ښاغلی مټیق ( چونګښه)

ښاغلی مټیق ( چونګښه)

  
        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې 
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
نهمه برخه
د مټېق مچول 
ټول زده کوونکي د کړکۍ څنګ ته  راټول شول ، دنیس له کړکۍ ځان ځوړند کړ  او د شنو بوټو خوا ته یې لاس ور اوږد کړ .دا نورو په داسې حال کې چې د کړکۍ پر هیندارو خپلې پوزې نښلولې وې ، د باندې یې کتل

.یو ناڅاپه دنیس وویل : (( ښه نو ، دا دی  را و مې نیو ، بیخي په هماغه ځای کې چې ما کېښود همالته و )).او هغه یې په ټول  پام  سره د خپل مېز پر سر کېښود .ښاغلي مټېق لاس او پښې نه ښورولې او په کراره د ریاضي پر یوې لیکنې ناست و .ټول ټولګی پرې راټول و .ووتر د دې لپاره چې ښایي  ښاغلی ستورګ بېرته راوګرځي د دروازې څنګ ته ولاړ و .آنا ماري پوښتنه وکړه : (( ښه نو اوس ښاغلی مټېق څنګه پر ښاغلي فرانس  را اوړي ؟ )).هغوی یو بل ته وکتل ، هېڅ یو یې په ځواب نه پوهېده .سیتا وویل : (( داسې نشي چې ټوله ورځ همداسې پاتې شي ؟ )).ښاغلي مټېق وویل : (( قوړړړ ...)) دنیس وویل : (( ښاغلی فرانس زموږ خبرو ته مو پام دی ؟ بښنه غواړم په لومړي سر کې مې ستاسو پر خبرو باور نه راته  خو اوس باید ډېر ژر بېرته پر خپل اصل واوړې . ډېر ژر .مخکې له دې چې ښاغلی ستورک بېرته راشي .  ))ښاغلي مټېق همدومره وویل : (( قوړړړ...)) او په خپلو ګردو ګردو سترګو یې  د کوټې چت ته کتلې ، هلته چې یو غټ مچ د الوتلو په حال کې و. ووتر وویل (( داسې لکه چې زموږ په خبرو نه پوهیږي ؟)) ، یو ناڅاپه دنیس وویل : (( غوږ کېږدۍ ، په یوې لرغوني کیسې کې راغلي چې  که څوک یو مټېق مچو کړي نو هغه به پر انسان واوړي .)) ټول په یو خاص ډول دنیس ته ځیر شول .آنا ماري وویل : (( دا څه وایې ، یانې چې ته غواړې یو مټېق مچو کړې ؟))دنیس خپل سر د نه ویلو په توګه وښوراوه : (( دا زما خیال نه و ، اوس نو باید یو بل تن دا کار ترسره کړي .)) او آنا ماري خوا ته یې وکتل  .هغه په داسې حال کې چې رپېدله ویې ویل : ((  اوه ، نه  زه اصلا کوم مټېق نه مچوم ، آن که پخپله ښاغلی فرانس هم وي .)) دنیس  دا نورو ته وکتل او ویې ویل : (( ښه نو څوک ؟)) .ووتر وویل : (( ما خوا ته مه ګوره .)) ریانا وویل : (( که زه مټېق مچو کړم ، زما مخ به له رټو ډک شي ،دا و منۍ ! )) .رایان وویل : (( زما مور هېڅکله اجازه نه راکوي چې  یو مټېق مچو کړم )).یاپ وویل : (( ما ته مه ګوره !  کله چې زه مټېق مچو کړم ، د دې پر ځای چې مټېق پر انسان واوړي نو کیدای شي زه پر مټېق واوړم .))په دې توګه هېڅ څوک حاضر نه و چې مټېق مچو کړي .سیتا په شک او تردید سره وروړاندې شوه  او په کراره یې وویل : (( زه دا کار کوم )) دنیس وویل : (( شاباس دې وي پر تا سیتا )).ټول شا ته ولاړل .سیتا مټېق ته وکتل .سترګې لا هم د هغه غټ مچ خوا ته وي چې د ټولګي دننه  الوته .سیتا د خولې لاړې تېرې کړې ، شونډې یې راټولې کړې سترګې یې وتړلې ، او په منډه یې ښاغلی مټېق  مچو کړ ،مخامخ د مټېق لوند او یخ سر یې مچو کړ،او ژر بېرته شاته راغی او په لستوڼي سره یې خپلې شونډې پاکې کړې .د خپلو شونډو پر سر یې  یو بد احساس کاوه لکه داسې چې د یخ یوه چنډه چې نوې له یخچال څخه راوېستل شوي وي ، هغه یې مچو کړې وي .آناماری وویل : (( آفرین ، هورا ! ډېره زړه وره وه ))،ټولو په هېښتیا ښاغلي مټېق ته کتل .اوس نو باید یو څه پېښ شي .شېبې تېرې شوې ، دقیقې تېرې شوې  او هېڅ څه پېښ نه شول (( له بده مرغه دغه آزمایښت کومه پایله نه درلوده .)) .  نور بیا

لوستل شوی 801 ځله