د پښتو ژبې لومړنی فلم اتیا کاله مخکې بمبی ښار کې جوړ شوی و

د پښتو ژبې لومړنی فلم اتیا کاله مخکې بمبی ښار کې جوړ شوی و

 

پښتو په نړۍ کې ۳۱مه تر ټولو ډېره کارېدونکې ژبه ده او یوازې د پاکستان نږدې ۱۵سلنه وګړي په دې ژبه خبرې کوي.‌ پاکستان کې له اردو او پنجابۍ وروسته تر ټولو ډېر فلمونه هم په پښتو ژبه جوړېږي، او تر دې دمه په دې ژبه کې کابو ۸۰۰ فلمونه جوړ شوي‌ دي.‌ خو ایا خبر یاست چې د پښتو ژبې تر ټولو لومړی فلم په پېښور،‌ کراچۍ یا کابل کې نه، بلکې د بالیووډ په زړه، یعنی بمبی ښار کې جوړ شوی و

.‌

د دې فلم کیسې او د جوړوونکو په اړه یې د بحث لپاره باید په تاریخ کې اتیا کاله شاته ولاړ شو.

د پښتو ژبې د لومړي فلم نظر یا سوژه د پښتو ژبې یو تر ټولو نامتو شاعر امیر حمزه خان شینواري وړاندې کړې وه.‌

ښاغلي حمزه شنیواري په ۱۹۳۸ کال کې غوښتل چې په پښتو ژبه کې یو فلم جوړ کړي. نوموړي‌ غوښتل چې دې فلم ته د "لیلا مجنون" نوم ورکړي.‌

دا فلم د ځوان امیر حمزه یو ارمان و، او دا ځوان په راتلونکو لسیزو کې د پښتو ژبې او ادب یو ځلانده ستوری شو.‌

نوموړي د دې فلم کیسه، پلاټ، دیالوګونه، او شاعري پخپله ولیکله، او د موسیقۍ په برخه کې یې له خپلو ملګرو عبدالکریم عندلیب او رفیق غزنوي نه مرسته وغوښته.‌

رفیق غزنوي د نامتو پاکستانۍ سندرغاړې او ممثلې سلما اغا مورنی نیکه هم و.

اوس ښایي‌ تاسې پوښتنه وکړئ‌ چې د دې فلم ډایرکټر څوک و،‌ او امیر حمزه د خپلې دې نازولې پروژې لپاره پر چا باور وکړ؟

په دې اړه پاتې شوي‌ اسناد بېلابېلو نظرونه وړاندې کوي.‌ ځینې وایي‌ چې رفیق غزنوي د دې فلم ډایرکټر هم و.‌

خو نورې سرچینې بیا وایي چې امیر حمزه د دې کار لپاره پر بل چا باور نشو کولای،‌ او د ډایرکشن یا فلم جوړولو کار یې هم پخپله ترسره کړ.

هغه مهال په پېښور او کوټه کې ځینې تیاترونه وو چې فلمونه یې نندراې ته وړاندې کول

‌حقیقت که هر څه وي،‌ دا منلی شو چې امیر حمزه په دې ټوله پروژه کې رفیق غزنوي‌ ته ډېره ونډه ورکړه،‌ ان دا چې د اصلي کرکتر رول هم رفیق غزنوي ولوباوه.‌

د ده ترڅنګ په نورو رولونو کې حبیب جان کابلی، ستاره او وزیر محمد خان هم وو.‌

پخپله امیر حمزه خان شینواری هم د کامرې تر شا په ارام نشو کېناستلی،‌ نو ځکه یې خپله هم په دې فلم کې کوچنی رول درلود.

د دې فلم یوه بله ځانګړتیا د فلم موسیقي ده، چې د حمزه شینواري د پیل کلونو د شاعرۍ یو خوند او څرک پکې شته.‌

بله جالبه خبره دا ده چې د سندرو لپاره کوم نامتو سندرغاړی غوره نشو، بلکې د فلم کرکترونو پخپلو غږونو کې سندرې ثبت کړې.‌

حمزه شینواري خپل غږ هم پکې وکارلو،‌ او همدا راز رفیق غزنوي، حبیب جان کابلي او وزیر محمد خان هم پکې سندرې وویلې.

په هر حال،‌ لیلا مجنون فلم په ۱۹۴۱ کال کې بشپړ شو او یو کابل وروسته د پېښور کوټې په تیاترونو کې نندارې ته وړاندې شو.‌

تاریخي اسناد وایي چې د بمبی ښار پښتو دا فلم ډېر خوښ کړ، ان دا چې د دې فلم ځینې دیالوګونه او سندرې هغه مهال د خلکو پر خوله وې او د ورځني کلتور برخه وګرځېدې.

امیر حمزه شینواری او د پښتو فلم خوب:

 

امیر حمزه خان شینواري د پښتو ژبې لومړني فلم جوړولو کې مرکزي رول درلود

د لیلا مجنون فلم بریا او د خلکو مثبت غبرګون د امیر حمزه خان شینواري د شهرت اصل لامل نه دی.

بلکی دی په راتلونکو کلونو کې د پښتو ادبیاتو یو ځلانده ستوری شو او ان دا چې "د پښتو غزل پلار" لقب ورکړل شو او تر ننه یې خلک د حمزه بابا په نامه یادوي.‌

حمزه شنیواری د لنډي کوتل په خواږه خېلو سیمه کې زېږېدلی و او په خپل ژوند کې یې د پښتو ادبیاتو په ګڼو ژانرونو کې شعر او نثر لیکلی دی.‌

د پاکستان حکومت حمزه شینواري ته د ده د ادبي خدماتو او لاسته راوړنو په ویاړ د "ستاره امتیاز" جایزه یا تمغه هم ورکړې ده.‌

نوموړی د ۱۹۹۴ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ نېټه ومړ او په خپل پلرني کلي‌ کې خاورو ته وسپارل شو.‌

د حمزه شینواري له مړینې سره د پښتو شاعرۍ او ادب یو ځانګړی څپرکی ختم شو،‌ او قبر یې اوس د ګڼو هغو کسانو لپاره په زیارت بدل شوی چې حمزه شینواری یو لوی صوفي شاعر بولي.‌

رفیق غزنوي: د ګنو کمالونو څښتن:

رفیق غزنوي هم د لیلا مجنون فلم ډایرکټر و او موسیقي یې هم ورته جوړه کړې وه

رفیق غزنوي په ۱۹۰۷ کال کې زېږېدلی،‌ راولپنډۍ له اسلامیه کالج نه یې لسم ټولګی ولوست او وروسته یې د لاهور اسلامیه کالج او همدار راز پنجاب پوهنتون کې زدکړې وکړې.‌

نوموړي ته له حمزه شینواري سره یو ځای د "لیلا مجنون" فلم د ډایرکټرۍ ویاړ ور په برخه دی.‌

نوموړي تل له کلاسیکي موسیقۍ سره لېوالتیا درلوده او د استاد عبدالعزیز خان،‌ استاد میا قادر بخش لاهوري‌ او استاد عاشق علي‌ خان په څېر کسانو په لاس روزل شوی و.‌

له سینما سره یې اړیکه په ۱۹۳۰ کال کې هله پیل شوه چې په یوه ګونګ یا بېغږه فلم کې یې کار وکړ،‌ او وروسته یې د "هیر رانجا" فلم موسیقي کمپوز کړه.‌

د دې فلم جوړولو پر مهال رفیق غزنوي د همدې فلم پر اصلي‌ ښځینه کرکترې "انوري" مین شو،‌ او دواړه بازار ته د دې فلم له راوتلو وړاندې واده هم وکړ.‌

د دوی یوه لور وزېږېده چې زرینه نوم یې پرې کېښود، او رووسته زرینې هم د نسرین په نامه په فلمونو کې کار پیل کړ.

د زرینې لور،‌ یعنی د رفیق غزنوي‌ لمسۍ سلما اغا په هند او پاکستان کې د موسیقۍ او فلم یوه ځلانده ستورې شوه،‌ چې ان تر ننه یې مینه وال یادوي.‌

د "هیر رانجا" فلم له جوړولو وروسته رفیق غزنوي بمبی ښار ته ولاړ او هلته یې په ګڼو فلمونو کې د اصل کرکتر او ځینو نورو کې څنګلوري رولونه درلود.

نوموړي‌ خپله د موسیقۍ زدکړه هم وکاروله او د ځینو فلمونو لپاره یې موسیقي چمتو کړه.‌

(جواني دیواني،‌ پرېم پوجاري،‌ دهرم کي دېوي، پرېم یاترا،‌ اپني‌ نګریا،‌ تقدیر، بهو راني،‌ نوکر اور سکندر کې نام) د رفیق غزنوي ځینې مشهور فلمونه دي.‌

د لوی هند له بېلېدو وروسته رفیق غزنوي کراچۍ ته کډه شو او د پاکستان راډیو سره یې دنده پیل کړه.‌

نوموړی همدا راز د هغې ډلې غړی و چې د پاکستان ملي سرود یا "قومي ترانې" لپاره یې موسیقي تصویب کړه.

نوموړي په پاکستان کې هم خپل د موسیقۍ سفر ته دوام ورکړ او د (پرواز، انوکي بات، او منډي‌ کې نام) په څېر فلمونو لپاره یې موسیقي‌ کمپوز کړه.‌

رفیق غزنوي له دې کبله هم مشهور و چې له انوري‌ پرته یې هم د زهرا، انو رادها او قیصر بېګم په نامه درې نورې مېرمنې هم درلودې.

د شاهینې په نامه د رفیق غزنوي یوې بلې لور هم په ځینو پاکستاني‌ فلمونو کې کار کړی.‌

د ده یوې بلې لور د فلمونو له مشهور ډایرکټر ضیا سرحدي‌ سره واده وکړ.‌ د دوی دوه زامن،‌ خیام او بلال سرحدي،‌ لا هم د هنر نړۍ سره اړیکه لري.‌

رفیق غزنوي د ۱۹۷۴ کال د مارچ پر دویمه نېټه په کراچۍ ښار کې ومړ.‌

د پېښور وزیر محمد خان:

 

د پېښور وزیر محمد خان (کیڼ لاس) په ۱۹۲۶ کال کې بمبی ښار ته کډه شوی و

ممثل او سندرغاړی وزیر محمد خان په اصل کې د پېښور و، خو په ۱۹۲۶ کال کې بمبی ښار ته کډه شوی و.‌

هلته یې په پیل کې په ګونګو یا بېغږو فلمونو کې دنده پیدا کړه، او وروسته د (کشمیرا، منو ویجې،‌ دل فروش او هملېټ) په څېر فلمونو کې هم راڅرګند شو.‌

خو د هغه د شهرت اصل لامل د هند په لویه وچه کې لومړی غږیز فلم (عالم ارا) و.‌

په دې فلم کې دی د (دې دې خدا کې نام پې) مشهوره سندره کې راڅرګنده شو.‌

دا سندره د هند په لویه وچه کې د غږیزو فلمونو لومړی موسیقي‌ بلل کېږي.‌

د دې سندرې د اصلي رېکارډنګ یوه نسخه په پېښور کې د ابراهیم ضیا په نامه یو کس په خپل شخصي ارشیف کې خوندي‌ کړې.

وزیر محمد خان وروسته د (مجېک فلوټ، دهنوان،‌ دولهن،‌ مېرې لال، اوس نې کیا سوچا، رنګیلا راجپوت، شېر دل عورت، درد دل او دختر هند) په څېر فلمونو کې هم کار وکړ.‌

نوموړی د ۱۹۷۴ کال د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه د هند په ممبی ښار کې ومړ.‌

 

لوستل شوی 86 ځله Last modified on دوشنبه, 19 جوزا 1399 20:41