وروستي مطالب

بايزيد پير روښان

یکشنبه, 07 جوزا 1396 20:23

شېخ سراج الدين بايزيد د قاضي عبدالله زوی او د شېخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عېن حال کې ستر مذهبي مبلغ و چې پيراونو يې پير روښان باله، او متعصبو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياداوه. مور يې بي بي امينه [1]نومېدله او د حاجي ابوبکر

لور وه چې د پنجاب په جالندهر کې اوسېدله، او بايزيد همالته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کې وزېږېده.
مخينه

وايي چې د بايزيد نيکه ګان له کندهاره د وزيرستان د کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزيد سکه نيکه شېخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کې اوسېد، دوولس ځامن درلودل او په دې دوولسو ځامنو کې عبدالله د بايزيد پلار په فضيليت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه.[2] دا چې د بايزيد پلار څنګه په جالندهر کې د حاجي ابوبکر لور په نکاح کړه د پېښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د هغه خېرالبيان په سريزه کې چې د پېښور د پوهنتون د پښتو

خوشحال خان خټک

یکشنبه, 07 جوزا 1396 20:18

ماشومتوب
خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې ګاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .
ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :
په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو په دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي
ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه

سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپګان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه

عبدالرحمن مومند

یکشنبه, 07 جوزا 1396 20:09

کومه مينه او ښه پېژندګلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ميلاؤ شوې ده هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان ئې او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د

مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنګان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د

شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې وائي تردې پورې چې د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ بې حده زياته ستاينه کړې ده اړ دده د شاعرۍ سليس او د عوامو د خوښۍ برابر بللي دی. ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د

احمدشاه بابا

یکشنبه, 07 جوزا 1396 20:03

چې خدای لوی کړی احمد شاهه
تل د خوارو دستګیري کړه
د احمد شاه بابا له نامه سره سړي ته معمولاْ د پانی پت جنګ، پر هند باندې حملی، د تورو خرپی، او د میړانی رنګارنګ کیسی وریادیږي. دا خبری دومره ذهن ته راځي چې د ده د شعر ویلو او هنري ژوند برخه ګرد سره د سړي له یاده وځي. چاته دا نه وریادیږي چې ده دی د دومره جنګونو، سیاسی اصلاحاتو او د افغانستان د بنسټ ایښودو د کارنامو تر څنګ کله شعر هم ویلی وي.

په داسی حال کې چې دی هم د ځینو لویو پاچهانو او سردارانو په څیر د تورې او قوي مټ تر څنګ د ښه قلم او ښی ادبي قریحی خااوند و او ځانته د نورو شاعرانو په څیر یو بشپړ دیوان لري. ارواښاد عبدالرووف بینوا د افغانستان نومیالی نومی

کتاب په دریم ټوک کې د ده په باره کې لیکي چې د شاعرانو او ادب د مینه والو سره یې مجلسونه کول او د شعر و شاعرۍ څخه یې خوند اخیست په تیره یې بیا د پښتو ژبې له ادب سره یې ډیره مینه درلوده او د پښتو ژبې په تاریخ کې د احمد شاه بابا دربار لومړی دربار و جې د پښتو ژبې لومړنی تدریسی کتاب په کې لیکل شوی دی. احمد شاه بابا خپل زامن هم د پښتنوالی په روح روزل نو ځکه یې د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر پیر محمد کاکړ زوی ته د ښوونکي په توګه ټاکلی و. او پیر محمد