وروستي مطالب

د ټاکنوکمېسیونه هر اړخیز سمون او بدلون ته اړتیا لري

دوشنبه, 26 قوس 1397 21:33

اېمل پیاوړی

د ټاکنیزو بنسټونو جوړښت او په دې برخه کې د اصلاحاتو راوړل د ملي یووالي حکومت له اصلي ژمنو څخه وو او ولسمشر غني په همدې اساس په دې برخه کې پام وړ اصلاحات راوړل، د بېلګې په توګه  د ټاکنو په قانون، اداري چلندونو، ظرفیت او بشري سرچینو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شول او د ۱۳۹۷کال د د ولسي جرګې ټاکنې په بایمتریک توګه ترسره شوې، مګر دغه اصلاحات لا هم کافي نه دي، ځکه د ولسي جرګې ټاکنو له مدیریتي او  عملیاتي پلوه زیاتې ستونزې او نیمګړتیاوې لرلې.

د عامه خدماتو برخه کې پام وړ ښه والی

یکشنبه, 25 قوس 1397 18:06

اېمل پیاوړی
د عامه خدماتو وړاندې کول د حکومت له اساسي دندو څخه دي، ځکه د افغانستان په اساسي قانون کې په همدې اړه د حکومت مسوولیتونه او د وګړو حقونه او وجایب په صراحت سره ذکر شوي دي.

 دا پر حکومت د وګړو حق جوړېږي چې د ژوند اسانتیاوې او خدمات ورته برابر کړي، خو په تېرو کلونو کې نه یوازې د وګړو دغو حقونو ته  پاملرنه نه ده شوې، بلکې په لویه کې د قانون تطبیق ته چندان ارزښت نه ورکول کېده، مګر د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت دغه لورته پام ډېر کړی دی

امنیت او اقتصادې پرمختګ کې د ښځو د ګډون ارزښت

شنبه, 24 قوس 1397 20:11

محمد بشیر یوسفزوی

ولسمشر غني د خپل واک په تېره څلورکلنه دوره کې دا دود مات کړ چې ښځه یا د کور ده یا د ګور. په دې برخه کې یې ټولې انګېرنې باطلې وبللې او په ډېر جرئت یې د هغو په مسخه کولو کې ګام پورته کړ او د ښځو د انساني، قانوني او اسلامي حقونو د دفاع لپاره یې عملي هڅې پیل کړې.

عبدالمجید زابلی کی بود؟

پنجشنبه, 22 قوس 1397 22:31

میرعنایت الله سادات                                                                                          دسامبر 2018

یک هموطن عزیز ما در پاسخ به این سوال که "عبدالمجید زابلی کی بود"؟ مطالبی را اخیرآ در سایت وزین "آریانا افغانستان آنلاین" به نشر سپرده است که ایجاب تصحیح و باز نویسی را مینماید. زیرا توضیح واقعات تاریخی باید متکی به نقل قول های مستند و معتبر باشد. در رابطه به این که عبدالمجید زابلی یک متشبث آگاه و فعال بود، هیچ شکی وجود ندارد. اما به این سوال که او با کدام حمایت و چگونه صاحب آن همه ثروت های هنگفت شد؟ وسرنوشت آنهمه دارایی ها، امروز به کجا کشیده است؟ نباید مسکوت بود

افغانان هم ميلونران کيدلی شي خو په يو شرط

دوشنبه, 19 قوس 1397 16:10

په داسې حال کې چې د روڼتيا د څار بنسټ هرو دوو کالو کې په افغانستان کې د فساد په اړه سروې ترسره کوي؛ سږنۍ څېړنه يې ښيې چې په روان ميلادي کال کې له 4،5 ميليونه ډيرو افغانانو کابو دوه مليارده ډالره رشوت ورکړی دی. دغه ارقام په 2016 ميلادي کال کې له اوسنۍ اندازې کابو يو ملیارد کموالی ښيې. یعنې په 2016 کال کې کابو درې مليارده ډالره رشوت ورکړل شوی و. خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا رښتيا هم په تېرو دوو کالو کې په اداراتو کې فساد کم شوی دی؟

جامعه شناسی فساد

یکشنبه, 18 قوس 1397 20:34

پوهنیار بشیر مومن

ساد تنها  نوعی دیگر از استبداد  است. جوبایدن 

  در فرهنگ جامعه شناسی  فساد ( sociology of corruption )، مکافات  ناجایزاست که برای وادارکردن فرد به تخلف از وظیفه تخصیص داده می شود. از دید تاریخی این پرابلم، مبین اين است، كه فساد در جوامع بشری قدامتی به اندازه تمدن داشته، اكنون نيز يكی از مسائل مهم و اساسی در ميان كشورهای جهان می‏باشد.  فساد نابسامانی‏های بسياری برای جوامع بشری به دنبال داشته، جنگ‏های پی ‏در پی،  خشونت‏ها و قيام عليه تمدن‏های حاكم، از بين رفتن سازمان‏ها و در

ولسمشر غني د فساد ضد مبارزې په اړه خپلې ژمنې تازه کړې

یکشنبه, 18 قوس 1397 15:35

اېمل پیاوړی

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فساد ضد مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې ګڼو حکومتي مقاماتو، ډيپلوماتانو او د بین المللي بنسټونو استازو په کې ګډون کړی وو، جمهور رئیس محمد اشرف غني د فساد په ضد د مبارزې په لار کې خپلې ژمنې بیا تازه کړې

د برښنا ښکرور پوروړي؛ پور ترې څنګه اخيستلی شو؟

چهارشنبه, 07 قوس 1397 20:16

په داسې حال کې چې له يوې خوا د برښنا پر نا مسولو وسله والو جهاد پيل کړی او څو څو ځلي يې په بېلابېلو ولايتونو کې د برښنا پايې په نړولو سره جنت ته د تلو خوبونه ليدلي او له دې لارې باج اخلي؛ له بلې خوا ځينې ښکرور دولتي او نادولتي چارواکي هم شته چې نومونه يې په ټرکونو کې نه ځايېږي اما د برښنا بيل پرې کولو ته يې ملاګانې ماتې دي