په افغانستان کې د طنز د لومړنی سیمینار یادونه او یوه مقاله:

په افغانستان کې د طنز د لومړنی سیمینار یادونه او یوه مقاله:

دودیال

یادښت: د ۱۳۹۱ل. کال په اوړي کې د اطلاعاتو او فرهنګ د مشاور ارواښاد جلال نورانی په نوښت وپتېیل شوه چې په افغانستان کې د معاصرو نثری –تخلیقی ادبیاتو د خوږ ژانر(طنز او طنزلیکنې) په اړه یو علمی سیمینار دایر شيدهغه وخت د رادیو- تلویزیون رئیــس ښاغلی ډاکترواحد نظري(چې خپله هم ښه طنز لیکوال، سناریست، دفلم ډایرکتر اوادیتور، او د هنرونو په رموزونوپوه څېره او دسیمنار د تدویر لپاره دیو شمیر امکاناتو لرونکی و) هم دا موضوع په ډیره خوشحالۍ تایید او د هرډول مرستې وعده یې ورکړه.

په دې توګه په کابل کې مېشت طنز لیکوالو او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت دهغه وخت دمشاور(ج. نورانی) او اداری رییس ( جناب حکیمی) په ګډون مو د تدارک یو کمیسیون جوړ کړ. د سیمنار لپاره د بلنې په لیکنو، د سیمنار د تدویر دځای، ګډونوالو، لوګو او نورو مسایلو په اړه پریکړه وشوه. د ښار په څو ځایونو کی د سیمنار دتدویر خبرتیا او شعارونه هم ولیکل شول. په سیمنار کی دګډون لپاره ګڼ شمېردمطبوعاتو او رسنیومسئولینو، فرهنګیانو او لیکوالانو ته بلنه ورکړل شوه. دغه لاندني طنز لیکوال د کمیسیون لپاره وټاکل شول 

محترم احسان الله سلام، مسعوده خزان، کاتب پاڅون، نورانی، دودیال، ډاکترنظری، عبدالنافع همت، نبی صلاحی، ژکفرحسینی، نصیر احمد نشاط، نجیب دهزاد، تواب امیری، سعیدی، ظاهر ایوبی، عثمان اکرم، ضیاکوشا اووحیدغروال. دسیمینار د دایریدو ځای ( د دولت درسنیو مرکز) وټاکل شو. 

سیمینار په ټاکلی ورځ دایر او د هغه وخت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر( رهین) هم ګډون وکړ. هغه مهال آغلی خور مسعوده خزان په کابل کې د (اچارخربوزه) په نوم یوه طنزیه اونیزه خپروله او په جلال اباد کی دوه طنزیه خپرونې( خاښۍ او ډانډس) خپریدې، آزادی رادیو د مربای مرچ او دګوړې اچار نشرول(دا چاپی رسنۍ نه،بلکې بریښنایی رسنۍ وه). دواړو(چاپی او بریښنايي) کې ډیرې ښې لیکنی او معیاری طنزونه خپریدل. لومړنۍ چاپي  دریواړه مصورې هم وې. جلال ابادکې د دوو طنزیه خپرونو لیکوال په مستعار نوم و  او محلی چارواکو یی د نشر تحمل نشو کولای، نو د تهدید او مالی سرچینو د کمښت له امله یی نشرات ودریدل. 

په سیمنار کې ډیرې ښې مقالې ولوستل شوې او په پای کی یو پریکړه لیک هم د ټولو په خوښه صادر شو. د نوموړی سیمینار یوه پریکړه دا وه چې  لوستل شوی مقالې به د یوې مجموعې(ټولګې) په توګه خپریږي، خو هغه مهال دا کار ونشو، فکر کیږی چې وزیر صاحب حکم ورنکړ. دغه مقدمه مې ځکه ولیکله چې که څیړونکي د طنز لیکلو په اړه لیکنه کوي، دا موضوع به هم پکې په یاد ولري دغه قلم هم دهغه وخت دخپریدونکو طنزونو په کتنې سره  سیمنار کې یوه مقاله ولوسته چې دلته وړاندې کیږي:   

*** 

د طـــنز مــــــــحـتوا بـایـد د ژونـد واقــــعیـتونـه وی 

د ژوند له واقعیتونو څخه زمونږ هدف د ټولنې هغه حقایق او چاپیریال دی، چی مونږ خپله په هغو  باندې اغیزه لرو. زمونږ کلتوري کچه، یوبل سره مناسبات، سیاسی حاکمه فضا، ورځنی معاملات او تعاملات، د پېـښو په هکله تفکر او قضاوت، زمونږ خبرتیا له واقعیتونو څخه او د هغو پر وړاندې غبرګون او داسی نور د ژوند واقعیتونه دي. له بده مرغه دغه واقعیتونه هغسی ندی لکه چی باید وای. زمونږ ټولنه د نیمګړتیاوو، ابتذال، فساد، تقلید، زراندوزي، جاه طلبی، قومی تعصباتو، بی تفاوتی، تنبلی، د وګړو روحی نا انډولی، غفلت او نورو معایبو تر ټولو یو بد پړاو تیروي چې په اصلاح او هغو ته د چارواکو اوخلکو ځیر کولو کې طنز مهمه ونډه لرلای شي. طنز واهي تصورات او هسې د خلکو لپاره د کومې بوختیا ایجادول نه دي، بلکې له اصلاحی هدف څخه یو ډک رغنده او جسورانه اقدام دی چی د نیش او نوش له یو ظریف او هنرمندانه ترکیب څخه یو متعهد او د ژمنتیا لرونکی آګاهانه حرکت او د ژوند د واقعیتونو مثبت بدلون دی. طنز د پورتنیو ناولتیاوو او                 ترخوواقعیتونو د اصلاح لپاره غوره حربه او د ډیرو ارزښتناکو اجتماعی پېښو د انعکاس لپاره یوه مناسبه وسیله ده. که دغه حربه او وسیله د یوې ترخې خندا په بڼه وي، که د یوه حیرانوونکی اغراق په بڼه وي او که د عجیبو اضدادو د سره یو ځای کولو او په نورو بڼو وي، مونږ ورته ضرورت لرو. طنز نه ټوکه او فکاهی ده او نه د خلکو په شونډو په میخانیکی ډول د موسکا را څرګندول دي، بلکې په ناولتیاوو پورې خندل او په ترخو واقعیتونو اعتراف کول دي.  

د افغانستان د اوسنیو ټولنیزو-سیاسی او اداري  ذکر شویو ترخو واقعیتونو  زمونږ د ملت په روح او روان ډیر منفی فشار وارد کړی دی. طنز کولای شی خلکو ته یو روحی علاج وګرځي. په دې توګه مونږ ادبی طنز ته اړتیا لرو. د ادبی طنز یوه ځانګړتیا دا ده چی له ظرافت او ځیرکتیا څخه ډک وي او له یوه ژور تفکر او درک سره له معنا ډک اصلاح کوونکی تخیل ارائه کړي. 

 په بله وینا: ادبی طنز د یوه ترخه واقعیت هغه ډول تجسم او ښودنه ده چی هلته د ژوند ناوړه اړخونه په هجو اوکنایې سره محکوم او ټکول شوي وي.  زمونږ لیکوال د طنز بیلابیل ډولونه تجربه کوي لکه ژورنالیستی طنز، ادبی طنز ( Satire)، ګروتسک (Grotesque)، پروډي (Parody) کارتون، طنزی ډارمې او تمثیلي ټوټې. ( د طنز د سمینار په مناسبت ښاغلی ج.نورانی دوه کتابونه او د مقالو یوه سلسله خپره کړی. وګوری: انیس د ۱۳۹۱ کال بیلابیلې ګڼی ) همداسی هم په پام کی ده چی د سیمینار د مقالو یوه ټولګه به هم چاپ شی. 

 طنز به هغه مهال د موجوده اصلاح وړ حالت د ښه کیدو په خاطر موثره حربه وګرځي  چې د تقلیدی، تکراري او سطحی حالت څخه یو  نوښت لرونکي ، ابتکار څخه ډک او ژور مفهوم لرونکي حالت ته واوړي. زمونږ د طنز اوسنۍ ټوله محتوا اداری فساد ته متوجه ده، چی هغه هم له هنریت څخه یو تش حالت لري. یو شمیر لیکنې چی د طنز تر عنوان لاندې په اوسنیو مطبوعاتو کې خپریږي د طنز؛ په تیره بیا د ادبی طنز هغه ځانګړتیاوې نلري چې باید ویې لري. کله چی مونږ ورڅخه انتقادي یادونه وکړه، نو په تلویزیونو کی وړاندی کیدونکی تمثیلي ننداری د ابتذال تر بریده بی هنریته او پوچی دي، دمثال په ډول یې یادولای شو. دغه نمایشات نه یوازې دا چې هنریت او په زړه پورې والی نلري، بلکې د خشونت، له ټولنیزوآدابو څخه د لرې حرکاتو او آن دا چی د سپکو الفاظو لرونکی دي. که زمونږ اوسنی ادبی طنز او نمایشنامی د ۳۰ – ۳۵ کاله مخکی سره پرتله کړو؛ نه یوازي دا چی کوم نوښت او ښه والی پکی نه ښکاری، بلکې ډیرې بی محتوا شوی هم دي. له همدې امله کله کله که چیرې کومه راډیو یا تلویزیون د ملی راډیو – تلویزیون د آرشیف / د ۳۰ – ۳۵ کاله مخکی یوه ډرامه، ننداره یا تمثیلی ټوټه ښکاروي، یا یې اعلان خپور کړی لیدونکی په بی صبرۍ سره د هغو د لیدو په تمه ناست وي، دا ځکه چې هغو هنریت درلود، پیغام پکی و  او دخلکو د آرمان یوه څنډه پکې له ورایه ځلیده.  

ادبی طنز د الفاظو او کلماتو په واسطه ښکلا ایجادوي. په تیره بیا نیش او نوش دواړه سره یو ځای کوي، خو کله چې هغه د ممثل په حرکاتو سره تمثیل شي نو مرکب هنر ورڅخه جوړیږي. په دې توګه هنر یو خلاقیت دی، چی ډير دقت او لوړ استعداد غواړي. 

اوسني وخت کې چې مونږ د طنز په هکله د لومړني سمینار لپاره چمتووالی نیسو( دا دهغه وخت خبره وه، سیمینار بیا په بریالی ډول دایر او پای ته ورسید)، د ځوانو لیکوالو پاملرنه دغه ژانر ته راګرځوم.  

طنز هغه ډیر پیچلی، په زړه پورې او سمون راووستونکی، خو له ستونزو ډک ادبی ژانر دی چې یواځې د پوره مطالعې او  ښې تجربې په لرلو سره لکیل کیدای شي. باید په سلګونو کتابونه ولولو تر څو یو ښه طنز ولیکل شي. ښه طنز به موجوده ناولتیاوې، فساد او نیمګړتیاوې بر بنډې او دهغو اصلاح ته به لاره هواره کړي. طنز که له یوې خوا خندا راولي او روح ته تسکین ورکوي، له بلې خوا د مبارزې او بیا رغونې لپاره اصلاحی وسیله کیدای شي. طنز د وروری، قانون، عدالت، تفاهم او روغ نیت د بیرته راوستلو لپاره ځواکمنه سرچینه ده، هغه ښکلي انسانی او شریفانه آرمانونه چی څو کاله مخکی مونږ لرل هغه به بیرته زړونو او دماغونو کې را ژوندی شي.  زمونږ خلک له روڼاندو هیله لري. د دوی سترګې په اوسنیو نا هیلیو کې د همدوی خوا ته اوړي، نو ځکه  روڼاندي  د قوی روح په لرلو سره هم انتقاد کوي او هم انتقاد منی او هم اصلاح ته ملا تړي.  

که د اصلاح او د سمون راوستلو لپاره د مستقیم بیان څخه برعلاوه، له غیر مستقیم بیان ( هنریت او طنز ) څخه کار واخیستل شي، نو د اصلاح او سمون لاره به لنډه شي. ځکه د انسان د روح یو عجیب خصوصیت دا دی چې تر سیده بیان او تاکید څخه، غیر مستقیم یا نا سیده اشاره ورباندی زیاته اغیزه لري. په دی توګه د اصلاح او سمون دروند مسئولیت د طنز لیکونکی غاړی ته ورپریوځي. د مونږ سمینار په هر ټکی تاکید کوي. زموږ د سیمینار مخاطبین د پیاوړی روح لرونکی، لوړو انسانی آرمانونو ته ژمن لیکوال او هنرمندان، د لطیفو  او ظریفو عواطفو خاوندان، او د لوړ ټولنیز شعور لرونکي روڼادي دي. که مو په کلکه اصلاح او سمون ته ملا وتړله، نو بیا به یو نیکمرغه ملت یاستو، په یو ملت کی د طنز، ټوکو،مزاحیه، سخریه او لطایفو شتون د هغه د روح ځواک او د تکامل په لوري یې  یون ښکاره کوي.  

ستاسو له پاملرنې څخه مننه 

لوستل شوی 62 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « تصادفهای شګفت انګیز در خارج