وروستي مطالب

ښاغلی مټیق ( چونګښه)

پنجشنبه, 27 جدی 1397 16:48


        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې 
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
شپږمه برخه 
قوړ قوړ 
دنیس په داسې حال کې چې په ]ټکۍ سره د ټولګي په مینځ کې منډې وهلې ، د ښوونکي خالي ځای ته په کتو سره سم یې وویل : (( سلام ښاغلی مټیق )).څو تنو زده کوونکو ښه وخندل .دنیس او ووتر  د ټولګي ټولو زده کوونکو ته د پرون ټوله کیسه

یولنډه کیسه ـــ غر او ډنډ

پنجشنبه, 20 جدی 1397 18:45


د ماشوم ادبیات
    لیکوونکی : شن جیون تشي
پښتو کوونکی : یوسف هیواددوست
غر او ډنډ سره ګاونډیان ول ،غر د خپلې لوړې څوکې او پیاوړې تنې  له امله په ځان

ښاغلی مټیق ( چونګښه)

جمعه, 14 جدی 1397 11:34


        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې 
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
 پنځمه برخه
۵
سره ګلان 
ښاغلی فرانس  په داسې حال کې چې د سرو ګلانو یوه ګېډۍ یې په لاسو کې وه ، د دوي مخې ته  درېدلی و ،او په خندا یې وویل : (( هلکانو ، دا ډېره په زړه پورې ده چې تاسو دلته ګورم !)).دنیس وویل :

ښاغلی مټیق ( چونګښه)

پنجشنبه, 13 جدی 1397 23:15


        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې 
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
 څلورمه برخه
۴ 
کتنه 
دنیس څو شېبې مټیق ته وکتل ، آیا په رښتیا هم دا ښاغلی فرانس و ؟مټیق قور قور وکړ او داسې ځای کې ودرې چې ګواکې مخامخ یې د هغه سترګو ته کتل .دنیس ډېر په کراره وویل : (( دا سترګې خو یې بیخي لکه د ښاغلي فرانس په شان دي )).ووتر

ښاغلی مټیق ( چونګښه )

سه‌شنبه, 11 جدی 1397 23:52

ه تېر پسې
د ماشومانو لپاره رومان 
لیکوال : پاول وان لون 
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست 
دریمه برخه 
۳
د ژویو د خرڅلاو مغازه 
کله چې دتیس ، ووتر او سیتا له ښوونځي څخه د باندې ووتل  پام یې شو چې  ښاغلی  فرانس د واټ په یوه ګوښه کې په چټکۍ سره ورک شو ،دنیس وویل : (( راځۍ ما پسې راځئ باید ویې څارو )) سیتا خپل ځای کې ودرېده : (( زه تاسو سره نه یمه ،

ښاغلی مټیق ( چونګښه )

سه‌شنبه, 11 جدی 1397 14:54


په تېر پسې
د ماشومانو لپاره رومان 
لیکوال : پاول وان لون 
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست 
دویمه برخه 
۲
پرانیستې خوله 
ښاغلي فرانس لکه هغه چا چې وغواړي په لامبو کې لاندې غوټه ووهي ، په خپله سینه کې خپله ساه بنده کړه  او یو ناڅاپه یې وویل : (( صبر وکړۍ ! لومړی باید تاسو قسم یاد کړۍ چې زما راز به هېڅ  چا ته نه وایۍ )) . ټولو ټولګي والو  سره یو ځای وویل : (( قسم یادوو )) .دنیس په داسې حال کې چې رخه یې کوله جیغه یې کړه : (( که همدا اوس دې خپل راز موږ ته و نه وایې ، نور نو ستا یوه خبره نه اورو )). ښاغلي فرانس د هغه پر اوږو لاس کېښود  (( همداسې ده دنیس ! رښتیا ووایم

رېښتینی دین

جمعه, 07 جدی 1397 22:23

پامیر زیارمل
(لومړۍ برخه)
یادونه: «رېښتینی دین» د رېښتینو پېښو پر بنسټ لیکل شوی دی

تاج محمد د ۲۰۰۱ زېږدي کال د اکتور میاشتې په اوومه نېټه، کله چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل،  نړۍ ته سترګې وغوړولې. تاج محمد د نوي پېر رېښتینی زوی و: کله چې یې عمر ۱۵ کالو ته ورسېد، نو هغه د دې نړۍ د ټولو حرامو شیانو خوند څکلی و. د کابل په «ډيپلومات» نامه نڅاځي کې داسې څوک نه و، چې له تاج محمد سره د شرابو څښلو او نجنو ته په پیسو ورکولو کې سیالي وکولای شي

ښاغلی مټیق ( چونګښه)

پنجشنبه, 22 قوس 1397 21:15


لیکوال : پاول وان لون      د ماشومانو لپاره ناول
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
کاکا طوطي او ټولو لګ لګانو ته ډالۍ
ژباړونکی : زموږ د وخت ټولو چونګښانو ته ډالۍ 
لومړۍ برخه 
یو مهم راز 
همدا چې ښوونکی  ټولګې ته راننوت ،په قدم وهلو یې پیل وکړ ، یو ناڅاپه ودرېد  او زده کوونکو ته یې وویل : (( زه یو مهم راز لرم )) .هلکانو ژر خپل رنګه پنسلونه پر میزونو کېښودل  او په حیرانتیا سره یې ښاغلي فرانس ته وکتل .
سیتا وپوښتل : (( ښاغلی فرانس تاسو څه مهم راز لرۍ ؟)) .سیتا یوه وړه تورپوټکې نجلی وه چې له خپلو تورو لنډو وېښتانو سره به تل د ټولګې په لومړي کتار کې کېناستله .،ښاغلی فرانس پرې ډېر ګران و نو ځکه به یې تل ویل : (( موږ د نړۍ ترټولو ښه ښوونکی لرو ))