هغه موږګان چې له انسانانو زیات مهربان وو

هغه موږګان چې له انسانانو زیات مهربان وو


يو لنډه کيسه
پښتو کوونکی :يوسف هېواد دوست
ټوله شپه واوره وریدلې وه .بې وزلي او بې کوره بوډا د يوې کوډلې په لټه کې و .ځای يې نه درلود .يوازې او وږی و او هوا هم هره شېبه سړیده .له نېکمرغه يوه کوډله يې ومونده .دروازه يې وټکوله.له کوډلې سړی راووت او په کرکه يې هغه ته وکتل او ورته يې وويل :(( له دې ځايه ولاړ شه !))


بې کوره سړي ورته وويل :((د خوب لپاره که یو ځای راکړي، بس همدا درڅخه غواړم !))
د کوډلې خاوند ورته وويل :(( دلته تاته ځای نلرم ، ورځه ورځه .))
بې کوره سړي لاړ د کوډلې شاته يوه د خځلو کوټه وه هلته ورننوت .د سړې او لمدې ځمکې پر سر اوږد وغزېد او هڅه يې وکړه چې ويده شي .
د موږکانو کورني په دغه خځلو کې هوسا ژوند درلود .د خوړو لپاره يې هر څه درلودل.کله چې د بې کوره سړي د پښو غږ يې واورېد له خپلو سوړو د باندې راووتل او بې کوره سړي ته يې ور وکتل .
پلار موږک وويل :(( په دې سړو کې یې يخني و نه وهي ))
مور موږک وويل :(( خدای دې ورسره مرسته وکړي ))
ځوی موږک وويل :(( ښه ده چې د هغه پر ځای زه نه یم )
لور موږک وويل :(( هېڅ موږک لکه دغه سړی بېوزلی نه دی))
وروسته ټول غلي شول.هر يوه غوښتل له دغه بې کوره سړي سره مرسته وکړي .
بې کوره سړی اوږد غزیدلی و خو د يخني له امله خوب نه ورته .يو ناڅاپه يې د ګرمي احساس وکړ .په زړه پورې ګرمي، داسې لکه چې ښې تودې جامې يې اغوستي وي .داسې يې انګېرله چې ښې تودې کمپلې يې پر ځان اچولي وي ، او له همدې سره کرار کرار خوب یووړ.
بې کوره سړی و نه پوهېد چې څو ساعته خوب وړی .د تودوخې احساس، هغه په خواږه خوب کې ډوب کړی و .کله چې راويښ شو نو سهار و .پر خپل ځای کېناست ، که ګوري چې پر پښو يې څه شی پراته دی.هغه يې په لاس کې راواخيسته او له ځان سره يې وويل :(( دا نو بیا څه شی دی ؟))
لږ يې ښه ورته وکتل او ويې ويل :(( د نانځکو د بړستونو په څېر ده !)) او هغه يې همدلته کېښوده او د خځلو له کوټې ووت.
پلار موږک د کورني غړو ته وويل :(( راشي او د خپلې پړستنې څنډې راسره ونيسي چې خپلې سوړې ته يې يوسو !))
پای

لوستل شوی 70 ځله