دین او جګړه

دین او جګړه

شرر ساپی

د دین او جګړې اړوند دا څیړنیز کتاب، د تاریخپوه ښاغلي ولي الله ملکزي اثر دی. نوموړي هڅه کړې چې په دین کې د جګړې اصل روښانه کړي. په دې کتاب کې لومړی د نړۍ پر مخ مشهور دینونه معرفي شوي دي، په دینونو کې یې اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم، سهکیزم، بودایزم، زدرشت، کنفوشیزم، بهایان، قادیانزم، الحاد او هم یې استشراق او استعمار معرفي کړي دي.

د اسلام سپيڅلي دین ته تم شوی او له تعریف وروسته یې څلور فقهي مذهبونه، د هغو تاریخچه او په ځانکړي ډول د حنفي مذهب د پراختیا عواملو ته یو ځغلنده نظر کړیدی. د اهل تشیع د مذهب پیژندګلوي، مهمې فرقې، د جعفري فقهي بنسټیز اصطلاحات او د تاریخ په بهیر کې د شیعه ګانو دولتونه یې یاد کړیديولي الله ملکزی.
ورپسې يې د تشدد غریزه او د جګړې لاملونه د اسلامي او غربي پوهانو د نظریو په لړ کې تشریح کړي او بیا يې په اسلام کې د هغو غزا ګانو یادونه کړې چې د رسول الله علیه السلام په ژوند کې ترسره شوې دي. په سترو نړیوالو جنګونو، د ادیانو په خپل منځي شخړو، د سیاسي اسلام په اصطلاح او لید لوري، د جګړې پر ضد د مبارزې ارزښت او د سولې او اعتدال په اصل هم بحث شویدی. ورپسې یې د روسانو په وړاندې د افغانانو د پاڅون او داعیې یادونه کړی، د شورویانو یرغل یې غندلی او د افغانانو قربانۍ يې ستایلې دي.
د کتاب له لوستلو وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم چې لیکوال د پوخ سیاسي درایت او په اسلامي تاریخ باندې د پوهې څښتن دی. نوموړي د افغان جهاد په اړه په خپل دې اثر کې وايي: ( د شوروي اتحاد په وړاندې د افغانانو له وینو او قرباینو څخه انکار به د تاریخ د مسخ کولو یوه ناځوانه هڅه وي. د جهادي ګوندونو شعارونه که هرڅومره جالب او د دین په خم کې رنګ وو؛ خو د افغانستان د تقدیر فیصلې په جینوا، دوحې، اسلام‌ آباد، تهران، مسکو، مکې او نیو یارک کې وشوې. تاریخ ګواه دی چې ډېر کله وسله والې مذهبي ډلې د غټو او مطرحو ځواکونو د نظر لاندې د یوې ټاکلې مرحلې او ځانګړو موخو لپاره رامنځ ته کېږي او بیا د سېلاب د ځګ په څېر تالا ترغۍ کېږي. په افغانستان، چیچن، عراق، سوریې، لېبیا او کشمېر کې د عربي نړۍ په لسګونو زره تنکيو احساساتي ځوانانو ګډون وکړ، وجنګېدل او بې حسابه یې ووژل شول. مګر کله چې د دوی اهمیت او نښه شوی رول پای ته ورسېد، اوس د زندانونو د تورو تمبو ترشا پراته دي. ولی باید هیر نکړو چې باروت او ټوپک یواځې وژل کوي، خو قلم، سوله او اعتدال انساني پرګنو ته ژوند بښي).
د نوموړي موخه دا ده چې هره سپيڅلې او مشروعه مبارزه هغه مهال رنګ راوړي چې مشران یې د د یني پوهې تر څنګ سیاسي درایت او بصیرت هم ولري. ملي مسائلو ته د عاطفې په ځای، د عقلانیت او مصلحت له زاویې ګوري او نه پريږدي چې د تقدیر فیصلې یې د پردیو په لاسونو ترسره شي. کنه نو؛ په دې پاکه چینه کې به مغرضان د خپلو موخو ناولې بوخچې ورښکته کړي او دا پاکې او خوږې اوبه به زهرجنې او ککړې کړي.
د لیکوال دې خبرې ما ته د الْیَمَامَةَ د پاچا هغه خبره را یاده کړه چې رسول الله علیه السلام ته يې ولیکل: زه به دې دین ومنم، خو په دې شرط چې ماته ځانګړې برخه وټاکې. رسول الله (ص) ځواب ورکړ: « که یوه ټوټه زمکه رانه وغواړي هغه به هم درنکړم. خپله هم برباد شو او پاچاهي يې هم برباده شوه». همدغه قاطعیت او سیاسي درایت وو چې امت یې د نړۍ په نیمايي کُره باندې خپل بېرغ ورپاوه او برم یې ترلاسه کړ.
بې له شکه چې د الله تعالی له کتاب پرته، بل هیڅ کتاب کره او بې عیبه نه دی. د دې اثر « دین او جګړه » ژبه ډېره خوږه او روانه ده؛ د موضوع له مخې هم د ستایلو دی او د یو علمي اثر په توګه پرې حساب کیدلای شي.

کابل، افغانستان
۱۴۰۱ هجري لمریز / غبرګولې

لوستل شوی 723 ځله Last modified on پنجشنبه, 30 سرطان 1401 22:32