وروستي مطالب

افغان ښځو پام وړ بدلون کړی

یکشنبه, 19 جوزا 1398 21:29
محمدروښان ښاد   
 
د ولسمشر غني د ملاتړ او پآملرنې له برکته افغان ښځو او ځوانانو پام وړ بدلون او پرمختګ کړی دی، ځکه چې دوی اوس تر بل هر وخت په حکومت کې پر مهمو څوکیو ځانونه ویني او دوی خپل استازیتوب په خپله کوي. افغان ښځه او افغان ځوان اوس د مالکیت احساس کوي، اوس دوی ته دا نه تبلیغېږي چې راتلونکی د ځوانانو دی، بلکې دوی ته داسې په عمل کې ښودل شوې چې هم اوس او هم راتلونکی د ځوانانو دی

ولې پاک او رښتیني کسان بدنامه کېږي؟

پنجشنبه, 09 جوزا 1398 20:48

 

په اوسنۍ زمانه کې د پاکو او رښتینو کسانو بدنامول د ځينو مغرضو او فرصت طلبه کسانو لپاره تر ټولو ښه تجارت او خپلو موخو ته د رسېدو ښه لاره بلل کېږي.

دا سمه ده،چې د نظر څرګندولو او د یوې موضوع په اړه د خبرو حق لرو،خو د بیان آزادي هم خپل یو شمېر اصول لري؛ یعنې هرڅه مو،چې په خوله راځي د بیان د آزادۍ په معنا نشي کېدلای او په کار ده،چې تل اخلاقي او اسلامي اصول په پام کې ولرو؛څو خدای مکړه زموږ ژبه د دوه کسانو یا دوو لوریو ترمنځ د ناندریو لامل و نه ګرځي،

په ټولنه کې باید څنګه ژوند وکړو ؟

دوشنبه, 30 ثور 1398 21:35
ګلرحمن رحماني
هره ټولنه ځان ته بېلابېل خواص یعنې کلتور، رواج ، مذهب ، نظر  او روابط لري چې د همدغو خواصو پر بنا یوه ټولنه له بلې ټولنې څخه بېلوي او ټولنه په همدغو پورتنیو خواصو سره مشخصېږي . دا چې هره ټولنه بیلابیل رواجونه او عنعنات لري، نو زموږ ټولنه چې یوه اسلامې او سنتې ټولنه ده نو په ټولنه کې د اوسېدو لپاره باید ځینې لارښوونې پر ځان عملي کړو، تر څو په ټولنه کې د یو ښه شخص په توګه ژوند وکړو

په ژوند کې د ځينو ارزښتونو درناوي ته قایل اوسئ

چهارشنبه, 25 ثور 1398 20:04

 

رفيع الله روشن

 کېدای شي دا ارزښتونه ستاسې د ژوند ملګري اوسي ،کېدای شي مور او پلار مو اوسي ،کېدای شي د راتلونکې پلانونه مو اوسي او یا هغه څوک چې تاسې ورسره ‌‌‌‌‌‌ډېره مینه لرئ هغه اوسي.

ددغو ارزښتونو په له لاسه ورکولو هېڅ فکر مکوئ دا فکر کول مو تر دې پرېکړې ورورسته په مصیبتونو اخته کوي ،اندېښنې درته زېږوي چې تاسې یې په پاللو او کولو مجبوروي، د ژوند ځينې په لاس درغلي فرصتونه درڅخه تروړي او د ژوند ټولې هیلې مو قوت لایموت کوي

جوماتونو ته د ولسمشر غني بېسارې پاملرنه

دوشنبه, 23 ثور 1398 20:04

محمدروښان ښاد
افغانستان اسلامي هیواد دی او خلک یې ټینګه دیني عقیده لري، مګر د دې باوجود لا هم په هیواد کې د جوماتونو وضعیت د نورو اسلامي هیوادونو غوندې ښه نه و، ځکه تېرو واکمنانو دې برخې ته چندان توجه نه وه کړې، حتی د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ پرمهال چې هیواد ته بېدرېغه بهرنۍ مرستې راغلې،

له مېلمه پالنې د غني زده کړه

دوشنبه, 23 ثور 1398 19:55

محمدروښان ښاد

 

محمد اشرف غني چې د کور تر ټولو کمکی و، نو نیکه یې فرقه مشر عبدالغني خان د چارمغز ونې چې د دوی د باغ لویه برخه وه یوازې د خپل نازولي یانې اشرف غني انحصار بللې، ځکه تر ده یولس کاله وروسته یې بیا بل ورور وزېږېد،خو د دغه ګرانښت، نوکرانو او ناظرانو باوجود هم نیکه دخپلو زرګونو کوچیانو، دیشینو او ښاریانو د چای، چلم او ډوډۍ پالنه په خپل همدغه ګران او کمکي لمسي محمد اشرف کوله.

د ډاکټر غني ماشومتوب

یکشنبه, 22 ثور 1398 18:54
 محمدروښان ښاد
محمد اشرف غني د ۱۳۲۸ کال د ثور په ۲۹ د کابل په زاړه ښار او د احمدزیو  د خان  ارواښاد شاه جهان غني احمدزي په کور کې وزېږېد. پلار یې سوداګري کوله. په سرخ اب کې د جومات  ملا الفبا ور وښوده، خو په استقلال لېسه کې یې په اساسي توګه زده کړه. 

دمور دورځی په منا سبت

یکشنبه, 22 ثور 1398 18:35

پوهندوی دوکتور سید حسام »مل«

مورجانی له دي نه چی دسپک سرو ، جاهلو ،بربرو مذهبی افراطی ډلو ټپلو
له السه دهیواد څخه دمجبوریت له مخی وتلی یم ، ومی بخښه چی دستا دقبر
پر پاسه می دمور دورځی په مناسبت ونشو کړی

 

در ضمیمه