ښاغلی مټیق ( چونګښه)

ښاغلی مټیق ( چونګښه)


        د ماشومانو لپاره ناول     په تېر پسې
لیکوال : پاول وان لون  
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
اوومه برخه
راز راز شمېرې
ښاغلي ستورک په داسې حال کې چې په قهرجنه توګه یې  خپل لاسونه ښورول  ، ټولګي ته ننوت او ویې ویل : (( ولې ټول وزرګاره ناست یاست ؟د ټولو جریمه د دوه نومرو راټېټول .)) . هیچا خبره و نه کړه .ښاغلی ستوارت درې میاشتې مخکې د

ښوونځي مدیر شوی .هغه جګه او نرۍ ونه لري او څېره یې داسې وه چې ته به وایې تل  له کومې موضوع څخه په قار او غضب دی .په لاس کې به یې تل د یاددښت یوه کتابچه وه چې هلته به یې کوم څه لیکل .یو ځل ناڅاپه یې په لوړ غږ وویل .: (( ښاغلی فرانس تاسو ولې په درس ورکولو اخته نه یاست ؟ولې د مېزونو پر سر کومه کتابچه نشته ؟لا تر اوسه هم زما په قانون نه یاست پوهیېدلي ؟ )) .که څه دننه له ټولګي څخه د ځواب کوم غږ یې وا نه ورېده خو بیا یې هم دوام ورکړ : (( د ښوونځي د مدیر له اجازژ پرته باید هېڅ پېښه و نه شی .دا د ستورک قانون دی .تاسو په دې خبره پوهیږۍ او کنه د دوه نمرو په کمولو سره مو حساب کتاب په لاس کې درکړم ؟ )) .دنیس په کراره  وویل  (( عجیب لیونی مدیر دی )) هیچا جرآت نه درلود چې په لوړ غږ څه ووایي .لا هم دا ټول د ښاغلي فرانس د څېرې بدلون ته حیران ول،لږ وروسته ښاغلي ستوارک چې کوم ځواب ترلاسه نه کړ نو سر یې د یاددښت له کتابچې راپورته کړ  او د ښاغلي فرانس ځوکۍ ته وکتل .خو هلته څوک نه ول .په داسې حال کې څېره یې بوټه راوتلې وه  خپله اوږده ګوته یې د ښاغلي متيق خوا ته ونیوله  چې هغه همدا  اوس د تختې لاندې ولاړ و او ویې ویل : (( عجیبه ده ! دا نو بیا څه دي ؟ غږ یې داسې و لکه د برقي ارې غوږځورونکی  غږ)). یوازینی څوک و چې د ځواب ورکولو جرآت یې وکړ : (( دا یو مټیق دی ، ښاغلیه )) . ښاغلي ستوارک په غټو او قهرجنو سترګو  دنیس ته وکتل  او ویې ویل : (( بې ادبه لیونیه  زه له تا نه ډېر ښه په دې پوهیږم .یوه جریمه پر تا اضافه کوم .ته فکر کوي زه یو احمق او ناپوهه یم ؟)).دنیس په حق په حانبه څېرې  سره د هغه د خبرو پتایید سره خپل سر وښوراوه ، خو له نیکمرغه چې مدیر و نه لید . ښاغلی ستورک  یو ځل بیا د مټیق په لیدو اخته شو (( زما موخه دا ده چې پوه شم دا مټیق حنګه ستاسو ټولګي ته ننوتلی دی ؟ )) .هیچا ځواب ور نه کړ ځکه دا خو یو پټ راز و .ستوارک چیغه کړه : (( دوه نمرې  نورې هم  د ټولو د جریمې په ډول لږې شوې ! )) .بیا یې خپله کتابچه کې څه باددښت ولیکه ، څو شېبې په قار سره یې دېخوا ها خوا لاړ او یو ناڅاپه یې وویل  : (( که هیچا ځواب را نه کړ نو بیا زه اړ یم چې تاسو ل ښوونځي وباسم ، پوه شوئ کنه ؟ )) . نور بی

لوستل شوی 441 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي