د واده شپه

د واده شپه


لیکونکی: اوپندرانات اشک
ژباړن: ذ بیح الله آسمایی

کیشی له خپلی نوی واده شوی ښځی سره ناست وو او هغه بالښت ته یی کتل ، کوم چی د مور تصویر یی پکی کښل شوی وو. هغی هوښیاره څیره او غټی سترګی درلودی او د سړی خوښیده. د هغی په شونډو کی خندا خپره وه او تری لاندی یی د صدف په شان غاښونه له ورایه بریښیدل. کیشی بیخوده شو او په دی نه پوهیده چی څنګه یی د مور تصورات دده د واده په هکله فکر ته را غلی دی. .......دواړه څومره سره یو شانی دی.


د کیشی سر دروند شوی وه او اندامونه یی لړځیدل. ده خپل سر ته ټکان ورکړ او ان هڅه یی و کړه چی د مور له تصویره سترګی لیری کړی ؛ خو ګټه یی ونه ګړه. څو کاله د مخه دی دمور په غیږ ک بیدیده او اوس یی د هماغه وخت خاطری ذهن ته راتللی. دد ی پرځای چی د خپلی ناوی بادامی سترګی او تږی شونډی ښکل کړی ، د هغی ترڅنګه ستړی ستومانه پروت وو او د یاسمن امیلونوته یی کتل ، کوم چی دده پر سر را ځوړند وو. ده ځیر ځیر کتل ، لاسونه یی پر هغو ګلانو لګیدل ، کوم چی دده پر بستر پراته وو او غوښتل یی چی د ګلانو او عطرو له تاثیر څخه ځان لری کړی.
خو کیشی له ځایه حرکت ونه کړ او لا کرار په خپل ځای اوږد غزیدلی وو. ناوی به یی څه فکر وکړی؟
دهمدی خبری له بیری یی نشو کولای چی له خپله ځایه حرکت وکړی. بیایی خپل سر ته ټکان ورکړ ؛ خو ددی پرځای چی د خپلی مور تصویر ته وګوری ، نوری خبری یی په سترګو کی وګرځیدی.
دا هماغه د خوب تخت وو چی مور او پلار به یی څنګ پر څنګ پری بیدیدل او ده به له بړنډی څخه ورته کتل. څومره به ښه ښکاریدل. مور به یی د آیینی مخی ته ویښتان ږمنځول او ده به ددروازی له شاورته کتل. لکه دښاپیری په شانی به ښکاریده. کله به یی چی مور دی په ایینه کی ولید ، نو بیا به یی په لاس ویښتان ورجړکړل او په بل لاس به یی خپل سر ګومنځاوه.
په پلار یی څه شوی وو؟
یو سړی هره ورځ دده لیدو ته راځی. هغه یوه جوړه ماران هم له ځانه سره لری چی په غاړه کی یی پراته دی. دمار لکی په خپل غوږ کی ږدی او سر په مرسته یی د پلار له سینی څخه ځان خبروی. بیا غټه ستن د پلار په لاس ور ننباسی. پلار نه ژاړی ؛ خو کیشی چیغی او بوغاری وهی. مور یی هغه به غیږ کی نیسی او بلی خونی ته یی بیایی.
پلار د ځمکی په سر اوږد غزیږی او خان نه ښوروی. ټول ژاړی ، مور هم ژاړی او دی مچو کوی او بیا خپلی ژړا ته ادامه ورکوی. ښځی له مور سره د هغی د بنګړو په ماتولو او له ویښتانو څخه یی د شنګرف په پاکولو کی مرسته کوی. کیشی هم چیغی وهی ؛ خو هیڅوک ده ته ډاډ ګیرنه نه ورکوی.....
دا هماغه د خوب تخت وو کوم چی تر ده دمخه به یی پلار پری بیده کیده. مور ، چی سپینه ساری به یی اغوستی وه ، ترخوا به یی وه. ګهیځ به لمر له کړکی څخه خونی ته رالویده او هغه به بیده وه. کیشی به د هغی و مخ ته کتل ، مخ به یی د ښاپیری په شان نرم او نازک وو. سترګی به یی پټی وی او ویښتان به یی پر اوږو را خواره وو. هغی به خپلی سترګی لوڅی کړی ، کیشی به یی خپلو لاسونو کی ونیو او سترګو او وچپیلی به یی مچ کړ.
کیشی به کله چی بیدیده ، سر به یی د مور په غیږ کی کیښود او مور به یی د شهزاده کیسه ورته کوله ، چی له شهزادګی سره د واده په خاطر له اوو سیندونو تیر شو. کیسه به چی پای ته ورسیده نو تری وبه یی پوښتل:
«ته شهزادګی سره واده کوی؟»
«زه له تاسره واده کوم.»
«احمقه هلکه ! کله دی اوریدلی دی چی زوی له مور سره واده وکړی؟»
مګر موربه یی بیا ده ته ډاډ ورکړ چی داسی ناوی به ورته پیدا کړی ، چی ددی په شان وی.
«بیا به زه د خوب تخت ولرم»
او داخبری یی هغه وخت له ځانه سره کولی ، چی دخپلی مور تصویر ته یی کتل.
«هوکی ، دا دخوب تخت به تا او ناوی ته تحفه درکړم.»
او بیا به یی مور په غیږ کی کښیښود.
په دی وخت کی ناوی مخ ورواړاوخپلی ګوتی یی دده به ویښتانو کی دننه کړی او ورته یی وویل:
«په تا څه شوی او ولی نا آرامه یی؟»
کیشی په ځواب کی ورته وویل چی هیڅ خبره هم نه ده. هڅه یی وکړه چی خپل فکر ته تغییر ورکړی او وخاندی ؛ خو د هغه پرځای یی سوړ اسویلی و کیښ.
د مور خبری یی رښتیا وی. هماغسی نجلی یی ورته غوره کړی وه چی ورته یی ویلی وو. هغی نری ونه ، غټی سترګی او ګرده ځیره درلوده . پستی شونډی یی دلودی ان غاشونه یی لکه د مرغلرو په شانی بریښیدل. که څه هم ناوی له خپل ځان سره د خوب لوی تخت او نو شیان راوړی وو ؛ خو مور یی خپله وعده تر سره کړی وه او خپل د خوب تخت یی نه یوازی ورته سینګار کړی وو ؛ بلکه هغه یی ده ته تحفه هم ورکړی وو.
ناوی پر زوم و کږه شوه او سترګوته یی ځیر ځیر کتل ، ترڅو چی په دی پوه شی چی تودوخه یی ولی په سوړتیا بدله شویده ؛ خو په خبره باندی ونه پوهیده. ناوی لږ څه صبر وکړ او بیا یی د هغه په ویښتانو کی لاس وهل پیل کړل.
کیشی لا تر اوسه هم اوږد غزیدلی وو. بیا یی خپل لاسونه د ناوی تر غاړی چاپیر کړل او خپل ځان ته یی را نږدی کړه او ور پسی یی ویښتان ،باخوګان او شونډی مچ کړی. د ښځی ښکلی او پوست ځان ده ته ګرمی ورکړه. له همدی کبله یی په رګونو کی توده وینه جاری شوه. تر څو چی کولای یی شو ښکل یی کړه او له خپل څنګ سره یی څملوله. بیا یی خپل مخ د هغی د تودو تیو په منځ کی کیښود. دا هغه وخت وو چی باید له خپلی واده شوی میرمنی سره یی مینه کړی وای ؛ خو له ځانه سره یی فکر و کړاو ویی نشوای کړای چی خپل ځان د خپلی مور د تصویر و مخی ته برابر کړی. بی له دی چی خپل سر پورته کړی ، بالښت یی و مخی ته کیښود او بیا یی مخی ته وکتل. د بالښت له شا یی لا هم د مور تصویر ښکاریده، نه ...نه ...نه.
دایی وویل او لکه چی ماته یی خوړلی وی ، شاپه تخته اوږد و غزید ، يه قهر شو او له تخته راکوز شو.
دڅوارلسم سپوږمی خپله رڼا خپره کړی وه او په سپینه رڼا یی د خونی برنډه لکه رڼا وړځ داسی ښکاریده. یوه شیبه غلی شو او بیایی د سپوږمی رڼا ته کتل چی څنګه د کور مخکی د شنه شنیلی په سر مستی کوی. له کوره ووت او باغ ته ولاړ. د فلاکس ګلانو بستر ته یی پنا وروړه. د دالیا ګلانو له نرم باد سره سم د موج په شان حرکت کاوو. د چمن په پای کی د آلو ونی وی او آخوایی د همیشه بهار ګلان په موج وو.
کیشی پر ګلانو ځغلنده نظر وکړ. یو څو یی بوی کړل او پر څو نورو یی لاس کش کړ. ددغو ګلانو رنګونو به رڼا ورځ د سړی سترګی بریښولی ؛ خو اوس د سپوږمی په رڼا کی یی د سړی په پټونو باند مرهم ایښودل. سره له دی ژیړ ، ګلابی ، سپین او ارغوانی ګلان په تیاره کی کم رنګه ښکاریدل. کیشی د کور ددیوال خواته راغی ، هغی خواته کو م چی یاسمن ګلان په موج کی وو. ددیوال تر سیوری لاندی یاسمن لکه د مرغلرو په شان ځلیدل او هغه غزله یی وربه یاد کړه چی:
له ډیره وخته یاسمن پونډه کی کړی،
زما کور یی کړ خوشبویه،
او راځی د جنت بوی،
په رښتیاسره هم په انګړ کی د جنت بوی سپږمو ته راتی. کیشی د کور دروازی او خونی تر منځ په سختی سره کښته او پورته کیده. کله چی ددوهم ځل لپاره یی د خونی په لور ګام ایښود ، هغه بله خونه یی روشانه ولیده. مورلا تر اوسه نه وه ویده شوی او ښایی چی له ترور اونورو ښځو سره به یی د ناوی په هکله خبری کولی. مور یی د خوب د تخت په سینګارولو کی څومره زیار ایستلی وو. نورو ښځو د ډوډی خوړلو خونه پاکه کړی وه او د ناوی د را تګ له پاره یی جوړه کړی وه. حتی هغوی د ناوی د راتلو په خاطر یو لړ رواجونه هم تر سره کړی وو.
کله چی زوم په کوټه کی له خپلو ملګرو سره ناست وو ، نورو ښځو د څنګ په خونه کی میز او څوکی برابرولی. میز او څوکی ناوی له ځانه سره راوړی وی. له دی چی ډیر میلمانه د واده په مراسمو کی د ګډون په خاطر راغلی وو ، موریی د خوب لپاره وخت نه وو موندلی ؛ مګر مور یی له یوی بلی ښځی سره لیدلی وه چی دخوب خونی ته یی تګ راتګ کاوه او هڅه یی کوله چی کارونه ژر تر ژره خلاص شی.
دمورپه مخ یی له خوښی او خوشالی پړک واهه ، داسی ښکاریده چی ټوله بیخوبی او ستړیایی د هماغی خونی په خاطر زغملی وی. هغه څوواره په ډول ډول بانو سره خونی ته ورننووت ، ترڅو ووینی چی مور او ترور یی هلته څه کوی ؛ خو هر واری یی له خونی څخه دباندی وایست ، آن چی د خونی له لیدو یی د شپی تر رارسیدو پوری منع کړی وو.
کله چی کیشی له خپلو ملګرو سره خبری کولی او یایی د ښځو ټوکو ته غوږ نیولی وو ، سترګی یی مورته متوجه وی. د کیشی مور لکه د څلویښتو کالو داسی بریښیده او دوه ویشت کاله یی له کونډ توبه تیر شوی وو. دوخت تیریدو ډیره کلکه روزلی وه او د سترګو چارچاپیره یی توری حلقی ښکاریدلی. کورته یی د یوازنی ناوی راتګ یوه معجزه وه ، نو له دی کبله یی د ستړیا احساس نه کاوو او د سترګو حلقی یی ورکی شوی وی. هغه په سپینه ساری کی ډیره ښکلی مالومیده. د نورو ښځو په مینځ کی ، کیشی ته خپله مور دومره ښکلی بریښیده چی هیڅوک یی نشو کولای له هغی سره پرتله کړی.
کیشی له خپل ځان سره سوچ وکړ چی مور به ستړیا او بیخوبی ناروغه کړی. کیشی به داسی عادت درلود چی هره ورځ به خپلی مورته ورتی او ورته ویل به یی:
«موری ویده شه !»
اومور به یی ، مخکی له دی چی ویده شی ، دکیشی بستر ته به ورتله ، دهغه سر او وچپیلی به یی غوړاوو او بیا به یی نور کارونه کول.
کیشی همداسی عادت کړی وو چی خپل سر غوړ کړی. دآزموینو په شپو کی به ویښ وو او یوازی یو دوه ساعته به بیدیده. له دی کبله به یی مور سرپه تیلو ورته غواړاوه. آن وروسته له هغه به هم کیشی خپلی مورته کتل. موربه یی دخپلو رغوو په مرسته د کیشی په سترګو فشار راووړ ترڅو پټی شی او بیا به یی سترګی ورته ښکل کړی. بیا به یی خپلی ګوتی دده به ویښتانو کی ننه ایستی او تر وچپیلی پوری به یی خپلی ګوتی پکی ځغلولی. په دی ډول مینی سره به د کیشی باڼوګان درانه شول او خوب به یووړ.
کیشی دا هنر له خپلی موره زده کړی وو. هر کله به یی چی مور بیخوبه شوه ، نو سرته به یی کیناست ، وچپیلی به یی په تیلو ورته غوړ کړ او بیا به یی ورته وموږه تر څو چی ویده به شوه. تر هغه وخته چی کیشی ځوانیده ، یعنی دیارلس یا څوارلس کلن کیده ، مور به یی په شونډو ښکل کاوو ؛ خو کله چی پوه شوه چی پوهنځی یی خلاص کړ ، ماستری درجی ته ورسید او د سایکولوژی د استاد به توګه په پوهنتون کی مقررشو ، مور یی د شونډو په ځای په وچپیلی باندی ښکلاوو. په وادونو او اخترونو کی به کیشی هیله درلوده چی مور یی ویده شی ؛ خو هلته به هم ډیره بسیا وه او د ناوی تخت به یی په ګلانو سمبالاوه. کله به چی ګلان خلاص شول نو بیا به یی څوک په کلانو پسی واستاو. ده به مور ته ویل چی:
«موری ولی خپلی روغتیاته تاوان رسوی ، ستا روغتیا تر اخترونو او ودونو او د ګلانو له امیل څخه مهمه ده. ته ماته هر څه نه ډیر ارزښت لری».
خو کیشی پوهیده چی مور یی دغو خبرو ته غوږ نه نیسی ؛ خو کله به چی ‌‌ډیره جدی شوه ، نو بیا به یی مور وویل:
«نشم کولای چی دخپل واده په هکله څه درته ووایم. پلار دی لږ معاش درلود. زه نه غواړم چی ستا ناوی دی ارمانجنه پاتی شی. ته یوازی انتظار وباسه او و ګوره چی څنګه د خوب تخت درته جوړوم.»
د کیشی ترور هغه تیلوهله او په خندا یی ورته وویل:
«دا څه کوی ، ټول وخت تیر شو.»
کیشی دخپلی مور له خولی سره روږدی وو. دخوب تخت ، میز او څوکی ، دسینګار میز ، د بنګړو قطی ، سرمیزی څراغ چی په بمبیی کی یی په ډیرو پیسو را نیول وو او داسی نور ، ټول په خپل ځای کی ایښودل شوی وو. هغه څه چی ډیره توجه یی جلبوله ، دیاسمن ګلان وو چی د جال په شان جوړ شوی وو او داسی ښکاریدل لکه چی د خوب پرتخت یی سیوری کړی وی. ددغو ټولو شیانو په منځ کی د کیشی ناوی لکه د ښکلا شازادګی غزیدلی وه.
کیشی د خپلی مور د واده په هکله فکر کاوو چی د یو ټیټ معاش لرونکی واده به څه ډول وی ؛ خو بیا چی لوړی رتبی ته ورسید ، هر څه یی چی غوښتل لاس ته یی راوړل ؛ خو هیڅکله یی د واده د شپی نا امیدی له یاده نه وتله. له دی کبله یی د زوی د واده تخت ښکلی کاوو او هغه یی داسی ښکلی کاوه چی زړه یی غوښتل. به حقیقت کی هغی خپلی آرزوګانی تر سره کولی ؛ خو زوی یی په دغه کارونوخوا بدی کیده ؛ څکه چی هر واری به یی د خوب تخت ته کتل ، عجیبی خاطری به ورپه یادیدی.
وخت له لاسه مه ورکوه».»
دایی د ترور خبری وی چی له خندا سره ورپه یاد شوی. کیشی د هغو په هکله فکر کاوو ، کوم چی ددغو کارونو وس یی نه درلود ؛ خودا لازمه ده چی د واده په لومړی شپه هلک خپل توان ثابت کړی؟
د خوب پر تخت باندی ولی ښځی راټولی شوی وی؟ آیا هغوی د خوب د تخت له ښکلی کولو ځخه خوند اخلی او خپله د واده شپه ورپه یادیږی؟ مور یی هم......؟ کوم هغه زحمت چی مور یی د خوب تخت په ښکلی کولو کښلی ده ......ښایی چی دده د مور تخت به یی هم که غریب نه وای ، همدغسی جوړ کړی وای.
کیشی خپل سر محکم په سوک وواهه. څه خبر وه چی ده د خوب د تخت په هکله له مور څخه پوښتنه کړی وه؟ خو په هغه وخت کی دی کوچنی وو او مور یی ښه پوهیده.
کیشی نور صبر ونه کړ او برنډی ته ولاړ. ناوی هم د کړکی څنګ ته ولاړه وه. په دی وخت کی ناوی په ډیره مینه پوښتنه وکړه:
«په تا څه شوی دی؟»
«زه ښه یم.»
«ما خو به ناآرامه کړی نه یی؟»
کیشی غوښتل چی په لوړ اواز وخاندی. خپل لاس یی د هغی تر ملا چارپیر کړ او د خونی منځ ته یی راوستله. ده تصمیم ونیو چی خپل زړه غوټی یوی خواته کیږدی او هر څه یی چی زړه غواړی هغه وکړی. ناوی یی د خوب ځای ته راوسته او د کمیس تڼی یی پری خلاصی کړی. ناوی خپل سر لاندی بالښت کیښود ؛ خو د کیشی سترګو یو ځل بیا د خپلی مور په تصویر سترګی ولګیدی . بیایی سر ګنکس شو. کیشی یو ځل بیا د هغی په لیدو سره خپل ځان ته ټکان ورکړ او له ځایه پاڅید ؛ خو نا څاپه یی ناوی لاس ونیو او ویی ویل:
«څه شوی دی؟»
کیشی ددروازی خواته وکتل. څومره به ښه وو چی د کیشی خپله خونه یی ورته ښکلی کړی وای. د کیشی په خونه کی هغه میز او څوکی چی ناوی له خپل ځان سره راوړی وی ، ایښی وی. هلته نور ضروری شیان هم انبار شوی وو. يوځل یی هم د خونی کلی ونه موندله. کیشی د برنډی خواته وکتل او ویی ویل:

‎«د سپوږمی رڼا څومره ښکلی ده. راځه چی له کوره دباندی ووځو.»
ناوی له خپل ځایه را جګه شوه. خپل کالی یی سم کړل او تریوار سره یی خپل ځان په هنداره کی ولید. خپل ویښتان یی سم کړل ، ټکری یی په سر کړ او بیا په خپل میړه پسی روانه شوه.
هغوی دوه واره تر دروازه پوری تګ راتګ و کړ او خبری یی سره وکړی. ناوی هڅه وکړه چی سوړ چاپیریال د سپوږمی د رڼا په هکله خبروسره تود کړی ؛ خو کیشی کوم ځواب ورنکړ او دواړه په داسی حال چی خبری یی نه کولی ، سره ګرځیدل. حتی د پسرلی په موسم کی د سپوږمی رڼا ده هغوی په حالت کی کوم بدلون رانه ووست . ناوی د کیشی له عجیبه برخورد څخه حیرانه شوی وه ، ځکه چی هغی له خپلو خورلڼو څخه اوریدلی وو چی دواده په لومړی شپه د هلک او نجلی تر منځ څه بیښیږی . که څه هم کیشی په هماغه ډول پیل کړی وو ، خو بیایی نا ببره بدلون و موند. ناوی اوریدلی وو چی خلکو ددی د میړه سړیتوب ستایه او تر څوچی په دی هکله باوری نه شوه ، مرکی ته یی سم ځواب ورنه کړ. هیچا هم فکر نه کاوو چی کیشی به دومره عجیب سړی وی ؛ خو کله چی ناوی د هغه د مینی په هکله فکر کاوو، خپله راتلونکی یی ښه نه لیده ، نو په دی توګه یی هغه ته ځیر ځیر وکتل ، په خوا کی یی تګ ته ادامه ورکړه او د سپوږمی زړه وړونکی شغلو په هکله یی خبری ورته کولی.
کیشی په خپلو افکارو کی غرق وو اونه یی شو کولای چی خپله لیاره پرانیزی. به دی ډول په داسی حال کی چی خپل لاسونه یی شاته نیولی وو ، تګ ته یی ادامه ورکړه. دا وار کله چی دواړه دروازی خواته ورسیدل ، کیش په زغرده سره وویل چی:
«راځه چی دباندی ولاړ شو.»
ناوی په کراری سره ورته وویل:
«اوس یو څه ناوخته شوی نه ده.»
کیشی ته دخپل یوه ملګری خبره ورپه یاد شوه چی ورته ویلی یی وو ، هلته د اوبو له ټانک سره د مینانو لپاره ښه ځای ده.
«یوازی د اوبو له ټانګ سره»
دا یی وویل او دروازه یی وازه کړه. په داسی حال کی چی کراره کراری وه ، ناوی په ده پسی تله. کیشی هغی ته ددغه ځای په پیزندنی پیل وکړ. ده وویل چی دا ځای د انګریزانو د اوسیدنی لپاره د عالیرتبه کارکوونکو استوګن ځای وو چی وروسته له آزادی څخه هغه هندوانو اشغال کړ. کله چی دواړه د ژرندی له څنګه تیریدل ، کیشی خپلی ناوی ته وویل چی غنم او جوار په څه ډول سره اوړه کیږی. به همدی ډول هغوی د مطبعی تعمیر ته ورسیدل. کیشی له کړکی څخه دننه وکتل او د چاپ د ماشینونو کار یی توضیح کړ. هغه وویل چی څنګه سپین کاغذ د ماشین له یوه څنډی څخه راځی او په بله خوا کی په ورځپاټه بدلیږی. هغوی د ریل د ستیشن په لور حرکت کاوو چی د اوبود ټانک خوا ورپه یاد شوه. هغه ځای نږدی وو او دواړه ور وګرځیدل . کله چی کیشی سور څراغ ولید نو ویی ویل چی له دی لیاری تګ ‌ډیر خطر لری؛ ځکه چی اورګا‌ډی له دی لیاری څخه تیریږی. که څه هم د ریل سټیشن په لازمه اندازه پراختیا موندلی ؛ خو ددغی لیاری په هکله هیڅوک هم خپل سر نه خوږوی. لازمه ده چی دلته یی هوایی پل جوړ کړی وای. د اورګاډی د تیریدو لپاره لا وخت پاته وو. دوی د تانک خواته راغلل. ښی خواته د تګ راتګ لپاره رڼا وه ؛ خو کیڼی خواته تیاره وه. کله چی کیشی د سرک تیاری خواته و ګرځید، ښځی یی په جدی توګه وویل :
«ځه چی کور ته ولاړشو، اوس ناو خته شوی ده.»
خو کیشی خپل لاس د هغی تر ملا چاپیر کړ او ورته ویی ویل:
«لږ نور هم وړاندی ځو.»
او بیایی ورته وویل:
«وګوره چی سپوږمی دونو د څانګو له منځه څنګه ښکلی مالومیږی.»
ناوی وویل:
«ولی د سرک ها بل خواته ځی؟»
کیشی ځواب ورکړ:
«ته بیریږی؟ او بیا یی ځان پری ورټیټ کړ او په وچپیلی یی ښکل کړه.»
نجلی ځانته ټکان ورکړ او د هغه له لاسونو نه یی ځان خوشی کړ.
«څه کوی ........دسرک په منځ کی.......»
کیشی وخندل او بیایی لاس تر ملا ورچاپیر کړ او ورته ویی ویل:
«دشپی به دی وخت کی به مو څوک ووینی؟»
او بیا یی ځان پری ورټیټ کړ تر څوچی ښکل یی کړی ، خو دا ځل مخکی له دی چی هغه ښکل کړی ، کوم موټر را ښکاره شواو رڼا یی په دوی ولګیده. په دی وخت کی یو لاری موټر په سرعت سره ددوی له څنګه تیر شو. ترڅو چی دوی ځان ښوراوه ، بل موټر هم ورپسی ولاړ.
رومانتیک حالت یو څه ګډوډ شانته شو او ناوی په نیولی غږ سره غوښتنه وکړه:
«ځه چی بیرته ولاړ شو ، زه ډیره ستړی یم.»
کیشی ځواب ورکړ:
«دا عمومی سرک ده . کوچنی او لوی موټرونه شپه او ورځ له دی لیاری څخه تګ را تګ کوی. راځه چی هاغه بل سرک ته ور تیر شو ، هغه سرک چی د کلیسا له څنګه ده ، هغه ډیر ارام دی.»
خونجلی بیا غوښتنه وکړه چی:
«زه ډیره ستړی یم.»
کیشی خپل لاس د هغی تر ملا چاپیر کړی وو او هغه یی په هغه سرک خوځولی وه ، کوم چی په نظامی تعلیمګاه باندی ختمیده.
دسرک غاړی کورونه د سپوږمی په شغلو کی غرک وو. تر ونو لاندی د سپوږمی شغلی به چی په ځمکی خوری وی ، تابه ویل چی د ځمکی په سر خالونه ایښودل شوی دی او هر ځلی به چی با د ونو ښاخونه ښورول ، یوه عجیبه منظره به مالومیده. کیشی بیا خپل لاس د نجلی تر ملا چاپیر کړ او د ونو تر سیوری لاندی سره روان وو. په دی وخت کی کیشی تری وپوښتل:
«ډیره ستړی یی؟»
خو نجلی ځواب ورنکړ او سر یی د کیشی په سینه باندی کیشود. هغه هم د نجلی مخ ځانته ور وړاندی کړ او په شونډو یی ښکل کړه،
د سرک د ها غاړی څراغ رڼا خپره وه او دوی دواړه له یو بل څخه لیری روان وو. د کیشی رنګ الوتی وو او زړه یی ډوبکی وهلی. نا ببره ورپه یاد شو چی وروسته له نیمی شپی څخه دغه سرک ته داخیلیدل منع دی. په دی وخت کی د سربازانو یو ټولګی چی سپین یونیفورم یی اغوستی وو ، را ښکاره شو. هغوی د وروستی فلم سندره له ځانه سره ویله:
ته د ځوارلسم سپوږمی یی،
یا د لمر په شام یی ستره،
ته چی هر څه یی،
د خدای مهربانی ده،
ښکلی یی، بی ساری یی،
که څه هم د سپوږمی شغلو ټوله خوا نیولی وه ؛ خو سربازانو خپل څراغ د ناوی او زوم خواته متوجه کړ. کیښی غوشتل تر څو نجلی په خپلو لاسونو کی ونیسی ، ستوګو ته یی وګوری او هغه سندره چی سربازانو ویله ، تکرارکړی ؛ خو د سربازانو له لاسه یی دا کار ونشو کړای. په دی وخت کی ده هغه حادثه یادته راوړه ، کوم چی دده یو ملګری له خپلی خور سره پکی ګیر شوی وو. هغوی د ‌وډی خوړلو لپاره دغه سرک ته را وغلی وو ؛ خو نا څاپه ورباندی نا وخته شوه. دبیرته راتګ په وخت کی د شپی دولس نیمی بجی شوی وی چی سربازانو هغوی ودرول. هغوی باید ثابته کړی وای چی ورور او خور دی......
مخکی له دی چی ناوی د بیرته تګ په هکله څه ووایی ، کیش د کور لیاره و نیوله. کله چی سربازانو د ناوی پر مخ څراغ ورواچاوو ، د کیشی چرت خراب شو او غو ښتل یی چی یو تن یی له ګریوانه راونیسی او به کلکه څاپیړه یی ووهی ؛ خو که چا پوښتنه تر کړی وای چی په دغه وخت کی د پوهنتون استاد له خپلی ښځی سره په دغه ځای کی څه کوی ، بیا به یی څه ځواب ورکاوو. په هر حال ده هر څه وزغمل ؛ خو د خپلی مور په هکله یی فکر وران وو او د خپلی ناتوانی په هکله یی فکر کاوو. کیشی بیرته راوګرځید او نجلی ترشا پسی روانه وه. کله چی دروازی ته نژدی شول ، ورو ورو یی ګام ایښود او ناوی یی ستړی مالومیده ، چی راسا د خوب خونی ته ولاړه او پر بستر یی ځان واچاوو. کله چی کیشی کوټی ته راغی ، ویی لیده چی ناوی پربستر پرته ده او خپلی پښی یی کښته را ځړولی دی. دساری یوه څنډه یی د خونی پر غولی وه او جګ جګ تی یی له ورایه ښکاریدل. کیشی غوښتل چی پرځنګنو کښینی او خپل سر د هغی په غیږ کی کیږدی ، خو یو ځل بیایی سترګی له ناوی څخه لیری شوی او دمور په تصویر ولګیدی. کیشی په داسی حال کی چی خپل فکر یی له لاسه ورکړی وو ، د خونی په منځ کی ودرید. نجلی د کوټی چت ته ځیر ځیر کتل او په سترګو کی یی اوښکی راغلی وی. په دی وخت کی کیشی د خپلی خونی و خواته وکتل او ویی ویل:
«ایا زما د کوټی درواز له باندی خو تړل شوی نه ده؟»
«هوکی »
کیشی په خپله خونه کی دوه واره آخوا دیخوا تګ را تګ وکړ او ویی ویل:
«د کوټی کلی چیری ده؟»
«ښایی له ترور سره به وی ، هغی میز او څوکی هلته ایښی دی.»
کیشی انګړ ته راغی او ویی لیدل چی د مور د خوب د کوټی څراغ مړ دی . داسی ښکاریده چی نور ښځی هم ویدی شوی دی. له ځانه سره یی وویل چی خپله مور را ویښه کړی او که نه؟ که چیری ترور له خوبه را ویښه کړی نو بیا به پری وخاندی ، بیرته و ګرځید او د خوب تر کوټی پوری دیخوا آخوا ګرځیده. ناوی ته به یی د غلو په شان کتل او هغی هم په چت کی سترګی ښخی کړی وی. کیشی د خپلی خونی و خوا ته ولاړ او ویی لیدل چی کښته خوا څخه تړل شوی ده. که چیری دروازه له پورته خوا څخه تړل شوی وای نو کیشی کولای شوای چی د دروازی په پورته برخه کی یوه ښیښه ماته کړی او بیا ور خلاص کړی.
ګیشی یو ګام تر شا راغی او بیا یی دروازی ته وکتل. ددروازی دواړه تختو کی دری دری ښیښی وی او که چیری دریمه ښیښه یی ماته کړی وای نو بیایی کولای شو چی خپل لاس ور دننه کړی. په همدی وخت کی ده غوښتل چی ښیښه په سوک ووهی ؛ خو بیا ورپه یاد شو که مور یی را پاڅیزی څه به وشی. په فکر کی ډوب شو او بیرته کوټی ته راغی. څو واره یی آخوا دیخوا تګ را تګ وکړ او بیا د هماغی دروازی و مخی ته ودرید . ددروازی کښته خواته یی وکتل. ددوازی ښی خوا لیږه خرابه شوی وه او یو درز له ورایه پکی لیدل کیده. په دی کی د ځمکی په سر په زنګون کیناست او شا یی د خوب تخت خواته وګرځوله. په ټول توان سره یی دروازی باندی زور کړ ، دومر زور چی آن د خوب تخت له خپله ځایه بیځایه شو ، خو دی کار کومه نتیجه ورنکړه.
ناوی اوږده غزیدلی وه او سترګی یی په چت کی خښی کړی وی. داسی ښکاریده چی د تخت په ښوریدو هیڅ نه وی خبره شوی. کیشی د هغی خواته و کتل . هغی هم خپل مخ ورواړاوو. دواړه سترګی په سترګی شول ؛ خودغه ډول د کیشی لپاره پیغور نه وو؟ ایا په هغه یی د لیونی ګمان نه کاوو؟ په دی وخت کی کیشی خپل واک له لاسه ورکړ او ددروازی ښیښه یی ماته کړه.
ناوی په خپل ځای کیناسته ، حیرانه پاتی وه اود خپل میړه تر څنګه ودریده ، هغی وویل:
«آخر د ځمکی په سر ناست یی ، څه کوی؟»
کیشی ځواب ورنکړ او حتی ورته ویی هم نه کتل. د ماتی شوی ښیښی له سوری څخه یی لاس تیر کړ او دروازه یی خلاصه کړه. په کیڼ لاس یی دروازه کلکه ونیوله او ښی لاس یی په کراری سره باندی راوکیښ. له ډیره زور یی لاس ګرګری شو وو چی څیری شوی لستوڼی یی په وینو لوند وو. په دی وخت کی نجلی په زوره وویل:
«څه دی وکړل!»
او بیا یی اخوا دیخوا وکتل چی که څه شی پیدا کړی او لاس پری وتړی. کیشی د هغی پروا ونه کړه او په دواړو لاسو یی دروازه ټیلوهله. هغه پوهیده چی د بریښنا سوچ چیری دی. ټوله خونه د واده له تحفو او له هغو شیانو څخه ډکه وه ، کوم چی ناوی له ځانه سره راوړی وو. یو سیټ کوچ ، د سینګار میز ، الماری ، د ګنډلو ماشین ، له جوړو ډک بکس ، خوږی او وچی میوی په خونه کی ایښی وی.
د خوب تخت ، کوم چی ناوی له ځانه سره راوړی وو ، هم په همدی خونه کی ایښودل شوی وو او برسیره یی نور کالی پری اچولی وو. کیشی هغه ټول را واخیستل او پر کوچ یی کیښودل. ناوی په کیشی پسی راتله او په سترګو کی یی ډار لیدل کیده. کیشی را وګرځید او خپل لاسونه یی د هغی په اوږو کیښودل او د هغی ډاری شوی څیری ته یی کتل. هغه یی بیا خپل ځانته را نږدی کړه او په ښونډو یی ښکل کړه. ناوی بیریده ؛ خو ناببره یی د خپل میړه په څیره کی بدلون احساس کړ. ټول ځا ن یی بیحرکته شو او دخپل میړه په غیږ کی یی ځان ارام احساس کړ.
ګهیځ ، کله چی د کیشی مور له خوبه پاڅیده ، دناوی او زوم پوښتنی ته راغله. ددروازی په لیدلو سره یی ټول ځان په ریږدیدو شو او ورو ورو خونی ته ورننوته. پردی یی لیری کړی ، ویی لیدل چی په ښکلی کړای شوی خونه که هیڅوک نشته. سترګی یی د کیشی د خونی په لور کږی شوی. ویی لیدل چی ددروازی ښیښه ماته او د ځمکی په سرلویدلی ده. په زړه کی وروګرځیدل ، نه چی کو م غل راغلی وی او بیا وروړاندی شوه تر څو هغه له نږدی څخه ووینی ؛ خو د کوټی په دروازه کی حیرانه ودریده . دی لیدل چی زوم اوناوی په ګډوډ بستر باندی ، په داسی حال کی چی د کوچ بالښتونه یی خپل سرلاندی ایښی ، ارام ویده شوی دی.

پای

لوستل شوی 91 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « د رام لال لیکنه