودا ډول فعال گډون  زموږ دهيواد ديووتلی اوسپېڅلی قلموال،داستان (نقلو) ليکونکی د ستاينې او درناوي په خاطر یې لری  د مرحوم روح په قبر کي ارامه کړي .

ستاسو افغانانو دا ډول ملي احساس او فعال گډون  به په بهرکي افغانانوته دا ورپه گوته کړې چې د زوند په هرډول شرايطو کي بايد خپل وياړلی شخصيتونه هير نکړو .

پدې شکل موږ کولاي سو کلتور، ژبي ، فرهنگ  ژوندي ساتونکو ليکلوالو، اديبانو، شاعرانو اوټولو فرهنگپالوته دا په گوته کړو چې تل مودرناوی کوو اوهيڅکله به مو هير نسئ .دا پيغام به د ژونديو د هڅونې سترلامل  گرځی ، کورمو ودان خپل ژوندی اوتللی ياد کړی او وې نازوئ  ، اومه یې هېروئ  . پدې صورت کي به مو تاريخ ژوندی او راتلونکي نسلونه پرې وياړي  . په سويډن کي د دوستی فرهنگی ټولني مشرتابه  ستاسو د دې فرهنگی هڅو بې درېغه ملاتړ کوي .

د محترم ډاکترصاحب  ببرک ارغند صاحب  د نني تلين ياد په وياړ د فيسبوک پر پاڼه ټولومېلمنو اود دې شخصيت مينوالوته  د مرحوم  ارغند صاحب  چې د خپل ژوند له مادي، معنوي اوټولنيز امکاناتو نه په استفادې سره په نه ستړې کېدونکې بڼه د خپل ولس لپاره د گوتو په زوراود قلم په وېنه دا لاندي ليکل سوی اثار موږ ته په مېراث را پرېښودل .

محترم ډاکتر ببرک ارغند صاحب  د غښتلي قيصه ليکونکی او ژورناليست په توگه  د نورومسلکی دندوسره دا لاندي داستانونه اوادبی اثار ليکلی اوچاپ سوی دي  :

اروپاته ترکډوالی وړاندي چاپ سوی آثار : 

۱-  « دشت الوان »، مجموعۀ داستانهای کوتاه ؛

 ۲-  «دفترچۀ سرخ» ، مجموعۀ داستانهای کوتاه ؛

 ۳-  «مرجان» ، مجموعۀ داستانهای کوتاه ؛

 ۴-  «شوراب »، داستان دراز ؛

 ۵-  «حق خدا حق همسایه »، داستان دراز ؛

 ۶  «اندوه» ، داستان دراز که اقبال چاپ ِ مستقل و جداگانه را نیافت و در پاورقی های روز نامۀ انیس آن زمان باقی ماند ؛

 ۷-  «راه سرخ» ، داستان دراز( در سه کتاب ) ؛

 ۸-  « دزدان ِ مسلح» ، نمایشنامه ؛

 ۹-  «آدم ها» ، نمایشنامه ؛

هغه آثارچې اروپاته ترکډوالی وروسته یې ليکلي اوچاپ سوي دي  : 

۱۰- داستان های کوتاه ِ« شهر ِ شکسته» ، « و سوم این که. . .» ، « سایه» ، « آیینه و خنجر» ،« کلید هفتم»،« یلدا » ، « شراره » ،« مرغ آمین» و« ساز ها و آوازها »عده یی از این داستان ها به شیوۀ ریالیسم جادویی نگارش یافته اند ؛

 ۱۱-  «پهلوان مراد واسپی که اصیل نبود» ، رمان در چهار صد و بیست و هفت صفحه که در سال    (۲۰۰۸) میلادی تجدید چاپ شد؛

 ۱۲-  «کفتربازان »، رمان در چهار صد و پنجاه صفحه ؛

 ۱۳-  «سفر ِپرنده گان ِ بی بال »رمان در چهار صد وشصت وپنج صفحه ؛

 ۱۴-  «لبخندِ شیطان » رمُان  دوجلدی در  (۱۱۴۹)صفحه ؛

 فلم هنری لحظه ها بر اساس داستان همین نویسنده روی نوار آمده است .

که د مرحوم ارغند صاحب هره ليکنه را واخلو له لوستلونه یې دا راته څرگندېږي چې نوموړی ليکوال په خپلو ټولو ليکنو اوداستانو کښي زموږ د گران هيواد د غېرتی او ربړېدلی ولس ټولنيز، سياسي ، اقتصادي او فرهنگی اړخونه په ځانگړې بڼه راسپړل سوی او ترخپل لوستونکی پوري رسولی دي .هرداستان یې زموږ دولس  دټولنيزژوند رښتيانی هنداره ده .

اغلو اوښاغلو!

غواړم دهمدې درنې یاد پاڼی له ترېبون څخه د غوټولو فرهنگی او سياسی شخصيتونواوفرهنگپالوټولنو، ادبي بهيرونو څخه د دې علمی شخصيت  په اړوند د دوي دملي اخلاص،هڅونې اوملا تړله امله دزړه له کومې مننه وکړم

اجازه راکړئ زموږ دهيواد وتلی داستان لوکونکی  ښاغلی ببرک ارغند صاحب روح  ته د لاسونو په لپه کولو سره مرحوم  ته د احترام او درناوې په څرگندولو سره په سويډن کښي د دوستی فرهنگي ټولني د مشرتابه  په استازيتوب  يو ځل بيا د فيسبوک پر پاڼه  تاسو د دې تاريخې تلين غونډي څخه  د کور وداني په وړاندي کولوسره څرگنده کړم  چي ستاسو دا لويه لورېنه اوفعال گډون  به زموږ دهيواد د روښانه راتلونکی تاريخ يوه ځلانده پاڼه وي چې هيڅ وخت  به هيره نشي .

په سويډن کي د دوستی فرهنگي ټولنې  دمشرتابه په استازيتوب

 حبيب الله غمخور

( انځور د حبیب الله غمخور)

 

-*-*-*-

 

پیام شوراى رهبرى انجمن حقوقدانان افغان در اروپا به مناسبت اولین سالگشت وفات دوکتور ببرک ارغند ، داستان نویس صاحب نام کشور.

مرگ صاحب دل جهاني را دليل کلفت است

شمع چون خاموش گردد داغ محفل مي شود :

 

اين كلام  وخشورانه حضرت ابوالمعانى بيدل در سال هاى بعد خاموشى شمع زندگى نويسنده بزرگ افغانستان مصداق كامل دارد و كماكان فقدان داستان نويس سترگ و انسان والا و بلند مرتبت روانشاد داكتر ارغند ، داغ محافل فرهنگى افغانان ، ادب دوستان و علاقمندان اثار ذيقيمت شان مى باشد . براى ساليان متمادى و هميشه اهل فرهنگ و ادب ازين نويسنده دارايي شخصيت چند بعدي به مثابه پيشگام و كارمند شايسته فرهنگ و خالق اثار ماندگار و به عنوان شخصيت برجسته ياد خواهند كرد كه در مطرح نمودن و فربه ساختن ادبيات ما ، با نوشتن كم حجم ترين داستان كوتاه و در پنجصد كلمه و تا كتاب پر حجم و وزين ( پهلوان مراد و اسپي كه اصيل نبود ) ، در غنامندي ادبيات و فرهنگ نقش ارزشمند ايفا نموده است که سزاوار ارج گذاري فراوان مي باشد . نقد و معرفى اين خلاقيت هاى ادبى كه معرف يك برهه يى از تاريخ و مناسبات اجتماعى مردم ما است ، فرصت هاى ستوده را براى نسل جوان افغان مساعد مي سازد تا با نويسنده بزرگ وطن و با كار كرد هاى بيشتر از چهار دهه يى زنده ياد داكتر ارغند فقيد و تجربه بزرگ شان در رهبرى مجله ها ، جرايد و رهبرى انجمن هاى نويسندگان و ژورناليستان اشنا گردد . نويسنده ورجاوند كه به ميهن خود عشق مي ورزد و زماني كه به غربت اجبارى كشانيده مى شود ، چگونه قلم را به پل ارتباط با مردم و رنج هاى بيكران شان و مسايل و مصايب وطن مبدل و " قربت " را در غربت تجربه و سرمايه عظيم معنوى را به ارث مي گذارد كه تا آفتاب مى تابد ، انوشه و پاينده مى باشد . از دوستان فرهنگ دوست و فرهنگيان عزيز و قدرشناس ، منجمله جناب سيلنى ، بايد سپاس كرد كه با تبجيل از خادمان صادق وطن و بزرگان ادبيات كشور اين زمينه ها را در اختيار هموطنان و بويژه نسل جوان قرار مي دهند و چه ستوده و درخور تحسين است كه اين قدر شناسى وخدمت فرهنگى را درحيات ان انسان فرهيخته نيز انجام داده اند . از شخصيت والامقام فرهنگ افغانستان و نويسنده گران ارج و بالاتر از همه ، انسان با عاليترين سجاياي انساني داكتر ببرك ارغند فقيد تبجيل ميداريم و ران شانرا شاد ميخواهيم . با حرمت شوراى رهبرى انجمن حقوقدانان افغان در اروپا . میر عبدالواحد سادات رئیس انجمن

( انځور د سادات )

 

-*-*-*

 

د روسیې په فدراسیون کې د افغانانو د کاري مرکز د مشرتابه پېغام :

د هیواد د ټولنیز ریالیزم د هڅاند او بریالي لیکوال ارواښاد ببرک ارغند د مړینې د لومړي تلین  په مناسبت د روسیې په فدراسیون کې د افغانانو د کاري مرکز رئیس غلام محمد جلال د یاد او ډاډګیرنې پیغام                      
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څرنګه چې پوهیږو ټولنیز ریالیزم پر هغو اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو نیوکه کوي چې د ټولنیزو ناخوالو، نه انډولیواو بیوزلیو
لامل ګرځیدلي دي . دې لیکې ته هوډ من هنرمندان، لیکوال، فلم جوړونکي، او انخورګر په خپلو پنځونو کې د یادو جوړښتونونه د  را زیږیدلي سیاسې جوړښت ، واک او واکمن بدرنګه څیره بربنډۍ او د خلکو مخې ته یې کیږدي، ترڅو ټولنیز شعور راویښ شي او د دغو جوړښتونو سره مبارزې ته وهڅیږي.
‎‎‎   
اروا ښاد ببرک ارغند د همدغي لیکي یو وتلی او بریالی لیکوال دی . د ده په ټولوادبي پنځونو کې د بیوسیو، بیوزلیو، زور   زیاتیو، ناوړو دود دستورونو او په یوخبره د ټولنیز عدالت د پلی کیدو مفکوره خپریږي .                                                              
 په زړونو کې یاد او د هیواد په معاصر ادبي پېر کې  ژوندی ببرک ارغند د خپل فکري او ادبي تگ لارې برسیره هغه څه چې دی په خپل لیکوالۍ کې ښایسته ځلوي ، هغه د خپل هیواد د بیلا بیلو سیمو د خلکو د فرهنګونو او فوکلوریکو لوبو، نکلونو، دود دستورونو، ژبني لهجو باندې پوهاوی دی ، چې خپلې ټولې لیکنې یې پرې سینګار کړي دي ، چې هر لوستونکی په کې ځان مومي ان تر دې چې د نکل یا داستان دپرسوناتژ په منځ کې ځان وینې  ،  د ده د « دشت الوان »،« دفترچه سرخ»، «مرجان» په داستاني ټولګو کې او د « پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود» ، «کفتربازان» ، « سفرپرنده ګان بی بال »،« لبخند شیطان » او« خانواده ما » رومانونوکې د هیواد د بیلا بیلو سیمو غمیزو ، ناخوالو ، وروسته پاتې ټولنیز مناسباتو بدرنګې څیرې ښایسته انځوریږي او په ټوله کې دا پیغام خپروي چې په وروسته پاتې ټولنې کې د زور واکۍ کچه ځکه جگه ده چې د تعلیم او پوهې کچه ټیته ده ، د ورستو زړو مناسباتو د بدلون له پاره لومړی بایدځان بدل کړواود پوهې په مټ د زړو ټولنیزو مناسباتو ټغر ټول کړو، د ارغند په پنځونو لکه « لبخند شیطان» رومان کې په طبعي توګه د افغاني ټولنې د بیلا بیلواتنیکی جوړښتونو د استازو تر منځ عاطفي خواخوږۍ لیدی شو، د دوي دښمن او برخه لیک سره یو دی او په ګډه ترې ځان ژغوري ، دوي ګوري چې ترهګر او جابر قام ، ژبه او سیمه نه پیژني ، واک ، ځواک او ګټه دوی ته هر څه دی . زما په اند د دې اثارو لوستل د هیواد د ننني انسان سترګې ټولنیزو واقعیتونو ته پرانیزي، ملي شتمنیوغصبوونکي او زور واکي چې د خپلو ګټو او اقتدار د ساتلو په پار ژبني، قامي او سیمه ییز توپیرونه چاغوي او اولسونه لمسوي چې په دغو بهانو د دوي تر شا ودریږي . خو له نیکه مرغه د دې مکتب (ټولنیز ریالیزم) لاروي د ادبیاتو په   معاصرتاریخ کې د هنر او ادبیاتو په اډانه کې خپل روڼد اندی رسالت ترسره کړی او کوي یې . زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې د دغو رسالتمندو لیکولو څخه یو هم اروا ښاد ببرک ارغند دی .
د روسیې په فدراسیون کې دافغانانو کاري مرکز د یوې لسیزې راپدې خوا هر کال د روسیې د لیکوالو د ټولنې سره په ملګرتیا د افغانستان او روسیې د ادبیاتو شپې تر نامه د هیواد او روسیې د لیکوالو او شاعرانو په ګډون ادبي غونډې جوړوي او هرځل د هیواد په کچه پیژندل شوی لیکوال او یا شاعر دغې غونډې ته رابلي، په کال ۲۰۱۹ کې زموږ په پروګرام کې د اروا ښاد ببرک ارغند رابلل په پام کې نیول شوی و، په هالند کې زموږ د فرهنګي چارو مشر عمر ننګیار ورسره په دې اړه خبرې هم کړې وې ، زموږ پروګرام جوړ و، خو په خواشینۍ (چې و نه کړي حبیب څه به وکړي خوار طبیب). زموږه دغه هیله او غوښتنه په دې نیمګړې دنیا ګۍ کې نیمګړې پاتی شوه .                 
اروایې ښاده اویادونه یې تلپاتې            
د روسیې په فدراسیون کې دافغانانو د کاري مرکز رئیس
غلام محمد جلال                    
( انځور د غلام محمد جلال)


                                              
-*-*-*-

 

په بلجیم کې دافغانانو ملي یووالي ټولنې ډاډګیرنې پیغام د ارواښاد ډاکتر ببرک ارغند د مړینې لومړي تلین په اړه:

د دري ژبې ځلانده ستوری نامتو لیکوال داستان او رومان لیکونکی ډاکترصیب ببرک ارغند پوره یوکال شو چې زمونږ په منځ کې نشته روح دې ښاده جنت الفردوس یې نصیب شي.      

 په دري ژبه او ادب کې ډاکتر صیب ببرک ارغند هغه ستوری وه چې څوک یې تشه نشي ډکولی. ډاګتر صیب ببرک ارغند ما له نېږدې پېژند ډېر مهره بان یو ټولنیز او علمي شخصیت وه ، تل به یې په خوله مسکا وه غواړم د مرحوم ډاکتر صیب یوه لنډه خاطره تاسو سره شریکه کړم. کله چې ما درې ژبیز هالندي پښتو دري سیند(قاموس) لیکه ډاکترصیب ارغند کورته ورغلم او ورته مې وویل که لطف وکړئ دا سیند وګورئ او دري برخه یې سمه کړئ ، له بوختیاوو او کډوالۍ ستونزو سره سره په خندایې راته وویل: ٬٬ ولې نه تاسو دا شپږ کاله د هالندي پښتو دري قاموس په لیکلو پیل کړی اوتر دې ځایه دې رارسولی او باید ووایم چې دا لومړنی درې ژبیز هالندي پښتو دری قاموس دی چې زه یې وینم ، ډېر ستونزمن کارته دې ملاه تړلې تاسې دومره زغم په ځان منلی ډېروخت دې ورته ځانګړی کړی لومړی دې تاته او بیا دې ټولو افغانانو په تېره بیا هغو افغانانو ته چې هالندي ژبه زده کوي مبارک وي. اګر څه په هالندي ژبه دومره واکمن نه یم خو د ادبیاتو له اړخه به یې وګورم او خپل نظر به ورکړم.٬٬                   

ډاکترصیب سره مو شین چای وڅښه شاوخوا دوه ګړئ مو بنډار وکړپه ریښتیا ډېر خوندور مجلس وه او ډېر څه مې تر زده کړل. باید ووایم چې دا نوښتګر او هڅاند لیکوال څلوېښت کاله را پدیخوا په لیکوالۍ بوخت وه ډېر کتابونه ، داستانونه او رومانونه یې په دري ژبه لیکلي چې د بېلګې په توګه یو څو مشهورو نومونه یې اخلم لکه: حق خدا وحق همسایه ، راه سرخ ، کفتربازان ، سفر پرنده ګان بی بال ، لبخند شیطان ، دشت الوان او داسې نور. د ډاکتر صیب ارغند په هکله چې هرڅومره ولیکو بیا هم لږده خو باید وویل شي چې دا هڅاند لیکوال د دري ژبې او ادب د بډاینې او ودې لپاره بې سارې اغېزمنه تاریخي ونډه په ځای کړېده د ډاکترصیب هاندو هڅې د ستاینې او قدر وړ دي ، زه دې الله ج له لوی درباره ورته جنت الفردوس هیله کوم.

په فرهنګي مینه: خلیل الله وفا خدرخېل په بلجیم کې د افغانانو ملي یووالي ټولنې مشر

یادونه: غواړم د ډاکتر صیب ببرک ارغند هغه لیکنه چې د درې ژبیز هالندي پښتو دري قاموس د سمونې په هکله یې لیکلې وه ، د نورو افغان او بلجیمي لیکوالانو او استادانو سره یو ځای پدې قاموس کې چاپ شوې کټ مټ یې را اخلم او تاسو حضور ته وړاندې کړم:

 

داکتر ببرک ارغند

هالند -- جون ۲۰۱۷

جناب خلیل الله وفا خدرخېل (ماستر علوم حقوق) در راستای معرفی فرهنگ وکلتور افغانها به ویژه همبستگی و همگرایی با کلتور کشورهای میزبان زحمات ریادی کشیده اند و اکنون هم سمت ریاست اتحادیه همبستگی ملی افغانها را دربلجیم به عهده دارند ودرین زمینه دست آوردهای چشمگیری کمایی کرده اند که برای شان تبریک میگویم.

ایشان با وصف مصروفیتهای عدیده دست به نگارش این فرهنگ با ارزش زده اند که از نظر من کار ستوده وقابل ستایش بشمار میرود. تا جایی که من اطلاع دارم ایشان به زبانهای زوسی ، هالندی ، فرانسوی، دری ، ازبکی ، پشتو- که زبان مادری ایشان است تسلط و آشنایی کامل دارند. واضح است که از منابع وماخذ معتبر ادبی وفرهنگهای مختلف در غنا بخشی مؤلف ممد واقع میشود.

مبرهن است که دست به نگارش فرهنگ زدن کار ساده و سهل نیست خیلی ها زحمت ، آگاهی و پشت کار میخواهد. باید صلاحیت علمی داشت وصاحب تحقیقات ومطالعات کافی بود ومهم دیگر اینکه باید با قواعد و فنون دستور زبانهای که بالای آن کار صورت میگیرد آشنایی کامل داشت تا در ریشه شناسی واژه ها ، ذکر مترادفات ، کاربرد واژه های مصطلح در تداول امروزی ، به خطا نرفته باعث سرگردانی وگیچی خواننده و دانش پژوه نشد.

قابل یاد آوریست که تاکنون فرهنگ کامل ( هالندی - پشتو ـ فارسی ) وبدون نقص که بتواند رفع احتیاج عموم افغانها ( بویژه ساکنین کشورهای هالندی زبان ) را بنماید نداشته ایم.

برای بار اول است که جناب خدرخېل با پیشکش نمودن این اثرـ به ویژه برای نوآموزان زبان هالندی ـ گامهای اولی را برمیدارد و خوب مستحکم هم بر میدارند. همانطوری که خودشان بیان میکنند این آغاز کار است و هر آغازی بدون شک با دشواریهایی همگام میباشد.

مؤلف برای بار اول زبان هالندی را بدو زبان پشتو ودری همزمان برگردان نموده اند که در واقعیت یک برگردان چهارجانبه است ( هالندی به پشتو، هالندی به دری ، پشتو به دری و دری به پشتو).

من تا کنون چنین بدعت نیکی را ندیده بودم. امیدوارم که این ابتکار از نظر متخصصین رشته هم گذشتانده شده باشد تا واژه ها اصالت و بار معنایی خویش را با امانت داری حفظ کرده باشند.

شاید این فرهنگ از کاستی های برخوردار باشد ونتواند نیاز کامل علاقمندان را رفع کند اما در هر صورت گام با ارزشی است که درین راستا برداشته شده است و تا حد قابل توجهی رفع احتیاج نوآموزان ونیازمندان را مینماید.

من تهیه وتدوین این فرهنگ را برای جناب خدرخېل از صمیم قلب تهنیت میگویم ودر ادامه و تکمیل این خدمت بزرگ فرهنگی برای ایشان توفیق روز افزون آرزو میکنم. امید که در هر چاپی مزایایی بران بیفزاید و کاستیهارا بزدایند. امیدوارم جامعه افغانی و هالندی زبان از آن استقبال نیک نموده زحمات مؤلف را مورد تقدیر قرار دهند.

با ارادت داکتر ببرک ارغند

( انځور د خلیل الله وفا خدرخیل )

 

زنده گینامه ی کوتاه دکتور ببرک ارغند

 

ببرک ارغند در سال هزارونهصد چهل و نه میلادی در شهر کابل به دنیا آمده است. مادرش خورشید و پدرش غلام محی الدین نام داشت.  به ترتیب در ولایات بلخ ، کابل و قندهار در لیسه های باختر ، حبیبیه و میرویس هوتکی به مکتب رفته است.  دانشکدهء ادبیات و علوم بشری وقت را در کابل تمام نموده و دکتورا در رشتهء روزنامه نگاری را از یونوورستی صوفیه ِ بلغارستان به دست آورده است.

ببرک ارغند از سی سال به این سو مینویسد.

زادگاه پدری ببرک ارغند قریهء ارغنده ِ ولسوالی پغمان ِ ولایت کابل است. این قریه در بیست کیلومتری شهر کابل موقعیت دارد.   خانوادهء پدری اش از ریشهء سلیمانخیل، از شاخهء ستانکزایی تترخیل میباشند که همان ارغند یوال های امروزی باشند.  و تخلص موصوف نیز در همین واژه ریشه دارد.
ملا عبدالحق ارغند یوال در جنبش مشرو طیت اول ، نظام الدین خان ارغند یوال در جنبش مشروطیت دوم ، پروفیسور محمد انور ارغند یوال و چند تن شایستهء دیگر، از پرورده گان همین قریهء کوچک اند.

اجداد مادری موصو ف با پنجصد فامیل از اقارب و خویشاوندان خویش ، در زمان زمامداری احمدشاه بابا- بنا بر دلایل سیاسی - از سمرقند و بخارا به افغانستان کوچیده اند و پس از توافق شاه ِ مذکور در منطقه ء کوهدامن شمالی- به خاطر مطبوع بودن آب و هوای آن - سکونت اختیار نموده اند. احمد شاه بابا به ریُس این خانواده لقب « نواب » را اعطا نموده است.  و به همین دلیل خانوادهء مادری وی نوابی تخلص میکنند.

دکتور ببرک ارغند عضو اتحادیهء نویسنده گان افغانستان و عضو اتحادیهء ژورنالستان جمهوری افغانستان بوده  و دارای لقب ِ کارمند شایسته ء فرهنگب ود. وی اولین مدیر مسؤول ِ هفته نامهء درفش جوانان و اولین مدیر مسؤول مجلهء فرهنگی وطن و مدیر مسؤول مجلهء زراعت ( دهقان ) بوده است.
ببرک ارغند گرچه از دیر زمانی دست اندرکار نویسنده گی بوده است؛ ولی رمانهای پر آوازهء« پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود » و « کفتربازان » اوج کار آفرینشی وی به شمار رفته و این دو رمان توجه کسانی را هم  که پیشتر از آن به دلایل سیاسی و اندیشه یی حاضر نبودند وی را در جرگهء نویسنده گان سرشناس افغانستان بپذیرند، جلب کرد و با واکنش های تحسین آمیز آنان مواجه گردید.  رمان« پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود » در سال روان خورشیدی (1386)اقبال تجد ید چاپ یافت.
آثار داستانی موصوف را به صورت کل میشود به دو بخش جدا نمود : آثار قبل از مهاجرت و آثار بعد از مهاجرت.
آثار قبل از مهاجرت (به اروپا) عبارت اند از :
1 - دشت الوان ، مجموعهء داستانهای کوتاه ؛
2- د فترچهء سرخ ، مجموعهء داستانهای کوتاه ؛
3- مرجان ، مجموعهء داستانهای کوتاه ؛
4- شوراب ، داستان دراز ؛
5 - حق خدا حق همسایه ، داستان دراز ؛
6 - اندوه ، داستان دراز که اقبال چاپ ِ مستقل و جداگانه را نیافت و در پاورقیهای روز نامهء انیس آن زمان باقی ماند ؛
7- راه سرخ ، داستان دراز ؛
8- مردان ِ مسلح ، نمایشنامه ( در ستیژ کابل ننداری به نمایش درآمد. )
9- آدمها ، نمایشنامه.
داستانهای کوتاه ِ « مردی که حامله بود» ،« صبحگاه در خانهء قنات» ،« کوچه های آتش گرفته» و عدهء دیگراز نوشته های وی در مطبوعات کشور به صورت پراگنده به چاپ رسیده اند.  و عده یی از داستانهای کوتاهش به گونهء مثال :« میرزا و دوستش حمزه» ،« حافظ من و زمزمه» ،« خواستم پشک داشته باشم» و داستلن ِ« فیروزه بانو» در گیرو دار حوادث و جنگهای داخلی کشور از میان رفته اند.
آثاری که در هجرت نوشته است عبارت اند از:
10- داستانهای کوتاه ِ« شهر ِ شکسته» ، « و سوم این که» ، « سایه» ، « آیینه و خنجر» ،« کلید هفتم« ، « یلدا » ، « شراره » ،« مرغ آمین»و« ساز ها و آوازها » که عده یی از این نوشته ها به شیوهء ریالیسم جادویی نگارش یافته اند.
11- « پهلوان مراد واسپی که اصیل نبود» ، رمان در چهار صد و بیست و هفت صفحه ؛
12-« کفتربازان »، رمان در چهار صد و پنجاه صفحه ؛
13-« سفر ِ پرنده گان ِ بیبال »رمان در چهار صد وشصت وپنج صفحه.
فلم هنری لحظه ها به اساس داستان همین نویسنده روی نوار آمده است.

۱۴- «لبخندِ شیطان » رمُان  دوجلدی در (۱۱۴۹) صفحه ؛

۱۵- «خانواده ما» ،‌رمان در (  ) صفحه.


ببرک ارغند پس از ناگزیری ترک افغانستان در کشور هالند اقامت گزید. وی به تاریخ ۲۲ آگست سال ۲۰۱۹ در اثر بیماریی که عاید حالش بود چشم از جهان بست.
 ( انځور د ډاکټر ارغند )

 

( زما شعر او انځور یا مې لیکنه )

 

لمړی = زنده گینامه ی کوتاه دکتور ببرک ارغند

دویم =زیار بیا همداسې دا نور ورپسې

لوستل شوی 119 ځله Last modified on شنبه, 01 سنبله 1399 21:37