د ښځی په هکله يوه لطيفه

د ښځی په هکله يوه لطيفه

د ع.م. پرهيز ژباړه
د هستونې (خلقت) په پيل کې ،کله چې د نړۍ هستونکې د ښځې د هستولو برخی ته ورسيد، نو څرګنده شوه چې ټول سخت او ټينګ مواد يې د نرينه په هستولو کې پکارولې دي او هيڅ ترې پاتی نه دي. نو د ستونزي د حل دپاره يې داسی وکړل:د مخ ګردوالې يې له سپوږمې، بدن يې له مرمرو، د بدن لړزيدل يي له وښو ، غږ يې له شپېلې، تازه ګې يې له غنچې، د بدن وزن يې له پاڼې، د بدن د آوښتون خاصيت يې د فېل له خرطوم ،د سترګو ښکلا يې له هوسۍ، د سترګو نيش يې له غومبسې، خوښې يې د لمر له وړانګو، ژړا يې له وريځ، بې زړه توب يې له سويې (خرګوش)، غرور يې له طاووس، نرمې يې د طوطې له غيږ، سختې يې له ډبري، خوږوالې يې له شاتو، سخت زړه يې له پړانګ، تودوخه يې له اور،سړښت يې له واوري، زياتې خبرې

يې له کارغه، زاري يې له کوترې، دوه مخي يې له زاڼې او وفا يې له هېلۍ څخه راواخيستله او دا ټول يې سره ګډ کړل او ښځه يې تري جوړه کړه او نارينه ته يې وسپارله.
يوه اونۍ وروسته نرينه خداي ته راغی او ويې ويل: لويه خدايه! داچې دی ماته راکړی ده پر ما يې ژوند حرام کړې دي، بې پرچوه خبری کوې. يوه شيبه مې آرام ته نه پريږدي، زوروی مې، تل غواړې چې پالنه يې وکړم اومشغوله يې وساتم، بې ځايه ژاړي، يواځنې کار يې بې کاري ده. راغلې يم چې بيرته يې در وسپارم. ده سره ژوند کيداي نه شې. بيرته يې واخله.
خداي ويل سمه ده او ښځه يې بيرته تري واخيستله.
يوه اونۍ وروسته سړي بيا خداي ته ورغې او ويل يې: لويه خدايه يوازی او ځانته پاتې يم . هغه شېبې راياديږي چې ده په څومره خواږه او مېنه ناکه ژبه ما سره خبري کولې ، خوږي سندري يې ويلې، ګډيدله، د سترګو له کنجه به يې ماته کتل ، ټينګ به يې په غيږه کې نيولم، دهغې په خوږه خندا به زما زړه باغ باغ کيده، بدن او کتل يې زړه راښکونکې ؤؤ.
هغه بيرته راکړه.
خداي ويل سمه ده او هغه يې بيرته ورکړه.
دري ورځې وروسته سړې بيا خداي ته ورغې او ويل يې أي لويه خدايه! نه پوهيږم چې څنګه ده! خو دومره پوهيږم چې زحمت يې له رحمته زيات دې.
يو ځل بيا کرم وکړه او هغه بيرته له مانه واخله.
خداي ويل ځه لاړه شه! بس دي هر څه دي وويل. ځه او له هغې سره جوړ راشه.











لوستل شوی 1068 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي