د جنګ څخه په کرکه او نفرت کې انتباهی تعلیمي تربیوی   درې لنډی کېسی

د جنګ څخه په کرکه او نفرت کې انتباهی تعلیمي تربیوی درې لنډی کېسی

سیدعبیدالله نادر
 

نور نه غواړم چې جګړې ته لار شم او جګړه وکړم ،او دا نیت می د دې د پاره نه دی ، چې د مرګ څخه ایریږم ،او یا د خپل ښځي او ماشومانو سره د مینې له وجهی ده. 

که رښتیا رانه وغواړې ، او رښتیا راباندی ووایي وروسته له دي چې د دښمن یو سر تیری می ووژنه ، د هغه د جیبونو په پلټنه کې شوم ،او یو څو عجیب شیان می پیدا کړل ،چې د هغو په لړ کې ، یو کاغذ می بیاموند چې په وینو لړلی وو ،او پرې لیکلي وو (پلاره د هغي ورځي څخه چې تا یواځي پری ایښی یمه ،هر سهار تر د لمر ډوبیدو پوری په وره کې تا ته سترګي په لاره ولاړ یم ،پلار جانه ! په خدای که دا وار بیا راوګرځي ،او بیا راشې ،تا کلک په غیږ کې نیسم ،او نور اجازه نه درکوم چې بیا لاړ شی ) هماغه وو ، چې د وجدان غږ می واورید ،او په دې پوه شوم ،چې ما څومره عظیمه ګناه او خطا کړې ده، 

     دا به تر څومره لمر خاته او لمر ډوبیدو پوری د پلار په انتظار سترګي په لاره پاتي شي ؟ د خدای لعنت دي پر جنګ وي ،هغه جنګ په تیره چې داسی یو نیازبین ماشوم ،د پلار د مهر او محبت غیږی نه بی نصیبه او محروم ګرځوی ، 

اخیستنه د فیسبوک د ملګرو څخه  

او ما خپله د پښتو ادب په اوړو کې اغږلی ده ، او د انتباهی کلیماتو په ګاڼه می سمبال کړې . 

 

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»» 

د جګړې نه په کرکه او نفرت کې 

 

د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه، 

نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی ،نو د خپل د ښځي نوم یی واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندی یي ساه ورکړه ، یوه غاړکی یی په غاړه کې ځړیدلي وه ، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه می نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم .او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم ،او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا  څومره د دي انتظار وباسي ،او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي ، په دي تمه چي یوه ورځ به یی څښتن د جګړي څخه بیرته راوګرځي ، ماریا بیچاره به په دي هم نه پوهیږي ، چي د ده څښتن د باران د لاندی د آخری ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي ،او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوی.                                                                                                    

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»» 

 

 

تربیوی تعلیمی انتباهی 

د جګړې نه په کرکه او نفرت کې                           

لمړي جهانی جګړې لکه یو ډیره لویه  او وحشتناکه بیماري په شان ، په نړۍ سیوری غوړولی وو ،او ټول جهان یې نیولی وو. یو تن سر تیری د جګړې په ډګر کې ، چې د پوره احساس او د زړه درد خاوند وو ،په ډیره هوښیارۍ او تیز نظر دي ته یې پام واوښت ، چې د ده یو ګران ملګری ،د تورو خټو ډک یو ډند کې د ډوبیدو په حال کې دی ،او د ژوند او مرګ سره لاس او خپي وهی ، نو په ډیره مهربانۍ یې د مشر افسر څخه اجازه وغوښته چې د خپل دوست د نجات یا ژغورنی د پاره اجازه ورکړي ،او ولاړ شي ،او هغه د دې لوی خطر څخه وژغوري ، مشر افسر ورته وویل: که غواړې لاړ شي ولاړ شه درته اجازه ده ،ولي د دي فکر دې هم کړی چې ارزښت یې لري او که نه ؟ ستا دوست احتمالأ شاید مړ شوي وي ،او ممکن ته خپل خوږ ژوند په خطر کې واچوئ ! د مشر خبرو په دې هکله ورباندی تأثیر ونه کړ، او سر تیری د خپل دوست د ژغورنۍ د باره ورغی ،او په ډیر یو معجزی په شکل یې ،خپل ملګری د دې خطرناکه ډنډ څخه راویست ،او په خپلو اوږو یې تر عسکری قشلي یا محله پوري راورسوی ،د سر تیری مشر ورته ورغی ،او هغه سرتیری چې په ډنډ کې غوزیدلی وو هغه یې معاینه کړ ، او په ډیر مهربانۍ او زړه سواند یې ،خپل سر تیري ته وکتل ،او وي ویل : ما تا ته وویل چې دا ممکنه ده چې د دې ارښت ونه لري ،ستا دوست مړ شوي ! او ستا په بدن کې هم زخمونه لیدل کیږي ،سر تیری وویل : صاحبه ! ارزښت یې درلوده ،د سر تیري مشر افسر وویل :منظور دې څه دی دا چې وایي چې ارزښت یې درلوده ،کولای شئ؟ دا راته ووایي؟سر تیری وویل بلی قربان:ارزښت یې درلوده ،کله چې زه ده ته ورسیدم دا تر هغه مهال پوري لا ژوندی وو ، نو پر ما یې ږغ وکړ چې جیمه! زه ښه په دې پو هیدم چې ته به زما مرستي ته راځې !!! 

( د دې کیسی انتباهی اړخ دا دی چې ،هغه سر تیری چې د مرګ او ژوند سره یې لاس او خپی وهلي د انتطار سترګي د جیمز په لور وي ، او د جیمز د زړه له کومی دا انسانی ترحم یې درک  کړی وو ،او دا چې ورته وایي :چې جیمه! زه پوهیدم چې ته به زما د ژغورنۍ د پاره راځي ،یو خواته که د جنګ څخه کرکه او نفرت ښیي د بلي خوا د پوهی او معرفت خاوندانو ته دا پیام لري چې سر تیری ته جیم د نجات یو فرشته وه ،چې ده ته په سر وخت ورسیده ،او جیمز تر ابده د ده په ذهن کې پاتي شو ،د یو فدا کار او د نجات د پرښتي په لباس او نقش کې ، اګر که دې سر تیری د (جیمز) ملګري سا ورکړې وه،  ،( نو په کار ده چې په ذهنونو او زړونو لکه د نجات پرښتي داسي یادګارونه پریودو ،) 

لنډه کیسه ژباړه د فیسبوک د ملګرو څخه په اخیستنه او د پښتو ساده ادب په اوړو کښي اغږلي  

ژباړن : سید عبید الله نادر 

 

 

لوستل شوی 78 ځله