وروستي مطالب
سلمان خان زندان ته واستول شو
پنجشنبه, 16 حمل 1397 22:05د هند د راجستان ایالت یوې محکمې د بالیوډ نامتو فلمي ستوری سلمان خان په پنځه کال بند محکوم کړی.
رپوټونه وایي چې د محکمې تر پرېکړې وروسته سلمان خان د "جود پور" زندان ته لېږدول شوی.
پر نوموړي تور دی چې په ناقانونه توګه یې د هغو غرڅو ښکار کړی چې نسل یې په ورکېدو دی او په ډېر کم شمېر کې موندل کېږي
"هغه را باندې جنسي تېری وکړ، چې مور ور سره لېږلې وم"
چهارشنبه, 08 حمل 1397 20:51ډیزي ایراني د تېرې پېړۍ د پنځوسمو کلونو د نوي دور او د خاورو ګلونه په څېر فېلمونو کې د ماشومې هنرمنې په توګه خپل فېلمي مزل پیل کړ.
هغه په خپل وخت کې د ماشومې هنرمنې په توګه د خلکو د ژبې په سر وه.
خو دا اونۍ یې د خپل ژوند داسې دردوونکی اړخ روښان کړ چې د نن ورځې هغه مور پلار لپاره ژړوونکی حقیقت دی چې خپل کوچني کوچني ماشومان د هنر نړۍ برخه جوړوي
'پاني پت' فلم د احمدشاه دراني په رول کې سنجي دت
یکشنبه, 27 حوت 1396 22:12ټاکلې ده د هند سینما نوموتې څېره سنجي دت، چې په افغانستان کې ډېر مینه وال لري په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان امپراطور احمد شاه دراني په رول کې د بالیووډي په پاني پت فلم کې لوبېږي.
درې ورځې مخکې د پاني پټ د فلم اصلي لوبغاړي وپېژندل شول چې د افغانستان او هند ګډه تاریخي او مهمه جګړه نندارې ته وړاندې کوي.
د دې فلم جوړونکي اشوتوش ګواریکار ، وویل چې سنجي دت، ارجون کپور او کریتي سانون به د دې فلم اصلي لوبغاړي وي
د هند فلمي ستورې سري دېوي د زړه حملې له کبله مړه شوې
یکشنبه, 06 حوت 1396 13:57- د بالیووډ فلمي ستورې سري دېوي د زړه د حملې له امله د ۵۵ کلونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوې ده.
د هندوستان د خبري اژانس (پريس ټرسټ اف انډیا) د خبر له مخې، سري دېوي د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل مېړه بوني کپور او خپلې لور خوشي سره دوبۍ ته تللې وه.
سري دېوي په ۱۹۶۳کال د اګسټ په ۱۳مه د هند په تامل ناډو سیمه کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۸ کال کې فلمي نړۍ ته راغله چې لومړی فیلم یې هم (سولهوان ساون) نومېږي
انستیتوت ملی موسیقی افغانستان برنده جایزه "نوبل موسیقی" شد
چهارشنبه, 25 دلو 1396 20:21انستیتوت موسیقی افغانستان همراه با گروه موسیقی پیشگام «متالیکا»، برنده جایزه موسیقی پولار شدند که اغلباَ به نام «جایزه نوبل موسیقی» یاد می شود.
به گزارش اسپوتنیک، انستیتوت ملی موسیقی افغانستان به افتخار فعالیت های موثرش در چند سال گذشته، توانست با یک باند موسیقی دیگر جایزه "نوبل موسیقی" را از آن خود کند. این انستیتوت از سال 2008 به این طرف زیر نظر احمد سرمست به پیش برده می شود
'پدماوت' کې د علاوالدین خلجي انځور
جمعه, 20 دلو 1396 19:31هندوستان له لرغونو زمانو د نکلونو وطن دی. دغه نکلونو کې له اسطورو نیولې، د سوبو تر قصایدو او ماتې ویرنو پورې داستانونه په بېلا بېلو ژانرونو کې بیان شوي دي
له همدغسې نکلونو یو نکل د 'پدماوت ' تر سرلیک لاندې صوفي شاعر ملک محمد جیاسي په ۱۵۴۰ کال کې یوه اوږده نظم کې ولیکه.
دغه پخوانی نظم اوس ځکه ذهنونو کې تازه شو، چې د هند وتلي فلم ډایرکټر سنجې لیلا بنسالي د دغې کیسې پر مرکزي خیال فلم جوړ کړ
د ناندریز هندی فلم ننداره، د پولیسو او احتجاجیانو اخ و ډب
سهشنبه, 10 دلو 1396 14:40هند کې سخت دریځو هندوانو چې نندارې ته د بالیووډ یوه فلم وړاندې کېدو غوسه کړي دي، د سینما نندارچیان ګواښلي او له پولیسو سره یې اخ وډب کړی دی. رپوټونو کې ویل شوي، اتر پردېش ایالت کې د یوې سینما پر څښتن برید شوی او ګاونډي بیهار ایالت کې هم یو شمېر نورو ته ګواښونه شوي دي
د سني لیونې مجسمه جوړیږي
پنجشنبه, 05 دلو 1396 14:36د هندي فلمونو مشهورې ممثلې سني لیونې مومي مجسمه به ډیلي کې د مادام تساو موزیم کې ځای پر ځای شي. سني په هند کې خورا ډېر مینه وال لري او مادام تساو موزیم چارواکو یې د مینه والو همدې ګڼ شمېر ته په کتو د مجسمې نصب کولو پرېکړه کړې