د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه،

د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه،

سید عبیدالله نادر

د جنګ څخه په نفرت او کرکه کې 

نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی ،نو د خپل د ښځي نوم یی واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندی یي ساه ورکړه ، یوه غاړکی یی په غاړه کې ځړیدلي وه ، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو

،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه می نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم .او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم ،او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا څومره د دي انتظار وباسي ،او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي ، په دي تمه چي یوه ورځ به یی څښتن د جګړي څخه بیرته راوګرځي ، ماریا بیچاره به په دي هم نه پوهیږي ، چي د ده څښتن د باران د لاندی د آخری ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي ،او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوی.

 

 

 

لوستل شوی 258 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي