دغلا کیسه


لیکونکی : ماناسی شرما
ژباړونکی: ذبیح الله آسمایی

کلونه پخوا په یوه کلی کی یوه هوښیار سړی ژوند کاوه. دغه سړی ویدیادار شاستری نومیده. هغه یو زوړ سړی وه او ټولو به ورته بابا وایه. هغه عجیب کارونه کول او پریکړه به یی هر چا منله. دده لپاره هری قضیی ارزښت درلود. حلک به چی له ستونزو سره مخامخ شول و بیا به بابا ته ورتلل او بابا به په حل کی اقدام کاوه.


کله یو خوار زده کوونکی داپارتمان په پورتنی پوړ کی کوټه په کرایه نولی وه. د آپارتمان په لومړی پوړ کی رستوران وه. زده کوونکی یو ښکلی ځوان وه ؛ خو هیج یی نه درلودل. درستوران خاوند یو خسیس سړی وه او په هر چا به یی بد ګمان کاوه چی ګواکی له ده څخه څه وانخلی.
یوه ورځ په ناڅاپی توګه ده واوریدل چی زده کوونکی دده له ملګری سره خبری کوی. زده کوونکی دده ملګری ته وایی:
« هغه خواری او غریبی د خواشینی وړ ده چی سړی یوازی وریجی و خوری ؛ خو ما ددغی ستونزی لپاره د حل یوه مناسبه لیاره موندلی ده. زه هره ورځ خپلی وریجی خورم. کښته له رستورانه د سروکړو سبو بوی راځی او زما له وریجو سره یوځای کیزی. په دی توګه دوریجو خوند لاپسی زیاتیزی «
درستوران خاوند په دی خبره خواشینی شو چی یو سړی دده دخوړو په بوی باندی چړچی کوی او خوند تری اخلی ، په داسی حال کی چی پیسی هم نه ورکوی. په هر حال ده زده کوونکی ته وویل:
« ولی غلا کوی؟ «
ځوان څواب ورکړ چی :
« له بوی څخه خو ټول ګټه اخلی. هر سړی کولای شی چی هر شی بوی کړی ، خو زه به د هغه په مقابل کی هیڅ شی هم در نکړم. «
درستوران څښتن له غوصی څخه تک سور واووښت او سمدلاسه بابا ته ورغی تر څو په خبل حکم سره قضیه فیصله کړی. ده په زده کوونکی د غلا تور و لګاوه او په دی خبره یی ټولو و خندل چی بوی څنګه غلا کیدلی شی ؛ خو بابا په یقینی توګه سره د رستوران څښتن ته ډاډ ورکړ چی دی به خپله بیه لاس ته راوړی. بابا په داسی حال کی چی خبروته یی ټول حیران پاتی وه ، وویل:
« هر څوک کولای شی چی زما په محکمه کی خپله قضیه فیصله کی. که چیری دغه سړی د خپلو خوړو د بوی په هکله کومه خبره لری نو کولای شی چی خپله قضیه دلته ووایی ترڅو موږ یی واورو. «
کله چی بابا دا خبری کولی نو وچپیلی یی تروش نیولی وه.
بابا پر څوکی کیناست و کیسه یی واوریده او بیا یی خپله پریکړه داسی وکړه:
« زده کوونکی ملامت دی، دیو چا مال اخیستل غلا ده. نشی کیدای چی له خوړو څخه بوی جداشی. «
ددی خبری په اوریدو سره د رستوران څښتن خوښ شو ؛ خو زده کوونکی ټکان وخوړ؛ ځکه چی دی ډیر خوار وه او ددری میاشتو د غذا بویولو پیسی ورکول ورته ګران وه. که چیری ده پیسو ورکولو څخه ډډه کړی وای نو جیل ته به یی بیولی وای ؛ خو بابا له زده کوونکی څخه پوشتنه وکړه:
« ته څو روپی لری؟ «
زده کوونکی ځواب ورکړ:
« زه یوازی پنځه روپی لرم. زه باید لومړی د خپلی کوټی کرایه ورکړم او که نه نو تری وبه می باسی. «
بابا وویل:
« پیسی ماته را و ښیه چی ویی وینم «
زده کوونکی پیسی له خپله جیبه را و ایستی. بابا ورته وویل چی پیسی له یوه لاسه څخه و بل لاس به ګذار که او په دی ډول سره ټول هغه چی ولاړ وه ، د پیسو شرنګ یی واورید. وروسته تر هغه بابا د رستورا ن څښتن ته مخ ورواړاوه او ویی ویل:
« دادی پیسی دی واخیستی. که کومه بله ستونزه دی په راتلونکی کی تر مخه شوه نو بیاهم دلته راشه. مووږ به هڅه وکړو تر څو ستونزوته د حل لیاره وموندل شی او حق په حقدار ورسیږی. «
درستوران څښتن ځواب ورکړ:
« صاحبه ، ما خو پیسی نه دی اخیستی ، دغه هلک چی غلا یی کړی ده پیسی یی له یوه لاسه څخه و بل لاس ته ګذار کړی. و ګوره ما هیڅ هم نه دی تر لاسه کړی
بابا په قهر سره ورته وویل:
« د محکمی فیصله داسی ده چی جزا باید د جرم په اندازه وی. د غلا شوی بوی بیه باید د پیسی شرنګ وی. البته د پیسو شرنګ دی واورید او په دی ډول حق و حقدار ته ورسید.
په دی توګه د سپین ږیری سړی و دغی هوښیاری ته ټولو درناوی وکړ.

پای

لوستل شوی 123 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي