‏(د  ارواښاد اسحق ننګیال یوه  خاطره)‏

‏(د ارواښاد اسحق ننګیال یوه خاطره)‏

دودیال
هغه شیبې هغه کلونه
ای ښکاری آشنا ! درته  سلام کوم
پام کوه ماشې له ګوتې مه وروړه

‏***‏
څو ورځې مخکې ښاغلی ورور احسان الله ارینزی د ننګیال یوه خاطره لیکلی وه،  هغه مې ولوسته او ‏هغه  شیبې ، هغه کلونه مې کټ مټ سترګوته ودریدل: پخوانی خواږه خاطرات، د هغه وخت صمیمیت، ‏متقابل درناوی او عزت، دهغو وختونو اخلاص، وطن او خلکوسره مینه، د نیتونو خلوص ، لنډه داچې ‏هغه ورځې او هغه دوستان یو ځل بیا رایاد شول. د فرهنګ عالی سطح، ادبی خلاقیتونه او هنری ‏ارزښتونه پالل،متقابل درناوی، اخلاص، د ځوانواستعدادونوهڅونه، دهیواد او ولس لپاره نیکې پیرزوېنې ‏، دمشرانو درناوی او نور ټول متعالی ارزښتونه، خو دجګړې ډیرې بدی ورځې، ستونزمن شرایط او ‏دربدری، هر ورځ به چنار غوندې قامتونه پرځمکه پریوتل او میندی به بوری او خویندی به ورارې ‏کیدلی. ننګیال له دغو ناخوالو ډیر کړید، په زړه یې دروند غم بار و. دلیکوالو ټولنه کې به یی په خوړین ‏زړه د وطن غمونه یاودل او د سولې ارمانونه به یې ستایل.‏
هغه وخت دافغانستان دلیکوالو ټولنه زموږ دهیواد دایبانو، شاعرانو، قلموالو او فرهنګیانو ګډ کورو.   ‏اوس موږ ټول اعتراف کوو چې د لیکوالو ټولنه  یوه  نه تکرار کیدونکی پدیده وه. دهغه وخت چاپ ‏شوی آثار اوس هم  نشی پیدا کیدای. معتمد شینواری،اعظم رهنورد زریاب، داکتر اکرم عثمان، عارف ‏خزان، جلال نورانی، حمیرا نګهت، صدیق روهې،، شبګیر فولادیان، ستانه میر زهیر، حافظ صیب،  ‏لطیف ناظمی، دوست شینواری، کاتب پاڅون، کرګر، انځور، ټکور،بهاند،صدیق کاوون، استادواصف ‏باختری، ببرک ارغند،ز.هیوادمل ... د ټولو نومونه مې پر زړه لیک دی. هغوی چې وفات شوی، ‏الله(ج) د جنتونه ورته نصیب کړی او څوک چی راسره دی، خدای دې اوږده عمرونه ورکړي.  زړه ‏سواند شینواری او خدمتګار بختانی  دی خدای وبښي وروسته د لیکوالو د ټولنی له ړنګیدو هم تل ورسره ‏په رابطه کی وم، یو دبل  کور ته تلو- راتلو د لیکوالو دټولنی د ادبې ناستو، کرکتنوغونډې ، دملی  او ‏تاریخي او فرهنګی ورځو د لمانځولو او نورې خاطرې  به مو یادولی. له ننګیال سره مې آن پېښور کی ‏کتل بی بی سی کی یو څه موده بوخت و، له پښوره لغمان ته او له لغمان څخه پېښور ته یې ډیر تګ –‏راتګ و.‏
خپل کلی(بصرام) یې هیڅکله نه هیراو. خدای حاضر دی چې بصرام زما هم نه هیریږی. شنې ونې، ‏ښایسته مازیګر، خټین کورونه او د مرغانو غږونه، سپیڅلی او میله پال کلیوال... لنډه دا چې ټول ‏ښایستونه پکې وو. په لغمان کې دبصرام کلي کې ددوی کور و. بصرام کې ټول کلیوال تقریباً کم زمینه ‏دی، خو زمکې یې اول درجه زراعتی زمکو کې راځې؛ پوره اوبه لری او خاوره یې ښیرازه ده. ډیره ‏ښایسته هوا لری، ختیځ ته یی  د الینګار سین بهیږی،  د لغمان له ښاره چې د الینګار خواته ځی  اول ‏محبس راځي، ورپسی  د داکتر ظاهر ځای دی، زمکه یی ده او د کلا اثار یی ډیر لږ پاتی دی( دا د ‏دیرشو کالو مخکی خبره ده، اوس یې ممکن هغه لږ نښې هم نه وی پاتې)، ورپسې د آس د ګاډۍ په مزل ‏شل دقیقی لاره( چې هغه وخت به موږ په ګاډیو کی تلو- راتلو اوس چې سړک جوړ شوی  او ښار ‏پراخه شوی، ممکن د موټر لس دقیقی لار وی)،وروسته بصرام رارسیږی، خاصتاً  ددوی کلی ته په ‏بصرام کی د اخندزادګانو کلی وایی. ‏
غالباً د۱۳۶۵ش.کال د ژمی شپې-ورځې وې، چی د لیکوالو ټولنی یوشمیر لیکوال او شاعران ولایتونو ‏ته د غوره ادبی سوژو د موندلو او هلته فرهنګی، نظامی ، تعلیمی او نورو مراکزو کی د شعر او ادبی  ‏لیکنو د لوستلو او د ملی روغې جوړې په رڼا کې د سولې د پیغامونو درسولو په موخه تلل(دا هغه  مهال ‏و چې د هغه وخت د حکومت له خوادملی روغې جوړې اعلان شوی و او افغانان دغه اعلان ته ‏امیدواره شوی وو یوه نوې فضا رامنځته شوه چې تر هرچا مخکی فرهنګیان  ورته  ډیر خوشبین شول ‏او داسې امید پیدا شو چې افغانان به بیرته د وروری لاسونه سره ورکړی او پخلا به شی).  د لیکوالو او ‏شاعرانو تلل کوم جبری کار نه و، بلکې د ټولنی هر غړی کولای شول ولاړ شی، یا هم ولاړ نشی.  ‏
د لیکوالو تولنې کندهار ته دتګ لپاره اوه  تنه  په پام کی نیولی وو: آرینزی، ننګیال، د دغی خاطرې ‏لیکوال، استاد خ.رشید، فطرت صیب، شاه محمود حصین( یو تن لیکوال را څخه یا هیر دی، یا داچې په ‏مکتوب کې یې نوم و، خو په سفر کې موږ سره نه و؟!).‏
مکتوب د خواجه رواش هوایی ډګر ته استول شو ی و  موږ ته خبر راکړل شو چې ماښام الوتکه ځي. ‏هغه وخت اکثریت پروازونه دشپې له خواوو، ځکه چې د ورځې الوتکو ته خطر و. موږ ماښام میدان ته ‏ورسیدو. جناب فخری صیب هم د مخه ښې لپاره راغلی و، هلته د ننګیال ورور(ښاغلی عبدالمتین) هم ‏زموږ مخې ته راووت. هغه د هواپیژندنې اداره کې دعسکری دوره تیروله، د چای او دمې لپاره یی ‏راته وویل،  خو موږ بیړه لرله، ځینی دسفرملګری لا وختی رسیدلی وو، نو ځکه مو متین خان سره د ‏ناستې فرصت ندرلود. هغه دوستان چې د مخه ښې لپاره راسره راغلی وو، هغوی سره مو خدای پامانی ‏وکړه او دهغې نظامی الوتکې خواته ورغلو چی کندهار ته روانه وه. ‏
الوتکې ته وختلو، ترڅو مو ځانونه ځای پر ځای کول د الوتنې شیبې راورسیدې، خو لا هم الوتکه ولاړه ‏وه، څه ناڅه ۱۰-۱۵دقیقې تیرې شوې، موږ ته سودا ولویده چې خدایه خیر کړې! کتل مو چې دا مهال د ‏کندهار دوه تنه مخور چې اوس یې نومونه را څخه هیر دی، خدای وکړي  د ارینزی په یاد وی، الوتکی ‏ته راپورته شول. یو تن کندهاری چې زموږ د سیټ شاته څوکۍ باندې ناست و، دوی پیژندل. ده وویل ‏چی  دا دوه تنه  پرون له کندهاره  د  عبدالرحیم هاتف لیدو ته راغلی وو. دغو دوو تنو څخه یو یې له ‏اسلامی انقلاب وروسته لوی سړی و.  ارواښاد هاتف د افغانستان یو نامتو عالم او ټولنیز- سیاسی لوی ‏شخصیت و خدای دې جنتونه ورکړی. د دغو دوو تنو په رسیدو سره  د عسکري الوتکی  پیلوټ  مخکی ‏تر دې چی کابین ته ننوځي د الوتکی دننه ټولو سورلیو ته مخامخ تیارسئ  ودرید یو عسکری تعظیم او ‏سلامی یې وکړه. هغه یو اوچت دنګ ښایسته زلمی و، تور بریت او ګڼې وروځې یې وې، رتبه یې ‏ډګرمن وه چی پلیټونه یې د الوتکی څراغ ته  ښایسته او راڼه ځلیدل. فکر کوم مخکی یو څو تنه  لوړ ‏رتبه عسکری صاحبمنصبان وو. د پیلوټ عسکری سلام موږ ملکیانو ته  عجب خوند راکړ او موږ د ‏غرور احساس وکړ. دالوتکې انجن چالان شو، دننه څراغونه مړه وشول، خود الوتکی د وزرونو لاندی ‏او مخامخ څراغ لا روښانه و، موږ د هوایی ډګر سړکونه، یو نیم اطفائیه او نور موټر لیدل چې ورو ‏ورو د ځغاستی کرښتې ته برابره شوه، موږ ټولو دخیر دعا وکړه او د سترګو په رپ کی له خمکې ‏اوچته  او په تیاره کې هواته پورته شوه. سم له اوچتیدو سره یې د وزرونو لاندې څراعونه او نور  ټول ‏څراغونه مړه شول. د کابل د ښار پر سر یې یوه دوره وخوړه او مخ په لویدیځ،  له ستورو د ډک آسمان ‏په لمنه کی لکه سارایی بتکه سیده شوه. ښکته تر یو ځایه د ښار رڼا ګانې ښکاریدې، خو وروسته تر ‏هغه د خمکې پر سر څه نه ښکاریدل، د الوتکې ټول څراغونه مړه وو، صرف کله به چې د کابین ‏دروازه  کله خلاصه شوه د پیلوټ مرستیال به وت ننوت نو کوچنی رنګه څراغونه ، اشاری به ‏ښکاریدی. په دغو ورځو کې ډیرې بدې پېښې کیدی، څو الوتکې وویشتل شوې، خدای حاضر دی چې ‏زه په خپل راتګ ډیر پښیمانه وم. ‏
تقریباً یو نیم ساعت وروسته الوتکه شیوه شوه او د کندهار پر هوایی ډګر ورکوزیده چې موږ ټولو یوځل ‏بیا دعا وکړه. کله یې چې ځان  رنوې ته برابر کړ بیا یې دوزرونو لاندې او مخامخ څراغونه روښانه ‏شول او موږ د خطر د پایته رسیدو احساس وکړ. خوشحاله شولو، زه د خپل راتګ په پښیمانی بیرته  ‏پښیمانه شوم. د ترمینل مخکی له الووتکی څخه کوز شولو. له ښار څخه ډیر موټر راغلی وو، موږ ته ‏فخری صیب ویلی و چې تاسې به دکندهار قول اردو ته ځئ.  دغه وخت د څراغونو رڼا کې یو سرتیری ‏چې په دري ژبه یې خبرې کولې موږ وپیژندلو او وړاندی  راغی  سلامی یې وکړه ارواښاد حصین تر ‏موږ مخکی و او تقریباً موږ ټولو کې مشر هم و، هغه څخه یې څه پوښتنه وکړه هغه ورته سر وخوځاو ‏او د شا خواته یی موږ ته شاره وکړه چې راځئ. موږ ورپسې رهی شولو ، له ترمینل څخه ها خواووتو، ‏دغه سرتیری یوه جیپ موټر ته رهنمایی کړو، وړاندی ورغلو او سپاره شولو، همدا سر تیری ددغه ‏موټر ډریور و. د شپې نهه نیمی بجی د کندهار دقول اردو کلوپ ته دننه شولو. یو عسکری صاحب ‏منصب زموږ هر کلی وکړ او یوه کوټه کی کیناستو. همدې کوټه کې یې ځای راته جوړ کړی و.‏
ارواښاد شاه محمود حصین او فطرت صیب زموږمشران و. حصین صیب یو د مطالعې خاوند او ډیر ‏دانشمند شخص و. په تیره بیا په تاریخ کې یې ډیره پوهه لرله. فطرت صیب  د دری ژبی یو نازکخیال ‏او د ځانګړې تفکر او نوښتونو لرونکی شاعر و. آرنیزی صیب پوخ کیسه لیکوال و چې ډیر ښایسته نثر ‏یې لیک، ننګیال هغه نوښتګر شاعر و چې  موږ به دلیکوالو ټولنه کی دده هر نوی شعر ته غوږ غوږ ‏وو. رشید صیب د ادبیاتو د پوهنځی استاد و. لنډه دا چې ډیر صمیمی او خواږه ملګری سره یو ځای ‏شوی وو.‏
موږ ته یې ډودۍ راوړه، ډوډۍ مووخوړه،  خو د چای چندان خونده  نه وه. یوه روسی نکلی چایجوش ‏کې یې سوړ شوی تور چای راوړ. پیالې هم چندان سمی نه وی، یو سرتیری یې موږ ته توظیف کړی ‏و، هر شیبه به  یې موږ ته حیران حیران کتل. هغه د کابل و، عسکری یې د کندهار قول اردو کی وه، ‏هره شیبه به یې د کابل د وضعیت پوښتنې کولې او موږ به ورڅخه د امنیت پوښتنی کولی. دغه خوار ‏عسکر په همدې لومړیو شیبو کی زموږ د بیرته تګ پوښتنه وکړه چې کله بیرته ځئ؟  موږ ورته وویل ‏چی یوه اونۍ وروسته. په ډیرو عذرونو او زاریو یی راته وویل چی تاسې ته یو لیک درکوم چې  زما ‏کورنۍ ته یی ورسوئ. موږ ډاډ ورکړ. دغه سرتیری یو کال خپله کورنی نه وه لیدلی. ‏
ډیر سخت شرایط و. ټولو د سولې دعا کوله او موږ پوهیدو چې زموږ د راتګ یوه موخه هم د سولې ‏پیغام دی او بیرته چې ځو هم مطبوعاتو ته به په خپلو آثارو کې د جنګ ځپلو سیمو انځور او په جګړه ‏کې د ښکیل کسانو د روحیاتو او ستومانیو حالات ترسیموو. ‏
په هغه سبا بیا هم همدغه سرتیری چې موږ ته موظف و د سهار چای برابر کړ. لنډه داچې  موږ هلته ‏یوه هفته پاتې شو، بیلایل ځایونه مو وکتل د قول اردو د غونډو تالار کی مو سرتیرو او د اردو منسوبینو ‏ته خپل شعرونه او کیسې ولوستی . ما د ښوونکی په نوم خپل یو داستان ولوست. ننګیال هم خپل شعرونه ‏لوستل او فطرت صیب په دري ادبی ټوټې او یو څو حماسی شعرونه ولوستل. زموږ یې ډیر ښه هرکلی ‏وکړ. ځینو نورو ځایونو ته هم تلو. د کندهار دارلمعلمین، د نساجی فابریکې  او نور راڅخه هیر دی،. ‏خو ډیر وخت په همدی قول اردو کی وو.  د کندهار قول اردو لوی وربوی درلود  چې لوړ ناجو ګان ‏پکی ولاړ وو. هره خوا عسکری شوبلی، جیپ موټر، زغره وال ګاډي او ټانکونه وو.‏
دشپې تر ډودۍ وروسته به مو تر نیمی شپې په ادبیاتو او شعرونو بحثونه کول، کله به خبره فلسفی  او ‏تاریخ ته  او ډیر ځله به سیاست ته ووته. حصین صیب ډیر سخت سیاسی بحثونه کول. چې له ‏فلسفي،تاریخی ، ادبی بحثونو به ستومانه شولو نو اسحق ننګیال ته به مو مخ واړاو یو ښکلی شعر به یې ‏راته ولوست، ننګیال ډیر ښه دکلماتور هم و. د هغه په شعرونوکې نوی انځورونه، هنری او ادبی ‏تلازمات، سمبولونه او د دردونو څړیکی وی. شعر یی بی تکُلفه او روان هم و د معنا له پلوه بډای هم و. ‏ده دا  دوه سره متضاد صفتونه په مهارت سره ګډ کړی و. د ده نوښتګره شاعری تر یوه حده دده خپل ‏استعداد، تر یو حده یې مطالعه او تر ډیره  یې د استاد صدیق روهی د کره کتنو، بحثونو او په تیره (ادبي ‏څیړنی) او د ظاهر افق ( ښکلا پیژندنه) کتابونه و او دې ته ورته آثار وو. موږ به هره اونۍ د ۴شنبې ‏په ورځو دوه بجی د لیکوالو ټولنه کی په ادبی اثارو د کره کتنې غونډه لرله، په دغو غونډو کی درنو ‏استادانو؛ واصف باختری، صدیق روهی، استاد عطایی، استاد الهام، استاد عبدالاحمد جاوید او استاد زیار ‏خبری کولې او د ادبی نقد بحثونه به یې کول، ننګیال به په ټولو غونډو کې حاضر و. ‏
په دغو ورځو کې چې موږ سره په سفر کې و، د ده د شعرونو دوهمه مجموعه په دولتی مطبعه کې تر ‏چاپ لاندې وه. د دغې مجموعې له ټولو شعرونو موږ نه ووخبر، خینی یې ننګیال په ځینو غونډو کی ‏راته اورولی و یا مو په ژوندون مجله کې لوستی وو، له نورو نه ووخبر. یوه شپه یې موږ ته دغه شعر ‏واوراو:‏
‏...آسمان د لویو خړو وریځو او باروتو لوګي‏
ځمکه له وینو او د مړو له کوپړیو ډکه
انسان د ویر او د دردونو او مرګونو کوربه
کور مې د مړاوو بیګناهو امیدو هدیره
دنیا مو ټوله نړوونکو توپانونیولی
نو عقله !‏
نو عقله ای د توپانو د غلو په لاس، تښتول شوی بیړۍ :‏
وایه چې چېرته لاړ شم ؟
او پر دې ځان څه وکړم ؟
له ځمکې تر آسمانه
‏***‏
هو؛  دا و د  ارواښاد اسحق ننګیال هغه غږ چې د زمانې له نادودو یې شکایت کړی. د ده شعر به پر ‏موږ ډیر اغیز کاو.‏‎ ‎‏ ‏
خو یوه شپه یې خپل یو  نوی شعر زړه نازړه موږ ته ولوست . دا شعر د ( ملت مې) شعر و چې ‏وروسته بیا یو ډیر نامتو شعر شو  او همدا اوس یی هم ډیرو ځایونو کې اورو او د مجلو او اخبارونو د ‏ادبی پاڼو په سر کې یې لولو:‏
ونې ولې ژاړې؟
ښاخونه یې رانه غوڅ کړل
چا؟
ښاخ مې
ومې روزه ومې روزه
چې را لوی شو
تبر ته لاستی شو...‏
وطنه ته ؟
او دا دی زه هم ژاړم.‏
څوک دې ژړوي ؟
ملت می
ملت مې دوه برخې شو
قاتل او مقتول
درېمګړی نه لري.‏
‏***‏
په ريښتیا چې ملت مو په دوو برخو ویشل شوی، دریمګړی نه لري. په دې توګه د ده شعری انځورونه ‏نوی او د ده د شاعرانه نبوغ استازي وو. یوه اونۍ وروسته بیرته  کابل ته راغلو. په هغو ورځو کې ‏زما یو کتاب هم مطبعه کې تر کار لاندې و، د ننګیال هم شعری مجموعه مطبعه کې وه. دهغه وخت د ‏کتاب کمپوز کیدل یو زاره چاودې کار و. لینو ټایپ ماشینونه و، چې یو ټکی به غلط شو ټوله کرښه او ‏ټوله پاڼه باید له سره جوړه شوی وای، ټول کار له ویلی شویوسرپو او تورو رنګونو سره و، په خواریو  ‏جوړه شوی فورمه به  لیکوال کتله او اصلاح کوله به یی.  په دې سخت کار کې یوه ورځ زه او ننګیال ‏دواړه مطبعه کی مخامخ شولو، ما ایله دوه فورمې ولوستی د ننګیال د کتاب کار تقریباً  خلاص و په ‏زینګوګرافی کې یې په پوښ کار روان و، کله چی څلور بجی نږدی شوی، د مطبعی کارکوونکو کار ‏بس کړ او بهر د عمله وو موټرو ته ووتل، زه او ننګیال هم را بهر شولو. راته کړه یې:‏
ځوانیمرګه؛ یو نوی شی مې لیکلی راځه چې درته ویې لولم. ده به تل ماته(ځوانیمرګ) ویل. اوس را نه ‏هیر دی چی دا یې تکیه کلام و که یواخې ماته یې ویل؟ خو آرینزی ته به معلومه وی چې دا یې تکیه ‏کلام و او ټولو ته یی ویل که څنګه؟
ده به دوستانو ته خپله لیکنه په دې نیامت نه اوروله چې څوک یې خامخا صفت وکړی، بلکې د ده هیله ‏به دا وه چې نیمګړتیاوی او کمبود یې ورته وښودل شی. د لوستلو پر مهال به یې د یوه ځیرک ‏روانشناس په توګه د اورویدونکی تندي  او غبرګون ته کتل. دی   د یو  حساس شنونکی په توګه په دې ‏پوهید چې لیکنه یی څومره د چا خوښه شوه یا خوښه نشوه. ما ورته وویل سمه ده، راځه دواړه ستړی ‏یو یو ځای به کینو را ته ویی لوله.  د مطبعی څخه  لږ وړاندی چی اوس هلته یوه لویه لوړه پلازه جوړه ‏شوی، د یوې ویالې غاړه وه دغه ویاله د دریمو مکرویانو له منځه همداسی پسې وړاندی تللی، اوس  ‏اوبه نه لری. هغه وخت د ویالې غاړی ته یو څو د ولی ونې او یو کوچنی شین چمن و، هلته کیناستو د ‏ښکاری آشنا شعر یی راته  ولوست . ځه موده ورسته دا یو نامتو شعر شو اوډیره ځله ننګیال په خپل ‏غږ ډیرو ادبی غونډو کی ولوست او ډیرو ځایونو کی خپور شو چې تر اوسه ډیر مینه وال لري. ‏
په یقین سره ویلای شم  چې ټول  دوستان ورڅخه ښه خاطرات لری  او د ادب مینه وال یې اوس هم ‏شعرونه په ډیره مینه لولی او ارمانونه یې ستایی.  الله(ج) دې  ورته فردوس جنت کې ځای ورکړی. ‏
پایله : ‏
• الله پاک دی د ننګیال روح ښاد لری او د ده ارمان دی خدای پاک پوره کړی چې سوله او د وطن ‏ابادی وه،
• الله پاک دې ډیر ژر وطن ته سوله راولی، که ۳شنبه راځي، خدای دې دوشنبه راولی، که لس ‏بجی راځي خدای دی نهه بجی راولی، چی یو ساعت.، یوه دقیقه او ثانیه مخکی هم راشی، سوله ‏لوی نعمت دی،
• خدای دی زموږ پیاوړی او غیرتی ملت سره متحد او یومټی کړی چی د ننګیال لوی ازمان و،
• ننګیال زموږ په زړونو کې دی، نه هیریږی. ‏
لوستل شوی 103 ځله Last modified on چهارشنبه, 17 ثور 1399 21:11

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي