اوسنۍ ماحول

د نثری ادب د برخي د پاره

سید عبیدالله نادر

له هر اړخه چې نظر کوم ،او خپلي د لټون او تحقیق سترګي غړوم .په دي ماحول کې داسي یو سکون چې زړه ته پوره آرامی او کرار وبخښي نه مومم . هر چاته چې ګورم د دوکي او غلولو سوچونه کوي ، په هیڅ چا کې اخلاص نه دی پاتي ،زړونه د کیني څخه ډک دي او د ضمیرونو، دهلیزونو ته د شیطان ګذر لویدلی .هر څوک په ظاهره ځان ښه ښايی خو باطن یی ډیر هیبتناک دي .

ژوند مادي دی او د معنویت پروا څوک نه ساتي . په هیڅ چا کې د معنویت روح نشته ، انسانان لکه رواني متحرکي جنازي دي ،هر څوک د دي له پاره چې د مثال په توګه د احمد او د محمود د سیالۍ څخه وروسته پاتي نه شي د سیالۍ د پوره کولو لپاره هر راز ټیټ والی او خود فروشې ته غاړه ږدي . یعني هررنګه بی شرمی قبلوي دا دنن ورځي د خلکو د ویاړ وړ یو کار دی ، په تیره په دي کلونو کې چې زه په کې ژوند کوم ،خو د ژوندون په دي صحني کې د عقل او هوش خاوندان دا ټول محسوسوي او درد مند خلک پرې ځوریږي

چې کاږه ږدي قدمونه ، په جهل هم نه پوهیږي

آخوا! زړونه د دردمنو ، په لیدو یی زخمي کیږي

 

لوستل شوی 139 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « ترانه بهار بهار توبه شکن »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي