هغه مري، خو هېرېږي نه!

هغه مري، خو هېرېږي نه!

امیرجان وحید احمدزی

 

مرګیه پام کوه، که وس کې دې وي

یو نیم سړی وي، پرښته د ځمکې

ممتاز

مرګ حقیقت دی چې د ناپېژندویه په مړینې دې که خپه کوي، نو ملګرو، خواخوږو او خپلوانو پسې دې اوښکې بهوي او ژړوي. که ناګرانه درته ګرانوي، نو  د سرمعلم خلیل غوندې ګران او خواخوږي انسان پسې دې په شپو شپو زهیروي او خواشینی کوي.

مرګ حق دی او ټول مرو، خو له ټولو سره د مرګ معامله یو وړ نه ده. ځینې نه په ژوندونې ښاد او نه هم له مرګ وروسته یاد شي، خو د سرمعلم خلیل غوندې بختور چې د خپلو کړنو، ښېګڼو او خدمتونو له برکته د  نورو په زړه او ذهن کې حک شوي، مرګ یې هم په اسانۍ له  زړونو او ذهنونو توږلی نشي.

چا چې په پردي وطن کې د کډوالۍ د ګڼو ستونزو او ناخوالو باوجود په  ډېر همت او صداقت روزلی او پاللی یې.  ستا د ښوونځي، کتاب، قلم، کتابچې او بکسې غم یې خوړلی وي. ناسته، پاسته، چلند، ښه او بد یې درښودلي وي. د لاسونو، جامو، وېښتو او ځان پاکوالی او نظم او د قلم نیول، توري، جملې، عددونه، جمع، منفي، ضرب عملیې، معادلې، لیکل، ښه او بد یې در زده کړې وي. زړه یې درباندې سوځولی او زړه یې درسره خوړلی وي، نو ولې دې دغسې زړخوږی، پالونکی او خواخوږۍ انسان (سرمعلم خلیل)په دغومره اسانۍ او بې پروایۍ او یا په مرګ هېر شي.

هغه شپه چې خبر شوم، نو د مرګ بد زېري یې په همغه خواشینۍ کې خپل ماشومتوب ته بوتلم، هغه شپه مې له ځان او حال لیرې تر ډېره د غونډۍ ترڅنګ د هدیرې په لمن کې له خپل ماشومتوب، ښوونځي او د سرمعلم صاحب یادونو سره رڼه کړه.

سوچونو او فکرونو ښوونځي ته بوتلم، د زده کوونکو ګڼه او غالمغال مې ولیده، خو عجیبه وه، د زده کوونکو شور یو دم کرار شو، یوې او بلې غاړې ته ودرېدل. یو شډل، دنګ او غوسناک سړی یې چې زما په ګډون ډېرو د ورکتلو جرئت هم نه کاوه، د ټولو له منځ تېر شو. د ښوونځي په لوی وره له ورننوتلو سره یې د ښوونځي زنګ ووهل شو. د اسمبلۍ په موخه د زده کوونکو لیکې او منظم کتارونه جوړ شول.

سرمعلم خلیل مې لیده چې راغی په بر سر کې ودرېد، د درسونو او نظم په اړه یې څو لنډې او څرګندې لارښوونې وکړې، بیا نو کتارونه همغسې منظم د خپلو ټولګیو لورته ور ړنګ شول. په څو شیبو کې مې دا او دېته ورته د هغه مهال نورې ډېرې شیبې په ذهن کې راوګرځېدې.

جنرال صاحب شېراقا دې خدای تر ډېره ژوندی لري، تېرکال یې د مساپر زوی واده و، ټول خپلوان او دوستان یې بللي وو. په دویم پوړ کې د نکاح سالون ته یې د رابللو او راغلو له منځه خپل نازولي مشران او ملګري رابېل کړل چې د یوه اوږده مېز خوا او شا ناست و.

 جنرال صاحب په دې خاطر چې نور هم په دې ښادۍ کې راشریک او د خپل زړه خوښي ورسره ووېشي، چاته به یې وخندل، ځینو ته به یې ځای او څوکۍ، یا جوس او نورخواږه وستول. څوک به یې خپل څنګ ته ور وغوښت. له ځینو به یې د راتګ مننه وکړه، په چا به یې نیوکه وکړه، یو نیم به یې وځوراوه، په دې ډول یې هر یو خنداوه، غږاوه او پوښته.

ماته یې لنډ مخ راواړاوه، ویل ، ولې موږ د راتلونکي پرځای تل د خپل تېر په فکر کې یوو او ورپسې خپه یوو؟

دا پوښتنه یې وکړه او بیا یې د لاس په اشارې نور وپوهول چې غوږ شي. د جنرال صاحب دې مینې، مهربانۍ او ناڅاپي پوښتنې حیران کړم چې له کومه او څنګه یې پیل کړم؟ ځکه ناست ټول تر ما د عمر، پوهې او تجربې له مخې مشران وو.

د جنرال صاحب د پوښتنې له برکته مې په لومړي ځل په یو وخت فکر او خبرې کول دواړه تجربه کړل، د خبرو پرمهال مې سره له دې چې ځان د پوښتنې د ځوابولو لپاره ارام ښوده، خو ذهن مې لا ښه تمرکز او ځواب موندلو پسې لالهانده او بوخت و.          

بسم الله مې درسته او سلام مې وکړ. بیا مې له ټولو د خبرو اجازه وغوښته. د ګڼو دلایلو په منځ کې مې دا هم وویل، ممکن یو دلیل یې دا وي چې ماشومتوب د بېغمۍ او پاچاهۍ دوره وي او زموږ د دغې بې تاجه، بې زره او بې زوره باچاهۍ ډېرې خوږې شیبې، کیسې او خاطرې له تېر سره تړلې دي، بله دا چې تېر لیدلې او تجربه شوې کیسه ده، مګر راتلونکی تر ډېره مبهم او ناڅرګند دی.

ممکن ډېر خله مې خپل تېر او ماشومتوب را یاد شوی وي، خو دوه ځله مې چې یادېږي یو د تېر په اړه د جنرال صاحب پوښتنې او بل د سرمعلم صاحب خلیل مرګ خپل ماشومتوب ته بېولی او تر ډېره په ذهني لحاظ ورسره بوخت کړی یم.

نه مې یادېږي چې سرمعلم خلیل مې دې په څوکۍ ناست او یا بې لښتې لیدلی وي، خو د دې باوجود ټولو ورته ځانګړی درناوی درلود. موږ سره یې حساب او ریاضي لرله. د تعریفونو او تقریري پوښتنو او نورو ځوابونو لپاره یې ځای پرځای پوښتلې او ودرولې، د عملیو او معادلو د حل لپاره به یې تختې ته ورغوښتلې، د ټولګي په یوه ګوښه کې به غلی ولاړ و او څارلې به یې .

نوموړي یوازې ریاضي نه، بلکې په یو وخت کې دا هم در زده کول چې څنګه د نورو پر وړاندې وغږېږې، خپلې پاکۍ او نظم ته پام وکړې، د نورو زغم او درناوی وکړې. یانې د ریاضي ترڅنګ یې ټولنیز کړه او وړه هم در زده کول.

د نورو استادانو غوندې یې ټوکې، کیسې، مسخرې، خندا او خبرې نه وې زده، تل به یې په ټنډه کې دولس بجې وې. ډېر وروسته پوه شوم چې د همدغه تریو تندي او توند چلند له لارې یې دېته هڅولو او متوجه کولو چې له هرې شیبې او دقیقې څخه باید د زده کړې لپاره استفاده وشي.

د سرمعلم خلیل یوه بله ځانګړنه دا وه چې  د نورو ډېرو ښوونکو په څېر به یې په یو لاس کتاب او بل تباشیر نه و نیولی. نه یې په څوکۍ کې په ناستې او ټوکو درسي ساعت تېراوه. نیم درس به یې که خپله درکاوه، نیم نور به یې په تا تېراوه او تشریح کاوه. د نوي درس عنوان به یې چې وپوښت، نور به یې مخ تختې ته کړ، په لیکلو، مثالونو او ډېرو تشریحاتو به یې د درسي ساعت ترپایه دواړه لاسونه په تباشیر تک سپین شول، خو په دې منځ منځ کې به یې د تشریح او ځوابونو لپاره زده کوونکي هم پوښتل.

د درسي ساعت په پای کې د تباشیر له ګرده د لاسونو پوکلو او پاکولو او کورنۍ دندې وروسته به یې د زنګ له کړنګ سره په عسکري او شمېرلو ګامونو ټولګی پرېښود، تر ادارې به چې رسېده، په لاره کې به یې نور ټولګي په څو شیبو کې وڅارل چې د کوم یوه درسي ساعت خالي دی. ادارې ته له ورتګ سره به د ښوونکو پیالې همغسې له چایو ډکې او یا نیې پاتې شوې او ټول به یې ټولګیو ته مارش کړل.

د سرمعلم صاحب  له وتلو سره به مو ژوره ساه واخیسته، چا به شخي وېسته او ځینې به په خپلو ځایونو ودرېدل. ځینو به بیا د هغوی لور ته اشارې کولې چې د کورنۍ دندې، ناسم ځواب، کومې شوخۍ او بې پروایۍ له امله جزا لیدلې وه. د سترګو، سر او لاس په اشارو به یې پوښتل او ځورول چې څنګه چل دی؟

چا به بده وګڼله، ځینو به ویل د استاد وهل پېغور نه دي او یو نیم به کړه چې خیر دی ستا وار به هم راشي او بیا به یې وګالې او دا وار رښتیا په ټولو ځکه راتلونکی و چې سرمعلم خلیل لحاظ او استثنی نه پېژنده، همدا یې ښېګڼه وه چې له زده کوونکو سره یې چلند یو وړ و.

له ښوونځي او سرمعلمۍ ډېر کلونه وروسته یې د شاتو مچۍ یې ساتلې او روزلې، له همدې لارې یې خپله اذوقه او نفقه برابروله. هیواد ته له راستنېدو وروسته یې د کلي پرځای د کابل غره په ډډه کې ژوند اختیار کړ.

په ښه او بده، مړي او ژوندي کې به مې چې لیده له هر چا سره به یې په ناسته، ولاړه، لاره او یوه ګوښه کې په ویړو او موسکو شونډو او غوړېدلي تندي د زړه خواله کول. له لاسونو به یې کلک نیولی وې او یوه شبکۍ یې هم سترګې نه درنه اړولې، په مسکا کې به یې غېږه درکړه او بیا به یې مخه ښه واخیسته!

دغه کمینه او خیرخواه انسان نور له موږ سره نشته، دا ځل په رنځور ځان او بې مخه ښې د تل لپاره ولاړ. خدای دې هغه دنیا ورته ښایسته کړي، جنت یې نصیب، درجې یې لوړې، اروا یې ښاد او یاد یې تلپاتې اوسه!

ارمان د بیا لیدو یې درده پاتې شي، دوی لاړ شي

د ګل غوندې د ورځو میلمانه وي ځینې خلک
لوستل شوی 102 ځله