اوښکې
زه غواړم د خپل ژوند حقیقت بیان کړم خو؛ ویریږمه چې له آسمانه تیږې ونه وریږي ، لمر له ډيره غمه ویلی نه شي خلک له ډیرې غصې غرونه لاسونو کې راپورته او زموږ ویجاړ او غم لړلی وطن نورهم ونه نړوي.
غواړم چې خپل د ژوند پټ راز بیان کړم چې هیچا یې اوریدو ته غوږ نه دی ایښی او نه هم څوک وخت ورکوي خو له تا هیله کوم لږه شیبه تم شه او زما د ژوند له حال هم خبر شه زه هم انسانه یم او ستا په اسلامې هیواد کی ژوند