هغه ګونګۍ شوه

هغه ګونګۍ شوه

لنډه کيسه: رفيع الله روشن

کشره لور يې اته کلنه وه، له هغې وروسته يې بل اولاد نه درلود،خپله مريض غاړې وه، تل به يې کور لکه د درملو د شرکت ډيپو له دواګانو ډک و،څو ناروغۍ ورته يو شوې وې خو تر ټولو بده هغه يې عصبي وه.

له دې ټولو مرضونو سره سره يې وزن زیات و  او دوينې د کمښت ستونزه يې هم لرله،له  هر ډاکټر څخه به يې چې دوا اخستله د وينې درمل به هرو مرو پکې ول.

د چم ګاونډ ښځې به يې چې پوښتنې ته راغللې،ډېرو به ورته د اولاد د زېږولو مشورې ورکولې،اولاد زېږون يې ورته د ټولو مرضونو دوا ګڼله.

ډېرو خو به لا د کليوالي رواياتو له مخې آن کافره کړله،له خدای سره جنګېدونکې يې بلله، ورته ويل به يې:

وۍ ! خورې! ځان دې شرمولی دی ،په ځوانه ځوانۍ کې دې بچي بس کړي ،خلک يې په زيارتونو او دواګانو غواړي اوتاته چې يې خدای درکوي بند کړي دې دي،خو ډېروهغو به چې ددې صحي وضعه يې له نږدې څارله او ډېرکله به ورسره مخ کېده د درک له مخې به يې بچی راوړل ورته مناسب نه ګڼله.

د کليوالو او خپلوانو خبرو او د ناروغۍ اوږدېدو، ماشوم راوړلو ته واداره کړله.

څه موده پس يې ماشوم په نس شو،خو اوس يې ډېرو خلکو ناروغۍ او کمزورتیا ته په کتلو د ماشوم د زېږون پر مهال د مړينې اټکلونه کول،خپله هم ډېره وېرېدله، بالاخره ماشوم يې وزېږېد او نهه کاله پس يې زوی وشو.

کله چې ماشوم پيدا شو د انګېرنو او اټکلونو مطابق او مخالف ښځه رکه روغه شوه خدای يې ټول مرضونه ختم کړل.

هر چا به چې لیدله او ددې تازه او غوړېدلی رنګ به يې ليده نو ورته ويل به يې دا ماشوم سم درپورې ښه شو،هم دې ناروغي ښه شوه او هم دې رنګ لکه ګل وغوړېده،بعضې شوخو ښځو به ورته ويل بس د بل ماشوم بندوبس کوه پام کوه چې بياپکې وقفه رانه ولې.

داچې له دې ماشوم سره د رمزيې  ټولې ناروغۍ له منځه لاړې نو ماشوم ټولې کورنۍ ته د يوې تحفې په شکل و،هېڅ يې ځمکه نه ليده،خوب به يې هم غېګ کې کاوه.

خو ددې ټولې کورنۍ له جملې دوه کسانو چې یو د ماشوم مور او بل يې مشر ورور اکرام و دوی دواړه نو بېخي ورته ملنګان و،اکرام کله هم د کور په کارونو کې همکاري نه کوله،خو دا ماشوم يې داسې نازوه او داسې سالمه روزنه او پالنه يې کوله تابه ويل مريخ ته يې د لېږلو لپاره اماده کوي.

په کور کې ددې ماشوم لپآره هريوه ځانته نوم غوره کړی و،هرچابه په خپل ټاکل شوي نوم غږ ورته کاوه،خو یو نوم چې ټولو به د خپل نوم ترڅنګ کله کله ورته غږ پرې کاوه هغه ( محمد ) و.

محمد اوس د یو کال او درې میاشتو و،په خپلو تنکيو پښو د تګ شوی و، یوه ورځ په داسې حال کې چې د خونې مخکې په کانکريټي برنده کې يې لوبې کولې او مور  او مشر ورور يې په کوم کار بوخت و چې محمد د برنډې له درې پاټکيزې زينې وغورځېد،ترڅو چې مور يې لاس ورغځاوه د هلک سر ولګېد او کريکه يې کړه، اکرام  چې محمد له خپل روح څخه هم ورته ګران و له مور څخه واخست خو د ماشوم چيغه هماغسې په ستوني کې بنده وه او شټنکې يې وهلې،د ساه او چيغې بندښت تر يوې دقيقې واوښت نور يې نو مور رمزيې خپل مورال له لاسه ،په خپلې خواښې يې چيغه کړه :

هله چې محمد مړ شو!! او له دې سره په ځمکه نسکوره شوه،دهغې غږ چا وانه ورېده،خو اکرام چې لايې هم محمد په غيګ کې و ټول حواس يې الوتي و نه پوهېده څه وکړي،نور نودکوچني ماشوم پښې بې حرکته شوې يواځې سر يې د ساه د بندښت او تنګ نفس له وجې خوځاوه،اکرام پرېکړه وکړه چې مور پرېږدي او ماشوم کوم طرف ته وځغلوي چې د محمد چيغه له ستوني را ووتله او ژړا يې شروع کړه،خو دژړا دا چيغې بېخي وېروونکې وې،چې ټول يې را خبر کړل.

اکرام ژر ماشوم د خونې په منځ کې واچوه او مور پسې يې منډې کړې،سره له دې چې په هغې يې وس نه کېده اوبه يې پرې وپاشلې ترڅو په هوښ راغله او خونې ته يې بوتلله،کله چې يې هغه خونې ته بوتلله بيآيې محمد په غيګ کې واخست او بيرون ووت ترڅو ماشوم غلی شي.

تر ډېر ځنډ وروسته رمزيه په هوښ راغله چې ويې کتل د د کورنۍ د غړيو په منځ کې ده،ژر يې پر محمد سترګې ولګېدې،په همدې وخت کې دمحمد هم پر مور فکر شو،نو بيا يې د ناز ژړا پيل کړه مور يې ژر غيګ کې ونيو سينې ته يې جوښت کړ،غوښتل يې چې خپل زوی ته چيغې ووهي،خپل نازولي زوی ته جان او قربان ووايي او د زړه درد بيرون کړي خو ژبې ورسره ملتيا ونکړله.

د کوچني محمد درد او ژور خفګان هغه دومره دروني ژوبله کړې وه چې په ژبه ګونګۍ شوه.

رمزيه اوس د خپل ماشوم او کورنۍ پالنه په پټه خوله او کونګۍ ژبه کوي.

 

لوستل شوی 85 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « په ږیره غولیدل